د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نجیب منلی

19.12.2016 12:23    |   نجیب منلی د نوي عصر شوکماري

په ټولنیزو شبکو کې د ځینو خلکو «بلک مېل» کول، «شانتاژ»، د حیثیتي یرغل پر وړاندې د بې دفاع خلکو ګواښل د یوشتمې پېړۍ د لومړیو دوو لسیزو د جرمونو او جنایتونو یو نوی ډګر دی دی چې په ټوله نړۍ کې خپور دی خو د غریبو او خصوصاً مسلمانو هېوادونو ځوان کول، او په هغوی کې په ډېر بې رحمانه ډول ښځینه قشر، یې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

27.10.2016 12:01    |   نجیب منلی د پاچا مړی

د لیندۍ په څېر دروازه ده، نه ډېره لوړه او نه ډېره پراخه. چې له دروازې ورواوړې پراخ، تک سور انګړ دې مخې ته راځي. شنه بوټې او د خړو اوبو تالاوونه او ویالې داسې ښکاري لکه پر سره شګه چې چا رسم ایستلی وي. هلته وړاندې، د انګړ په هغه بل سر کې، لویه، سره وداني ده. یو کتار د لیندیو په څېر رواقونه، د پاسه پرې یو بل غټ ګومبزي تعمیر.

10.11.2015 10:26    |   نجیب منلی استاد بېلتون د ګور مېلمه شو

په هغه هېواد کې چې پېغلې او زلمي یې ټوټې ټوټې خاورو ته ځي، پر هغه خاوره چې ماشومان یې اول وریتېږي بیا خښېږي، پر هغه ځمکه چې ښځې یې تر تيږو لاندې مري او نوي زېږېدلي ماشومان یې سره څيرل کېږي، د یو بوډا مړینه دومره فوق العاده خبره نه ده. خدای دې یې وبخښي.

02.11.2015 10:28    |   نجیب منلی د ملي ارزښتونو سپکول د غیر ملي سیاستونو وسله

جرګه د افغانانو یوه ډېره مهمه ټولنیزه-سیاسي موسسه ده چې د تاریخ په اوږدو کې یې خپل اغیزمنتوب ثابت کړی دی. کله چې د طالبانو د رژیم تر ړنګېدو وروسته د ټوټې، ټوټې؛ زخمي، زخمي؛ ژوبل، ژوبل افغانستان د بیا سره راټولولو پر میکانیزمونو کار کېده یو وار بیا هم د جرګې ملي موسسې ته رجوع وشوه. د افغانستان د نوې دیموکراسۍ د لومړیو هلو ځلو په ترڅ کې نړۍوال عامه افکار او مطبوعات د جرګې له نامه او محتوا سره اشنا شول. ګڼو شنونکو داسې انګېرله چې ممکن په افغانستان کې د جرګو (په تېره بیا د لویو جرګو) سیاسي تشکل د هغو هېوادونو له پاره چې نوي، نوي د دیکتاتوریو جغونه ماتوي یو ښه موډل وي. له بده مرغه افغان سیاستوالو د خپلو تنګو فکرونو په محدوده کې او د خپلو لنډو ګټو تر سیوري لاندې د دغه تاریخي ویاړ فرصت له لاسه ورکړ.

29.10.2015 10:19    |   نجیب منلی سفر نامه

د هېرودوت (۴۸۴ ق.م. – ۴۲۴ ق.م.) له «کیسو» نیولې د مارکوپولو (۱۲۵۴ م. – ۱۳۲۴ م) تر «د نړۍ توصیف»، د ابن بطوطه (۱۳۰۴ م. – ۱۳۷۷ م.) تر «رحله»، د چارلز داروین (۱۸۰۹ م. – ۱۸۸۲ م) تر «د یو طبیعت پوه سفرونه» او د کلود لیوي ستراوس تر «غمجنې دایرې» پورې د تاریخ په اوږدو کې د فکر او نظر خاوندانو سفرونه کړي او له دغو سفرونو څخه یې خپل کلي کور ته داسې یادونه راوړي دي چې د هغه ولس د فکر او نړۍ لید په جوړېدلو کې یې د لومړۍ درجې نقش لوبولی دی. په اتلسمه پېړۍ کې (چې اروپایان یې د رڼاګانو پېړۍ بولي) د سفر نامې ادبي صنف دومره وده وکړه چې د هغه وخت ځینو کره کتونکو ورته «د ښو خلکو رومان» وایه.

