د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کابل کې د ایران پر ضد مظاهره وشوه

ډاکټر ثواب الدین مخکښ 31.05.2013 19:04

د مدني او فرهنګي ټولنو سلګونه غړو او ځوانانو نن په کابل کې د ایران پر ضد مظاهره وکړه دوی د ایران د مشرانو او د ځینې افغان چارواکو پر ضد چې دوی د ایران ګوډاګیان بلل، شعارونه ورکول او خپله مظاهره یې د ایران د سفارت مخ ته پای ته ورسوله.د ایران پرضد دغه مظاهره په داسې حال کې کیږي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان په سیاسي او فرهنګي چارو کې د ایران د لاسوهنې موضوع یوځل بیا توده شوې ده.مظاهره کوونکو د ایران د مشرانو او یوشمیر افغان چارواکو، چې دوی د ایران ګوډاګیان بلل، چلیپا شوي عکسونه له ځان سره لیږدول او د ایران د فرهنګي، سیاسي او مذهبي لاسوهنو د بندیدو غوښتنه یې کوله.د افغان چارواکو په چلیپا شویو عکسونو کې د ولسمشر د دویم مرستیال کریم خلیلي، د ولسي جرګې د غړو، محمد محقق، عبدالطیف پدرام، احمد بهزاد او د بلخ د والي عطا محمد نور عکسونه شامل وو.
د مظاهرې یوه تنظیموونکې خان احمدزي ازادي راډیو ته خپل هدف داسې په ګوته کړ.
"ایران څو کاله کیږي چې په افغانستان کې کلتوري یرغل شروع کړی دی، دلته په خپلو جاسوسانو باندې سرمایه ګزاري کوي، هغه معلوم خلک دي، حتی په لوړ پوړو چارواکو کې او ملي شورا کې شامل دي.
هغه کسان یې هم سپورټ کړي وو، چې د ملي شورا مخې ته یې اعتصاب کړی وو او ویل یې چې مونږ د پوهنځي رییس او استاد نه غواړو، دا ټول هغه مسایل دي چې په سیستماتیک ډول له ایران څخه پلان شوي. "
له ایران څخه د شااوخوا زرو افغان ماشومانو را شړل او د ولسي جرګې په غونډه کې د ملي ترمینالوجي پرضد وروستی بحث هم هغه مسایل وو، چې مظاهره کوونکو یې غندنه وکړه.
له دې وړاندې هم په کابل او یوشمیر نورو ولایتونو کې د ایران پرضد مظاهرې شوې وې، خو هغه اکثره د افغانانو د وژنې، اعدامولو او له کډوالو سره د بد چلند په غبرګون کې وې.
تر اوسه هغو کسانو د مظاهره کوونکو د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي چې دوی د ایران ګوډاګیان بلل.د کابل د پنجشنبې ورځې مظاهره ترډیره د ایران لاسوهنو ته ځآنګړې شوې وه او ګډونوالو یې له ولسمشر حامد کرزي څخه وغوښتل چې په حکومت کې دننه د ایران د ګوډاګیانو مخه ونیسي.
د مظاهرې یوه بل تنظیموونکې میرویس عمرخیل په دې اړه وویل:
"مونږ نن په جدي توګه له ولسمشر څخه غواړو، چې د هغو کسانو لاسونه له حکومت څخه قطع کړي، چې د ایران ګټو ته کار کوي.څوک چې په ملي شورا کې د ایران په ګټه کار کوي د هغو مخه هم باید ونیول شي. مونږ ټول افغانان یو او هیڅ څوک مو نه شي سره بیلاولی. "
غوښتل مو ددې مظاهرې په اړه په کابل کې د ایران سفارت نظر هم راواخلو، خو د سفارت یوه مطبوعاتي مسول وویل، چې خبرو ته حاضر نه دی.

