د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دری سیاسي لاسونه په افغانستان کې یوه امنیتي کړۍ جوړوي

محمد انور ولید 11.02.2015 12:08

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني ویلي چې په پلازمېنه کابل کې د افغانستان ، چین او پاکستان تر مینځ یوه دری اړخیزه غونډه د دری واړو هېوادونو د بهرنیو چارو د مرستیال وزیرانو په مشرئ تر سره شوه .
په دې غونډه کې ټولې خبرې د افغانستان پر امنیت او ټیکاو راوستو باندې سره را ټولې وې . او دری واړو مشرانو په خپله د یپلوماتیکه ژبه ژمنه کړې چې د افغانستان په امنیت راوستو کې به کوټلي ګامونه اخلي .
په کابل کې د یادو هېوادونو تر مینځ په افغانستان کې د ټیکاو را وستو په تړاو دغه ديپلو ماتیکه غونډه د افغان ؤلسمشر د همغو لومړنیو سفرونو روان بهیر دئ چې پاکستان او چین ته یې تر سره کړي وو . ؤلسمشر غني په پاکستان او چین دواړو هېوادونو کې د افغانستان پر امنیت ـ او د ترورېستانو پر مخنیوي او له مخالفینو سره پر سولې باندې ترکیز او ټینګار کړی ؤ .
افغان ؤلسمشر خپلو ګاونډیانو ( پاکستان او چین ) ته دا په ډاګه کړه چې افغانستان هېڅکله د چا پر مخ باندې د سولې دروازه نه ده تړلې ، او نه هم تشدد او تاو تریخوالي ته لمن وهي . افغانستان له پخوا را هیسې د مرکو او جرګو وطن دئ . د سولې دروازه تل افغانانو پرانیستې ده . ځکه چې افغانان سوچه مسلمانان ـ او پر خپل دین باندې کلک ولاړاو مین خلک دي ، د افغانانو دین او خپل افغاني غیرت دوی ته هېڅکله دا حق نه ورکوي چې پر خپلو ګاونډیانو باندې تېری او تجاوز وکړي ، او هغوی له افغانانو څخه صدمه ( ضرر) وویني .
افغانانو تل زیار ایستلی چې د خپلو ګاونډیانو تر څنګ د بشپړې انساني سولې په چوکاټ کې د همزیستۍ مسالمت آمېزه ژوند وکړي . ځکه په سوله کې خیراو برکت دئ ، سوله په سیمه او نړۍ کې د سر تاسري امنیت ، ټیکاو ، سوکالۍ ، پر مختګ ، او داسې  پر مختللي نظام جوړولو مظهر او ښکارندویه ده چې په هغې کې یو د بل ترڅنګ ډاډمن ژوند ، د ورورۍ او ملګرۍ  پخې اړیکې ، انساني راشه درشه او معروف کلتوري او تجارتي روابط موجود وي .
افغانستان یو داسې هېواد دئ چې پوره (۱۳) کاله د ترورېستي تپل شویو جګړو په ساتورباندې کُفته شو، (۲۲) کاله د خپلمنځي جګړو ترڅټک لاندې ؤ ، او پوره (۱۵) کاله د کمونېزم د باروتي فیلانو ترلتو لاندې پروت ؤ .
دا مهال زموږ ګاونډیانو ـ په ټېره چین ته په کار ده چې په افغانستان کې د دایْمي سولې او ټیکاو په راوستو کې له افغانستان څخه خپله دایْمي او ریښتینې مرسته ونه سپموي . ځکه چين له خورا ډېرو کلونو را په ایسته د افغانستان ډېر نږدې دوست او ملګری پاتې شوی ، او پر افغانستان باندې د هر یرغلګرپه موقع یې د افغانستان ننګه او مرسته کړې ، او له هېڅ پو ځي اړخ سره د افغانستان پر ضد نه دئ درېدلی ، او نه یې د افغانستان په کورنیو چارو کې د نورو په څېر لاسوهنه کړې ده .
چین اوس مهال په سیمه او نړۍ کې له پوځي ، تکنولوجیکي او اقتصادي پلوه پر مختللی او د خود کفأ یۍ  پراخ سیستم لري ـ چې تر بل هر چایې پر پاکستان باندې اغېز ډېر دئ . اود پاکستان نیم په نیمه اړتیاوې له چین څخه پوره کېږي . پاکستان چې په اوس کې څومره تغذیه له غرب او نورو عربي هېواد نوڅخه  کوي ، تر هغوهم ډېره نوره برخه له چین څخه اکمالېږي .
چین کولی شي چې د خپل نفوذ له مخې پر پاکستان باندې فشار راوړي ، ترڅو له هغې خوا پر افغانستان باندې لږ تر لږه د ترورېستي پدیدې بوج را کم اویا کورټ ورک کړي . ځکه چې چین له یوې خوا له افغان ؤلسمشر سره د مخه ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به د سولې په راوستو کې خپله ټوله همکاري او مرسته وکړي . او په دې اړه خو یې د قطر د طالبانو په نماینده ګۍ یو پلاوی هم چین ته ور غوښتی ؤ . پاکستاني او عرب مشران هم په هغه غونډه کې موجود وو .
اوس چې پاکستان خپله په دا پلا افغانستان ته خپل پلاوی را استولی او له چینایي او افغاني لوري سره یو ځای په کابل کې په لوړه دیپلو ماتیکه کچه پر افغان سوله باندې خبرې کوي ، دا بیا افغانانو ، سیمې او ټولې نړۍ ته یو په زړه پورې زېری دئ . ولې شنونکي ډېر باور ور باندې نه شي کولی ، ځکه د پاکستان هره پرېکړه د موچي قول دئ ، خو خدای وکړي چې دا ځل د پاکستان پښې د سولې له کېږدۍ څخه د باندې نورو یارانو ته ور ونه غځېږي . ځکه پاکستان په خپلو وعدو ماتولو کې قهرمان دئ .
خو له چين څخه افغانستان تمه لري چې دا ځل پاکستان دېته را مات کړي ـ ترڅو په افغانستان کې سوله او ټیکاو راشي ، او په دې هېواد کې د ترورېزم ، طالب او داعش پروژو ته نور د پاي ټکی کېږدي . که نه نو د دغه استخباراتي سریال دغه نا مناسب پړسوب به خپله په پاکستان کې وچوي ، پرازیت ډوله شعاع وې به یې تر پیکېنګ هم ور تېرې شي ، او ټوله سیمه او نړۍ به لاندې کړي . او پاکستان باید نور په خپل هېواد کې د پردیو پروژو اجارې په غاړه وا نه خلي ، او نه دې له دې وروسته نغارې ور ته ډ نګوي .
که چېرې پاکستان دا ځل په خپلو کړو ژمنو ټینګ پاتې شي ، نو بیا کېدای شي چې د افغانستان ، چین او پاکستان دری واړه سیاسي لاسونه په افغانستان کې یوه کلکه امنیتي کړۍ جوړه کړي . چې بیا به همدا کړۍ په ټوله سیمه او نړۍ کې د امنیت او ټیکاو سبب وګرځي . ځکه دا کار د افغانستان ، پاکستان او د سیمې د نورو ټولو هېوادونو په ګټه دئ . او چین او پاکستان باید دغه په لاس ورغلی فرصت له لاسه ور نه کړي .