د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انیمیا او د هغې ډولونه

عطا محمد میاخېل 28.12.2014 13:42

د وینې د سرو کرویاتو شمیر او یا د هیمو ګلوبین کموالی د سن او جنس په نظر کې نیولو سره کمخوني یا انیمیا بلل کیږي ، یا په بل عبارت سره که د سرو کرویاتو او یا هیمو ګلوبین حجم له نارمل حد څخه کم شي د انیمیا اصطلاح په کار وړل کیږي .
دسپین پوستکو او تور پوستکو د هیمو ګلوبین په سویه کې یوتوپیر شته دی داسې چې د تور پوستو د هیمو ګلو بین سویه 0/5 ملي ګرامه په یو دیسي لیتر کې د دوی د سپین پوستو همزولو څخه ټیټه وي ، په هغو ماشومانو کې چې د شپږو میاشتو څخه تر شپږو کلونو عمر ولري او هیمو ګلوبین کچه یې له 11ګرامه په یو دیسي لیتر کې لږ وي او په هغو ماشومانو کې چې له شپږو کلونو څخه زیات عمر ولري او هیمو ګلوبین کچه یې له 12ګرامه څخه په یو دیسي لیتر کې لږ وي کمخوني بلل کیږي .
د انیمیا شتوالی په لویانو کې په نارینه جنس کې که هیمو ګلوبین له 13/5 ګرامه څخه په یو دیسي لیتر کې لږ وي اویا یې هماتو کریت له 41 فیصده څخه لږ وي او په ښځینه جنس کې که هماتو کریت له 37 فیصده څخه ټیټ وي او یا هیمو ګلوبین له 12 ګرامه څخه په یو دیسي لیتر کې ټیټ وي ، په انیمیا باندې دلالت کوي .
هغه اعراض چې په کمخوني کې لیدل کیږي د ستړیا ، تنفسي عسرت ، د زړه ټکان ، د اشتها نشتوالی ، بد هضمي او د معدې او کولمو له بې نظمي څخه عبارت دی .
د انیمیا علامې ممکن په شدیدو حالاتو کې هم موجودې نه وي ، خو په خاصه توګه هغه مهال تظاهر کوي چې د هیمو ګلوبین کچه له 8 ګرامه څخه په یو دیسي لیتر کې لږ وي ، چې د منضمو او پوستکی د خسافت ، ښویې او پړسیدلې ژبې ، ماتیدونکو نوکانو ، د زړه د حرکاتو زیاتوالی ، د زړه د حرکاتو اضافي اوازونو او په پای کې د زړه غټیدل او عدم کفایه څخه عبارت دي .
د انیمیا ویش یا ډلبندي د پتو فزیولوژي او د حجرې د کچې په اساس صورت مومي چې په لاندې ډول ده :
الف ) د پتو فزیو لوژي په اساس :
1 . د سرو کرویاتو او هیمو ګلوبین د جوړښت کموالی چې د اوسپنې کموالی ، د B12 ویټامین د کموالي ، د فولیک اسید د کموالي ، د مزمنو ناروغیو ، د لومړنۍ وینه جوړونکو ژونکو د کموالي ، د هډوکي د مغز د آفاتو لکه لمفوما او کار سینو ما په اثر منځ ته راځي .
2 . د سرو کرویاتو د تخریب زیاتوالی چې د ګلوکوز شپږ فاسفات (G6PDD) انزایم د کموالي ، د وینې ضایعات د هیمو ګلوبین او سرو کرویاتو غشا د غیر نارمل والي ، باندنی هیمو لایز د انتي باډي ګانو په اثر ، د هیمو لایتیک یو ریمیک سندروم او انتاناتو په اثر منځ ته راځي .
ب ـــ د حجرې د کچې په اساس :
میکرو ساتیک انیمیا د کوچنیو کرویاتو لرونکې کمخوني د مزمنو ناروغیو ، د اوسپنې د کموالي ، تالاسمیا (Thalacemia ) او نورو عواملو په اثر .
ماکرو ساتیک انیمیا ( دغټو کرویاتو لرونکې انیمیا ) د فولات د کموالي ، د B12 ویټامین د کموالي ، د ځیګر ناروغۍ ، د شرابو څښل ، د شیمو تراپي او د هډوکو د ناروغیو په اثر .
نارمو ساتیک انیمیا ( د نارملو کرویاتو لرونکې انیمیا ) د پښتورګو د عدم کفایې ، د حاملګۍ او د هډوکي د مغز د عدم کفایې په اثر انیمیا زیات ډولونه لري چې څو مهم یې په لنډ ډول توضیح کیږي .
