د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتو وییپوهنه او وییرغاونه

نجیب منلی 06.05.2015 20:43

پښتو وییپوهنه او وییرغاونه
 د پوهاند استاد مجاور احمد زیار اثر

د پوهاند استاد مجاور احمد زیار «پښتو وییپوهنه او وییرغاونه» مومند خپرندویې ټولنې په څه کم اته سوو مخونو کې په ۱۳۹۳ کال کې چاپ کړی دی.

د استاد زیار د هر اثر چاپېدل، که کله کله د لیکوالو او کره کتونکو تر منځ بحثونه راپاروي، په هر صورت کې د معاصرې پښتو پوهنې په ډګر کې یو ستر ګام بلل کېدای شي چې سترګې پټول پرې ناشوني دي.

«پښتو وییپوهنه او وییرغاونه» د څو میاشتو راهیسې د لوستونکو مخې ته پرته ده. مومند خپرندویې ټولنې ورته د خپل کاري چوکاټ په محدوده کې لږ او ډېر تبلیغات کړي دي. یو دوه فېسبوک پاڼې هم شته چې دې کتاب ته ځانګړې شوې دي خو له بده مرغه، څومره چې دا کتاب ارزښتناک دی، هماغومره – د استاد په وینا – د څانګوالو پوهانو له شننو او بحثونو لېرې پاتې شوی دی.

د کتاب ارزښت ته چې ګورم او بیا د څانګوالو کره کتونکو چوپتیا ته چې ګورم، د یو ډول بې عدالتۍ احساس راته پیدا کېږي: په څو میاشتو کې باید پر دې اثر څو مقالې لیکل شوې وای. د دې تشې د ډکولو له پاره نه، د دې تشې د لا ښه په ګوته کولو له پاره، سل زړونه یو زړه کوم، سره له دې چې د استاد، او د استاد د «پلیونو»، له خوا د ناڅانګوالۍ په جرم د محکومېدو وېره هم راسره ده، د پښتو ژبې د زده کوونکو د مالوماتو له پاره یو څو کرښې لیکم.

د کتاب معرفي:

کتاب په نهو فصلونو کې د پښتو وییپوهنې او وییرغاونې په اړه هم تیوریک اساسات بیانوي او هم د هر ډول او ځېل ګڼې بېلګې را اخلي. ظاهراً په نهو څپرکیو کې د کتاب راوتل د یوې چاپي ستونزې له امله دي. که ځير شو د کتاب شپږم څپرکی («کړبېلنګونه یا بېلښتي کړنومونه» او « نوم کړ بېلنګونه ») کېدای شول په دوو جلا څپرکو کې وړاندې شوي وای.

د کتاب ژبه، زما په څېر نیمه باسوادو لوستونکیو ته، یو څه کړکېچنه ده. دا خبره نوې نه ده، له استاد سره مو په دې اړه په وارو وارو بحثونه کړې دي، خو بیا هم که لوستونکی یو څه خواري پر ځان ومني، پوهېدل پرې ممکن دي. د کتاب منځپانګه پرته له شکه په دې ارزي چې سړی دغه خواري پر ځان ومني.

په لومړیو دوو څپرکو کې د موضوع اړوند علمي اصطلاحات روښانه شوي دي، لومړی څپرکی « نومونې (اصطلاحات، دانشواژه ها، Terms)» پر عمومي مفاهیمو بحث کوي او دویم څپرکی که څه هم د لومړي څپرکي دوام بلل کېدای شي، په مشخص ډول هغه مفاهیم راسپړي چې د کتاب له موضوع سره نېږدي تړاو لري («هممانیزوالی، څومانیزوالی، همجولیزوالی (هم معنایی، چند معنایی؛ Synonym, Ploysemy, homonym)»).

هر کله چې د کتاب په متن کې تخنیکي اصطلاحات راځي، هڅه شوې چې د لوستونکي د ستونزو د هواري په موخه هماغه اصطلاحات په فارسي او انګرېزي ژبو هم راشي. ځای ځای د انګرېزي متعارفو نومونو پر ځای لاتیني (یا، ممکن، له لاتیني اخیستل شوي جرمني) شکلونه هم کارول شوی دي (nomen agentis یا Nomenagentis).

په دریم څپرکي کې د پښتو وییپوهنې تاریخي بهیر ته اشاره شوې ده او ټول هغه د پام وړ کارونه په ګوته شوي دي چې په تېره، څه باندې، یوه نیمه پېړۍ کې پښتنو، افغانو او بهرنیو څېړونکو کړي دي.

په څلورم څپرکي کې د کتاب پر محوري بحث - وییرغاونه یا نورغاونه (Neologism) – رڼا اچول شوې ده، د لیکوال په اند یې اړتیا ځیرل شوې او مهم اصول او قواعد یې بیان شوي دي.

