د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ؤلسمشرغني دفرانسوي مجلې دکارتون بیا ځلي خپرول غندلي

محمد انور ولید 26.01.2015 12:15

هرچاته خپل دیني ارزښتونه او اعتقادات ګران دي . د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) خپلو اصحابو ته په لارښوونې سره څه ښه ویلي : ( د چا بُتانوته ښکنځل مه کوۍ ، ترڅو هغوی ستاسې خدای (ج) او پیغمبر (ص) ته ښکنځلې ونه کړي . ) له پورته حدیٍث شریف ځخه داسې برېښي چې اسلام دیوبشپړ انساني ادب دین دئ . اسلام خلکو ته ددوی په کفتار ، پندار او کردار کې پر ریښتیني اعتدال باندې (ټینګار)کوي ، ترڅوخپل مینځي اړیکې یې د ټولنیز عدالت د استقرار له پاره سره خرابې نه شي .
بل ځای د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) فرمایلي : ( زما غوره امتي هغه څوک دئ چې له لاس او ژبې څخه یې نور خلک په امن کې وي . او هغه ځوک زما له امت څخه نه دئ چې نور خلک یې له لاس او ژبې څخه په امن کې نه وي . )
لاس او ژبه دواړه د انساني هستۍ په وجود کې داسې آلې دي چې هم یوانسان د بل انسان له خوا ور باندې جرح کېږي او هم ور باندې رغېږي . که ژبه او لاس د خیر په کارکې وخوځېږي نو فبها وانعمت ، خلکو ته به یې ګټه ورسېږي او دخیر الناس من ینفع الناس په ډله کې به وګڼل شي . او که د ضرر رسولو او زیان اړولو په برخه کې وکارول شي ، نو بیا خو دغه فاعل مختار مکلف انسان د قیامت په ورځ د پیغمبر (ص) له شفاعت څخه هم محروم شو . او ریښتیني مسلمانان په دې باندې کلکه عقیده لري . له دېنه دا جوته شوه چې اسلام او ټول اسلامي ارشادات د هر ډول تمسخر ( ملنډو) ، افراط ، تفریط اوبدو ردو ( ښکنځلو) سخت مخالف دي ، او خپلو ټولو اتباعوته یې له هغوڅخه د منعې امرکړی او هېچاته ددې اجازه نه ور کوي چې د چا پر سر، مال ، ناموس ، عزت او دیني مقدساتو باندې ملنډې ووهي او یا تېری پرې وکړي .
هو! د اسلامي مکتبي تفکر د زاویې له کنجه د اسلامي کلمې د قراأت معنا همدغه ده چې انسان باید د انسان تر څنګ په خپل مینځي معاملاتو کې د امن ډاډومن ژوند سره وکړي . هېڅوک پرهېچا باندې پرته له تقوی ، علم او ادب څخه د ډېر مال او نسب په لرلو سره غوره والی او فضیلت نه لري . اسلام وایي : څه چې د ځان له پاره غواړۍ ، هغه د نورو له پاره هم خوښ کړۍ .
حکومتونه او ټول وضعي دستورات هم ددې له پاره دي چې د بشري نظام د غښتلتیا په خاطر د خودسریو مخه ونیسي ، ترڅو خلک له انحرافي (بشري ضد)کړو وړو څخه دیوې بشپړې انساني آزادۍ په چوکاټ کې را ایسار کړي . ځکه حکومتونه د نړیوال قانون له مخې مسؤولانه دنده لري چې د نړیوال نظام د استقرار له پاره په خپل هېواد کې د ننه ټولې هغه ترسره کېدونکې چارې و څاري چې له مخې یې نړیوالو اړیکو ته ګټه یا زیان پرې رسېږي .
خو زه نه پو هېږم چې فرانسوي چارواکو ولې دې کار ته ملا تړلې چې په خپل هېواد کې یوه وړه د ټوکر ټوټه د نورو مسلمانوښځواوجینکو پرسرنه ور پرېږدي ، اوکله چې د آب بازۍ په حوضونوکې مسلمانې جینکۍ له هلکانو سره یوځای له لمبېدلو ډډه وکړي ، نو دا کار بیا فرانسوي حکومت د خپل قانون خلاف عمل او یو سپکاوی ګڼي . خو کله چې ددوی اتباع د میلیاردونو مسلمانانو پر پیغمبر باندې د کاغذ او رسنیو په ژبه ملنډې وهي ، نو بیا دا کار د بیان د آزادۍ یو داسې اصل ګڼي چې پر مټ یې د هرچا دیني ارزښتونو ، شخصیتونو او پیغمبرانو ته پرې ښکنځلې کولی شي ، کارتونونه یې ایستلی شي ، استهزاء آمېزه تبصرې ور باندې کولی شي او داسې نور .
