د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تهران ته څنګه ورسيدم

یاسر الهاشمی 14.02.2015 13:02

جمال د لغمان ولايت اوسيدونکی ده چې اوسمهال په ننګرهار کې اوسيږي شپږ مياشتې مخکې انګلستان ته د تلو په نيت له افغانستان څخه بهر شو. تر دوو مياشتو سفرونو، منډه، تنده او ستونزو وروسته د ايټاليا له سرحد څخه ډيپورټ شو او بیرته افغانستان ته راغی.
جمال وویلې چې لندن ته تګ د مرګ په خوله کې لاس اچول دي او تر تهرانه پورې د سفر په اړه يي داسې راته وويلې:
د جمعې ورځ ؤ د ننګرهار څخه د کندهار په لورې رهي شوم، په کابل کې له دوو ځوانانو سره معرفي شوم چې د کونړ ولايت اوسيدونکې ؤ.ماښام کندهار ته ورسيدو او شپه مو په هوټل کې تيره کړه.
د شنبې ورځې په سهار له سپين بولدک څخه د پاکستان خاورې ته ورداخل شو او کويټه کې مو واړوله، قاچاقبر وويلې دمه وکړئ چې د شپې لخوا د بلوچستان تفتان ښار ته ځو.
کله چې مو له قاچاقبر سره په ننګرهار کې خبرې کولې، ويل يي چې ترکيي پوري تاسې په موټر کې سفر کوی او وروسته له ترکيي څخه بیا تر اروپا پورې کښتې کي سفر کوي، هيڅ ستونزه اومشکل نشته ښه راحت سفر به ولرئ.
تفتان د پاکستان بلوچستان ايالت پورې تړلې سيمه ده او د ايران سره ګډه پوله لرې چې د کويټې څخه ۶۲۸ کيلومتره فاصله لري. دغه فاصله مو په ۱۴ ورځو کې طی کړه، د ۱۵ ورځې په سهار تفتان ته ورسيدو او په ځنګل کې ديره شو.
تفتان د ایران له زاهدان ښار څخه ۹۹ کيلومتره فاصله لري چې یو تيز رفتار موټر په يو ساعت او ۱۷ دقيقو کې دغه مزل طی کولای شي.
د دې لپاره چې د ايران له پوليسو پناه واوسو قاچاقبر وويلې د شپې حرکت کوو، هوا تیاره شو او قاچاقبر د يو ډاټسن ډوله ګاډې سره راغي. زموږ شمیر ۲۰ تنه ؤ په ډاټسن کې مو ځان ځای کړ او ډاټسن د زاهدان په لورې حرکت وکړ.
عمومې سرکونه د پوليسو تر څار لاندې ؤ قاچاقبر په قاچاقي لارو د سرحد په لورې حرکت وکړ، هوا تياره ؤ موټر په غونډۍ جګ شو او مخ په پورته روان ؤ ترڅو له غره واړوي.
دغه سرکونه خامه ؤ او ډیر واړه او نرې وې، يو موټر په ډير سختۍ پکې تلی شو او بيا د شپې چې د موټر څراغونه هم ګل وي، هره لحظه به مو فکر کاوه چې اوس به ګاډې له کمر څخه غورځيږي او موږ مړه کيږو.
وروسته له پنځو ساعتونو مزل څخه د زاهدان ښار ته نژدې يو ځنګل ته ورسيدو قاچاقبر وويلې همدلته په ځنګل کې ديره شئ چې سبا د تهران په لورې سفر کوو. د زاهدان څخه تر تهران پورې ۱۴۶۱ کيلومتره فاصله ده چې يو تيز رفتار موټر په ۱۶ ساعتونو کې دغه فاصله طی کوي البته په هغه صورت کې چې دمه ونه کړي.
سبا سهار قاچاقبر راغی او وېې ويلې اماده شې چې د تهران په لورې سفر کوو، مونږ وويلې چې موټر چيرته دې؟ ځواب يي راکړ چې ډيرې خبرې به نه کوئ په ښپو روان شئ.
يو انسان په يوه ورځ کې تر۳۰ کيلومترو زيات په ښپو د مزل کولو توان نه لري، دوی پر مونږ د ورځې ۵۰ کيلومتره مزل کاوه چې تهران ته ورسيږو، ورځ به مو مزل کاوه او شپې به مو په ځنګلونو کې وی، بلاخره د ۱۵ ورځو مزل څخه وروسته تهران ته ورسيدو.
تهران کې دوه شپې مو تيرې کړې او بيا د ترکيي په لورې و خوځېدو، ايران ته په ۴۰ ورځو کې ورسيدو او په دغه څلويښت ورځو کې هره ورځ د مرګ سره مخامخ شوي يو او دوه ملګرې مې په لاره کې په حق ورسيدل. تنده، ولږه او وهل هم ورسره ؤ.