د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مریم عطايي د نجم له خوا وستایل شوه

مدثر اسلامي 24.12.2014 13:31

د چهار شنبې ورځ نهاد جوانان مسلمان (نجم) ۱۹ کلنې مریم عطايي ته د درې کلونو په ترڅ کې په خپل خط د ټول قرآن لیکلو له امله د بدخشان ولایت په مخفي لیسه کې ستاینغونډه جوړه کړه. په غونډه کې د نهاد جوانان مسلمان او جمعیت اصلاح استازو تر څنګ د دارالمعلمین استاذانو، د ښوونځي ښوونکو، د مریم کورنۍ او دیني عالمانو برخه اخیستې وه.
د غونډې په ترڅ کې دیني عالم ښاغلي سنت الله جویا د قرآن حقونو په اړه وینا وکړه او د قرآن کریم درناوی او ساتنه یې د هر مسلمان دنده وبلله. نوموړي د دین په پرمختګ کې د ښځو ونډه وستایله او له ښوونځي او مسئولینو یې غوښتنه وکړه، چې د نجونو دیني زده کړې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په بدخشان ولایت کې د نجم استازي د آغلې مریم نوښت او هڅه بدخشان ولایت او ټولو هیوادوالو ته د قدر وړ لاسته راوړنه وګڼله او زیاته یې کړه، چې نجم د ځوانو استعدادونو د روزلو او پرمختیا لپاره په هیواد کې هلې ځلې کوي. د هغه په وینا نجم د ځوانانو د دیني، علمي، فرهنګي او اجتماعي ودې ګډ کور دی.
د مخفي لیسې مشرتابه د نجم مننه وکړه او ویې ویل، چې ویاړي زده کوونکې یې د هیوادوالو او په ځانګړي ډول ښځو د ویاړ لامل شوه. مریم تیر کال له مخفي لیسې فارغه شوې او د قرآن کریم لیکل یې له یوولسم ټولګي پیل کړي وه.
د لیسې مدیره وايي، "مریم له پخوا په ښکلي خط د آیتونو له لیکلو سره مینه لرله. په لسم ټولګي کې یې په خپل خط لیکلی آیت الکرسي ښوونځي ته راوړ، له هغې وروسته ما ډیره وهڅوله. هماغه وه، چې هوډ یې وکړ ټول قرآن ولیکي. "
مریم وايي خطاطي یې له موره زده کړې او په کور کې یې له مور پرته خور او ورور هم خطاطي کوي.