د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې د جنګي جنایتکارانو واک

عزت الله ادیب 24.06.2014 22:19

یادونه: د لیکنې ټول مأخذونه لاندې ذکر شوي دي:

د طالبانو د رژیم د را پرځیدو څخه وروسته د افغانانو په زړونو کې د هیلو تازه او تنکي ګلان په غوړیدو شول، دوی په دې باور وو چې نړیواله ټولنه او د افغانستان د وخت مشران به سره لاس  په لاس د افغانسان او افغانانو د درد دوا او په هغه ناسور زخم به پټۍ کیږدي چې له ډیره وخته یې خلک کړول، هغه خلک چې د ۱۹۹۰ یمو کلونو د جګړو پر مهال یې خپل خپلوان له لاسه ورکړي وو په دې طمعه وو چې جنګي مجرمینو ته به سزا ورکړل شي، ځینو نورو دا غوښتل چې بس دا د کلونو اوږده جګړه او د ټوپکیانو او جنګسالارانو دوره پای ته ورسیږي او ختم شي، بهر حال هر چا دا هیله لرله چې په یوه باثباته ټولنه کې ژوند وکړي، دوی ته د یو افغان په سترګه وکتل شي او هر چاته یو برابر حق ورکړل شي.

په لومړیو کې د افغانانو هیلې او غوښتنې  ډيرې لوړې وې خو ډیر ژر یې هیلې هغه مهال په مړاوي کیدو شولې چې د جرمني  د بون په غونډه کې د نړیوالې ټولنې لخوا د ملل متحد په نفوذ د شمالي ټلوالي له هغه جنګي جنایتکارانو یوه ډله جوړه کړله چې عامو خلکو هغوی د بند د  تورو تمبو تر شا غوښتل، د افغانستان  د حکومت په سر کې د داسې خلکو شتون یا اقتدار ته رسیدل د خلکو د پاره په یو درد او سرخوږي بدل شو، د دې جنګي جنایتکارانو ارزښت په دې کې وو چې د دوی او امریکایانو ګټې سره شریکې وې او دوی د امریکا د ګټو د پاره کرایه شوي یا په پیسو اخیستل شوي جنګیالي وو چې د طالبانو سره د جنګ پر مهال یې د امریکا ګټې په نظر کې نیولې وې او په هیواد کې تعصب، قوم پالنې، سمت پالنې، او داخلي جنګونو ته د لارې هوارولو په موخه ګمارل شوي وو، د دې کنفرانس بله برخه دا وه چې  دې خلکو ته یې د بې برخې اقلیت نوم ورکړ، یانې د واک په ګدی یې د دې د پاره کینول چې بې برخې اقلیت دي، نو په دې کار سره نړیوالې  ټولنې په نړۍ کې دا تاریخ ثبت کړ چې یو کوچنی اقلیت دې په یو لوی  اکثریت حکومت وکړي، څه چې کوي د پوښتنې دې هم څوک نه وي، ځینو خو لا دا فکر کولو چې دا کار د امریکا په مشوره تر شو ځکه امریکا غواړي  په افغانستان کې پښتانه له میدانه وباسي یا یې تنزیل کړي.

د بون له پریکړې سمدستي وروسته نړیوالې ټولنې د افغانستان د بیا رغونې او پرمختګ د پاره دې هیواد ته مرستې را سر کړلې، خو له دې حقیقت څخه یې هم سترګې نشوای پټولی چې د افغانستان په حکومت کې اکثره په فساد ککړ، بې توانه او بیسواده کسانو شتون درلود، بل، د مرستو زیاته برخه د نړیوالو او داخلي مرستندویه ټولنو یا انجوګانو له لارې لږول کیږي  تر څو شفافیت او حساب ورکونه موجوده وي او د افغانستان حکومت باید ورته د کار جوازونه ورکړي، بغیر له جواز څخه کار نشي کولای، د دې تصمیم په نیولو سره ډیری جنګي جنایتکارانو د خپل زور په مټ خپلې شخصي موسسې ثبت کړلې او له دې فرصت څخه په ګټه اخیستو یې مرسته شوې پیسې د خپلو جیبونو په لور کش کړې، دوی داخلي مرستې د خپل شخصي هدف د پاره مرسته شوې پیسې ګڼلې نه دا چې د هیواد د بیا رغونې او پراختیا د  پاره.

