د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نن افغانستان

عزت الله ادیب 19.05.2014 12:07

آیا د افغانستان اوسنئ حالت اریانونکی پرمختګ او که مبهم لور ته حرکت وبولو؟

افغانستان او د دې هیواد اوسنئ حالت چې اوس له کوم ډول پیچلې او بد رنګه ستونزې یا شخړې سره مخامخ دی په اصل کې یوه مسلکي ننګونه ده چې بغیر له مسلکي حل لارې موندلو یې حل لاره پیدا کول ناشونی کار دی، په تیره یوه لسیزه کې په دې هیواد کې داسې نادودې تر سره شوې چې سړی هک پک حیرانوي خو له لږ فکر کولو وروسته داسې پایله په لاس راځې چې دلته د هرې معاملې تر شا پردي لاسونه دي چې په دې سیمه او خاوره کې دا حالت د خپلو ګټو په لور کشوي او او د تګ لاره یې ور بدلوي.
د ۱۹۹۰ یمو کلونو د داخلي جګړو نه بیا تر نن ورځې د هرې شخړې او معاملې تر شا خارجي لاسونه دي، هغه مهال یې هم په افغانستان کې د بغاوت په تقویه کولو سره خپل هدفونه تر لاسه کول او نن هم یواځې د خپلو شخصي او پټو اغراضو او مقاصدو د تر لاسه کولو د پاره هلې ځلې کوي، په تیره یوه لسیزه کې د خارجیانو شتون او د طالبانو ورځ تر بلې ډیرښت او د هیواد په ګوټ ګوټ کې نا امني، له همدې جنګي ډلې سره د خارجیانو پټې اړیکې، او بیا د افغاني سولې په اړه له طالبانو سره د خارجیانو په خپل سر او د پردې تر شا په داخل او خارج کې خبرې کول ټول هغه څه دي چې په افغانستان کې خارجي مداخلې او لاسوهنې را په ګوته کوي.
په نړۍ او بیا په خاصه توګه په افغانستان کې خارجي مداخلو دومره زور اخیستی چې زیاتره وختونه په دې هیواد کې د همدې خارجیانو لخوا ځینې قوانین جوړ، پشنهاد او آن ځینې یې سانسور شول، د دې تر څنګ ځینې ډلې ټپلې، جنګي جنایتکاران، فاشستان او د مخدره توکو قاچاق وړونکي تربیه، حمایه او د افغانستان سیاست ته د دې د پاره ور داخل کړلای شول چې د خپلو بادارنو د ګټو د پاره کار وکړي او نن ټول افغان ملت هغه خلک په سترګو ویني چې په ښکاره او سپینو سترګو د خپل هیواد او وطن له ګټو څخه د پردویو ګټو ته لومړیتوب ورکوي، د افغانستان په دولت کې داسې لوړپوړي چارواکي شتون لري چې په اداري فساد ککړ څه چې آن پکې غرق دي، په ښکاره د قومونو، ژبو او مذهبونو تبعیض ته لمن وهي، او خپل هغه بادار ته کار کوي چې هره میاشت او هره هفته د بې ګناه غریبو افغانانو په غاړه کې پړي ور اچوي او په دار یې ځړوي، د افغانستان یو قوم ته یا یوې ادارې ته ښکاره سپکاوی کوي، اخطارونه ورکوي خو څوک نشته چې پوښتنه ترې وکړي چې، «ای وروره! ستا موقف څه شی ده؟ څه کوې؟ او ولې یې کوې؟ او خپله دې څومره ظلمونه کړي دي؟». اوس یوه ستونزه دا ده چې ولې پوښتنه نه کیږي؟ هغه ځکه چې د هغه لوړپوړي شخص تر شا بهرني لاسونه شتون لري او د هغه بادار نه غواړي چې د دوی ګټو ته ژمن ګمارل شوی (داخلي ایجنټ) دې له دندې ګوښه او یا محکمه شي.
اوسمهال چې د افغانستان دولت او خلک د یو دیموکراتیک لیږد په درشل کې دي، هر څوک غواړي چې د شته قوانینو سره سم دا پروسه (انتخابات)  بریالی تر سره شي تر څو د هیواد وګړي ارام او هوسا خپل ژوند او کار ته مخه کړي خو بیا هم داخلي او خارجي سیاسي لاسوهنې د دې لامل شوې چې دا پروسه یې په یو داسې لوري سوک کړه چې طمعه یې نه کیدله او اوس هم لا په شک کې ده چې څه به را پیښ شي. بل لور ته بیا بربنډو لاسوهنو او ناندرویو دومره زور اخیستی چې دا پروسه یې د دیموکراتیک لیږد پر ځای د معاملو او تجارت په لیږد بدله کړې ده ( لکه د بلخ د والي او نورو چارواکیو څرګندونې او همدارنګه له یو مشخص کاندید سره د پاکستان د سفیر ناستې او د دې هیواد په میډیا کې د هغه د کامیابي په اړه ګرم تبلیغات او نور...) نو کله چې اوسني سیاسي حالت ته ګورو سړی غاښ په ګوته پاتې کیږي چې آیا زمونږ هیواد اریانونکی پرمختګ کوي او که مبهم لور ته یې حرکت پیل کړی دی؟
د نړیوالې ټولنې او خارجي قواوو د شتون سره سره د افغانستان د دولت مخالفین مات څه چې کم یا کمزوري هم نشول، د افغان ولسمشر او نړیوالې ټولنې تر منځ ژور اختلافات را منځ ته شول، د حکومت او ملي شورا تر منځ ستونزې دې حد ته ورسیدلې چې هیواد یې له ګواښه ډک د سیاسي ګړنګ سر ته رسولی،  د ملکي او پوځي خدماتو تر منځ توپیر له منځه تللی او عام وګړي یې د بلا په خولې کې ور کړي دي، او داسې نورې ستونزې چې د هیواد د ژغورنې نقشه یې له منځه وړې ده.
خو آیا د حل موندنې د پاره ناوخته ده؟ که اوس هم کولای شو چې دې شته ستونزو ته د حل یوه معقوله او سمه لاره پیدا کړو؟
زما په اند د تیرې لسیزې لاسته راوړنې یواځې په نوي تغیر سره ژغورلای شو، باید په هیواد کې د نوي تغیر سره سره بنسټیز بدلونونه را منځ ته شي او د هیواد د ژغورنې د پاره د هرې، سیاسي، اقتصادي، پرمختیایي، ټولنیز او پوځي بدلون د پاره مسلکي او داسې خلک انتخاب او وګمارل شي چې د هرې برخې د پاره سالمې ستراتیژي (تګلارې) جوړې او عملي کړې، چې تر اوسه دا کار نده شوی.
که اوسنئ حالت دقیق وڅیړل شي، نو ښکاره تر سترګو کیږي چې دلته داسې څوک شته چې کولای شي په خپلو هغه پلانونو او تګلارو چې ملت ته یې د انتخاباتي مبارزو په ترڅ کې په وار وار بیان کړې دي، هرې موجوده ستونزې ته معقوله د حل لاره پیدا کړي، ځکه هغه داسې شخص دی چې په نړۍ کې د لویدلیو هیوادونو په راپورته کولو کې بیسارې تجربه او تاریخ لري، نو د یو داسې شخص په ټاکلو سره هیواد کې بنسټیز بدلونونه را منځ ته او د افغان ولس هغه ارمان چې د څو لسیزو څخه یې په زړه کې لري او هغه ته رسیدل یې په خوب بدل شوی دی، پوره کیږي.


د یو خپلواک ، هوسا  او غني لوی افغانستان په هیله