د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پوډري زوی رښتینې لنډه کیسه

عطا محمد میاخېل 11.04.2015 10:36

ستار په کوچنیوالي کې ډېر هوښیار ، ځیرک او با استعداده هلک و ، له زده کړو او ښوونځي ته له تګ سره یې ډېره زیاته مینه وه ، د کلي خلکو به په خپل منځ کې د ده د پوهې ځیرکتیا او هوښیارۍ  صفتونه کول ، د ښوونځي په آزموینو کې به هر کال په ښه درجه کامیابېده ، په خپل پلار باندې ډېر ګران وو ، نه یوازې په کروندو کې یې په ده باندې کار نه کاوه ، بلکې د ژوند نورو سړو او تودو ته یې هم  نه ورکاوه ، یوازې یې  زده کړې پرې کولې . یوه ورځ وروڼو یې خپل پلار ته کړه : ستار ولې له موږ سره په کروندو کې کار نه کوي؟ پلار یې په ځواب کې ورته وویل : پرېږده یې چې  خپل درسونه ووایي ، زه د هغه راتلونکې ته هیله من یوه ورځ به ترې ډېر لوړ شخصیت جوړ شي هېواد او د هېواد خلکو  ته به د خدمت جوګه شي .  پلار  به یې تل هڅاوه چې په خپلو زده کړو کې ډېر کوښښ وکړي او له دولسم ټولګي څخه په ښه درجه فارغ شي  .
ستار ته الله (ج) نه یوازې د ښوونځي په درسونو کې استعداد ورکړی وو ، بلکې  په دیني درسونو کې یې هم ځانګړې پوهه پرې لورولې وه ، د جومات د ملا امام خوله به هم د ستار د پوهې په صفتونو  ستړې شوه او کلیوالو ته به یې ویل : دا هلک ډېر پوه دی ، په ده کې زه یو ځانګړی استعداد وینم که چېرې خپل درسونه پرېنږدي ، نو په راتلونکې کې به یوډېر ښه دیني عالم ترې جوړشي .
د ستار درې ماما ګان له هېواد څخه بهر یو په کاناډا او دوه نوریې په جرمني هېواد کې اوسېدل هغوی به هم د ټیلیفون له لارې دی هڅاوه چې په خپلو درسونو کې ډېر کوښښ وکړي او خپلې زده کړې د ماسټرۍ او دکتورا تر کچې ورسوي .
ستار چې کله دولسم ټولګي ته ورسېده ، یو ټولګي وال یې چرسي وو ، کله به چې هغه چرس څښول ، نو بوی به یې په ده باندې خوږ لګېده ، یوه ورځ یې له خپل ټولګیوال سره  یو دود  چرس وڅښول خوند یې ورکړ  ، هره ورځ به یې له هغه سره یویو دود چرس څښول ، آخر پرې روږدی شو ،  له همدې ځایه یې د بدبختۍ لړۍ پیل شوه ، کله به چې له ښوونځي څخه رخصت شو ، نو لومړی به یې له  خپل ټولګیوال سره چرس وڅښول ، بیابه کورته راته .
ستار له دوولسم ټولګي څخه په ښه درجه فارغ شو ، پلار یې ورته وویل : زویه ! دادی له ښوونځي څخه فارغ شوې اوس نو د لوړو زده کړو له پاره چمتوالی  نیسه ، ده هم د سمه ده په ژه به سر وخوځاوه .
نه یوازې پلار یې بلکې هیڅوک د ده  په چرس څښولو نه و خبر ، یوه ورځ یوه کلیوال یې دی د چرسو په څښولو ولیده ، ورور ته یې وویل : والکه غفاره ! ستار خو پلانکي هلک سره چرس څښول ، غفار په حیرانتیا سره ورته وکتل یوه ژوره ساه یې واخیسته او وې ویل : باور مې نه شي ، چې هغه دې چرس وڅښوي ، خو بیا هم څه نه شم ویلی ، دا خبره یې له پلار ، کوچني ورور او خور څخه پټه وساتله ، شپه شوه ، تر سهاره یې د دې خبرې په باب فکر کاوه اندېښنه یې وار په واز زیاتېده ، سهار یې چای هم ونه وڅښه ، پلار یې ترې وپوښتل ، والکه غفاره !  ولې دې  د مزاج توتي چوپ او خاموشه دی ؟ څه خبره ده ؟     څه یې ونه ویل یو او بل څه یې بانه کړل او له کوره ووت .