ور پسې څپرکي، یو په یو، ټول هغه میکانیزمونه راسپړي چې په پښتو کې پرې وییونه او کلمې رغول کېږي: د هر بحث په پای کې د هغو وییونو لست هم ورکړ شوی دی چې د همدغو اصولو پر بنسټ رغول شوي دي:

-          کړبېلنګونه یا بېلښتي کړنومونه (فعلي اشتقاقونه؛ Verbal derivations)؛ لستونه : ۱۸۹- ۲۳۴ مخونه

-          نوم کړ بېلنګونه؛ لستونه : ۲۴۱ – ۲۸۶ مخونه

-          نومبېلنګونه (اسمي مشتقات؛ Nominal derivation)

o        څیزنومبېلنګونه (مشتقات اسم)

o        ستاینوم بېلنګونه (وصفي اشتقاقونه؛ Adjectival derivatives)؛ لستونه: ۳۳۹ – ۳۹۳ مخونه

o        مانانومبېلنګونه (اسمای مجرد؛ Abstract nouns or substativised adjectives)؛ لستونه: ۴۰۷ – ۴۳۰ مخونه

o        چارنومبېلنګونه (مشتقات پیشه یی و اعتیادی؛ Nomenagentis-derivatives)؛ لستونه : ۴۴۸ – ۴۵۹ مخونه

o        اړیکنومبېلنګونه (اسمای اشتقاقی نسبتی؛ The trible-,cognate denotiting derivatives)؛ لستونه : ۴۶۹ – ۴۷۷ مخونه

o        لوښنومبېلنګونه (اسمای اله، Instrumental derivatives): لستونه: ۴۸۷  – ۴۹۸ مخونه

o        ځاینومبېلنګونه (مشتقات اماکن؛ Toponymical derivatives)؛ لستونه: ۵۰۷ – ۵۱۱ مخونه

o        کوشیننومبېلنګونه (مشتقات اسمای مصغر؛ Demonotive derivations)؛ لستونه: ۵۳۲ – ۵۷۰ مخونه

-          تړنګونه (ترکیبات؛ Compounds)

o        ستاینومتړنګونه (ترکیبات وصفي؛ Attibutive compounds - bahuvrihi)؛ ۵۹۴ لستونه:  – ۶۱۲ مخونه

o        جوړه تړنګونه (ترکیبات جوره؛ Copulative compounds - dvandva)؛ ۶۲۶ لستونه:  – ۶۴۱ مخونه

o        ټاکنتړنګونه (تعیني ترکیبونه؛ Determinative compounds - Tatpurusa)؛ ۶۷۵ لستونه:  – ۷۰۳ مخونه

-          د وییرغاونې څېرمه ټولۍ (کتېګورۍ)

o        ټاکنده نومغونډونه (عباره های ثابت اسمي) : کابل پوهنتون، د غازی آباد فارم، پښتني تجارتي بانک

o        څرګندیز (اصطلاحي) او ګړنیز (محاوروي) جوتغونډونه : د ګیدړ واده، ځوړندې اوبه، د پېریانو تنور، توره خړه

o        پرتلوییونه (واژه های قیاسي؛ Analogical word type) : ترور > تره+مور

o        مانونجویزونه (سېمانتتېزمونه؛ Semantisms)؛ لستونه: ۷۴۳ -۷۴۵

o        کرښتړنګونه (ترکیبات هایفن؛ Hyphanated compounds)

-          نوې وییپانګه او نومونې (اصطلاحات)؛ لستونه: ۷۵۷ -۷۷۸

یوه سطحي ارزونه

«پښتو وییپوهنه او وییرغاونه» د پښتو زده کړو له پاره ډېر مهم او بنسټي کتاب دی. که څه هم د کتاب لومړۍ بڼه دېرش کاله پخوا د یو پوهنتوني لارښود په توګه چاپ شوې ده خو په تېرو دېرشو کلونو کې د پښتو وییپوهنې (Lexicology) په برخه کې تیوریک کار نه دی شوی. هغه څه چې په دغو دریو لسیزو کې یوه نسبي وده کړې پښتو قاموس لیکنه (Lexicography) ده چې تر ډېره حده پرې عملي کار شوی دی. پښتو پښتو قاموسونه، پښتو په نورو ژبو او له نورو ژبو پښتو ته ګڼ قاموسونه خپاره شوي دي چې د نورو موجودو قاموسونو پر بنسټ جوړ شوي دي. داسې قاموس چې د پښتو د وییپوهنې او وييرغاونې پر علمي بنسټونو بنا وي لا د لیکل کېدو په تمه دی. د تیوري په برخه کې د استاد زیار کارونه لا تر اوسه بې ساري دي. البته دا هم د ویلو ده چې استاد په خپله هم د خپل کار تیوریک اړخ ډېر برسېرن ساتلی دی او عملي (Pragmatic) اړخ یې په کارونو کې ډېر جوت دی.

