د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

استاد بېلتون د ګور مېلمه شو

نجیب منلی 10.11.2015 12:26

په هغه هېواد کې چې پېغلې او زلمي یې ټوټې ټوټې خاورو ته ځي، پر هغه خاوره چې ماشومان یې اول وریتېږي بیا خښېږي، پر هغه ځمکه چې   ښځې یې تر تيږو لاندې مري او نوي زېږېدلي ماشومان یې سره څيرل کېږي، د یو بوډا مړینه دومره فوق العاده خبره نه ده. خدای دې یې وبخښي.

هو، خدای دې یې وبخښي، عمر یې خوړلی و. هیڅوک تل پر دې دنیا نه پایي. ښه خو دا چې د چا نوم په کې یادېږي.

او د بېلتون نوم به تل په کې یادېږي.

وروستی وار یې چې لیدلو ته ورغلی وم، د بهایي جان یو بیت یې را ته ووایه: د بېلتون په غږ کې ځکه اور پروت دی چې د بهایي جان ژبه یې په خوله کې ښوري.

خو دا هم ریښتیا ده چې د بېلتون او دوري له برکته د بهایي جان غږ هم پر ټوله دنیا خپور شو. شاعر او سندرغاړي د یو ملت د فرهنګ بېړۍ په دعا له توپانه ژغورله.

نن شپه به د افغانستان د تاریخ یوه بله پاڼه تر خاورو لاندې، د مني له یخنۍ بېغمه پرته وي. خو زموږ زړه به لږ څه لوټ شوی غوندې ښکاري.

بېلتون دې خدای وبخښي. د بېلتون ګوتې به بیا د تنبور پر غاړه ښکته پورته نه ځي، تارونه به نه لوبوي خو د بېلتون غږ به لا هم د ډېرو انسانانو د زړه تارونه وشرنګوي.

هرگز نمرد آن که دلش زنده شد به عشق

ثبت است بر جریدهٔ عالم دوام ما

 

د افغانستان د موسیقۍ غږ دې لوړ وي. د دې دردېدلي ولس هره سا دې سندریزه شي.