د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مدثر اسلامي

16.08.2016 20:42    |   مدثر اسلامي د ځوانانو پارلمان په اړه د نجم اعلامیه

د اسد په ۲۴مه د ځوانانو چارو معینیت او مشرانو جرګې په نوښت او د ملګرو ملتونو ادارې په مالي مرسته جوړ شوی د ځوانانو روزنیز پارلمان کابل کې پرانستل شو.

06.03.2016 13:09    |   مدثر اسلامي د "معارف ستوری" سیالي نوم لیکنه پیل شوه

د "معارف ستوری" ملي سیالي، چې اټکل کیږي تر سل زرو افغان زده کوونکي پکې ګډون وکړي، لپاره نوم لیکنه د کب په ۱۵مه د هیواد په ۲۵ ولایتونو کې رسما پیل شوه. یاده سیالي د نهاد جوانان مسلمان (نجم) په نامه د ځوانانو ټولنې له لوري جوړیږي، چې پخوا یې هم ورته تعلیمي او فرهنګي سیالۍ په بیلا بیلو ولایتونو کې ترسره کړې دي. د نجم د اړیکو مشر مدثر اسلامي په وینا نوم لیکنه د ۲۵ ولایتونو په ښارونو او ولسوالیو کې ترسره کیږي او یوه میاشت به دوام وکړي. نوموړي څرګنده کړه، "د سیالي لپاره پراخ تبلیغات کیږي او د ښارونو تر څنګ د ولسوالیو اوسیدونکي کولای شي پدې سیالي کې برخه واخلي."

29.02.2016 11:05    |   مدثر اسلامي د هیواد په تاریخ کې ستره تعلیمي سیالي جوړیږي

د نجم په نامه د ځوانانو یوه ټولنه د نوي تعلیمي کال له پیل سره د هیواد په کچه د "معارف ستوری" ستره تعلیمي سیالي جوړوي، چې ټاکل شوې د ۲۵ ولایتونو د ښوونځیو سل زره زده کوونکي پکې برخه واخلي.

05.01.2016 11:54    |   مدثر اسلامي جمعیت اصلاح او موسمي بریدونه

جمعیت اصلاح افغانستان د تاسیس له ورځې (نږدې یوولس کاله وړاندې) په هیواد کې د یو دیني مدني حرکت په توګه هیواد او اسلامي امت پورې اړونده مسایلو ته پوره اهتمام کړی او د هیواد په مادي او معنوي بیارغونه کې یې د پام وړ کارونه کړي دي.

19.05.2015 10:12    |   مدثر اسلامي ړوند فیمینزم

له څو ورځو راهیسې د کابل په مکرویانو کې د قرآن پوهنې اونیز درس ځینې برخې پر فیس بوک شریکوم. د درس په دریمه ورځ د حیا، حجاب او ستر موضوعاتو په اړه قرآني آیتونه شرح شول. په همدې ورځ مې پر فیس بوک ولیکل، چې "د سرک سر ځورونو حل لاره قرآن کې ده؛ قرآن وايي ښځې دې ځانونه پټ کړي (اسلامي حجاب دې وکړي)، ځوریږي به نه." دې خبرې ځینې ښاغلي او آغلي راپارولي وو؛ هوا (مستعار نوم) لیکلي، "خدای دې وکړي چې داسې عینکې راووځي چې سړي یې واغوندي (په سترګو کړي) او ښځې ورته ښکاره نه شي. په اسلامي نړۍ کې که ښځې پټ کالي هم واغوندي بیا هم ځورول کیږي خو په غرب کې که لوڅ هم واغوندي څوک ورته نه ګوري. ستونزه د ځینو سړو په سترګو کې ده نه د ښځو په کالو کې. په افغانستان کې خو جینکۍ او ښځې ټول پټ کالي اغوندي. "

06.05.2015 19:46    |   مدثر اسلامي د کندهار نوی والي دې د اسلامي برنامو ملاتړ وکړي

د روان هجري کال په پیل کې، نهاد جوانان مسلمان (نجم)، چې د ځوانانو تر ټوله ستره اسلامي ټولنه ده او د هیواد په ۲۶ ولایتونو کې فعالیت کوي، کندهار ولایت کې ۲۰۰۰ کندهاري ځوانانو ته د سیرت النبي ستره سیالۍ پلان کړې وه، چې د پخواني والي توریالي ویسا له لوري یې د نامعلومو دلایلو له مخې مخه ونیول شوه. د کندهار د رسنیو دفتر رسمي فیس بوک پاڼې د ۱۳۹۴ کال د حمل میاشتې په ۲۵مه په نامسئولانه څرګندونو کې په نجم تور لګولی، چې د قانوني اسنادو له شتون پرته یې په کندهار کې د سیرت سیالۍ په لار اچول غوښتل. پدې اعلامیه کې همدارنګه د نجم ولایتي ادارې استازو ته د بې هویته افرادو خطاب شوی.

