د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولې غير قانونې مهاجرت ته نه ووايو

یاسر الهاشمی 09.02.2015 11:51

هرکال په لسګونه زره غير قانوني کډوال د اروپا تر پولو اوړي او ځانونه مختلفو اروپايي هيوادونو ته رسوی، خو وروسته له يوي مودې څخه دوی بيرته خپل هيوادونو ته استول کيږي.
دا چې ولی اروپايي هيوادونه د نا قانونه کډوالو له راتګ څخه نا خوښ دي او د غير قانوني مهاجرتونو په وړاندي یې سخت دريز غوره کړی؟ ځانته عوامل لري چې په لاندې ډول دي:
 یوه هیواد ته د نا قانونه کډوالو راتګ ، د هغه هيواد د اصلي اوسيدونکو د بې ځايه کيدو سبب ګرځي.
ځکه هره سيمه د يوې ټاکلې شميري وګړو د اوسيدو لپاره مناسبه وي، کله چې له ټاکلي حد څخه زيات خلک په يوه سيمه کې را ټول شي، نو هلته له هر لحاظه د ژوند کولو شرايط ستونزمن کيږي.
 غير قانوني مهاجرتونه د يو هيواد د اصلي اوسیدونکو د حقونو د ضایع کيدو سبب کيږی. او دا ځکه چې هر هيواد د جغرافيوي واحدونو نفوسو ته په کتو د هغه لپاره بوديجه ټاکي او د هغې سيمې لپاره مختلف پروګرامونه په نظر کې نيسې. نو کله چې يو شمير خلک په ناقانونه ډول او د دولتي چارواکو له نظر څخه پټ د يو هيواد قلمرو ته داخليږي د دوی ژوند هم له هغې بودیجې څخه تضمينيږي چې د هيواد اصلي اوسيدونکو ته ځانګړی شوي وي.
نو ځکه هيوادونه او د هغوی اصلي اوسیدونکي د غيرقانوني مهاجرتونو په وړاندي شديد غبرګون ښيي.
 غير قانوني مهاجرتونه د دې سبب کيږي چې د هيوادونو کلتور او فرهنګ سره ګډ کړي.
ناقانونه کډوال چې د مختلفو هيوادونو څخه د يو هيواد قلمرو ته داخليږي د هیواد پر فرهنګ او کلتور باندې بده اغيزه کوي. هر ناقانونه کډوال د يو هيواد اوسيدونکی دی او هر هيواد ځانته کلتور او فرهنګ لري، او س که چيرې د پنځو هيوادونو ناقانونه کډوال په يو هيواد کې اوسيږي نو د دې پنځو هيوادونو کلتور د دې هيواد د کلتور سره ګډ یږي.
 غير قانوني مهاجرتونه د يو هيواد پر اقتصاد باندې هم اغيز پرې باسي او يو هيواد له اقتصادي ستونزو سره مخامخ کوي.
د هيوادونو واردات او صادرات د اوسيدونکو د تقاضاوو سره مستقيمه اړيکه لري او هيوادونه د خپلو اصلي اتباعو د تقاضاوو پر اساس واردات او صادرات کوی. نا قانونه کډوال چې په قاچاقي ډول د يو هيوادونو قلمرو ته داخليږي د دې سبب ګرځې چې هيوادونه خپل صادرات لږ او واردات زياد کړي. هر کله چې د يو هيواد واردات د صادراتو په نسبت زيات شې بيا نو د اسعارو بيه ټيټيږي او قيمتونه لوړيږي.
 څيړنې راښايي هغه هيوادونه چې هلته د غير قانونې کډوالو شمير زيات وي هلته د جرايمو کچه هم نسبت نورو هيوادونو ته لوړ وي.
لومړي خو په غير قانوني ډول د یو هيواد قلمرو ته داخليدل جرم دی بيا په یو هيواد کې په غير قانوني ډول کار کول هم جرم دی، د دې ترڅنګ دغه غير قانوني کډوال د خپل ژوند د بقا لپاره په ناقانونه توګه کار هم کوې.
پورتنې لاملونه د دې سبب شوی چې هيوادونه د غير قانوني مهاجرتونو او ناقانونه کډوالو په وړاندې له سخت چلند څخه کار واخلي او د دغې پديدي په وړاندې سخت قوانين او شرايط وضع کړي.