د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جنګسالاران ولسواکي ګواښي

ډاکټر ثواب الدین مخکښ 06.07.2014 14:40

زه پخپله ترننه پورې دجمهور رییس ښاغلي حامدکرزي دسختو ناقدینو له جملې څخه وم اوهروخت مې دده په دریځ، محور، اوکړنونیوکې کړې دي . له هغو یوه ستره یې همدا چې ښاغلي جمهورریس حامد کرزي جنګسالاران وپالل، لوړمقامونه یې ورکړل، شتمن یې کړل اوترټولو بده داچې دملت اوولس په مقابل کې یې سورسترګي کړل . په دې وروستیو کې یوڅه په خپلو نیوکو کې پام کوم ځکه موږ دموضوع تل نه یو ننوتلي ، بیخچنه ځیرنه اوشننه مونه  ده کړې . جمهور رییس کرزی هم دډیرو هغو وطن پاله افغانانو په ډول لکه ، ضیاالحق امرخیل، استاداسمعیل یون، استاد سلیمان لایق، اوډیرزیات نورچې ټول یې دیادولو له توان څخه بهر دي (ځینو خو په نامشهودډول خپلې دندې، کارونه اوهیوادورته پریښود) دنظار شورااوجمیعت ګوند له کرکجنو ،دملي ګټو ضد،دهیواددویش اوتجزیې ، په هیواد کې داختناق دتوطیو ښکار شوي اودې ته یې ایسار کړي چې یابه ددوی شوم پلانونه مني اویاباید فراربرقرارترجیح بدهد.
افغان ولس له هره لورې یې چې بولی په وروستیو پنځلس ، شلو کلونو کې دلمړي ځل لپاره په خپل ایمان ګوتې ووهلې له خپل مدني حق (رایې ورکولو) څخه یې کارواخست . اوجنګسالارانو ته یې خپل حیثیت اوپرستيژ وروښود.  دنظار شورا یا دجمیعت ګوند دجمهوررییس کرزي ترریاست لاندې په لسګونو وازرتونه ، په لسګونو ولایتونه ، په سلګونو سفارتونه اوخدای بلا امکانات په لاس کې درلودل مګر هره ورځ به یې جمهورریس دخپلو شخصي ګټو اودخپلو بادارانو دګټو لپاره تر پوزې اوسوږمو رانیولی و. دلیل یې دابولم چې افغان ولس په ځانګړي ډول پښتون قام هیڅ وخت دخپلو اتلانو، رهبرانو، مشرانو اوکدرونو ترشا نه دی دریدلی . جمهور رییس حامدکرزي په خپله دوره کې په خپل ټول زور ایله وکولی شول په ټولو ذیدخله اړخونو ومني چې دټاکنو په کمیسون کې به بهرنیان نه وي ، له خپلو ادارو سره موازي اداری نه منم، امنیتي کمپنۍ باید وتړل شي مګر موږ په وار وار سره ولیدل چې دنظار شورا او دجمیعت ګوند یاپه بله مانا نامقدسو ایتلافونو دخپلو بادارانو په اشاره کوښښ کولو دجمهوررییس دغه پریکړې له ننګونو سره مخامخ کړي ، ځکه همدا بهرنیان ووچې تیرځل ټاکنو کې یې ده ته په بوجیو ډالر ورکړل، همداموازي ادارې وې چې دجمعیت دګوند ټول خیا پيا غړي پکې په ډالري معاشونو ګمارل شوي وو، همدا امنیتې کمپنۍ وي چې دنظار دشورا یا جمیعت ګوند ټولې ملیشې پکې دګاردانوپه شکل ګمار ل شوې وې.
په هغه ورځ چې عبدالله عبدالله دټاکنو له کمیسون سره دپریکون پریکړه وکړه ، بیا یې غوښتنه وکړه چې ملګري ملتونه  دې منځګړتوب وکړي . تندې ته مې ټک ورکړ ، ملګرو ته مې وویل سړی خوبیا په پخواني تم ځای ودرید. نظارشورا اوجمیعت په دې کار سره یوځل بیا دټولو قوانینو خلاف، دجمهوررییس دغوښتنې اوولس خلاف خپل دټاکنو بنسټونه بې بنسټه اوبېاارزښته کړل اوهرڅه یې دملګروملتونو ، امریکایانو اواروپایانو په لمن کې ورواچول . دبهرنیانو غوالنګه شوه، لمړی موخه یې داوه چې افغانان باید په خپلو بنسټونو، اوارګانونو باورله لاسه ورکړي له همدې امله په ورځ کې دوه ،دری ځله دټاکنو دکمیسون پریکړه ماتوي اوهغوی له خپلې پریکړې په شا تمبوي ، دوهمه موخه یې داوه چې افغانان باید په ولسواکۍ ، ټاکنو اورایه ورکولو باور له لاسه ورکړي دټول ملت خلاف دعبدالله عبدالله غیر قانونې غوښتنو ته لبیک وایي اوپر کمیسونونو یې مني . دریمه موخه یې دمختلفو ارګانو اوخپلو مختلفو اجنټانو له لارې دنظار دشورااوجمیعت ناکاره اوغیرقانوني غوښتنې د ولس اودډاکټر صاحب اشرف غني احمدزي مخې ته ږدي اوغواړي داسې یو ناکاره اونیم ژوانده دولت رامنځ ته کړي ترڅو پنځه کاله نور دبهرنیانو ببولالو ته غوږکیږدي .مګر دخدای په فضل ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی ددوی دغو غوښتنو ته نه تسلیمدونکی دی اوجمهور رییس حامدکرزی هم ددولسو کلونو په جریان کې دبهرنیانو اوددوی دداخلي مزدورانو له چلوټو سره ښه اشنا دی .  دنظار شورا اوجمیعت دې له یاده نه باسي چې همدې دټاکنو کمیسونونو دوی ته دافغانستان دقوانینو په اساس داحق ورکړ چې ولسمشری ته کاندید وي همداکمیسونونونه  دقوانینو په اساس داحق لري چې ددوی په هلکه پریکړه وکړي یادوم چې داځل ملت اوولسونه دخپلو کمیسونونو ترڅنګ دریږي اودقوانینو دپلې کیدو زمینه به برابروي .
وړاندیزونه :
    •    نوره دولس حوصله په ختمیدوده، دټاکنو په پایلو کې نور ځنډ دمنلو نه دی .
    •    ملګري ملتونه اوبهرنیان دمافوق قانون رول نه شي لرلی باید خپل ټول وړاندیزونه دټاکنو ددوو کمیسونونو سره شریک کړي اوله قانونې لارې ورته حل پیداکړي .
    •    دملګرو ملتونو اوبهرنیانو فوق العاده امرونه اوله قانونه مافوق غوښتنې ولس په ولسواکۍ اوټاکنو بې باوره کوي باید داچاره نوره ترسره نه شي .
    •    دټاکنو کمیسون باید له خپلو قانوني واکونو څخه کارواخلي اوراتلونکې دوشنبې ته پایلې اعلان کړي . ولس اوقانون له دوی سره دی .
    •    که راتلونکې دوشنبې ته پایلې اعلان نه شي ولس یې باید په زوره له کمیسونونو وغواړي اوواټونو ته راووځي.
    •    دټاکنوله کمیسونونو پرته دهیڅ کاندید هیڅ تخنیکې ټیم دخلکودرایو په هکله میکانیزمونه اوفرمایشي چوکاټونه نه شي رامنځ ته کولی دټاکنو کمیسون اودشکایتونو کمیسون قوانینو، طرزالعملونو اولوایحو دهرڅه پیش بینې کړي .
په درنښت