د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عطا محمد میاخېل

06.08.2015 09:24    |   عطا محمد میاخېل د ناپیلیون ژوند ته یوه کتنه

ناپیلیون بناپارت د ۱۷۶۹ ز کال د اګست په ۱۵ مه نېټه د مدیترانې کرس ټاپو اړوند په یوه ګڼ نفوسه کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغه مهال یاد ټاپو د جنوا حکومت ( نننۍ ایټالیا ) یوه اړونده سیمه وه، خو وروسته د فرانسې له خوا اشغال شو.

18.05.2015 09:12    |   عطا محمد میاخېل د یوې نجلۍ په خاطر ټول قوم مسلمان شو

د مسلمانانو او کفارو ترمنځ په جګړه کې، د مسلمانانو له خوا ډېر کافران اسیر شول، چې د اسیرانو په ډله کې د هغه قوم د سردار لور هم شامله وه، هغه چې د قوم د مشر لور او ښه ژوند یې درلوده، نو اسارت ورته ډېر سخت وو، له صحابه وو یې د خپل خلاصون غوښتنه وکړه، مګر صحابه (رض) ډېره فدیه وغوښته، هغې چې د خپل خلاصون له پاره بله چاره نه لیدله، نو له ځان سره یې فکر وکړ، چې باید د مسلمانو مشر او پیغمبر نبي کریم (ص) ته ورشي، تر څو له اسارته خلاصون پیدا کړي،

14.05.2015 09:53    |   عطا محمد میاخېل طنز : خدای (ج) ته لیک

یوه ورځ د پست خونې یوه کارمند هغه لیکونه کتل، کوم چې پته یې نامعلومه وه، په یوه لیک یې سترګې ولګېدې، چې په پاکټ یې لیکل شوي وو، خدای (ج) ته لیک . له ځان سره یې وویل : ښه داده، چې دا لیک پرانیزم او وې لولم، چې څه پکې لیکل شوي دي، په لیک کې داسې لیکل شوي وو

11.05.2015 20:05    |   عطا محمد میاخېل ړوند او شل له پنډه ډکه کیسه

دوه بې وزله کسان، چې یو یې ړوند او د بل یې دواړه پښې شلې وې، یو ځای ژوند کاوه. هغوی په همدې حال کې خپلې ورځې و شپې تېرولې، څو مودوه وروسته هغوی وږي شول او لوږې پسې واخیستل. ړوند فکر وکړ او وې ویل : په ښکار پسې به لاړ شو، کېدای شي د خوړولو له پاره څه پیدا کړو. هغه له ځان سره وویل : زه خو ړوند یم، نو څنګه به ښکار وکړم؟ خپل شل ملګري ته یې وویل : راځه چې یو ځای ښکار پسې لاړ شو. شل وویل : څنګه ؟ زه نه شم کولای چې خپلو پښو ته ټکان ورکړم او ته هم ړوند یې او لاره نه وینې. ړوند وویل : زما په اوږو سپور شه او ماته لارښوونه کوه، تر څو له کوم شي سره ونه لګېږم. هغوی په دې خبره سلا او په ښکار پسې لاړل .

06.05.2015 08:52    |   عطا محمد میاخېل د پاچا کورنۍ فولکوریکه کیسه

وو نه وو په پخوا زمانه کې یو پاچا وو. دې پاچا یوه شنډه مېرمن درلوده. یوه ورځ د دوی کورته د ملنګ په څېره کې یو خرس راغی او هلته یې له خپل خورجین څخه یوه مڼه را وویسته، په منځ کې یې دوه ځایه کړه، نیمه یې ملکې او پاتې نیمه یې پاچا ته ورکړه او وروسته یې وویل :

26.04.2015 10:02    |   عطا محمد میاخېل د لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې په اړه په زړه پورې معلومات

