د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډه کیسه درې غوره پوښتنې

عطا محمد میاخېل 08.04.2015 09:22

ژباړن : عطا محمد میاخېل
   تولستوي د درې غوره پوښتنې تر سر لیک لاندې په خپله یوه کیسه کې د یوه پاچاه کیسه بیانوي او ډاډه دی که چېرې هرڅوک د دې درې پوښتنو په سم ځواب پوه شي ، نو د هېڅ یوه کار په ترسره کولو به له ماتې سره مخ نه شي : د عمل کولو له پاره تر ټولو غوره کوم وخت دی ؟ له کومو کسانو سره باید اړیکه ټینګه کړو او د چا خبرو باید غوږ ونیسو ؟ کوم کار تر ټولو غوره دی ، چې ترسره شي ؟
  هغه په دې ډول اعلان وکړ :  که چېرې په رښیتني ډول څوک دا پوښتنې ځواب کړي ، نو ډالۍ ورکول کېږي .
  ډېر کسان پاچاه ته راغلل او بېلابېل ځوابونه یې بیان کړل ، د دې خلکو له ډلې یو هم ونه توانېده ، چې پاچاه قانع کړي . هغه دې ته ډېر لېواله و ، چې د دې پوښتنو په ځواب پوه شي، په دې سربېره یې هوډ وکړ ، چې په دې اړه له یوه هوښیار انسان سره مشوره وکړي، د یوه سپین زېږي هوښیار پته یې پیدا کړه ،  چې د هغه د پوهې او رښتینولۍ آوازه په ټوله سیمه کې خپره وه . سپین ږیري یوازې له عادي خلکو سره خبرې کولې ، نو له دې امله پاچاه ساده جامې واغوستې ، د لارې په منځ کې له خپلو ساتونکو څخه جلا شو ، له خپل آس څخه را ښکته شو او یوازې د سپین ږیري د لیدو له پاره د هغه په لور وخوځېد ، کله چې پاچا په ظاهره ساده، هوښیار سپین ږیری ولیده ، نو له هغه څخه یې درې پوښتنې وکړې مګر سپین ږیري ځواب ور نه کړ ، پاچاه پوه شو ، چې سپین ږیری ډېر ډنګر او کمزوری دی . سپین ږیري په هغه شېبه د ګلانو د کرلو له پاره ځمکه چمتو کوله ، نو له دې امله پاچاه د هغه کار مسؤلیت په خپله غاړه واخیست او پرله پسې څو ساعتونه یې بېل وواهه، کله چې د دویم ځل له پاره یې خپلې پوښتنې مطرح کړې ، نو په ناڅاپي ډول د هوښیار سپین ږیري سترګې په هغه سړي ولګېدې ، کوم چې خپل لاسونه یې د خېټې په برخه کې په وینو لت پت ټپ باندې ایښي وو د ونو له منځه را بهر شو . پاچاه او هوښیار سپین ږیري هغه ټپي کس کورته ، بوته ، د هغه پرستاري یې وکړه ، بله ورځ سهار، ټپي کس له پاچاه څخه وغوښتل ، تر څو هغه وبښي ، سره له دې ، چې پاچاه په دې ډاډه وو ، چې دا کس یې هېڅ نه دی لیدلی ، ټپي سړي داسې توضیحات ورکړل : ته ما نه پېژنې ، مګر زه تا ښه پېژنم،زه ستا د دښمنانو له جملې څخه یو دښمن یم ، قسم  مې خوړلی ، چې له تا څخه به غچ اخلم، ځکه چې تا زما ورور په دار ځړولی وو او د هغه شتمني دې ضبط کړې وه . تصمیم مې ونیوه ، چې کله بېرته را ګرځېدې، نو په لاره کې به دې وژنم ، مګر یوه ورځ تېره شوه ، خو بېرته را ونه ګرځېدې ، نو له همدې امله زه له خپل پټنځای څخه راووتم ، تر څو تا پیدا کړم ، خو په ناڅاپي ډول د ستا له ساتونکو سره مخامخ شوم ؛ هغوی زه وپېژندلم او ټپي یې کړم ، زه له هغوی څخه وتښتېدم ، که چېرې تا زما ټپ نه وای پانسمان کړی ، نو د ډېرې خونرېزۍ له امله به مې ساه ورکړې وه . ما هیله لرله ، چې تا ووژنم ، مګر تا زما ژوند وژغوره ، که چېرې اوس ژوندی پاتې شوم او ته وغواړې ، نو د وفادار کس په توګه به ستا خدمت وکړم او خپلو اولادونو ته به هم ووایم ، چې ستا خدمت وکړي ، ما وبښه .
