د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټاکنو قسمي پایلې او تر شا یې د خلکو اندیښنې



عزت الله ادیب 25.04.2014 22:20

د دې لنډې لیکنې په خپرولو سره غواړم لوستونکیو ته ډاډ ورکړم چې خفه کیږئ مه، او نه هم خپله حوصله له لاسه ورکړی. لومړی باید د خپل هیواد او بیا د سیمې او نړۍ په سیاست او سیاسي تګلارو ځان پوه کړو او بیا یې له هغې زوایې څخه وګورو له کوم لوري چې خپل طرف بدلوي، د سیاست د اصليت څخه د ځان خبرولو د پاره مجبور یو چې د مخ پر ځای د شا له لوري ورته وګورو او ویې څیړو.

زما په اند، په سیاست کې دوه مهمې نقطې دي چې باید ورته متوجه اوسو، لومړی د سیاست خاص مخ او دویم د سیاست عام مخ، تر هغه چې د یوې مهمې ملي موضوع په اړه د سیاست په خاص مخ کې هوکړه نه وی شوې نو عام مخ ته یې هیڅ کله نه را څرګندیږي، د مثال په ډول: د G – 8 هیوادونه د هرې نړیوالې موضوع په اړه لومړی سره کیني، او سره سلاه کیږي بیا یې نو راځي عام مخ ته او نړۍ ته یې څرګندوي. نو کټ مټ دلته زما او ستا په هیواد کې هم همدا لوبه روانه ده، تر ټولو مهمه او ګرمه موضوع یې ټاکنې دي، دلته هم  سیاسي اوضاع ته به کتو سره د سیاست په خاص مخ کې ښه په درز کې کارونه روان دي خو په عام مخ کې یې بیا قراري ده، میډیا غلې ده، سیاسون څه نه وایي، مدني ټولنې مو هم بې خبره دي او عام ولس ته په پسته او نرمه لهجه یو قناعت ورکول کیږي.

راځم اصل موضوع ته.
له تیرو ۱۲ کلونو راهیسې په افغانستان کې یوه ډله، یو لوری یا یو حزب د واک پر ګدی ناست وو، زمونږ تیر ۱۲ کلن حکومت ککړ او مفسد وو چې آن په نړۍ کې مو د مفسدو هیوادونو په لست کې لومړی مقام خپل کړ، دا خبره باید ومنو چې یو مفسد شخص یا حکومت هیڅ کله نه غواړي چې دریم او پاک شخص ته دې واک په لاس ورشي ځکه هغوی له دې ډاریږي چې هسې نه کومه ورځ مو د عدالت او محکمې میز ته راکش نه کړي، نو د دې د پاره چې په واک کې پاتې شې د هرې غیر مشروع لارې نه کار اخلي خو بل چاته واک نه سپاري، خو ښه خبره داده، چې اوس نړیواله ټولنه نور له دې حالت څخه پوزې ته راغلې ده او غواړي چې دې حالت ته د یو پوه، هوښیار، پیژندل شوي او مدبر شخص په راوستلو سره د پای ټکی کیږدي چې په اوسني وخت کې یواځې ډاکټر اشرف غني احمدزی کیدلا شي او بس.
د دې د پاره چې دا په واک مین خو مفسد خلک له واک څخه لرې شي نو مهمه ده چې په راتلونکې کې د ستونزو او شخړو د مخنیوي لپاره له یو خاص سیاسي پروګرام څخه کار واخیستل شي، چې د هغه پروګرام پر مټ واک په سالمه توګه انتقال شي. دا پروګرام نور څه نه وو، د ټاکنو په لومړي سر کې د ۱۱ نوماندو نومول، بیا یې د مخکې تر سره شوي براورد له مخې د څو اشخاصو را کمول او د پاتې نوماندانو تر منځ انتخباتي سیالۍ تر سره کول، د پروګرام له مخې په لومړیو پایلو کې باید هغه شخص وړاندې وي چې واک یې په لاس کې وو او د دې ویره موجوده وه چې که په لومړي پړوا کې بل څوک بریالي اعلان شي نو مشکلات او ستونزې به را منځ ته کړي، نو مونږ او تاسو یې وینو چې همداسې وشول.
دویمه برخه د دې سناریو داسې ډیزاین شوې ده چې، د ټاکنو او شکایاتو دواړه کمیسیونونه به اعلان وکړي چې د رایو د شمیر او شکایاتو ته د رسیدګي نه وروسته ټاکنې دویم پړوا ته درومي نو باید امادګي ورته ونیول شي، په دویم پړوا کې به په لوی اکثریت په نښه شوی یا غوره شوی نوماند ډيری رایې تر لاسه کړي او د لومړي او ناکام نوماند د قناعت د پاره به ورته وویل شي چې په لومړي پړاو کې چې تا څومره رایې خپلې کړې وې نو دا دی په دویم پړاو کې هم درسره دي، خو بریالی ځکه نشولې چې په دویم پړاو کې د پاتې نورو ټولو نوماندانو طرفدارانو له کامیاب شخص څخه طرفداري وکړه نو ځکه یې رایې ډیرې او کامیاب شولو.

بل لوري ته د پاکستان میډیا ده چې د ډاکټر عبدالله عبدالله د ناسمې بریا په اعلانولو سره یې د خلکو ذهنونه او فکرونه ګډ وډ کړي دي.

د دې موضوع په اړه یواځې درته یوه ساده کلیوالي صحنه لیکم:

(بې ادبي ډيره معاف)

کله به مو په کلي کې لیدلي وي چې کوم لوی سپئ په لاره روان وي، خو کله چې یې واړه کونګري یا کوتکي ووینې نو سخت شور جوړوي او هغه لوی سپي ته ورغاپي، خو هغه یې په قصه کې هم نه وي خپله لار وهي، خو یو وخت هغه واړه کونګري ډیر ور نژدې شي او په حملو کولو ورته غپ غپ کوي، بیا کله چې هغه لوی سپئ مخ ورته را واړوي نو هغه واړه کونګري بد بد وچیغیږي ته به وایې چې چا لویه تیږه پرې وغورځوله، نو د پاکستان مثال د هغه واړه کونګري ده په داسې حال کې چې د دنیا لوی سپۍ دلته ده او هغه خپل پروګرامونه په خپله خوښه تطبیقوي.

په ډيرې بخښنې سره چې په لیکنه کې مې ځینې ناوړه الفاظ کارولي دي خو دا د دې د پاره چې د خلکو ذهنونه سم خلاص شي او اندیښنې مو ورکې شي.

په ټوله پښتني مینه
د غني افغانستان په هیله
عزت الله ادیب

۲۴/۴/۲۰۱۴