د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کندهار نوی والي دې د اسلامي برنامو ملاتړ وکړي

مدثر اسلامي 06.05.2015 21:46

مدثر اسلامي – د نجم د اړیکو مشر
د روان هجري کال په پیل کې، نهاد جوانان مسلمان (نجم)، چې د ځوانانو تر ټوله ستره اسلامي ټولنه ده او د هیواد په ۲۶ ولایتونو کې فعالیت کوي، کندهار ولایت کې ۲۰۰۰ کندهاري ځوانانو ته د سیرت النبي ستره سیالۍ پلان کړې وه، چې د پخواني والي توریالي ویسا له لوري یې د نامعلومو دلایلو له مخې مخه ونیول شوه.
د کندهار د رسنیو دفتر رسمي فیس بوک پاڼې د ۱۳۹۴ کال د حمل میاشتې په ۲۵مه په نامسئولانه څرګندونو کې په نجم تور لګولی، چې د قانوني اسنادو له شتون پرته یې په کندهار کې د سیرت سیالۍ په لار اچول غوښتل. پدې اعلامیه کې همدارنګه د نجم ولایتي ادارې استازو ته د بې هویته افرادو خطاب شوی.
نن ماښام د کندهار ولایت ملي راډیو ټلویزون د یوه راپور، چې له ټولو مسلکي او ژورنالیستیکو اصولو خالي وه، په ترڅ کې  د یاد ولایت د حج او اوقافو رئیس محمد عمر اخندزاده له خولې ویل شوي، چې څو ورځې وړاندې نجم ورته د سیالۍ په اړه وړاندیز کړی وه، خو په وینا یې ریاست او د ولایت ادارې ورته د قانوني اسنادو د نلرلو له امله د سیالۍ اجازه ورنکړه.
دا پداسې حال کې ده، چې د حج او اوقافو ریاست سره تر اړیکې وروسته یاد ریاست د سیالۍ په لار اچولو کې هر اړخیزې مرستې ته چمتووالی وښود او د سیالۍ د امنیتي چارو د تنظیم په موخه یې امنیتي ادارو ته مکتوبونه ولیږل.
د نجم د جواز کاپي د حج او اوقافو ریاست په ګډون د ولایت ټولو اړونده ادارو سره شریکه شوې ده، خو په سر کې د ولایت غوښتنه دا وه، چې نجم د عدلیې وزارت تر څنګ باید د ولایت د عدلیې ریاست څخه د کار جواز ترلاسه کړي. نجم د ځوانانو ملي ټولنه ده، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د عدلیې وزارت څخه ترلاسه شوي ۱۳۸۹ شمیره جواز له مخې په ټول هیواد کې د فعالیت اجازه لري.
په همدې حال کې د ولایت ویاند دوا خان مینه پال د والي له لوري د سیالۍ بندول یو سوء تفاهم بولي او پړه د ولایت پر حج او اوقافو ریاست اچوي، چې چارې یې له سره سمې ندې همغږې کړي.
د کندهار ملي راډیو تلویزون نامسلکي راپور دا هم ویلي، چې په وروستیو کې یو شمیر "بې ادرسه" شبکو پر ولایت د سیرت سیالۍ د بندولو تور لګول شوی. د نجم ویب پاڼه، فیس بوک پاڼه، ټویټر حساب او دفتر ټول افغانستان ته معلوم دی او پر ولایتي ادار تور ندی لګول شوی، بلکې ناوړه عمل یې رسنیو ته راښکل شوی دی.
یادې سیالۍ ته په کندهار ښار کې د بروشرونو، پوسټرونو، بنرونو او غږیزو او انځوریزو رسنیو له لارې تبلیغات د ۱۳۹۳ کال د حوت میاشتې له لومړیو پیل شوي وو. نوم لیکنه د همدې میاشتې په ۲۳مه پیل شوې وه او ټاکل شوې وه د ۱۳۹۴ کال د حمل میاشتې په ۱۴مه د سیالۍ ازموینه واخیستل شي. سیالۍ ته شاوخوا ۲۰۰۰ کندهاریانو نومونه لیکلي، چې ګڼ شمیر نجونې هم پکې وې.
د کندهار ولایت او اړونده ادارو که ریښتیا د رسمي اسنادو غوښتنه کولای له هماغه پیله به یې د نجم استازو سره د ناستې او لیدنې له لارې دا وړاندیز کړای وای. د ولایت له خوا د ستونزې له جوړیدو وروسته د نجم استازو هڅه وکړه، چې پدې اړه له والي سره وګوري، خو هغه یې له لیدو ډډه وکړه.
نجم لدې مخکې د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې ورته او نورې دیني، علمي فرهنګي او تفریحي برنامې جوړې کړي، چې په زرګونو ځوانانو پکې برخه اخیستې او راپورونه یې په رسنیو کې شته دي. د ۱۳۹۳ کال د حوت میاشتې په وروستیو کې کابل ښار د هیواد په تاریخ کې د سیرت تر ټولو لویې سیالۍ شاهد و، چې د نجم له خوا جوړه شوې وه. په یاده سیالۍ کې نږدې دوه زره نجونو او شاوخوا شپږ زره هلکانو برخه اخیستې وه او په اړه یې جوړه شوې غونډه کې د حج او اوقافو وزیر ښاغلي فیض محمد عثماني په ګډون لوړ پوړو دولتي چارواکو پکې ګډون کړی وو.
د ولایتي ادارې له لوري د سیرت سیالۍ بندول د هیواد د اساسي قانون او بیان ازادۍ د اصولو خلاف چاره ده او د ولایت رسنیو له لارې د نجم د تورنولو هڅې د دیني برنامو د مخنیوي په لار کې د والي د ناوړه هڅو بې ځایه او غیر شرعي توجیه کول دي.
د کندهار نوي والي ته د ولایت په کچه د ارښتناکو خدمتونو د توفیق د دعا تر څنګ، ترې غواړم پدې ولایت کې د اسلامي برنامو ملاتړ وکړي. ښاغلی والي صیب باید له اسلامي او اجتماعي ټولنو سره د اسلامي اصیلو لارښوونو په خپرولو کې مرسته او همکاري وکړي او د دیني او اجتماعي فعالیتونو د پرمختیا لپاره لازم شرایط برابر کړي.