ـــ د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال د جرمني ولسمشر وان پیدن برګ وو . ـــ په لومړۍ نړیواله جګړه کې د 1914 زېږدیزکال د اګست په میاشت کې جرمني پر فرانسې باندې د برید اعلان وکړ . ـــ کله چې لومړۍ نړیواله جګړه پیل شوه، په هغه وخت کې د برتانیې لومړی وزیر ایچ ایچ اسکویته و . ـــ په لومړۍ نړیواله جګړه کې د 1914 زېږدیز کال د اګست په میاشت کې جاپان د جرمني په وړاندې د جګړې اعلان وکړ . ـــ په لومړۍ نړیواله جګړه کې تر ټولو زیاته مرګ، ژوبله جرمني هېواد ته ور واوښته، ځکه چې په یاده جګړه کې اولس لکه و دري اویا زره جرمنیان ووژل شول او دوه څلوېښت لکه و شپاړس زره جرمنیان ټپیان شول . ـــ په دویمه درجه کې روسیه قرار لري، چې اولس لکه روسان مړه او نهه لکه و پنځوس زره روسان ټپیان شول . ـــ درېیمه درجه هېواد فرانسه دی، چې په یاده جګړه کې دیارلس لکه و اویا زره کسان مړه او څلوېښت لکه و شپږ شپېته زره تنه ټپیان شول .

18.04.2015 09:20    |   عطا محمد میاخېل اناناس

علمي نوم یې Ananas comosus )) دی او د Bromeliaceae په کورنۍ پورې اړه لري ، دپیدایښت ځای یې دبرازیل جنوب او دپاراګوای هېواد ګڼل کېږي ، پاڼې یې اوږدې او کا چوغې ته ورته دي ، دپاڼو څنډې یې ښویې بشپړې او حلقوي بڼه لري په دریم کال کې ددغو پاڼو له منځ څخه نوې پاڼې وده کوي ګلونه یې واړه ، ابي رنګه غوښن او د ډنډر په وروستۍ برخه کې جوړېږي د دغو غوښنو ګلانو په وروستۍ برخه کې د وړو پاڼو یو تاج لري ، چې وروسته په مېوه بدلېږي . د انا ناس مېوه په حقیقت کې کاذبه بڼه لري .

11.04.2015 10:36    |   عطا محمد میاخېل پوډري زوی رښتینې لنډه کیسه

ستار په کوچنیوالي کې ډېر هوښیار ، ځیرک او با استعداده هلک و ، له زده کړو او ښوونځي ته له تګ سره یې ډېره زیاته مینه وه ، د کلي خلکو به په خپل منځ کې د ده د پوهې ځیرکتیا او هوښیارۍ صفتونه کول ، د ښوونځي په آزموینو کې به هر کال په ښه درجه کامیابېده ، په خپل پلار باندې ډېر ګران وو ، نه یوازې په کروندو کې یې په ده باندې کار نه کاوه ، بلکې د ژوند نورو سړو او تودو ته یې هم نه ورکاوه ، یوازې یې زده کړې پرې کولې . یوه ورځ وروڼو یې خپل پلار ته کړه : ستار ولې له موږ سره په کروندو کې کار نه کوي؟ پلار یې په ځواب کې ورته وویل : پرېږده یې چې خپل درسونه ووایي ، زه د هغه راتلونکې ته هیله من یوه ورځ به ترې ډېر لوړ شخصیت جوړ شي هېواد او د هېواد خلکو ته به د خدمت جوګه شي . پلار به یې تل هڅاوه چې په خپلو زده کړو کې ډېر کوښښ وکړي او له دولسم ټولګي څخه په ښه درجه فارغ شي .

11.04.2015 10:35    |   عطا محمد میاخېل د الازهر پوهنتون

د مصر مشهور پوهنتون دی چې په قاهره کې موقعیت لري . د ازهر ټولنه یا جامعه الازهر بنسټ د جوهر صقلي په امر چې د معزالدین له خوا د مصر نیولو ته ګمارل شوی وو ، په کال359 ق کې دهغه له خوا کیښودل شو .

