د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په غرني افغانستان کې طبیعي پېښې ، او د دولت مسؤولیت

محمد انور ولید 02.03.2015 10:42

دا خو ټولو ته معلومه ده چې افغانستان یو غرنی هېواد دئ . غرونه یې عموماً د ملا د تير په څېر له شمال ختیځ څخه د جنوب لوېدیځ پر لور واقع دي . آسمان څکې سردرې یې که له یوې خوا د برخلیک ټاکونکو تاریخي پړاوونو حماسې له یوه نسل څخه بل ته د یا د بود او میراث په توګه له خپلوڅیرې  سینوڅخه د حال په ژبه په ژوندۍ بڼه د تاریخ د هرې مقطع یو یو حکایت تېروي ، خو له بل پلوه د ژوند او کرکیلې د روزۍ ګبین ( د اوبو او کانونو سرشارې زېرمې ) هم په ځان کې لري . چې ور سره په هره دره ، او دښتو بیابانونو کې افغان ځوځات پنځېدلی ، کڅ او شاړې یې پرې آبادې کړې دي .
ولې ددې تر څنګ دا سردرې او غرونه رغونه له آسماني ټکو هم خالي نه دي ، چې کله د زلزلو ، کله د ځمکو ښویْېدو، کله د سېلاوونو او کله هم د ډېرو واورو اورېدوله امله انساني او د آبادۍ ضد ناورینونه مینځته راوړي .
په تېرو کلونو کې بغلان ، تخار او وردګو ولایتونه زلزلو وجړقول . په تخار او بغلان ولاینونو کې یې په زرګونو انساني تلفات واړول . په بادغیس ، فراه ، هلمند ، نیمروز ، زابل ، کندهار ، وردګو ، لوګر خوست ، پکتیا ، پکتیکا ، ننګرهار ، لغمان او نورو شمالي ولایتونو کې یې مالي او ځاني خسارې خلکو ته واړولې . د آمو سیند خو هر کال په زرګونو هېکتاره افغان ځمکه پر تاجیکستان او ازبېکستان باندې ور ګډوي . کلي او سیمې یې د اوبو خوراک شوې .
تېر کال په بدخشان او سالنګونو کې برف کوچونو او ځمکو ښویْېدو په سلګونو خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه ور واړول . او سږ کال دادي په پنجشېر او د افغانستان په نورو ولایتونو کې په سلګونو ځاني تلفات افغانانو ته ور واوښتل .چې ؤلسمشر اشرف غني یې هم نن د ویر او غم په ټغر ور کښېنولی . خپله د پېښو سیمو ته ورغلی ، او له ملا امامانو او نورو خلکو یې غوښتي چې په کلیو او جوماتونو کې دې ددغه ملي ماتم د قربانیانو ختمونه او فاتحې واخلي . د افغانستان بیرغ هم تر درېیو ورځو پورې نیم ځوړند اعلان شوی . د قربانیانو په لټه پسې اوس هم چټک عملیات روان دي ، ګاونډي پاکستان هم په دغو عملیاتو کې برخه اخیسې .
خو خبره داده چې د دغو طبیعي پېښو بهیر خو له پېله همداسې روان ؤ ، مخکینیو افغان دولتونو یې د مخنیوي او تلافي کېدو په اړه د خپلې ذمه وارۍ له مخې څه کړي دي که څنګه ؟ !! که یې کړي وي ، نوکوم مثبت اغېز یې چېرې دئ ؟ او که یې نه وي کړي ، نو بیا یې داسې ملي ذمه وارۍ ته څه ډول ځانونه را وړاندې کړي وو؟
په تېرو (۱۳) کالو کې خو د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې یو جګپوړی کمېسیون هم تشکیل شوی ؤ ، مرستې یې هم په نامه را ټولې شوې دي ، فوق العاده غونډې یې هم په اړه جوړې شوې دي . هغه مرستې ـ او د پېښو پایلې څه شوې ؟
ولې یې په اړه اړین او کوټلي ګامونه نه دي اوچت شوي ؟ ښایي له خلکو سره پوښتنې را ولاړې شوې وي . او یاد کمېسیون باید ددولت په استازیتوب د خلکو پوښتونو ته منطقي ځوابونه ووایي .