بله ورځ  غفار له ښار څخه د کور په لور راته ، کله چې د سیند غاړې ته را ورسېد ، نو سترګې یې په ستار ولګېدې ، ګوري چې له یوه کس سره ناست او چرس څښوي ، د غمونو ، دردونو او اندېښنو توپاني څپو یوه نامعلوم لوري ته بوته ، څه یې ورته ویلی هم نه شو ، ځکه چې هغه له ده څخه مشر وو ، کورته را ورسېده ، د ستار د چرس څښولو خبره یې له خپل پلار سره شریکه کړه ، د پلار سترګې یې له ډېرې غوسې برګې شوې او خپل  زوی ته یې وویل : ته رښتیا وایې ؟ هغه وویل : هو پلاره خپله مې ولیده چې د سیند په غاړه یې له پلاني سره چرس څښول . ښه زه به ورسره ګورم .
 لمر لا خپله اروا د تیارو غېږې ته نه وه سپارلې ، چې ستار کورته را ننوت، پلاریې له ډېرې غوسې ورته شین او سور خوټېده ، ورته وې ویل : چېرته وې والکه ؟ ده یو او بل څه بانه کړل ، غوښتل یې چې کوټې ته ننوزي ، پلار یې ناڅاپه  د سوک ګذار پرې وکړ ، څو سوکان یې لا نه وهلی ، چې له پلاره یې ځان خلاص او  په چټکۍ سره کوټې ننوت او په ځان پسې یې د کوټې دروازه وتړله ؛ پلار یې په انګړ کې ورته ګوتڅنډه کوله او ګواښه یې چې زه به له تاسره ګورم ، نور نو د ستار ژوند په کور کې تریخ شو ، نه یې چرس پرېښودی شول او نه یې هم د ځان باب د پلار غوسې زغملی شوې ، څو تنه کلیوال یې ایران ته د مزدورۍ له پاره روان ول ، له هغوی سره یې خبره غوټه کړه او ورته وې ویل : کله چې اېران ته تلئ نو پر ما هم غږ وکړئ زه هم  له تاسو سره ځم ، هغوی د سمه ده په ژبه سر وخوځاوه او ورته وې ویل : دوه ورځې وروسته موږ روان یو ځان دې چمتو کړه او له پلاره دې اجازه  واخله ، کله چې ستاربېګاه کورته راغی د اېران ته تګ خبره یې له خپل پلار سره شریکه کړه  ، پلار یې په غوسه ورته وویل : هغوی چې ځې اقتصادي حالت یې کمزوری دی ، ته د څه له پاره ځې ؟ په کور کې څه شی کم دی ؟ زه اجازه نه درکووم .
له ډېرو زاریو او عذرونو وروسته یې د پلار اجازه تر لاسه کړه او له خپلو څو تنو  کلیوالو سره اېران هېواد ته لاړ ؛ څو موده یې په یوه ودانیز شرکت کې د مزدور کار په صفت  کار وکړ ، ورو ورو په پوډرو هم روږدی شو ؛ یوه ورځ د پوډرو اخیستو له پاره بازارته لاړ ، په بازار کې ښکته و پورته ګرځېده ، چې په همدې وخت کې  د اېراني پولیسو د ګزمې موټر د بازار له همدې برخې څخه د تېرېدو په حال کې وو ، په کوم کې چې دی د پوډرو په لټه ښکته و پورته ګرځېده ، نو د یو تن پولیس پرې ور پام شو ، ستار یې ونیوه او زندان ته یې واستاوه، په زندان کې د څو ورځو تېرولو وروسته یې افغانستان ته را ولېږه ، کال یې لا نه وو پوره چې بېرته خپل کورته راغی .
کلیوال یې  په پوډرڅښلو هم خبر شول ، اوس نو هغه ستار نه وو چې خلکو به یې صفتونه کول ،  ټولو  ترې کرکه کوله او پوډري  یې باله ، د بدن وزن یې ډېر له لاسه ورکړی وو اوږده وېښتان او خیرنې جامې به یې پر تن وې ، تا به ویل ، چې وچکۍ ( محرقه ) ناروغۍ یې تېره کړې ده .