08.04.2015 09:22    |   عطا محمد میاخېل لنډه کیسه درې غوره پوښتنې

تولستوي د درې غوره پوښتنې تر سر لیک لاندې په خپله یوه کیسه کې د یوه پاچاه کیسه بیانوي او ډاډه دی که چېرې هرڅوک د دې درې پوښتنو په سم ځواب پوه شي ، نو د هېڅ یوه کار په ترسره کولو به له ماتې سره مخ نه شي : د عمل کولو له پاره تر ټولو غوره کوم وخت دی ؟ له کومو کسانو سره باید اړیکه ټینګه کړو او د چا خبرو باید غوږ ونیسو ؟ کوم کار تر ټولو غوره دی ، چې ترسره شي ؟

07.04.2015 10:38    |   عطا محمد میاخېل د افغانستان بانک

د افغانستان بانک، مرکزي بانک د دندو د پر مخ بیولو په خاطر په 1318ش کال کې د 120ملیونه افغانیو په لمړنۍ پانګه پرانیستل شوی دی . د بانک پرانیستل په لومړیوکې د هغې یوه اندازه پانګه د ملي بانک لخوا ورکړل شوه ، چې له یوې مودې وروسته د ملي بانک ونډه دولت په غاړه واخیسته ، دافغانستان بانک د تاسیس له پیل څخه موخه داوه چې دا بانک دمرکزي بانک دندې پر مخ بوځي خو په عمل کې د افغانستان بانک د لومړني قانون تر تصویب د 1382ش کال د سنبلې 27 مې پورې د مرکزي بانک د دندو د پرمخ بیولو تر څنګ دیوه تجارتي بانک په توګه هم عمل کړی دی .

06.04.2015 10:49    |   عطا محمد میاخېل خاوند پلورنځی

د امریکا په نیویارک ښار کې د خاوند پلورنې یوه مغازه پرانیستل شوې ده ، چې مېرمنې کولای شي هغه ځای ته لاړې شي او د ځان له پاره یو خاوند وټاکي . د مخامخ دروازې د پاسه د لارښوونې په تابلو باندې داسې لیکل شوي دي : تاسو کولای شئ ، چې د خپل ژوند په اوږدو کې یو ځل، له دې ځایه لیدنه وکړئ .

04.04.2015 11:08    |   عطا محمد میاخېل طنز : د شیطان کتابچه

مناف خان په خپل دفتر کې ناست و ، چې شیطان راغی او د مناف خان د مېز په وړاندې په ایښې څوکۍ کرار کېناست ، په ډېرې عاجزۍ سره یې وویل : زه شیطان یم ! راغلی یم تر څو ستا وجدان واخلم .

01.04.2015 21:03    |   عطا محمد میاخېل یو بل څه ولیکه

ما له هغه سره ډېره مینه لرله، ډېر را باندې ګران وو مګر افسوس ، چې یوه بلا پرې را نازله شوه ، ډېر یې خواشینی کړم ، هغه مې ډاکټر ته بوته ، هیله مې وکړه ، چې په دقت یې وګوري ، مګر پوهېږئ ، چې ډاکټر زما په غیاب کې له هغه سره څه وکړل ... ؟ کیسه یې ډېره جالبه ده !

01.04.2015 13:03    |   عطا محمد میاخېل لنډه کیسه زړه خوږی ډاکټر

ډاکټر په ډېرې چټکۍ روغتون ته ننوت او د جامو بدلولو خونې په لور وخوځېد ، په ډېرې بېړې یې خپلې جامې بدلې او د عملیات خونې په لور روان شو؛د عملیات خونې په دروازه کې د ناروغ له پلار سره مخامخ شو ، د ناروغ پلار ډاکټر وویل : ولې دې دومره ځنډ وکړ ؟ آیا ته نه پوهېږې ، چې زما زوی په خطر کې دی او له مرګ سره لاس و ګرېوان دی ؟ آیا لږ هم د مسؤلیت احساس کوئ او که نه ؟

31.03.2015 14:43    |   عطا محمد میاخېل لنډه کیسه ناروغ ځوان

هېڅکله هغه ځوان نه شم هېرولای ، چې د پوهنتون په دوره کې مې ورسره پېژندګلوي وشوه . ښکلی او مټور ځوان و ، په ځوانۍ کې یې ساری نه لیدل کېده .