خو کله یې چې څو ک په وړاندې د ژبې ، قلم او یا فزیکي برخورد په شکل ودرېږي نو بیا دا د فرانسوي دموکراسۍ او د بیان د آزادۍ خلاف عمل ګڼي . نور اسلام ضد مشران هم د احتجاج په توګه له ځان سره په لاریونونو کې ملګري کوي . خو د خپل لومړي او څو څو ځلې تکراري تعرض په اړه بیا هېڅ هم نه وایي ، بلکي د هغې په اړه خپل ځان بري الذمه ، غیر مسؤول ، برحق او واجب الاحترام ګڼي .
نن ورځ په نړۍ کې په لسګونو مسلمان هېوادونه شتون لري . دوی ټول د پیغمبر حضرت محمد (ص) د دین پیروان دي .چې هېڅ کوم پیغمبر او د هغه اړوند دین ته یې سپکاوی نه دئ کړی او نه به یې وکړي . ځکه دین یې نورو ته د سپکاوي اجازه نه ده ورکړې . افغانستان هم یو له همدغومسلمانو هېوادونو یودئ چې په سلو کې (۹۹،۹۹٪) خلک یې مسلمانان دي . ؤلسمشر اشرف غني یې جمهور ریْس دئ . د افغانستان په قانون کې دا د هغه دنده ده چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ، ملي وثیقې دیني ارزښتونو ، اتباعو او د هغوی د اړونده حقوقو د حریم درناوی او ساتنه وکړي .
افغانانو او د افغانانو جمهورريس ټولو پر همدغه پیغمبر (ص) باندې ایمان راوړی . د هغه دین یې منلی . افغانستان هم د نړۍ د مسلمانو هېوادونو په کتار کې یو لا یتجزاء فزیکي سېټ تشکیل کړی . افغانانو هم په نړۍ کې د پیغمبر (ص) ددین د پیروانو یوه برخه جوړه کړې . دا ددوی حق دئ چې د خپل دین پر پلوۍ د نړۍ په هرګوټ کې داسلام د نړیوال دین د دفاع له پاره د هر متجاوزپه مقابل کې د خپل علم ، منطق او استدلال له لارې په یوه خوله ودرېږي او خپل غږ پورته کړي .
افغانان ویاړي چې جمهور ریْس اشرف غني د خپل دین څخه ددفاع په خاطر د خپل ملت په استازیتوب په رسمي ډول په څو لنډو او څرګندو الفاظو کې د فرانسوي اسلام ضد نشراتو (چارلي اپدو ) مجلې دبیا ځلې هغه کارتون د خپرېدو په وړاندې غبرګون وښود کوم چې د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد (ص) په اړه ددې مجلې د کارکوونکوله خوا نشر شوی ، ؤلسمشر اشرف غني ددوی داکار د اسلامي امت د احساساتو را پارولو او دیني ارزښتونو ته یو بېخپوره سپکاوی او غیر مسؤلانه عمل بللی ـ په سختو ټکو غندلی ، ځکه نوموړي اسلام له نورو ادیانو سره د تفاهم او روغې جوړې یوه وسیله ګڼلی . خو پر چا باندې چې دغه دین د الله (ج) له لوري را نازل شوی ، هغه په اصل کې د بشریت تر ټولو ستر ناجي ، له غلامۍ څخه د نساني ځوځات ژغورونکی او د ټولو نېکیو او رستګاریو علمبردار هم دئ . ځکه چې انسان یې د انسان له بنډ او کولنډ څخه خلاص کړی . د اسارت او برده ګۍ ژغ یې د هغوی له اوږو ښکته کړی ، او په بشپړ انسانیت او انساني سیرت سره یې د کرامت لوړو پوړیو ته رسولی دئ .
د اسلام ستر پیغمبر (ص) خو نه څوارلسم لویي ؤ ، نه پینځلسم او شپاړسم چې د چارلي اپډو مجلې کارکوونکي یې په اړه استهزاء آمېزه کارتونونه خپروي . دوی خپله لاره ورکه کړې . دوی که کارتونونه خپروي نو د خپلو لویي ګانو کارتونونه دې خپاره کړي ، ځکه هغوی ددوی غلام نیکونه له وحشي څناورو سره په مقابله کې اچول ، تر هغو چې یابه څناور مړشو او یا هم فرانسوی غلام . او لویي ګانو به دهغوی له وژل کېدو څخه خوندونه اخیستل . حال داچې د اسلام ستر پیغمبر (ص) خو ددوی نیکونه له ځناورو سره هم په مقابله کې نه وو اچولي . بلکي انسان یې له خپل انساني خصلت سره جوخت له حیواني صفاتو را بېل او هغه ته یې خپل مقام ، انساني کرامت او مسؤولیت ور په ګوته کړی دئ .
پر فرانسویانو باندې ملنډې ددوی خپلو مشرانو وهلې دي ، او کارتونونه د بشریت د ستر لارښود نشر ته سپارۍ ، چې دا کار خپله د فرانسویانو پرکم عقلۍ باندې دلالت کوي . دښمني په بې عقلۍ پر مخ نه وړل کېږي .