د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نسلي الوتونکی

ډاکټر ثواب الدین مخکښ 26.09.2014 00:21

یو الوتونکی و، په یو ډیر ستر ځنګل کې چې هر ډول ژوي پکې اوسیدل دی هم اوسیدلو،دډیرو سړو ، تودو، ورښتونو ، سیلابونو ، طوفانو ، سیلیو اوبادونو څخه یې ځان په امان کې کړی و، تل به دخپل نسل له الوتونکو سره ګرځیدلو ، کښیناستلو، که دڅه ستونزو له امله به له ځنګل څخه دمهاجرت وخت شو و اویابه موسم ډیر سوړ اوتود شونو له خپلو هم بڼکو اوهم پرو مرغانو سره به یې په یوکتارکې هجرت کولو ،دمهاجرو الوتونکوپه نوم به یادیدل. یو ځل داسې وشول چې دی له مهاجرو مرغانو سره ولاړ ویې لیدل چې یو بازار دی ډیر ښایسته ، ښایسته الوتونکي دي پکې ، یو یې دسور دسمالي عرب په اوږه ناست دی ، بل یې دیوتورپنجابي په اوږه ناست دی ، بل یې دیو روسي په مټ ناست دی ، بل یې دیوامریکایې په رغوي ولاړدی ، بل یې دانګریز په منګول کې دی . ددغو الوتونکو به پښتو کې شنه سره او دزیړو بنګړي پراته وو، نوکې اوپنجې یې ورته دغو څښتنانو ښکلې کړې وې . په کرکره کې یې ګونګړي او والۍ زوړندې وې . دده زړه هم هوس وکړ چې کاشکې ما هم داسې یو مالک اوڅښتن درلودی.
دهجرت وخت ختم شو ، مهاجر الوتونکي بیرته خپل اصلي ټاټوبي اومینې ته راستانه شول دده  هم ورځ کږه شوه فکریې په سرکې راوګرځید چې زه ولې مالک اوڅښتن نه لرم  چې له ټولو امتیازاتو برخمن شم . الوتونکی لاړ داسې یو بل الوتونکی چې هغه مالک اوڅښتن درلود،اوهروخت به یې دمالک په منګول ناست و، دده له نسله نه و مګر له ده سره په یو ځنګل کې اوسیدلو هغه سره دډنډ په غاړه کښیناست اوورته یې وویل ماته هم یو مالک اوڅښتن پیداکړه چې ښه زرین قفس کې مې ساتي ، په پښو کې مې ښه بنګړې راواچوي ، غوږونه مې له والیو ډک وي، په کرکره کې مې شرنګیدونکي ګونګړي راواچوي اوښه خوراکونه ، غلې ،دانې راکوي .  څښتن لرونکې الوتونکي ورته وویل سمه ده زه به تاته یوڅښتن پیداکړم.
څه وخت وروسته څښتن لرونکي الوتونکي بې څښتنه الوتونکی وروغوښت اوورته ویې ویل ماتاته یوڅښتن پیداکړ مګر هغه ځینې شرطونه لرې ترڅو تاپه خپل منګول وساتي .  بې څښتنه الوتونکې ورته وویل : څه خیل شرطونه ووایه راته :
لمړۍ باید ته دې داټولې بڼکې له بیخه وباسې ترڅو په تانوې بڼکې راشنې کړو .
ته باید خپل نوکان واړه کړې ، خپله مښوکه لنډه کړې ځکه ستا اوږده نوکان اواوږده مښوکه دڅښتن نه خوښیږي وایې چې هسې نه دااوږده نوکان اواوږده مښوکه زما په مخ یا سینه راښخ نه کړي.
بې څښتنه الوتونکې ومنله نوکان یې لنډ کړل ، مښوکه یې لنډه کړه ، خپلې ټولې بڼکې یې وایستلې بیرته څښتن لرونکې الوتونکې ته راغی ، څښتن لرونکې الوتونکې ورته وویل :
څښتن وویل چې تاسو باید څه وخت له ما سره (الوتونکې ) سره تیرې کړی ترڅو عادت شئ بیا به مو څه وخت وروسته څښتن ته رسما تسلیم کړم بیا به نو تاسو دڅښتن په منګول ناست یاست . وخت تیریدو مګر څښتن لرونکې الوتونکي بل الوتونکی دهغه څښتن ته حواله نه کړ، اصلآ څښتن یې ورته پیداکړی نه و، بلکه څښتن لرونکې الوتونکې خپلې ټولې چارې پرې سمې کړې اونور یې ورته وویل ته اوس تلی شې څښتن تا نه منې ، نسلې دښو بڼکو ، ښې مښوکې ،اوښو نوکانو لرونکی الوتونکې اوس هرڅه لالاسه ورکړي وو، غوښتل یې خپل نسل ته بیرته ستون شي دهجرت په وخت کې ورسره په کتار کې یوځای شو مګر هغوی نور له ځان سره نه پریښود، ورته ویل یې ته له موږ څخه نه یې ، هغه اصیلې  بڼکې، اصیله مښوکه ، اصیل نوکان ته نه لرې . الوتونکی بیچاره به نور مرغان اوځنګلي ژوي وخورې ځکه دی نه ددین شو نه دسادین .
مننه
ډاکټر ثواب الدین مخکښ
۲۰۱۴/۰۹/۲۵