د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جوجو او لوستونکی

مجيد ژړاند 03.02.2015 17:36

دمعمول په ډول هره شنبه دکليوال ادبي ملګري دټولنې اونيزو ناستو ته ورتلم، دکليوال ادبي ملګري دټولنې په دفتر کې مې پرجوجو سترګې ولګېدې،نوم يې راته عجيب ښکاره شو.
کتاب مې راواخيست په خړ رنګه پښتۍ يې ديوې لویې برجورې کلا انځور وو، دجوجو په راز نه پوهېدم ، خو لاندې دليکوال نوم هم ليکل شوی وو.
ليکوال يې ځوان ښه کيسه او ناول ليکونکی ښاغلی نصيراحمد احمدي دی، چې خپله يې ځان دمينې پوروړی بولم .
دجوجو ناول چې پر۱۳۹۲ل کال دمومند خپرندويي ټولنې له لورې دوه زره (۲۰۰۰) ټوکه چاپ شوی دی.
دکمپوز چارې يې خپله ليکوال سرته رسولې دي، دپښتۍ ډيزاين يې رضا پارسا کړی دی.
ښايي ډېربه زما په څېر دجوجو له نوم سره بلد نه وي، خو هغه مهال چې دجوجو کتاب پاڼه واړوي، نو جوجو زموږ دټولنې د بدو دودونوکيسې ورته په ژبه لري.
دجوجو ناول په لوستو سرشوم، ښې پېيلې عام فهمه جملو به دناول دلوستو تلوسه نوره هم زياتوله.
«څوارلس کلن هلک تندې واخيست ، لاس يې وتپاوه، تشه درۍ وه ، سترګې يې رڼې کړې، کېناست، له کړکۍ څخه دسپوږمۍ راوتلې رڼا پر بدنۍ لګېدله.
هلک اوبه وڅښلې، بېرته اوږد وغځېد ، کړپ شو، تړلې بسترې ته يې وکتل ، سترګې يې رډې راوختې ، خوله يې چيغې ته خلاصه کړه، نه کېده ، زبون يې وهل شوی و.
پرلاسونو يې زور راووست ، دولاړېدو سېکه يې ختلې وه.
ترڅنګ يې بسترې ته وکتل ، هيڅ هم نه و، يودم ولاړشو، په کلاکې زوروره ناره راوګرځېده !
ادې!!!» دغه هم دناول لومړۍ جملې دي ، په ډېره اسانه ترې لوستونکی خپل مطلب اخیستی شي، دجملو لنډون لوستونکی له ستړيا ساتي.
منځپانګه يې ډېره په زړه پورې او ښايسته ده ، زموږ دټولنې په ټولو ناخوالو پسې ليکوال شين څراغ ګرځوي ، ډېر هغه تياره ګوټونه چې زموږ له سترګو پټ دي، هغه يې راته ښودلي دي.
په ټولنه کې توپير ي چلند دنر او ښځې ترمنځ ، خپله کورودانه په خپل نوم نه يادو ل او داسې نور ودودونو چې زموږ ټولنه يې مخ په ځوړ روانه کړې ده ، دهغې يو رښتينی انځور دلوستونکي مخ ته ږدي.
لوستونکی پرېکړه کوي چې موږ څومره بدبخت او ناپوهه خلک يو ، موږ ولې له داسې ستونزو مخ يو؟
«ملک په زوټه وويل:
ـ بلا!وه بلا!
يوه ډنګره ښځه رامخته شوه ، خړ ټيکری يې پرمخ ورکش کړ، غلې ودرېده:
ـ څه وايې ملک لالا؟
ـ زوی ته دې شېدې راوړه .
ښځه په بېړه له کوټې ووته.
ملک، تواب تر غومبري کش کړ، يودم يې وخندل:
ـ اه! دملک لمسی او دومره وېره .زړور اوسه ، زه ، پلار، او تره دې، ټول دلته يو ‎.»