دا ، او دېته ورته نورې پوښتنې هم شته ، خو زه وایم چې د ذمه وار حکومت له خوا یې اساسي چاره داده :
۱: ـــ د طبیعي پېښو د مخنیوي له پاره باید لومړی د لنډ مهال ، منځ مهال او اوږد مهال له پاره یو ممکنه پلان او سترا تيژي جوړه شي .
۲:ـــ د پلان د تطبیق له پاره دې په کار پوه . روزل شوی او صادق ملي ټیم وګومارل شي .
۳:ـــ د دې پروسې د عملي کېدو له پاره دې له مالي امکاناتو او خوراکي توکو نیولې ـ تر البسې ، ظرف ، فرش ، کېږدیو ، انتقالي موټرو،‎‎‎‎ هېلیکوپترواو نورو اړوندو لومړنیو مرستو پورې برابر ـ او په یاد ټیم کې د یو عاجل ملي سروس جوړول هم د حکومت دنده ده .
۴:ـــ  د طبیعي پېښو د قربانیانو له ټپیانو سره دې د عاجلې مرستې له لارې صحي مرکزونو ته د هغوی انتقال او عاجله مجاني درملنه وشي .
۵:ـــ د پېښو د قربانیانو بازمانده ګانو ته دې د استوګنې داسې مؤقتي ځایونه وټاکې چې هلته د انساني مرستو لومړني امکانات موجود وي .
۶:ـــ د ټول کلي او ټولې سیمې د قربانیانو له پاره دې د امکان په صورت کې روغتیایي مرکزونه ، داکټران ، دوایانې ، د معارف تر پو ښښ لاندې ښوونیز مرکزونه ، صحي اوبه ، خوراکي توکې ، پوښاک او سر پنا د منځ مهال له پاره په متوازنه توګه په پام کې ونیسي .
۷:ـــ د اوږد مهال له پاره دې هغه خلک چې د ممکنه خطر ناکو پېښو د پېښېدو په ځایونو کې مېشت دي باید له هغو سیمو وکوچول شي او په ډاډمنو سیمو کې دې په داسې ښارګوټو کې مېشت شي چې په راتلونکې کې روغتیایي ، تعلیمي ، خوراکي ، تفریحي ، برېښنایي ، امنیتي او د کار روزګار له پاره نورې آسانتیاوې ولري .
۸:ـــ هغه ځمکې ، کلي او کورونه چې سیندونو وړې او یا د وړو په درشل کې دي ، باید استینادي پاخه دېوالونه ور ته جوړ او یا یې د جوړېدو درک او مالي امکانات ور ته برابر شي .
۹:ـــ د مواصلاتي لارو د خوندي سلاتلو په تړاو باید اساسي پاخه کارونه ترسره شي . خو د مواصلاتي لارو د کوتلونو لکه د سالنګونو ، ماهيفر، بادغیس ، شیبر ، بامیانو ، بدخشان او تېرې د غاښیو د اساسي ډاډمنو جوړېدو په اړه باید سر له نوي کال څخه له لویو کمپنیو سره قراردادونه وشي ، ترڅو په راتلونکي دوبي او ژمي کې بیا د داسې پېښو شاهدان ونه اوسو ،
۱۰:ـــ د طبیعي پېښو پر ضد مبارزې له پاره باید د مرستو یو بانک او د خوراکي او پو ښاکي توکو یو ګودام جوړ شي چې پر مټ یې د پېښې پر وخت له هغې لارې د لومړنیومرستو تا بیا ونیول شي .
د دولت مسؤولیت همدغه دئ چې باید په متوازن ډول له اړمنوخلکو سره مرسته کولوته لاس رسی ولري . ځکه دولت داسې کوَر دئ چې د ملي انجن ( ملت ) ټولې پُرزې په کې خوندي وي . پس د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې مدیریت ته هم داسې څوک په کار دي چې تر پېښو د مخه وقایوي ، او د پېښو پر مهال ريښتینی معالج طبیب وي .