   پاچاه سره بېره پردې ، چې دا کس یې وباښه دایې هم ورته وویل ، چې خدمتګاران او ډاکټر به ورلېږي ، ترڅو یې ښه پالنه وکړي او دغه راز یې دا ژمنه هم ورسره وکړه ، چې د ورور ټوله شتمني به یې بېرته ده ته ورکوي ، کومه چې مخکې یې ضبط کړې وه .
   هغه شېبه پاچاه بهر ووت ، ګوري چې هوښیار سپین ږیری په ځمکه باندې د ګلانو تخم شیندي ، کومه چې پاچاه مخکې اړولې وه ، هغه هوډ وکړ ، چې د وروستي ځل له پاره به له هوښیار سپین ږیري سره خپلې پوښتنې مطرح کوي ، کله چې سپین ږیري ورته وویل ، چې پوښتنې یې مخکې تردې ځواب شوي . پاچاه په ډېرې حیرانتیا سره وپوپښتل : څه ډول دې پوښتنو ته ځواب ورکړل شوی دی ، ستا منظور څه دی ؟
هوښیار سپین ږيري ځواب ورکړ : پام دې نه دی کړی ؟ وړاندې یې داسې وویل : که پرون دې له ماسره زما د کمزورتیا او ډنګرتیا په اړه همدردي نه وای کړې او ځمکه دې د ګلانو د کرلو له پاره نه وای چمتو کړې او که چېرې په خپله لاره همداسې تللی وای ،  هغه سړي پر تا باندې برید کاوه ، نو  پښېمانه کېدې ، چې ولې له ماسره ولې پاتې نه شوې ، په رښتیا ، چې تر ټولو غوره وخت هماغه وخت وو ، کوم چې تا له ماسره مرسته وکړه او په بېل وهلو بوخت شوې . په هغه وخت کې ، ستا له پاره تر ټولو غوره انسان زه وم او په هغه وخت کې پر ما باندې مهرباني ، ستا د غوره کارونو څخه شمېرل کېږي . وروسته له دې کله چې هغه ټپي سړی زموږ لوري ته راغی ، تر ټولو غوره وخت هماغه وخت وو ، کوم چې تا د هغه پالنه کوله ، ځکه ، که چېرې تا د هغه ټپ نه وای پانسمان کړی ، هغه مړ کېده ، نو له دې کبله ستا او د هغه ترمنځ د دوستۍ اړیکه ټینګه شوه ، په دې ترتیب په هغه وخت کې ستا له پاره تر ټولو غوره انسان هماغه ټپي سړی وو او په هغه وخت کې له هغه څخه پالنه ستا له پاره تر ټولو غوره کار ګڼل کېده ، نو دا ټکی په یاد ولرئ : یوازې یو وخت دی ، چې تر ټولو غوره وخت دی ، هغه وخت حال دی ، ځکه موږ کولای شو ، یوازې په همدې وخت کې اقدام وکړو . په هر وخت کې تر ټولو غوره انسان هغه څوک دی ، چې در سره په څنګ کې وي ، ځکه هیڅوک نه پوهېږي ، چې له بل انسان سره د لیدلو فرصت لري او که نه . تر ټولو غوره کار دادی ، چې په هر وخت کې مهربان واوسې او نېک کارونه ترسره کړې ، ځکه چې انسان د نېکو کارونه له پاره پیدا شوی دی .