دغه مظاهره په داسې حال کې وشوه چې د کابل پوهنتون په مرکزي کتابخانه کې د ایرانیانو د یوه مرکز په اړه هم د یوشمیر محصلینو اندیښنې راپورته شوې دي.
د کارپوهانو په خبره ایران له ډیره وخته د افغانستان په سیاسي، فرهنګي او مذهبي چارو کې د لاسوهنې هڅې پیل کړي دي.
دوی وایی، د ایران دغه لاس وهنې کله په مستقیمه او کله هم په غیر مستقیمه توګه د دوی د پلویانو له خوا کیږي.
نوموړیو خپل پریکړه لیک په لاندې ډول وویلو:
۱ – د ايران او پاکستان پر سفارتونو بايد کلکه څارنه پيل شي او ټول هغه شکمن کسان چې له اړتيا پرته دغو سفارتونو ته تګ راتګ کوي، تعقيب شي او پلټنه دې ترې وشي.
۲ – دولتي چارواکي بايد ايران ته له بې پوښتنې سفرونو منع شي او که چېرې کوم تنظيمي يا سياسي مشر يا قومندان ايران ته سفر کوي، بايد د سفر د موخې په اړه تحقيق ترې وشي.
۳ – هغه پوهنيز، رسنيز او ديني مرکزونه چې د ايراني نفوذ شک پرې کېږي، بايد د ځانګړو پلټنو په ترڅ کې يې د تمويل منابع، نصاب او تدريسي مواد وکتل شي. که چېرې د ايران لاس پرې ثابت شي بايد سمدستي وتړل شي او مسوولينو ته يې سزا ورکړل شي.
۴ – هغه ايرانی مرکز چې د کابل په پوهنتون کې جوړ شوی او دنده يې يوازې د زهرو خپرول دي، بايد سمدستي وتړل شي او د ژورنالېستانو هغه اتحاديه چې د (رسانه های ارزشی اسلامی) په نامه د ايران له خوا جوړېږي، په غوڅه توګه يې بايد مخه ونيول شي.
۵ – هېڅ دولتي يا نادولتي بنسټ بايد حق ونه لري، چې له ايران څخه په مستقيم ډول مرستې ترلاسه کړي. لومړی خو بايد د ايران له هر ډول مرستو ډډه وشي، خو که چېرې ايران له خپلو کرغېړنو پلانونو لاس اخلي او غواړي خپل روغ نيت څرګند کړي، د افغانستان له دولت سره دې په رسمي ډول نغده مرسته وکړي چې دولت يې د خپل پلان او اړتيا له مخې ولګوي.
۶ – د ايران او پاکستان پر ټولو تحصيلي بورسونو دې بنديز ولګول شي. که د افغانستان دولت د پاکستان پوځي بورسونه ردوي، بايد د ايران له هر ډول تحصيلي مرستو ډډه وکړي. په زړه پورې دا ده چې ايران په خپلو ښوونځيو کې زموږ پر ماشومانو بنديز لګوي، خو بيا په ډېر سخاوت سره يو شمېر ځانګړيو کړيو ته په قم او نورو ورته مرکزونو کې تحصيلي امکانات برابروي.
۷ – د مالوماتو له مخې همدا اوس په قم کې په لسګونه زره افغانان په زده کړو بوخت دي، چې ډېر زر به د سپاه پاسداران د استازو په توګه افغانستان ته راولېږل شي. موږ کلکه غوښتنه کوو، چې د قم تحصيلي اسناد بايد په افغانستان کې نا چله اعلان شي او هر هغه افغان چې په ايران او پاکستان کې شخصي تحصيل هم کوي بايد له افغان دولت نه رسمي اجازه ترلاسه کړي او له هغې پرته يې بايد تحصيلي اسناد بې اعتباره وګڼل شي.
۸ – هغو کسانو چې پخوا په ايران کې تحصيل کړی دی، بايد اسناد يې په جدي توګه وارزول شي او د افغانستان په حساسو ادارو کې يې له استخدام څخه ډډه وشي.
۹ – څرنګه چې ايران اوس په سايبر ټکنالوژۍ کې لوی لاس لري او له دغې ټکنالوژۍ څخه د استخباراتي موخو لپاره پراخه ګټه اخلي، د افغانستان دولت او خلک بايد په دې برخه کې ډېر محتاط اوسي او له هر ډول ايراني سختکاليو ( هارډ وير) او پوستکاليو (سافټ وير) له پېرودولو او کارولو ډډه وکړي.
۱۰ – موږ افغان دولت ته نور حق نه ورکوو، چې د افغانستان د ملي ګټو، ملي ارزښتونو، ملي هويت او د افغانانو د حيثيت په بيه ايران او د ايران بې ننګه ګوډاګيانو ته باج ورکړي. که چېرې تر دې وروسته افغان دولت په ايران کې د خپلو مهاجرينو له حقونو دفاع ونه کړي، زموږ مدعي به افغان دولت وي.
۱۱- زموږ په اند په اوسنيو شرايطو کې د ملي مصطلحاتو او نورو ورته مسايلو پر سر د ناندريو راپورته کول يوه سنجول شوې ايرانۍ دسيسه ده، چې يو شمېر احساساتي کسان يې په بې خبرۍ کې ښکار کېږي. داسې مسايل چې د تفاهم په فضا کې علمي او تحليلي بحث ته اړتيا لري او د پرېکړې صلاحيت يې له لويې جرګې سره دی، نبايد چې اوس مطرح شي او زموږ تر منځ د نفاق لامل شي.
په درنښت
ځوان ملي خوځښتونه