د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طنز : خدای (ج) ته لیک

عطا محمد میاخېل 14.05.2015 11:53

ژباړن : عطا محمد میاخېل
  یوه ورځ د پست خونې یوه کارمند هغه لیکونه کتل، کوم چې پته یې نامعلومه وه، په یوه لیک یې سترګې ولګېدې، چې په پاکټ یې لیکل شوي وو، خدای (ج) ته لیک .
  له ځان سره یې وویل : ښه داده، چې دا لیک پرانیزم او وې لولم، چې څه پکې لیکل شوي دي، په لیک کې داسې لیکل شوي وو :
  زما مهربانه خدایه ! زه یوه ۸۳ کلنه کونډه ښځه یم، چې له دندې څخه ډېره مخکې تقاعد شوې یم او په کور ناسته یم . پرون یوه کس زما جیبي بکسک غلا کړ، کوم چې پکې ۱۰۰ ډالره و، دا هغه پیسې وې، چې ما د میاشتې تر پایه مصرفولې. د بلې یکشنبې په ورځ اختر دی او ما د خپلو دوستانو له ډلې څخه دوه کسان  د ماښام ډوډۍ ته را بللي دي . پرته له هغو پیسو څخه څه شي نه شم اخیستلی، هیڅوک نه لرم، چې په پور پیسې ترې واخلم . ای زما مهربانه خدایه ! یوازینۍ هیله مې ته یې، له ماسره مرسته وکړه .
  د پست خونې کارمند ډېر خواشینی شو او لیک یې خپلو ټولو همکارانو ته ور وښوده. پایله دا شوه، چې هغوی خپل جیبونه ولټول او هریوه د مېز پرمخ څو ډالره کېښودل، په پای کې ۹۶ ډالره را ټول شول او بوډۍ ښځې ته یې ور ولېږل .
   د پست خونې ټول کارمندان د خپل ښه کار له تر سره کولو ډېر خوشاله وو. اختر پای ته ورسېده، له دې پېښې څخه څو ورځې تېرې شوې، چې د هغې بوډۍ ښځې له لوري یو بل لیک د پست خونې دفتر ته را ورسېد، چې داسې پکې لیکل شوي وو : خدای (ج) ته لیک.
ټول کارمندان را ټول شول لیک یې پرانیست تر څو یې ولولي، د لیک موضوع په دې ډول وه : ای زما مهربانه خدایه ! څه ډول کولای شم، د هغه کار په بدله کې، کوم چې تا زما له پاره تر سره کړ مننه وکړم، ستا د مهربانۍ په برکت مې وکړای شو، چې خپلو دوستانو ته د ماښام ډېره ښه او غوره ډوډۍ جوړه تیاره کړم، له هغوی سره مې له خوښیو ډکه ورځ تېره کړه. هغوی ته مې وویل، چې زما خدای (ج) څومره ښه ډالۍ راته را لېږلې ده، خو ۴ ډالره یې کم وو، زه په ډاډ سره ویلی شم، چې هغه ۴ ډالره د پست خونې بې شرفه کارمندانو ترې اخیستي دي .