15.09.2015 10:07    |   نجیب منلی ظلمات

زه هره شپه جارو په لاس

20.07.2015 09:19    |   نجیب منلی پښتو لهجو ته یوه سرسري کتنه

تر هغه ځایه چې زه مالومات لرم تر نولسمې پېړۍ وړاندې د پښتو پر لهجو کوم څېړونکي خاص تمرکز نه دی کړی. په نولسمه پېړۍ کې انګرېزي مستشرقینو پښتو په «کلکه» او «نرمه» لهجو ووېشله چې کلکه یې د ختیزو سیمو لهجه وه (پختو) او نرمه یې د لوېدیزو سیمو لهجه وه (پشتو). د دغو دواړو لهجو تفکیک پر دوو پښتو غږونو ولاړ و:

29.05.2015 19:43    |   نجیب منلی د شعر ژباړه

د ژباړې په برخه کې د شعر ژباړه لا یو بل اغزن بحث دی. په دې اړه استاد شپون اکثره «درمسال ته خټې» اصطلاح کاروي. زه درمسال ته په خټو کې کومه ستونزه نه وینم. کېدای شي هلته هم څوک د زړه له خلاصه عبادت وکړي ، د انسانانو خالق یې نیت ته وګوري او هغه چا ته هم څه اجر ورکړي چې خټې یې کړې دي.

26.05.2015 20:35    |   نجیب منلی پښتو، فرانسوي سیند

په پاریس کې د L’ASIATHEQUE, maison des langues du monde په نامه خپرندویې ټولنې د ډاکټر محمد اکبر وردګ پښتو فرانسوي سیند چې شاوخوا یوڅلوېښت زره لغتونه لري چاپ کړ.

06.05.2015 18:43    |   نجیب منلی پښتو وییپوهنه او وییرغاونه

د پوهاند استاد مجاور احمد زیار «پښتو وییپوهنه او وییرغاونه» مومند خپرندویې ټولنې په څه کم اته سوو مخونو کې په ۱۳۹۳ کال کې چاپ کړی دی. د استاد زیار د هر اثر چاپېدل، که کله کله د لیکوالو او کره کتونکو تر منځ بحثونه راپاروي، په هر صورت کې د معاصرې پښتو پوهنې په ډګر کې یو ستر ګام بلل کېدای شي چې سترګې پټول پرې ناشوني دي.

19.04.2015 10:04    |   نجیب منلی په کابل کې د کتابونو نندارتون

د کتاب د نړۍوالې ورځې د هرکلي په پلمه نن په کتاب ښار کې د کتابونو نندارتون پرانیستل شو. د پرانستې په مراسمو کې د افغان ولسمشر فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر، دولتي مسوولینو او فرهنګیانو برخه اخیستې وه.

28.03.2015 12:14    |   نجیب منلی ګلاب منګل : د ولسونو په منځ کې

له ښاغلي ګلاب منګل سره مې دوه درې ځله هغه وخت کتلي وو چې دی د لغمان والي و او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر سره د ملاقات له پاره د هغه وزارت مقر ته راغلی و. ما دی د هېواد د سیاست په چوکاټ کې د رسنیو له لارې پېژانده او دی هم د رسنیو له لارې زما له نامه سره اشنا و. کله چې ښاغلی ګلاب منګل د هلمند والي شو یوه ورځ یې را ته تلیفون وکړ او په هلمند کې په جوړېدونکې مشاعرې کې یې د ګډون بلنه راکړه.

28.03.2015 12:14    |   نجیب منلی د محمود هوتک وارث

ژبه یې پارسي وه او په مذهب شیعه و. اټکل خو دا دی چې پارسي ژبی شیعه به په ایران کې کومه خاصه ستونزه و نه لري. خو، نه. په ښونځي کې د «افغاني» او «مهاجر» په نامه له تبعیض سره مخ و. ایرانیان خپل ګاونډیان نه پېژني. د ښونځي استادانو به هڅه کوله چې د نورو شاګردانو په مخ کې یې کم راولي. حتی چې کله به یې ستایه هم، په یو ډول توهین به ورسره و: «عبدالرزاق که افغانی هم هست از شما بهتر میداند!» ستغو سپورو دومره بې زړه کړی و چې که به په درس پوهېده هم ځواب یې نه ورکاوه.

06.03.2015 20:34    |   نجیب منلی غچ

خوښه مو چې غلا یې بولئ او که په لاښو باغونو کې کرواړه. د کاناډا په تورنتو کې یو علمي سیمینار ته تللی وم. زما دومره انګلیسي زده وه چې کتاب مې پرې لوستلای شو او مطلب مې په کې افاده کولای شو خو د انګلیسي ژبیو کاناډایانو په دریو خبرو کې مې ایله دوې اخیستلای شوې، مانا چې د سیمینار له ویناوو مې نیمه نیمچه استفاده کوله. په ویناوالو کې یو ایرانی استاد هم و. نه پوهېږم چې هغه به څومره پر انګلیسي ژبه حاکم و خو لهجه یې دومره بېکاره وه چې زه یې په لسو خبرو کې په یوه هم نه پوهېدم. په دې هم پوه نه شوم چې وینا یې دقیقاً د څه په اړه وه. همدومره څه مې مغزو ته ورسېدل چې ایراني استاد د «قصه» او «قصاص» د مفاهیمو پر ایتیمولوژیک تړاو بحث کاوه.