بل لور ته ځینو لوستیو او تیکنوکراتانو هم د افغانستان په حکومت کې ونډه واخیستله هغوی په دې باور وو چې د مرستو یا مرسته شویو پیسو د پاره د فساد د مخنیوی په خاطر یو شفاف او د باور وړ میکانیزم را منځ ته کړي، دې کار د نړیوالې ټولنې اعتماد زیات کړ او افغانستان ته یې د اعتماد په نوم داسې مرستې ورکړې چې د افغانستان د حکومت له لارې به په مصرف رسیږي، خو دلته د شفافیت موضوع لا هم تر سوال لاندې وه ځکه د یو ښه مالي او بانکي سیستم نشتون، په ادارو کې د تجربه لرونکیو یا لوستیو کارمندانو نشتون یا کمبود او په واک کې د جنګي جنایتکارانو او مفسدو اشخاصو شتون هغه ستونزې وې چې اندیښنې یې زیږولې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خاص استازی وایي چې ما په کرزي د دې د پاره باور نشو کولای چې له بل هر چا یې  به جنګي  جنایتکارانو او هغه چا ډیره تکیه کوله چې دا هیواد یې وران کړی وو او باید اجازه نه وای ورکړل شوې چې د دې هیواد آینده هم فاسده او خرابه کړي.
بیرته د واک په سر د شخړې موضوع ته راځو، د افغانستان په حکومت کې ډيری واک لرونکي  د شمالي ټلوالې جنګي جنایتکاران او مجرمین وو، هغوی دا واک د زور او پیسو په مرسته تر  لاسه کړی وو او تر شا یې د امریکا د متحده ایالتونو لاس وو، بیا کله چې د ټاکنو ډیموکراتیکه پروسه شروع شوله دې ډلې خپل زور او پیسې د یو کارتوس په شکل وکارول او د خلکو رایې یې تر لاسه کړې چې په نتیجه کې یې د پارلمان ډيری څوکئ خپلې کړلې، دې ډلې تر ۲۰۰۹ کال پورې د حامد کرزي ملاتړ ته هم زور  ورکړ ځکه دوی پوهیدل چې د هغه تر لاس لاندې  دي  او د هغه د حکومت پر مهال یې له غیر قانوني لارو ډیرې پیسې  او سیاسي واک تر لاسه کړی دی، او په مقابل کې کرزي هم په دې جنګي جنایتکارانو تکیه کوله. په مسخریزه توګه همدا جنګي جنایتکاران اوس هم په دولت کې دي او هم په اپوزیسیون کې چې غواړي له دواړو لارو لاس سره یو کړي او ځانونه اقتدار ته ورسوي، ځینې یې د کرزي تر څنګ ولاړ دي او ځینو نورو یې د کرزي په خلاف سنګر  جوړ کړی دی، او له همدې لارې هڅه کوي  چې په افغانانو او نړیوالې ټولنې ریشخند ووهي، یو لور ته دوی د واک څخه خوند واخیست او بل لور ته یې ځانونه د اپوزیسیون په ښوودلو سره په ملي او نړیوالې  میډیا نفوذ تر لاسه کړی او د خپلو اهدافو د پاره ترې کار اخلي.

له دیموکراسي  څخه په ښه خوند پورته کولو دا جنګي  جنایتکاران په دې پوه شول چې واک د عامه خدمتونو د شخصي کیدو په مارکیټ کې د لیږد په حالت کې  دی، نو د دې د پاره، چې په واک ښه کنټرول ولري دوی د کانونو، میډیا، مخابراتي خدمتونو او امنیتي برخو کې پراخه پانګونه وکړه، د دې هرې برخې تر شا لویه قیصه ده چې څنګه دوی په واک کې د نفوذ د پاره ترې کار واخیست، راځئ چې د میډیا او شخصي امنیتي کمپنیو په برخه لږ نظر واچوو،  نن ډیری افغانان، چیرته چې برق شتون لري، تلویزیون ګوري او رادیو اوري، اکثره رادیو ګانې او تلویزیونونه شخصي دي او په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه د همدې جنګي  جنایتکارانو دي، دوی له همدې لارې ټول  ملت ته خپل پیغام رسوي دا پیغامونه د لیدونکیو او اوریدونکیو په لیدلوري  تاثیر کوي، نو له همدې لارې دوی د خلکو فکر تر خپل تاثیر لاندې ساتي، دا د میډیا برکت ده چې له همدې لارې دوی ځانونه زمریان یا مخکښان ورپیژني، نه یواځې دا بلکه دوی  له همدې لارې له داخلي او بهرنیو سرچینو څخه پریمانه پیسې هم تر لاسه کوي.
 