17.02.2015 10:15    |   عطا محمد میاخېل آریوب

آریوب د لرغونو آریایانو د اوسیدو تاریخي سیمه ده چې د (آریوب) کلمه د آریایانو سره ګډه ریښه لري ځکه چې د دې سیمې په اوسیدونکو کې اوس هم داسې بیلګې شته چې د لرغونو آریایانو نښې پکې شتون لري .

11.02.2015 10:07    |   عطا محمد میاخېل د غازي امان الله خان ژوند او پاچاهۍ ته یوه کتنه

اعلیحضرت امان الله خان دامیر حبیب الله خان زوی ، دامیر عبد الر حمن خان لمسی، دامیر محمد افضل خان کړوسی اود محمد زو دحکومت د موسس امیر دوست محمد خان کودی وو دی دامیر حبیب الله خان دیوې نازولې میرمنې سراج الخواتین له نسه د پغمان زرګر دره کې د حاجي اسد خان کره د 1270 ش ( 1891م ) وزیږید ده په ناز او تنعم کې سترګې پرانیستې او په شاهي دربار کې لوی شو ، ده چې ښی او کیڼ لاس وپیژانده په دې هم پوه و چې زموږ په ټولنه کې کلکو ملي او دیموکراتیکو بدلونونو ته شته ده په همداسې یوه روحیه او درک یې وده کوله ، ښوونځي ته ولیږل شو او د وخت له نامتو استادانونه یې زده کړه وکړه ، ملي بد بختیوته متوجه شو ، د ترقۍ او پرمختګ هیلې ورسره پیدا شوې په 1321 ق ( 1903 م ) کال چې د وخت حکومت د دولتي چارو ویش کاوه ، چارو ته یې مسولین ټاکل او لقبونه یې ورکول ده ته دعین الدوله لقب ورکړ شو .

01.02.2015 11:47    |   عطا محمد میاخېل په خوب کې رسوا شوې غله

په کور باندې وارخطایۍ او اندېښنې خپل تور څادر غوړولی و ، هر چا یوې او بلې خوا منډې وهلې ، تر څو ورکه شوې غاړه کۍ او بنګړي پیدا کړي ، د پروین زړه ټوپونه وهل ، رنګ یې الوتی او حال یې ډېر خراب و ، هره شېبه یې خپلې شونډې په غاښونو چیچلې . خاوند به یې ورته ویل : وه ښځې ښه فکر وکړه چېرته به دې ایښي وي ، هېر شوي دې دي. مګر پروین په تته ژبه ویل : نه نه ښه مې یاد دي ، کله چې د شکیلا له واده نه بېرته کورته راغلم ، غاړه کې مې له غاړې ، بنګړي مې له لاسونو وویستل او په بکس کې مې کېښودل : نه پوهېږم ، چې ولې مې غاړه کې او بنګړي ورک شوي دي ؟ ستونی یې را ډک شو او ورو یې ژړا پیل کړه .

01.02.2015 11:44    |   عطا محمد میاخېل د ایزابیل ماتیک په نامه د چارلي ابدو مجلې یوه کارکوونکې مسلمانه شوه

الاصابه ویبپاڼې خبر ورکړی ، چې د ایزابیل ماتیک (Isabelle Matic ) په نامه د فرانسوي چارلي ابدو مجلې یوې کار کوونکې د اسلام مبارک دین ومانه او مسلمانه شوه .

31.01.2015 10:45    |   عطا محمد میاخېل افغان ( Afghan )

دافغان کلمه دلرغوني افغانستان د اوسیدونکو له پاره له پخوا راهیسې دود ده . د پښتون کلمې په ډیرو ځایونوکې په مترادفه توګه کارول شوي دي ، د پښتون کلمه د ( پکت) او ( پکتویکي ) له مفاهیمو څخه اشتقاق شوي ، (پکتویکي ) یوولس ګونو اریایي ټبرونو څخه یو ټبر دی چې د پښتون له کلمې سره سمون لري دغه مطلب د پروفیسور ډورن ( Dorn ) په اند ، د هیرودوټ په کتاب کې Istorii کې راغلی دی او ویلي یې دي چې اوسنی پښتون او افغان د هم هغه ( پکت ) له کلمې څخه جوړ شوي دي .