د نوو لغاتو په جوړولو کې استاد زیار تر ها چا ډېر کار کړی دی چې – سره له دې چې د استاد پر کارونو له ګڼو لوریو،  ګڼ انتقادونه شوي دي او کېږي بیا هم – د ستاینې او تقدیر وړ دی.

«پښتو وییپوهنه او وییرغاونه» د لیکلو د ژبې له مخې ستونزمنه ده، پوهېدل پرې ګران دي. لیکوال هم دې ټکي ته پام کړی دی او ټول اساسي مفاهیم یې، چې لوستونکی باید حتماً پرې پوه شي، له فارسي او  انګرېزي انډولونه سره راوړي دي. د همدغه ځانګړي کوشش په برکت لوستونکی کولای شي چې له کتابه کافي استفاده وکړي.

هغه څه چې سړی یې په اړه ګیله کولای شي هغه – د استاد په قول – د تخنیکي ستونزو له امله د راغلیو کلماتو او لغتونو د تلفظ نه ښودل دي. لیکوال هیله کړې چې لوستونکي به هغو مراجعو ته مخ واړوي چې ترې کار اخیستل شوی دی خو له بده مرغه دغه چاره د هر لوستونکي له وسې نه ده پوره، یا به منابع نه لري او یا به د ټولو منابعو د لټولو او کتلو وخت – حتی وړتیا – نه لري. په اوسني عصر کې د کتاب د چاپ په اړه تخنیکي معاذیر د منلو نه دي: داسې ستونزه نه شته چې په یو څه خوارۍ دې په څو میاشتو کې یو حل پیدا نه شي کړای. د کلماتو د تلفظ د څرګندولو له پاره زموږ ځوانو کمپیوټر پوهانو کافي زیار ایستلی او ناشونې ده چې څوک وغواړي یو مشخص فانټ پیدا کړي او په څو اونیو کې یې لاس ته ور نه شي.

د کتاب پر علمي ارزښت له بیا ځلي ټینګار سره، یوه میتودولوژیکه ستونزه هم باید په ګوته شي. د نورو پوهانو د نظریو نه منل او ردول د هر عالم حق دی او د یو ځانګړي علم د مبحثونو په اړه نظر ورکول د هر عالم، حق څه، چې وظیفه ده. خو له دغه حق څخه استفاده هیچا ته هم حق نه ورکوي چې نور په سپکه یاد کړي. بیا هم که کوم لیکوال ځان ته په دې حق قایلېږي نو دا کار یوازې په هغه ځای کې کولای شي چې لیکوال په کې خپلې خبرې کوي. د موضوع د څېړلو پر مهال دغسې څرګندونې له علمي میتودولوژۍ څخه ښکاره سر غړول دي او په داسې یو کتاب کې چې د پوهنتوني زده کړو د پرمختګ په نیت لیکل شوی وي، د منلو وړ کار نه برېښي. له بده مرغه چې د کتاب په متن کې څو ځایه دغسې څرګندونې شته.

د پښتو ژبې محصلانو او ځوانو استادانو ته یوه سپارښتنه

استاد زیار په نېږدې اته سوو مخونو کې د «پښتو وییپوهنې او وییرغاونې» عمده مسایل راټول کړي دي او پوخ تهداب یې ایښی دی. د کتاب هر څپرکی، لا هر پاړکی، د همدومره نورو تفصیلاتو او ځیرنو له پاره ځای لري. زه د پوهنتونونو د پښتو څانګې ټولو زده کوونکو او ځوانو استادانو ته او د پښتو څېړنو مینه والو ته د دې کتاب د بیا بیا لوستلو سپارښتنه کوم. که څه هم ځینې لوستونکي به د کارول شوې ژبې په پوهېدو کې له څه خنډونو سره مخ کېږي خو دغه ستونزه باید د کتاب لوستلو، پر محتوا یې د ځان پوهولو او پرې د فکر کولو مخه و نه نیسي.

په دویمه مرحله کې هغو محصلانو ته چې د پښتو زده کړو دوره پای ته رسوي او د مونو ګراف له پاره موضوع لټوي، مشوره ورکوم چې پر هغو موضوعاتو چې په کتاب کې راغلي او لا روښانتیا ته یې اړتیا ده، څېړنې وکړي او مونوګرافونه پرې ولیکي.

استاد د «پښتو وییپوهنې او وییرغاونې» بنسټ کلک درولی دی، پر دې بنسټ د پښتو څېړنو د یوې سترې او مجللې ودانۍ د جوړولو کار د ځوانانو دی.

استاد زیار او د پښتو څېړنو ټولو مینه والو ته د دغه کتاب د خپرېدا مبارکي وایم.