دلته ملک صیب! خپله نګور په خپل نوم نه يادوي، هغې ته دبلا نوم اخلي، همدغه زموږ ددود او دستور بله رښتيتنې بېلګه ده ، چې زموږ ټولنه ورسره لاس او ګرېوان ده .
جوجو يو پېری دی، دناول ليکونکي په خبره جوجو دنهم ټولګي نه فارغېږي، هغه ته يې استاد دنده سپاري چې ته لاړشه او دانسانانو درښتيني ژوند په اړه خپل معلومات بشپړ او بیا يې له موږ سره شريک کړه .
جوجو دملک لمسی تواب نيسي، ملک دتواب دروغتيا په موخه دکلي ملا صیب راولي، هغه څو څاښتونه او تاويز ملک ته ورکوي چې تواب ته يې په غاړه کړي اووه سرې جامې به ورکړئ نوربه دانس او جن له شرنه په امن وي.
لږ وروسته تواب په سد راځي مور ته وايي چې عجيب شی مې وليد دلاسو او پښو ګوتې يې دری ، دری دي، دتاک دپاڼې په څېر غووږنه لري، يوه سترګه يې په تندي کې وه ، مور يې په ديوال نښلول شوی انځور رااخلي پردغه انځور يو کس ددعالاسونه پورته کړي دي، پردواړو اوږو يې کوترې ناستې دي ، هغه دتواب په سينه موښي.
ـ ياغوث الاعظمه! رارسېږه
له همدغه ځايه جوجو له تواب سره ملګرتيا کوي ، يوه ورځ ناڅاپه ! ملک صیب په خوسنه(ډېران ) دجايداد کاغذونه مومي ، کور ته راځي، خپله هغه لمسۍ سخته وهي چې کاغذونه يې په خوسنه (ډيران ) اچولي دي.
جوجو دغه حالت په اړه له تواب نه پوښتي چې ملک صیب! ولې خپله لمسۍ ووهله ؟ تواب ځواب ورکوي ، هغې دجايداد کاغذونه بېرون غورځولي وو، نو ځکه يې ووهله .
جوجو دنجلۍ ننګه کوي ، چې که هغې ښوونځی لوستی وای نو دغه ستونزه به نن نه وه ، جوجو تواب اړ کوي چې له ملک صیب! نه وپوښتي چې ولې دنجونو ښوونځی نه جوړوي، خو تواب وايي ،. چې بیا ملک صیب ! غوڅه کېږي ، خو بالاخره تواب ملک صیب! ته وايي چې موږ په کلي کې ولې دنجونو ښوونځي نشته ؟
دتواب بابا په غوڅه کېږي، تواب ته وايي که مجبوريت نه وای نو ستا سو مکتب مې هم نه خوښېږي.
په ناول کې زموږ دټولنې هغه څه چې زموږ او دټولنې په زيان دي ، ښه انعکاس ورکړل شوی دی.
لوستونکی دا فکر کوي چې خپله ناول تواب ليکلی دی ، او لوستونکی دتواب ملګرتيا کوي، همدارنګه په دغه ناول کې دې ته هم اشاره شوې ده ، چې يو کس راولاړېږي ، يو بل کس وژني ، وروسته بیا خلک دمرکې په ډول راځي ، جوجو چې خپله پېری دی ، تواب ته وايي تاسو دپخلاينې دود مې خوښ شو .
خو کله چې مرکچيان دبدي دمنځه وړو په بدل کې نجونې ورکوي ، نو جو جو حيرانيږي ،چې دا څه ډول خلک دي ؟ بدي ورور کوي خو دبدي بدله يې خور پرې کوي.
دلته به دجوجو دتحقيق يو ه بېلګه ستاسو مخ ته کېږدم .
