د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په نړۍ حکم چلونکي څه غواړي

عزت الله ادیب 27.02.2014 13:26

په دنیا حکم چلونکي څه غواړي؟

له ډيره وخته امریکا او ملګري یې په نړۍ کې د ځینو هیوادونو په خلاف پټې او نا څرګندې ( د پردې تر شاه) ستراتیژي جوړوي، د خپلو ملګرو ( برطانیې، فرانسیې او اسرائیل) په مرسته یې عملي کوي، په دې کار سره امریکا او ملګري یې غواړي چې دنیا د بدبختي لور ته کش کړي او ټوله نړۍ د جنګ په ډګر بدله کړي چې دا جګړه به دوی اداره کوي او د خپلو مفادو او شخصي اغراضو په خاطر به یې پر مخ وړي، دا چې ددې جګړې قربانیان څوک دي، ګټه یې چاته رسیږي، څوک د ابزار په شکل استعمالیږي او هغوی ته یې نقص څه ده، بیخي بله خبره ده.

امریکا غواړي په نړۍ کې داسې رول  ولوبوي لکه د نړۍ مشر، هغه هیوادونه چیرته چې دوی خپله ستراتیژي عملي کړي باید داسې و اوسي لکه د دوی  ولایتونه هغه هم په یو مرکزي حکومت کې، چې دا هیوادونه به ددوی په اشاره نڅیږي او ددوی د لاسه به یوه ګوله ډوډۍ په خوله کوي، د اقتصاد د برخې یو عالم نظر درلود چې که غواړې یو هیواد لاندې کړې او یا یې د ځان تابع وګرځوې  نو له لاندې څو لارو څخه کار واخله:
    •    په یو هیواد پوځي حمله وکړه، یانې د تورې په زور یې لاندې کړه
    •    د اقتصاد په ‌‌ډګر کې قرضونه ورکړه، یانې پوروړئ یې کړه
    •    انرجي ترې واخله او یا یې نرخونه ورته لوړ کړه
نو اوس چې کله د نړۍ هیوادونو ته ګورو په اکثرو هیوادونو کې ددې National World Order ( NWO) لخوا دا پروګرام عملي شوی، یا عملي کیږي او یا هم ددې پروګرام د پلې کولو د پاره هڅې روانې دي، په دې ترڅ کې امریکا او ملګري یې هغه هیوادونه چې لاندې شپږ خوبیانې ولري نه غواړي، بیا په خاصه توګه په اسلامي نړۍ کې:
هغه شپږ مثبت یا ښه ټکي چې د هغه په وجهې امریکا او ملګري یې یانې NWO په ځینو هیوادونو کې شخړو، بد بختیو او لانجو ته لاره هواره کړې ده، ښه اباد هیوادونه یې په کنډواله بدل کړل، جوړ حکومتونه یې له مینځه یوړل او لکه د افغانستان په څير یې د هغه هیوادونو اردو هم په باغیانو بدله کړله، رشوت یې عام کړ، مافیایي ډلې یې وزیږولې او اوږد مهاله کارونه یې له مینځه یوړل،  دا دي چې امریکا او متحدین یې نه غواړي چې یو هیواد دې لاندې ښوالي / خوبیانې ولري:
    •    ښه او کنټرول بانکي سیستم چې د هغه هیواد د دولت لخوا اداره کیږي  او د هغوی وي
    •    د International Monetary Fund (IMF) لخوا د قرض نه لرل
    •    ارثي بدلونوGenetic Modification ته اجازه نه ورکول
    •    ددې خلکو NWO په هکله پوهیدنه او ددوی د فعالیت مخه نیول
    •    د ګاز او تیلو د ذخیرو لرل، نور اقتصادي منابع لرل او یواځې  د خپل هیواد په ګټه لږول
    •    په ښکاره توګه د زیونیزم Zionism او اسرائیلو مخه نیول او یا یې خلاف عمل کول
    •    د یو اسلامي حکومت لرل چې خپل ټول سیستمونه یې اسلامي وي
    •    د خپل ملي سیاسي او کلتوري هویت ساتل او دفاع یې کول
دا اته هغه مثبت فواینټونه  یا نقاط دي چې امریکا او ملګري یې په خلاف ولاړ دي او دښمني ورسره کوي، پورته اته مثبت ټکي هر یو بیل پوره څیړنې او غور ته ضرورت لري، خو دلته بس همدومره بس بولم.

مننه