شخصي امنیتي کمپنۍ بله برخه ده چیرته چې دې جنګي جنایتکارانو په لوړه پیمانه پانګونه د دې د پاره کړې چې پریمانه پیسې تر لاسه کړي او بل لور ته نظامي قوت ولري، ځینو جنګي جنایتکارانو خپلې شخصي ملیشې لرلې چې هغوی یې د امنیتي کمپنئ  او د اسلحو د سند په اخیستلو سره په امنیتي ساتونکي ځواک بدلې کړلې چې د ډي ډي آر د پروسې نه وروسته دا یو ښه او وړ بدیل وو ځکه د تجارت تر څنګ دې قوماندانانو دا امنیتي کمپنۍ د خپل واک او اقتدار د پاره هم کارولې، د امنیتي کمپنیو دا اسناد په هغه وخت کې ورکړل شول کله چې ضرار احمد د داخله چارو وزیر وو څوک چې خپله هم یو لوی جنګي جنایتکار دی، خو د هغه یواځینی کار چې تر سره کړی یې دی په ۲۰۰۴ کال کې  کرزي ته کمپاین کول وو چې د هغه له برکته تر نن ورځې د حامد کرزي د کابینې په لوړو پوستونو کې کار کوي خو په حقیقت کې یواځې دولسم پاس دی، د ضرار احمد مقبل د وزارت په وخت کې په داخله وزارت کې  د رشوت بازار ښه ګرم او په دې وخت کې د اسلحو امر اخیستل یو اسانه کار وو.

د شخصي امنیتي کمپنیو ساتونکي په ډیرو حساسو ځایونو لکه میدان هوایي، بانکونه او خارجي سفارتونو کې په دندو وګمارل شول، چې دا کار پخپله دې جنګي جنایتکارانو ته په مهمو ستراتیژیکو ځایونو د کنترول واک ورکوي، په عیني وخت کې، د دې امنیتي کمپنیو ساتونکي ډبل رول یا دوه مخی کار کوي، د ساتونکي رول د ورځې پر مهال او د یو کرایه شوي  عسکر، غل، تهدید کونکي، وژونکي او د هغه چاته د ازیت رسونکي کوم څوک چې د هغوی د کمپنۍ د څښتن په خلاف د قانون خلاف کړنو پر مهال خپل غږ پورته کوي، او بل لور ته د نا امني او بې  ثباتي په برخه کې هم همدا کمپنۍ مهمه ونډه لري، او جنګي  جنایتکاران د هیواد په مختلفو برخو کې  شخصي بنديخانې هم لري، د مثال په ډول د غور په ولایت کې جنګي قوماندان فضل احد خان او داسې نور... لرې  نده چې یو وخت همدا جنګي جنایتکاران دولت ته د شخصي بندیخانو د اسانتیا برابرولو وړاندیز وکړي ځکه ښه بهانه جوړه ده چې هر  څه شخصي کیږي.
 
د دې امنیتي کمپنیو ساتونکي د افغان امنیتي ځواکونو څخه ښه مسلح دي، کله چې یې مشران یا د کمپنۍ خاوندان په لاره تیریږي نو همدا شخصي ساتونکي د هر ډول ترافیکي  قانون څخه سرغړونه کوي او د عامو خلکو د ازار او اذیت سبب کیږي، او بې قانوني یا د قانون څخه سړغړونو ته لاره هواروي، د خپلې خبرې د ثبوت د پاره یوه مثال وړاندې کوم، په ۲۰۰۷ کال کې د یوې شخصي امنیتي کمپنۍ مشر او په داخله وزارت کې مشر مامور جنرال دین محمد جرأت د افغانستان په لوی څارنوال برید وکړ، د حملې څخه د روغ وتلو نه وروسته لوی څارنوال د جنرال جرأت د نیولو امر صادر کړ، په ځواب کې جنرال جرأت لوی څارنوال ته چیلینج ورکړ چې نشي یې نیولی او په حقیقت کې ونه نیول شو، د افغانسان حکومت هغه مهال د شخصي امنیتي کمپنیو د بندولو پریکړه وکړه کله چې ډاکټر اشرف غني احمدزي په دولت د اعتماد د ډيرښت په خاطر د خصوصي امنیتي کمپنیو د بندښت وړاندیز وکړ، په حقیقت کې دا یوه پر ځای پریکړه وه،  او په هیواد کې یې د قانون پلي کولو ته لاره هواره کړه.

د افغانستان د بشر حقوق د خپلواک کمیسیون د راپور سره سم چې د دې جنګي جنایتکارانو جرمونه پکې ښوول شوي دي د هغوی له جملې څخه ظلم یا وحشت، ټول وژنه یا ستره وژنه، او د بشریت ضد جرمونه شامل دي، دا جنګي جنایتکاران د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د پالیسي نه کار اخلي چې وایي (آیا ته زمونږ سره یې که زمونږ په خلاف یې؟) خو په حقیقت کې دوی یوه بله فقره یا وینا استعمالوي، ( که زمونږ په لار کې  ودریدې نو مونږ به دې له مخې لرې کړو)، د ۲۰۱۴ کال په رارسیدو سره د دوی اندیښنې زیاتې شولې ځکه دوی فکر کولو چې د ناټو په وتلو سره واک د دوی له لاسه اووزي، او بل دا چې له طالبانو سره د سولې خبرې به د ناټو یا آیساف د وتلو د پاره مهم ګام شي، نو همدا وجه ده چې شمالي ټلواله په هیڅ صورت دا نه غواړي چې له طالبانو سره دې د سولې خبرې وشي.

