د ځوانانو پارلمان په اړه د نجم اعلامیه
16.08.2016 22:42د اسد په ۲۴مه د ځوانانو چارو معینیت او مشرانو جرګې په نوښت او د ملګرو ملتونو ادارې په مالي مرسته جوړ شوی د ځوانانو روزنیز پارلمان کابل کې پرانستل شو.
ویل کیږي د یوې ازموینې له لارې د بیلا بیلو ولایتونو د ۱۸ او ۳۰ کلونو تر منځ عمر لرونکو هغو ۱۲۲ ځوانانو، چې ۳۰ سلنه یې نجونې دي، یاد پارلمان ته لار موندلې چې لږ تر لږه له دوولسم ټولګي فارغ وي او د یوې مدني ټولنې غړیتوب ولري.
د ځوانانو چارو معینیت په وینا د ځوانانو پارلمان دا ځل شپږ ورځې ناستې لري او وروسته به په هرو شپږو میاشتو کې یو ځل شپږ ورځنۍ ناستې کوي. معینیت له سیاست سره د ځوانانو بلدتیا او د ولسواکۍ تجربه د دغه پارلمان د جوړیدو مهمې موخې ښيي او وايي، چې د ځوانانو پارلمان غړو ته کوم مالي امتیاز نشته.
نهاد جوانان مسلمان (نجم) په هیواد کې د ځوانانو تر ټولو سترې ټولنې په توګه د ځوانانو د پارلمان په اړه له خبریدو سره سم په کابل کې د ځوانانو له معینیت او په ولایتونو کې د ځوانانو له آمریتونو سره اړیکه وکړه او پدې پروسه کې د ګډون لپاره یې چمتووالی اعلان کړ. لدې سره د ځوانانو پارلمان لپاره اخیستل شوې ازموینه کې د نجم غړو ته خبر ندی ورکړل شوی او یواځې مشخص کسان د ازموینې لپاره غوښتل شوي دي او پدې توګه نجم پدې پروسه کې له پامه غورځول شوی دی.
همدا راز په ګڼو ولایتونو کې ځوانانو او ټولنو د ازموینې او ټاکنې پروسې روڼتیا تر پوښتنې لاندې راوستلې او په پروسه کې یې د چارواکو له لاسوهنې او درغلي شکایت کړی دی.
نجم پداسې حال کې، چې د حکومت او ملګرو ملتونو دا بې ساری نوښت ستايي او د ځوانانو په روزنه کې د ځوانانو پارلمان ونډه د ارزښت وړ ګڼي، د پارلمان د غړو په ټاکنه کې روڼتیا او ازاد رقابت اساسي شرط ګڼي. نجم همدارنګه په حکومت او په ځانګړي ډول د ځوانانو چارو معینیت غږ کوي، چې په هیواد کې د نجم کارونو ته په پام سره په هیواد کې د ځوانانو اړونده هره مسئله کې د نجم فعاله ونډې ته زمینه برابره کړي او د ځوانانو پارلمان کې د نجم د له پامه غورځولو په اړه نجم ته د قناعت وړ وضاحت وړاندې کړي.
درناوی
نهاد جوانان مسلمان (نجم)