24.03.2015 11:36    |   مدثر اسلامي فرخنده ولې ووژل شوه؟

په جلال اباد کې وم، چې د فرخندې د وژلو او سوځولو خبر مې ولوست. لومړنی خبر دا وه، چې خلکو ځکه وژلې، چې د قرآن پاڼو ته یې اور اچولی. رسنیو سمدستي ولیکل، چې فرخنده په رواني ناروغۍ اخته وه. نښو داسې ښوده، چې دا دې د عبدالرحمن، کامبخش او کبرا په څیر پروژه وي. زما په ګډون، ډیرو لومړي سر کې فرخنده ملامته کړه او د هغې کار یې وغنده.

10.03.2015 21:18    |   مدثر اسلامي نجم درې کلن شو!

درې کاله مخکې مو د داسې یو مبارک ټولګي بنسټ کیښود، چې خیر یې ډیر ژر د هیواد اوږده او ساره ته ورسید. د حوت ۱۹مه وه، د جلال اباد ښار امام ابویوسف د ناستو په تالار کې د هیواد له ګوټه شاوخوا ۵۰ ژمن او مخلص ځوانان راټول شوي وو، تر څو د ځوانانو د تنظیم او روزنې لپاره داسې چاره وسنجوي، چې د هیواد ځوان نسل د ټولنې په مثبت بدلون او ملي پرمختګ کې فعاله ونډه ولوبوي.

03.03.2015 11:08    |   مدثر اسلامي د شبل اپلتې او د جمعیت اصلاح حقیقت

د کب ۱۲مه د سه شنبې ورځ ټول افغان ویب پاڼې د جمعیت اصلاح په اړه د شبل حامد په نامه ناپیژاند سړي لیکنه خپره کړه. زه په سر کې د شبل لیکوالۍ او معلوماتو ته دوه لاسي سلام کوم؛ ښاغلي د لیکنې او څیړنې نږدې ټول اصول تر پښو لاندې کړي. د لیکنې له پیله تر پایه بې اساسه ادعاوې دي، چې د ده په وینا د نورو قولونه دي؛ خو د لیکنې په هیڅ ځای کې شبل د خپلو ادعاوو لپاره دلایل او سرچینې نه یادوي. زه له لسو کلونو جمعیت اصلاح پیژنم او په درسونو کې یې برخه اخلم؛ څه، چې شبل یاد کړي، ما یې یو هم ندی لیدلی.

10.02.2015 11:05    |   مدثر اسلامي کابل کې د سیرت ستره سیالۍ جوړیږي

د فرانسوي مجلې چارلي ایبډو پر دفتر له برید وروسته د یادې مجلې له خوا د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د اسلام ضد کاریکاتور بیا چاپیدو د نړۍ په کچه د مسلمانانو بیلا بیل غبرګونونه راوپارول. د افغانستان ګڼ شمیر ښارونو کې سوله ایز او منظم لاریونونه وشول او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ژوند په اړه د خلکو د پوهاوي هڅې پیل شوې.

24.12.2014 12:31    |   مدثر اسلامي مریم عطايي د نجم له خوا وستایل شوه

د چهار شنبې ورځ نهاد جوانان مسلمان (نجم) ۱۹ کلنې مریم عطايي ته د درې کلونو په ترڅ کې په خپل خط د ټول قرآن لیکلو له امله د بدخشان ولایت په مخفي لیسه کې ستاینغونډه جوړه کړه. په غونډه کې د نهاد جوانان مسلمان او جمعیت اصلاح استازو تر څنګ د دارالمعلمین استاذانو، د ښوونځي ښوونکو، د مریم کورنۍ او دیني عالمانو برخه اخیستې وه.

02.01.2013 14:37    |   محمد مدثر اسلامي نجم ځوان دی، خو سینه یې پراخه ده

دوه ورځې وړاندې مې په ټول افغان کې د نجم په اړه یوه لیکنه ولیده. د نجم د پیغامونو د لړۍ په اړه یې ګټورې مشورې وړاندې کړې وې. د نجم مسئولینو هم په ورین تندي د مشورو هر کلی کړی و او د یادو شوو کمیو د پوره کولو وعده یې سپارلې وه. لیکنه که څه هم په مستعار ډول خپره شوې وه، خو د نورو انتقادي لیکنو په څیر نه پکې چا ته ستغې سپورې ویل شوې وې او نه یې په چا د هغه او دغه نومونه تپلي و. د لیکوال معقول چلند او سړې سینې دې ته وهڅولم چې زه هم پرې څه ولیکم.