 (ډاکټر شرف غني احمدزي په ۲۰۰۵ کې ویلي وو چې، په یویشتمه پیړۍ کې هغه وخت ثبات راتلی شي چې د خلکو او  حکومت او نړیوالې ټولنې تر منځ اعتماد را منځ ته شي.)
پورته خبرې ته په کتو سره اوس باید په دې پوه شو چې دا جنګي جنایتکاران څومره د دې وړتیا لري چې خپل نظامي واک د سیاسي او اقتصادي واک په خاطر را کم کړي؟ چې له دې  څخه د ثبات په برخه کې د امریکا د متحده ایالتو رول هم مالومیږي چې هغوی د ثبات د پاره له خپل هغه نفوذ څخه چې په جنګي  جنایتکارانو یې لري څومره کار اخلي، ځینې جنګي جنایتکارانو د ځان د پاره بیل حکومت جوړ کړی یا په  یوه سیمه کې د مساوي ولسمشر په  توګه رول لري لکه په شمال کې  عطا محمد نور چې د ولسمشر  حامد کرزي هیڅ نوع فرمان یا قانون نه مني او په خپل سر کار کوي، نه یواځې دا بلکه هغه د شمالي  ټلوالې نور جنګي جنایتکاران سره را ټولوي تر څو د ولسمشر حامد کرزي په خلاف ایتلاف جوړ کړي، تر اوسه ولسمشر حامد کرزی چوپ پاتې ده چې د هغه په خلاف له خپل واک څخه کار واخلي، که چیرته د بون د کنفرانس نه وروسته دا جنګي  جنایتکاران د واک په ګدی نه وای کینول شوي نو نن به په افغانستان کې سوله او ثبات وو، او حکومت به په دې  حال نه وو چې د عامو خلکو باور او اعتماد له لاسه ورکړي.
نن ورځ کله چې د دیموکراتیک لیږد د پاره په هیواد کې ټاکنیزې سیالۍ روانې دي، همدا جنګي جنایتکاران هڅه کوي چې دې مبارزو ته قومي رنګ ورکړي او خلک سره وویشي، ځینې یې په لویه خوله وایي چې که چیرته اشرف غني بریالی شي د وینو ویالې به روانې شي، بل یې وایي چې زه زمری یم، بیا وایي چې که چیرته اشرف غني احمدزی واک تر لاسه کړي نو د حامد کرزي د کابینې ډیری غړي به افغانستان څخه تیښتې  ته اړ شي هغه ځکه چې دوی مفسد دي، ظلم یې کړی، وحشت یې کړی، غلا یې  کړې او باید محکمه شي.


د باثباته غني افغانستان په هیله

___________________________ ____________


    •    Afghanistan: Situation of warlords in Afghanistan, including state response to regional warlord control (2007-2010)http://www.unhcr.org/refworld/country,,IRBC,,AFG,,4dd0faf82,0.html
    •    Power Struggle Over Afghanistan http://www.afghanscene.com/november-2012-issue-november-2012-issue/10276-pow
    •    Afghanistan’s Warlords Are Destabilizing the Country
http://muftah.org/afghanistans-warlords-are-destabilizing-the-country/
    •    Afghan jails taken over by warlords http://www.guardian.co.uk/world/2003/jul/09/afghanistan.rorymccarthy
http://www.time.com/time/world/article/0,8599,1865255,00.html
    •    MOI confirms all private security dissolved in South Afghanistan http://www.tolonews.com/en/afghanistan/9437-moi-confirms-all-private-security-dissolved-in-south-afghanistan
    •    Closing the Sovereignty Gap: an Approach to State-Buildinghttp://dspace.cigilibrary.org/jspui/bitstream/123456789/22519/1/Closing%20the%20Sovereignty%20Gap%20an%20Approach%20to%20State%20Building.pdf?1
    •    Afghan rights report stalled by warlord fears
http://www.aljazeera.com/indepth/features/2012/07/2012728111845610829.html
    •    An Agenda for State-Building in the Twenty-First Centuryhttp://www.effectivestates.org/Papers/An%20Agenda%20for%20State%20Building%20in%20the%2021st%20Century%20.pdf
    •    At the Mercy of Afghanistan’s Warlords http://www.bbc.co.uk/news/magazine-19983266