د اوسپنې د کمښت انیمي : د اوسپنې کموالی دکمخوني ډیر عمده علت په ټول جهان کې دی د اوسپنې ټوله کچه په بدن کې 2ــ 4 ګرامه ( تقریبا 50 ملي ګرامه په یو ګرام وزن د بدن په نارینه ؤ کې ، 35 ملي ګرامه في ګرام وزن د بدن په ښځینه ؤ کې ) دی چې 70تر 90 فیصده د دغې اوسپنې په هیمو ګلوبین او سرو کرویاتو کې ځای لري .
د اوسپنې د کموالي سببونه په غذایي موادو کې د اوسپنې کمښت ، د اوسپنې د جذب کموالی په هضمي سیستم کې ، د اوسپنې د اړیتا زیاتوالی لکه د ماشومانو د ودې پر مهال ، د امید وارۍ او شیدو روکولو پر مهال ، د وینې ضایعات د میاشتني عادت او وینې ورکولو په اثر دی .
او سپنې د کموالي د انیمیا اعراض او علایم د ستړیا ، کسالت ، د زړه ټکان ، تنفسي عسرت ، ځینې وخت د خولې د زاویې چاودل ، اترو فیک ګستریت او د نوکانو د ماتیدلو څخه عبارت دی تشخیص د کلنیکي او لابراتواري موندنو په اساس کیږي او درملنه د اوسپنې په تطبیق سره تر سره کیږي .
د مزمنو ناروغیو انیمیا : زیات شمیر مزمنې ناروغۍ د خفیفې یا متوسطې کمخونۍ لامل ګرځي چې ډیر عمده یې د مزمنو التهاباتو ، مزمنو انتاناتو او د ځیګر او پښتورګو له ناروغیو څخه عبارت دی .
دغه پیښې درملنې ته اړتیا نه لري ، خو که د انیمیا علت د پښتورګو عدم کفایه یا التهابي ناروغۍ لکه د بندونو روماتیزم وي ، نو درملنه په Epoetin Alfa سره ګټوره ده .
هیمو لایتیک انیمیا : د وینې سره کرویات په طبیعي توګه 120 ورځې عمر لري چې وروسته ټوټې کیږي او ځای یې نوي کرویات نیسي په هیمو لایتیک انیمیا کې د وینې د سرو کرویاتو عمر لنډیږي او د هډوکي د مغز چې د وینې د جوړولو دنده په غاړه لري ، دغه نقیصه جبران کولی او کمخوني منځ ته راځي دا ډول انیمیا په معمولي توګه د سرو کرویاتو د داخلي نقیصې په اثر لکه د هیمو ګلو بین د جوړښت آفتونه ، د کرویاتو د غشاء او انزایماتیک آفتونو او یا د باندنیو فکتورونو په اثر لکه سوځیدنه ، د معافیت کموالي او د انتاناتو په اثر منځ ته راځي د کلینیک له نظره د انیمیا د نورو اعراضو اوعلایمو په څنګ کې ناروغ د طحال غټوالی ، د ځیګر غټوالی او زیړی لري او در ملنه د انیمیا د عامل په نظر کې نیولو سره صورت مومي .
میګا لوبالاستیک انیمیا : دا ډول انیمیا د فولیک اسید او B12 ویټامین د کموالي په اثر په هضمي سیستم کې د اشتها نشتوالی ، د وزن بایلل ، د ژبې زخم  او کله هم اسهال موجود وي په دوراني سیستم کې د زړه ټکان ، د زړه اسکیمیا ، سریع نبض ، د زړه آوازونه او د زړه بې کفایتي را منځ ته کیږي .
عصبي اعراض او علایم یې د اطرافو د کرختي ، ضعف ، د ګوتو بې نظمي ، ناکراري او یا د فراموشي (هیریدنه ) حتی د شدید عقلي زوال څخه عبارت دی درملنه د B12 ویټامین او فولیک اسید په تطبیق سره اجراء کیږي .
خبیثه انیمیا : دا ډول انیمیا د معدې د تروفي په اثر منځ ته راځي داسې چې د معدې اتروفي په اثر داخلي فکټور (Intrinsic Factor ) چې د ویټامین B12 په جذب کې رول لري ، په نور مال ډول نه افراز کیږي او د B12 ویټامین کموالی د خبیثه انیمیا د رامنځته کیدو لامل ګرځي د کلنیک له نظره دا انیمیا په کراره پیل کیږي او په کراره مخ په وړاندې ځي .
اعراض او علایم یې : ستړیا ، ضعیفي ، عسرت ، د ژبې سور والی ، تبه،خفیف ژیړی ،اسهال ، د طحال خفیف غټوالی او عصبي تشوشاتو څخه عبارت دی او  درملنه د B12 ویټامین په ورکولو تر سره کیږي .