یوه ورځ  څو تنه کلیوال یې  د یوې هټۍ په مخکې ناست ول او په خپل منځ کې یې کیسې کولې ، چې په ناڅاپي توګه د یوه کلیوال سترګي یې پرې  ولګېدې ګوري ، چې ستار پر پوله ناست او د چرسو لوګی یې  کړۍ کړۍ هواته پورته کېږي ، کلیوال یې وویل : ستار ډېر پوه ، ځېرک او با استعداده هلک وو ، خو اوسنی حالت یې د اندېښنې وړ دی ، بل کلیوال یې خبره ور غوڅه کړه او وې ویل : پوډري زوی نه زوی ، پوډریان نه یوازې د کورنۍ د اوږو بار بلکې د ټولنې د اوږبار هم دي .
د ژمي سړې شپې ورځې وې پلار یې کله چې د سهار د لمانځه اذان واوریده ، نو له خوبه پاڅېده اودس یې وکړ او د جومات په لوري روان شو ، خور یې لرګي راوړل او په بخارۍ کې یې اور بل کړ ، دی پاڅېده یوه څه چرس یې له خپل جېب څخه په دې موخه را وویستل ، چې په بخارۍ یې پاخه کړي ؛ خوریې ورته وویل : چرس دې بل ځای پاخه کړه ، دا زموږ روغتیا ته زیان پېښوي ، ته خو پرې روږدی یې ، که چېرې پلار مې له جوماته راشي درته په غوسه کېږي، کوچني ورور یې منیر هم د خپلې خور د خبرو په تائید وویل : ښه درته وایي ، چرس دې بل ځای پاخه کړه ، موږ به پرې مریضان کړې ، ده وویل : زه یې همدلته پخوم بل ځای نه ځم څوک به زما مخه ونیسي ؟ د دې خبرو په کولو سره د دوی ترمنځ شخړه را منځته  شوه ، ستار له خپل جېب څخه چاړه را وویسته لومړی یې پر خپلې خور او وروسته یې په خپل کوچني ورور د چړې ګذار وکړ او دواړه یې په لاسونو ټپیان کړل .
په دې وخت کې قدیر کاکا د دوی پلار له جومات څخه کورته راغی ګوري چې لور او کوچنی زوی یې چیغې وهي او همدا وایي ، پلاره ! ژر راشه ، چې دا ظالم موږ وژني ، د خپلې لور او کوچني زوی معصومو چیغو قدیر کاکا د غوسې په سمندر لاهو کړ ، منډه یې واخیسته او د ستار په وېښتانو کې یې منګولې ورخښې کړې او ورته وې ویل : دادې څه وکړل بدبخته ؟ اوس یې وژنې ؟ ستار خپل وېښتان د پلار له منګولو را خلاص او خپل پلار یې   په خېټه کې  په چاړه وواهه ، په دې سره یې د خپل پلار د ژوند ډیوه د مرګ  د تیارو په سمندر کې ډوبه کړه او په منډه له کوره ووت .
په دې وخت کې کلیوال را خبر شول ، یوه کلیوال د ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ ته زنګ وواهه  او ټوله کیسه یې ورسره شریکه کړه ، هغه ورته وویل : تاسو غم مه کوئ ، موږ به یې ونیسو او د قانون منګولو ته به یې وسپارو ، قوماندان ټولو اړوندو امنیتي پوسټو ته خبر ورکړ ، چې ستار نومی ونیسي ، په همدې وخت کې یو شمېر کلیوال ، چې سوټي یې په لاسونو کې ول ، په ستار پسې منډې وهلې کله چې ستار د سیمې چمن ته ورسېده له هغې خوایې پولیسو مخه ډب کړه او چاړه په لاس یې ونیوه ، کلیوال هم ور ورسېدل ، ده پولیسو ته په ژړغوني غږ وویل : دوی زما پلار هم وواژه اوس ما هم وژني ، پولیسو په ځواب کې ورته وویل : چپه شه قاتله  په وینو رنګ چاړه ستا په لاس کې ده او پلار دې دوی وژلی ؟ له دې سره یې په وهلو وهلو موټر ته پورته کړ ، نوموړی اوس مهال په زندان کې د بدبختۍ شپې او ورځې تېروي .