01.03.2015 13:11    |   نجیب منلی په سیاسي بحث کې د شخصیتونو درناوی‏

که ما د اجمل خټک په جنازه کې د افغانستان د دولتي پلاوي د ګډون کیسه نه وای لیکلې، استاد شپون ته به پلمه په لاس نه ورتله چې پر اجمل څه ولیکي.

21.02.2015 11:31    |   نجیب منلی سخته ژبه

کله به چې شاګردانو را ته وویل «پښتو سخته ده» نو ما به ځواب ورکاوه چې تا فرانسوي (یا انګلیسي یا فارسي یا پولنډي...) په دوه کلنۍ زده کړې ده او ما پښتو په دوه کلنۍ زده کړې ده نو دا د سختوالي خبره په کې له کومه شوه؟ اوس چې ګورم چې هر څوک په فېسبوک کې پښتو! پښتو! چغې وهي، هر یو ادعا لري چې په پښتو خبرې کول، لیکل او لوستل یې خپل حق دی او د مرګ تر دمه به ترې دفاع کوي، هر څوک د هرې خبرې سره درې کرته نور متعصب بولي خو په خپله یې نه د پښتو املا سمه وي او نه یې انشاء، نو پوښتنه را ته پیدا شي چې لکه وطن چې په نورو ابادوو، همداسې به خپله مورنۍ ژبه هم په نورو جوړول غواړو او که څنګه؟

19.02.2015 10:05    |   نجیب منلی ناشولته اختراعات

زه د مشکڼو بنجاره یم. د لارې پر سر مې څادر غوړولی. هغه څه چې زما په بوخڅه کې دي د زرګر په دوکان کې ځای نه لري. زما غاړکۍ د ښيښو او پلاستیکو له مریو جوړې دي، بنګړي مې د رنګ شوي ټیم دي، غوږوالۍ مې د زېړرنګه بې ارزښته فلز دي، د دروغو غمي په کې لګېدلي دي. هر څه مې همداسې دي.

14.02.2015 11:05    |   نجیب منلی اجمل

سهار وختي د ولسمشرۍ له ماڼۍ زنګ راغی. اجمل خټک په حق رسېدلی و. د افغانستان د حکومت په استازیتوب یو لوړپوړی پلاوی باید د جنازې په مراسمو کې د ګډون له پاره اکوړي ته تللی وای. زه یې هم په کې نیولی وم. په کابل کې واوره اورېده. هوايي ډګر کې په «وي، آی، پي» خونه کې د الوتلو اجازې ته منتظر وو. هلته جنازه زموږ په خاطر ځنډېدلې وه. کله چې په کابل کې حالات یوڅه سم شول، خبر راغی چې د پېښور په هوایي ډګر کې څه ستونزه پېښه شوې ده، زموږ الوتکه هلته نه شي کښېناستای. بیا هم انتظار. بالاخره پرېکړه وشوه چې د جنازې مراسم به زموږ له ګډون پرته تر سره شي او موږ به د اسلام آباد له لارې ورشو.

04.02.2015 21:11    |   نجیب منلی د شارلي هېبدو مالي ستونزې نورې ختمې دي

د جنوري په اومه د فرانسې پر یوې ډېرې پخوانۍ خو د کم تیراژ طنزي اونیزې برید وشو. د جنوري تر اومې د مخه شارلي هېبدو یوازې لس زره ګډون کوونکي درلودل او یوازې دېرش زره نسخې یې بازار ته راوتلې. شارلي هېبدو چې پاروونکي کارتونونه، راپورتاژونه، مقالې او ټوکې خپروي په ۱۹۷۰ کال کې تاسیس شوه. تر دې مخکې یو بله نشریه چې هاراکيري نومېده له دې امله د فرانسې د هغه وخت حکومت بنده کړه چې د فرانسې د پخواني ولسمشر شارل دوګولو پر مړینه یې ملنډې وهلې وې. په ۱۹۸۱ کال کې شارلي هېبدو د لوستونکو د کموالي له امله ودرېده. په ۱۹۹۲ کال کې یې بیا، د یو نوي اداري او لیکونکي پلاوي پر مټ بیا خپلې خپرونې پیل کړې. د دې خپرونې شار داو چې په هر څه پورې خندلای شو. په تېره څه کم نیمه پېړۍ کې د سیاسي ګوندونو، مسیحي کلیسا، یهودي مذهبي سازمانونو او نورو له خوا په لسګونو ځله د فرانسې محاکمو د دې نشرییې اړوندې دوسیې څېړلې او فیصله کړې دي.

