د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتو لهجو ته یوه سرسري کتنه

نجیب منلی 20.07.2015 11:19

تر هغه ځایه چې زه مالومات لرم تر نولسمې پېړۍ وړاندې د پښتو پر لهجو کوم څېړونکي خاص تمرکز نه دی کړی. په نولسمه پېړۍ کې انګرېزي مستشرقینو پښتو په «کلکه» او «نرمه» لهجو ووېشله چې کلکه یې د ختیزو سیمو لهجه وه (پختو) او نرمه یې د لوېدیزو سیمو لهجه وه (پشتو). د دغو دواړو لهجو تفکیک پر دوو پښتو غږونو ولاړ و:

«ښ» چې په کلکه لهجه کې «خ» ویل کېږي او په نرمه لهجه کې «ش» ویل کېږي.

«ږ» چې په کلکه لهجه کې «ګ» ویل کېږي او په نرمه لهجه کې «ژ» ویل کېږي.

د شلمې پېړۍ په پیل کې غربي پوهانو د «وزیري غږ اووښتون» (Metaphony of Waziri) موضوع هم مطرح کړه (په وزیري لهجه کې عام منل شوي غږونه / ā, o, u / پر /o, e, i/ اوړي:

پلار /plār/ < پلور /plor/

مور /mor/ <  مېر /mer/

لور /lur/ < لير /lir/

ورپسې پرمختګ بیا په ۱۹۶۰ لسیزه کې د دریو لهجو منل وو چې بیا یې هم تفکیک د هماغو دوو غږونو (ښ او ږ) پر بنسټ و:

د ختیزې لهجې مرکزیت پېښور او جلال اباد بلل کېدل، د لوېدیځې لهجې مرکزیت کوټه او کندهار وو او د منځنۍ ژبې مرکزیت پکتیا او وردګ ګڼل کېدل.

──────────────────────────
│ غږ │ ختیزه لهجه │ منځنۍ لهجه │ لوېدیزه لهجه   │
──────────────────────────
│ ښ  │ خ    /x/   │ ښ / x̌/      │ ش / ṣ̌/          │
│ ږ   │ ګ    /g/  │ ږ /  ğ /     │ ژ  / ẓ̌/          │
──────────────────────────

د ۱۹۷۰ لسیزې په لومړیو کلونو کې د یو پراخ څېړنیز کامپاین په ترڅ کې د افغانستان د ژبني اطلس له پاره د موادو د راټولولو په موخه ژبپوهانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ژبني مالومات راټول کړ. د پښتو څېړنو په برخه کې د هېواد په شاوخو ۲۵۰ کلیو او بانډو کې نېږدې ۲۶۹ پوښتنلیکونه چې شاوخوا دوه زره ژبني توکي په کې ارزول شوي وو ډک شول او د پښتو لهجو د څېړنې له پاره یې لار هواره کړه. په دې څېړنه کې، د نورو تر څنګ، د پښتو ژبې نامتو څېړونکو شاکر، زیار، ثنا او پالوال فعاله ونډه اخیستې وه. له بده مرغه د افغانستان د ژبني اتلس پروژه د ثور له کوتا وروسته د سویسي ژبپوه ژورژ رودار له خوا ودرول شوه. را ټول شوي مواد لا اوس هم د سویس په برن پوهنتون کګې خوندي دي.

د نوو څېړنو او مشاهداتو په نتیجه کې اوس دا منل شوې خبره ده چې د پښتو لهجو موضوع تر هغه څه چې په نولسمه پېړۍ کې پوهانو ویلي وو ډېره پېچلې او پراخه ده. دغه بدلونونه تر ډېره حده جغرافیایي بلل کېږي خو احتمال شته چې قومي عنصر په کې هم مهم نقش ولري.

هغه غږونه چې تلفظ یې په بېلابېلو لهجو کې سره اوړي دا دي:

واولونه : ā, e, ə, i, o, u

چوپ غږونه :

چ <= چ، څ، س (چې <= چې، څې، سې)

څ <= څ، س (څنګه <= څنګه، سنګه)

ځ <= ځ، ز، ج، ځ (ځای <= ځای، زای، جای – ځم <= ځم، زم، څم)

ژ <= ژ، ج، ز (ژبه <= ژبه، جبه، زبه)

ږ <= ګ، ږ، غ؟، ي، ژ ( ږیره <= ګیره، غیره؟، ییره، ژیره)

ش <= ش، س (مشر <= مشر، مسر)

ښ <= خ، ښ، ش ( ښځه، خزه، شځه)

 

د دغو عمده بدلونونو تر څنګه څینې فرعي بدلونونه هم راځي (خدای <= خلای...). همدا راز یو شمېر ګرامري بدلونو هم شته لکه د (ده/دی، راغله/راغلل، ...)

واڼیڅي ژبه که څه هم تر یو وخته د پښتو په لهجو کې شمېرل کېده خو اوس ځېړونکي په دې اند دي چې په واڼیڅي کې د عامې پښتو په نسبت خورا ډېر بدلون راغلی نو باید واڼیڅي ژبه و بلل شي، نه لهجه.

له هغه مهاله چې په شپاړسمه پېړۍ کې پښتو لیکدود د منل شویو سیستمونو په بڼه ترتیب شوی دی پوهانو د ژبې «بین اللهجوي» (Inter-dialectal) بڼې ته پام کړی دی او هغه کلمې چې په بېلابېلو سیمو کې په پېلاپطلو ډولونو ویل کېږي، د هغوی د لیکلو له پاره یې خاص توري وضع کړي دي.

په لیکلې ژبه کې هغه کلمې چې د پورتني جدول له مخې سره اوړي را اوړي، د املا له پاره یې باید د جدول د ښي برخې توري وکارول شي.

-          «زلمی» په هر لهجه کې «زلمی» دی نو په  «ز» لیکل کېږي، په «ځ» لیکل یې غلط دي، «زانګ» هم باید «ځانګو» و نه لیکل شي.

-          «ځای» په ځینو لهجو کې «ځای // » ویل کېږي، په نورو کې «زای» یا «جای» نو په «ځ» لیکل یې سم دي.

-          «ژرنده» چې «ژرنده»، «زرنده» او «جرنده» ویل کېږي  په «ژ» سمه ده.

-          «سږکال» د «سږکال»، «سګ کال»، «سغ کال» او «سژکال» په بڼه ویل کېږي نو باید په «ږ» ولیکل شي

-          «ښکاره» چې «ښکاره»، «خکاره» او «شکاره» په بڼه ویل کېږي باید په «ښ» و لیکل شي خو «خبره» په هر ځای کې «خبره» ده نو باید په «خ» و لیکل شي.

 

پورته مثالونو ته په پام، کله چې د یوې کلمې په املا کې شک پیدا شي نو هڅه دې وشي چې په نورو لهجو کې (یا حتی په ګاونډیو ژبو کې) دې وکتل شي چې څنګه تلفظ کېږي بیا به یې په لیکلو کې ډېره ستونزه نه وي.