«جوجو وويل :
دتورستوري څوارلسمه :
داخلک تل په غوڅه وي، هوارې ټندې مې نه دي ليدلي، په سمه خبره کې يې کاوړ ګډ دی. دوی خندا نه پېژني . که يې خندلي هم وې نو د نورو دسپکاوي له پاره يې خندلي دي. يو ماښام يوه جومات ته وروګرځېدم، لویان او ماشومان ناست ول، ديوه ماشوم باد پرې شو، ټولووخندل، ډېر هومره چې سترګو يې اوښکې وکړې، ماشوم ژړل خودخندا غږ دهغه تر ژړا ډېر لوړ و.ديوه سړي له ډېرې خندا ساه بنده شوه. له لمانځه وروسته هماغه سړی ترټولو مخکې کنډوالې ته ورغی، هوا يې دومره خرابه کړه چې په کنده کې ناست ملخ زړه وچاودېد ، خوده ونه خندل برعکس ، قواره يې جدي ښکارېده.
بله ورځ يوه ښځه له خرې ولوېده ، پرړنګه ونه ناستو کسانو خپلو تشو ته لاسونه نيولي وو.
په هماغه مازيګر مې په يو ه کلي کې ډله ځوانان وليدل ، ن.دې ورغلم، په يوه ليوني پورې يې پلاستيکي خلطه غوټه کړې وه ، لکۍ يې ورته ويله، دخندا له لاسه په هماغه خوا مرغۍ نه ورتلې، ، پراخوره ولاړ خره هم خندل، خو دهغه خندا منطقي وه، خره دانسانانو په ساده توب پورې خندل.
جوجو غلی شو، تواب ته يې وکتل ، ويې ويل :
ـ کوم کار مو سم دی؟
تواب وچې سترګې سترګې ورته نيولې وې.»
رښتياهم زموږ ټولنه يوه داسې ټولنه ده چې دغه ټولې ستونزې لاتراوسه شتون لري، همدغه جوجو چې خپل تحقيق بشپړ کوي، نو خپل استاد ته ورځي او کټ مټ داستان ورته بيانوي.
خو استاد ته چې کوم انځورونه ورښيي، نو استاد دجوجو پر تحقيق شکمن کېږي ، يو بل کس چې څوکاله مخکې دتحقیق لپاره افريق ته تللی وو.
هغه يې راوغوښت او هغه ته يې وويل چې جوجو وايي ، انسانان قانون ته درناوی نه لري، په خپلو منځونو کې يوپه بل بې باوره دي.، دنر اوښځې تر منځ توپيري چلند کېږي،پوپوته څه وايي ؟
پوپووويل : چې جوجو درغ وايی ، زه چې کله دتحقیق لپاره تللی وم ، نو هلته دانسانانو تر منخ يواځې مينه حاکمه وه، هلته دقانون حاکميت وو.
وروسته له هغه جوجو ته دښوونځي نه دوتو سزا ارېدل کېږي چې دروغ يې ويلي دي.
رښتيا هم زموږ کړنو او دودونو ، غيبت ، چل او دوکې ټول حيران کړي دي.
په دغه ناول کې ډېر داسې مو وليدل چې رښتيا هم زموږ دټولنې تر ټولو سترې ستونزې دي، چې نن يې هم دپرمختګ له کاروان څخه لرې پاتې يو.
له چې وايي ليکوال دټولنې سترګې دي، خو داسې سترګور ليکوالان چې په ډېر ښايسته اندازورته خپلې ټولې نيمګړتيا مخې ته کېږدي.
الله ج دې نصيراحمد احمدي ته داوږد او ښه ژوند لپاره لاسونه لپه کوم ، الله دې په قلم او ګوتو برکت کړي، که څه هم ښاغلي احمدي صیب! پرجوجو ليکنه راته سخته وه ، خو دا چې له ناول سره دمينې په نيت مې ليکلي دي تاسو يې په ډېر څه ومنئ
که څه هم ډېرو ويلو ته اړتيا ده ، خونور نو موږ په ګوتو کې سېکه پاتې نه ده چې زيات څه وليکم ، دفکر نيلی تر همدغه ځايه په ځغاسته ستړی شو.
ستا دښايست ګلونه ډېر دي.
ځولۍ مې تنګه زه به کوم ، کوم ټولومه .
په درنښت