31.01.2015 23:16    |   نجیب منلی ژن وچې ډوډۍ ته ناسته وه...

ژن، په توره خونه کې وچې ډوډۍ ته ناسته وه. کوم جرم به یې کړی و. خپل مسوولیت ته مې شاکړه، مجرمې ته – چې ګونا یې ثابته وه – ورغلم او په تیاره کې مې، په غلا، د مربا بوتل وروړاندې کړ. د قانون خلاف! ټول هغه کسان چې زما په ښار کې د ټولنې د نظم او سوکالۍ مسوولیت ورپه غاړه و، و قهرېدل. ژن په نرم آواز وویل:

20.01.2015 10:01    |   نجیب منلی د افغاني ادب په تیوري کې د «مښود» تعریف

د اوړي شپې وې. د مدیترانې د غاړې یو ښار ته تللې وم. هلته مې کار کاوه . کار مې تر مازیګره و. مازیګر به چې خلاص شوم د سمندر غاړې ته به تلم. زما لامبو نه زده او نه پوهیږم چې ولې مې نه زده کیږي؟ شاید د دوه سوه ساعتونو نه به مې زیات په اوبو کې تیر کړي وي مګر تر اوسه پورې چې زه اوبو ته ورنږدې شم په کې ډوبیږم. کله چې د بحر غاړې ته لاړ شم ، دا مې هم نه خوښیږي چې نور خلک د ماهیانو غوندې لامبي او زه د زړې میښې غوندي، شلمه خېټه، پر ساحل پروت یم. همیشه مې هڅه دا وي چې یو داسې ځاې ته لاړ شم چې هلته څوک نه وي. دلته هم په همداسې ځایونو پسې ګرزېدلم.

15.01.2015 10:19    |   نجیب منلی بدل

ګل باش او رحمتی د ماشومتوب انډیوالان وو. په ښونځي کې، د چتو او چڼچڼو په ښکار کې، په غم او ښادۍ کې او د قمار په میدان کې به دواړه سره یوځای وو. چا فکر نه کاوه چې دوی به سره بېل شي. دواړو په یوه ورځ د میرخان په لور مرکه وکړه. بخت د ګل باش و، نجلۍ یې ده ته ورکړه. په سبا رحمتی له کلي ووت. نهه، لس کاله ورک و. همدا درې میاشتې کېدې چې بېرته راغلی و. له ګل باش سره یې چې ولیدل، داسې روغبړ یې سره وکړ لکه شېبه مخکې چې سره جدا شوي وي. هماغه د ځوانۍ یارانه وه.

13.01.2015 10:01    |   نجیب منلی مرغلرې

پخوانیو ګومان کاوه چې سیپۍ د اوبو سر ته راوخېژي، خوله وازه کړي. که پر دغه مهال د باران یا شبنم څاڅکی د سیپۍ په خوله کې ولوېږي نو مرغلره ترې جوړېږي. هماغومره قیمتي مرغلره لکه د عربستان په ریګستان کې د اوبو څاڅکی. د سیپۍ سوال او د ورېځې سخاوت شتمني او ښکلا زېږوله.

11.01.2015 12:33    |   نجیب منلی رنګ مې دې هېر دی...

نوی کابل ته راغلی وم. نوې مې فارسي زده کړې وه. یو څو ملایي کتابونه، یو څو مجلې او د تاجیک لیکوال، صدرالدین عیني، د یاداشتونو کتاب په تاخچه کې ايښي وو. له ملایي کتابونو سره مې کار نه درلود، په مجلو کې مې شعرونه او لنډې کیسې لټولې خو د عیني یاداشتونه مې د یوازې والي د شېبو ملګري وو. د امتحانو په شپو کې به مې مور مجبورولم چې درس ووایم، خو زما به درس ته زړه تنګېده. د دې له پاره چې مور مې کتاب په لاس وګوري، د مکتب کتابونه به مې څنګ ته کښېښودل او د عیني په یاداشتونو کې به ډوب شوم.

05.01.2015 17:50    |   نجیب منلی د ژبې دروندوالی - ۵

دا اعلان د ورځې څو وارې پر یوه مهم تلویزیوني چاینل خپرېږي. غالباً هغه څوک چې دا خبره د ټلویزیون پر پرده کوي پښتو ژبی دی. ښایي په کور کې به هم په پښتو خبرې کوي. هلته، امکان نه لري چې داسې یوه شله ګوډه جمله د خپل کور له غړیو سره د خبرو پر مهال ووایي او که ویې ویله خامخا به ټول ورپورې خاندي.