د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کابل کې د سیرت ستره سیالۍ جوړیږي

مدثر اسلامي 10.02.2015 12:05

د فرانسوي مجلې چارلي ایبډو پر دفتر له برید وروسته د یادې مجلې له خوا د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د اسلام ضد کاریکاتور بیا چاپیدو د نړۍ په کچه د مسلمانانو بیلا بیل غبرګونونه راوپارول. د افغانستان ګڼ شمیر ښارونو کې سوله ایز او منظم لاریونونه وشول او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ژوند په اړه د خلکو د پوهاوي هڅې پیل شوې.
ټاکل شوې په همدې لړ کې نهاد جوانان مسلمان (نجم) په کابل ښار او ولسوالیو کې د سیرت النبي ستره سیالۍ کې جوړه کړي، چې له لس زره ډیر ځوانان به پکې برخه واخلي. سیالۍ ته نوم لیکنه د دلوې په ۱۸ پیل شوې او د دوه ورځو په ترڅ کې شاوخوا ۲،۰۰۰ تنو د سیالۍ لپاره نومونه لیکلي. د سیالۍ د جوړونکو په وینا د سیالۍ ازموینه به د حوت په ۱۵مه اخیستل کیږي.
د رنجم رئیس رحمت الله زاهد وايي د سیالۍ موخه دا ده، چې خلک په ځانګړي ډول ځوانان د اسلام په اړه پوهاوي ته وهڅیږي، د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سیرت په اړه خبر شي او د هغه عملي پیروي وکړي.
نجم لدې مخکې د هیواد په ډیرو ولایتونو کې بیلا بیل علمي، فرهنګي، ورزشي او تفریحي پروګرامونه جوړ کړي.
د زاهد په وینا نجم د هر کال لپاره ځانګړی پلان لري، چې له مخې یې د کال په ترڅ کې برنامې عملي کوي. هغه زیاتوي، چې د نجم ستراتیژیک پلان د ځوانانو لپاره د داسې برنامې جوړول دي، چې هغوی د بې ځایه بوختیاوو په ځای د هیواد جوړونې او ولس په هوساینه کې رغنده رول ولوبوي.
نجم په هیواد کې د ځوانانو تر ټولو لویه اسلامي ټولنه ده، چې د مثبت ټولنیز بدلون او ملي پرمختګ په موخه ځوانان روزي او تنظیموي. نجم اوس مهال په نږدې ۳۰ ولایتونو فعالیت کوي او هر کال له ۱۰۰ ډیرې وړې او لویې برنامي جوړوي.