28.01.2015 10:06    |   عطا محمد میاخېل امپریالیزم او د هغه ځانګړتیاوې

امپریالیزم (Imperialiam) د لاتیني ایمپریو ( Imperium) له ریښې څخه اخیستل شوی او په لغت کې د مطلقه قدرت او امپراتورۍ په معنا ده په اصطلاح کې امپریالیزم د قدرتمندو دولتونو له خوا د پراختیا غوښتونکي اقتصادي ، سیاسي لوړتیا غوښتنې ( هژموني ) سیاستونو کړنې دي چې پر نورو ملتونو او یا هیوادونو عملي کیږي . دغه اصطلاح د امپریالیزم ( د پانګوالۍ ډیر لوړ پړاو په توګه ) د کتاب د خپریدو څخه وروسته له ځانګړي سیاسي نفوذ څخه برخمنه شوه ، ددغه کتاب د لیکوال په نظر په اقتصادي برخه کې د امپریالیزم اصلي ځانګړنه او جوهر دا دی چې په پانګوالو هیوادونو کې په اقتصاد او سیاست کې د انحصاراتو تسلط ټاکونکی او تصمیم نیوونکی رول تر سره کوي ، د دغې دورې سترې ځانګړنې : 1 . د تولید تمرکز او د پانګې تمرکز چې د انحصاراو مونو پول د رامنځته کیدو سبب کیږي او به اقتصادي ژوند کې پریکړی نقش لري .

27.01.2015 09:50    |   عطا محمد میاخېل د پلار لیکونه

یوه کس خپله مېرمن ، دوه زامن او یوه لور په کور پرېښودل او خپله د یوې مړۍ حلالي روزي د پیدا کولو په موخه یوې لرې سیمې ته لاړ ، اولادونو یې له ده سره ډېره زیاته مینه لرله او نوموړي ته یې بې اندازې درناوی درلود . څو موده وروسته پلار یې خپل لومړنی لیک دوی ته را واستاوه ، زامنو یې پر ځای د دې چې لیک پرانیزي ، چې څه پکې لیکل شوي دي ، ټولو په خپل وار سره ښکل کړ او وې ویل : دا لیک د هغه چا له لوري رالېږل شوی ، کوم چې موږ ورسره بې کچې مینه لرو ، وروسته یې پاکټ شوی لیک په یوه بخملي پوښ کې ونغاړه او په المارۍ کې یې کېښود ، وخت په وخت به یې را اخیسته دوړې او خاورې به یې ترې څنډلې او بېرته به یې په همغه پوښ کې تاواوه ، د پلار له هرلیک سره به یې ورته کړنه ترسره کوله .

26.01.2015 10:16    |   عطا محمد میاخېل د علامه اقبال ژوند یوه کتنه

ډاکتر محمد اقبال لاهوري د 1294 ق د ذي القعدې دمیاشتې په درېيمه د 1877م دنومبر په نهمه د جمعې د ورځې د سهار په څلوروبجو نړۍ ته سترګې پرانیستي او د 1357ق صفرې دمیاشتې په شلمه د 1938م داپریل په 12مه دپنجشنبې دورځې دسهار په پنځو بجووفات شوی.

25.01.2015 11:27    |   عطا محمد میاخېل د مور مینه

پرون شپه مې خوب لیده چې مړ شوی یم . لومړۍ ورځ یوه پرښته راغله او راته وې ویل : څه غواړې ؟ ورته ومې ویل : اوبه ! وې ویل : لاړ شه هغې غونډۍ ته وخېژه او اوبه وڅښه ، کله چې هلته لاړم په یوې سترې چینې مې سترګې ولګېدې ، له هغې چینې څخه مې په مړه خېټه اوبه وڅښلې . درېیمه ورځ بیا هغه پرښته راغله او وې ویل : نن څه غواړې ؟ بیا مې وویل : اوبه ! هغې وویل : لاړشه هغې غونډۍ ته وخېژه او اوبه وڅښه ، کله چې لاړم ، ګورم چې چینه ډېره کوچنۍ شوې ده ، په مړه خېټه مې ترې اوبه وڅښلې .