د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سیمه او نړۍ کې له تروریزم، قاچاقبرانو او فاشستانو څخه د امریکا ملاتړ

عزت الله ادیب 19.03.2014 16:21

دا چې امریکا او متحدین یې په سیمه او نړۍ کې د خلکو لید بدلوي او نړۍ په خپلو هغه عینکو ور ښیي چې ګواکې دوی په سیمه کې د تروریزم، مخدره توکو، فاشستي او بې عدالتیو په خلاف جنګیږي، ولې په حقیقت کې د امریکا د هندارې تر شا یو ناولۍ انځور پروت ده هغه دا چې امریکا په نړۍ کې د فاشستانو، دیکتاتورانو او هغه دولتونو چې  د نړی په مختلفو سیمو کې تروریستان تربیه کوي د کار او همکاري یو اوږد او نه بدلیدونکی تاریخ لري، امریکا غواړي چې په دې کار سره په نړۍ کې خپل لوړ قوت او اقتدار برقرار وساتي او د هغه سیمو د پاره چیرته چې دوی د خپل اقتدار په کمیدو، کمزوري کیدو یا له مینځه تلو شک پیدا کوي  هلته داسې مداخله کوي چې د ځان د پاره د خپلو ملګرو په مرسته جواز هم ورکوي خو د بل چا د پاره د نړیوالو او بین المللی قوانینو خلاف ګڼل کیږي.
د نړیوالو قوانینو څخه د مخنیوي او د داسې کړنو د پټولو په خاطر د امریکا لخوا ګمارل شوې ډلې او د دوی نانځکې د وژنو، ترور او جینوسایډ په څير بد عملونه هم تر سره کوي چې سړی یې په هکله یواځې فکر کولای شي، د دې بې نظمیو او عام وژنو د وینو لیکه بیرته په خپلو قدمونو تر امریکا او سپینې ماڼۍ رسیږي، په دې مانا چې  دا ټول جرمونه د امریکا بیا د سپینې ماڼۍ لخوا پر مخ بیول کیږي.
دلته د انسان په ذهن کې رنګا رنګ پوښتنې را ټوکیږي چې:
    •    انسان دوستي چیرته ده؟
    •    د بشر حقوق چیرته دي؟
    •    نړیوال قوانین چیرته دي او ولې نه تطبیق کیږي؟
    •    د انسانیت او بشریت دعویداران په کوم خوب ویده دي؟
    •    آیا رښتیا د بشر حقوق شته او که یوازې لوبه ده؟
    •    ولې قوانین په سمه توګه نه عملي کیږي؟
    •    ولې بین المللي قوانین د دوی د پاره نه بلکه د نورو د پاره دي؟
او داسې  نور ځورونکي او خفه کونکي سوالونه او پوښتنې، او دا ستونزې مشهور تاریخ پوه «جبراییل کولکو» په ۱۹۸۸ کې څیړلې دي، که چیرته د بشریت د عالمبردارانو وعدې ریښتونې وای نو له ۱۹۴۵مو کلونو څخه تر اوسه خو به یې د نړۍ په یو ځای کې خپلې وعدې پوره کړې وای، بلکه د خپلو وعدو خلاف چیرته چې امریکا د بشري مرستو رسولو، د بشر د حقوق څخه دفاع او د دیموکراسي د پلي کولو په مؤخه ننوتلې ده هلته ترویریزم، قاچاق او فاشستي را منځ ته شوې چې کلونه یې دوام کړی او عام او بې ګناه خلکو یې پوره قیمت او تاوان ورکړی ده.
څیړنو د امریکا د ناکامیو یو داسې لست خپور کړی چې دنړۍ په کچه د ۳۵ هیوادونو لست خپروي چیرته چې امریکا فاشستان، جنګي جنایتګاران، د مخدره توکو قاچاق وړونکي او ورته نورې نانځکې تربیه، مسلح او تمویل کړې دي چې د امریکا د سي اي یې د پټو عملیاتو لپاره ورڅخه کار اخیستل شوی ده او لا کیږي، ددې هیوادونو لست لاندې ذکر کوم خو د لیکنې د اوږدیدو د مخنیوي په خاطر د هغه هیوادونو نومونه او د افغانستان په اړه یې لنډ مالومات شریکوم او بس:
    •    افغانستان
    •    البانیا
    •    آرجینټینا
    •    برازیل
    •    کمبوډیا
    •    چیلي
    •    چین
    •    کولمبیا
    •    کیوبا
    •    السلوادور
    •    فرانسه
    •    غنه
    •    ګریس
    •    ګواتي مالا
    •    هیټي
    •    هندوراس
    •    اندونیزیا
    •    ایران
    •    آسرایېل
    •    عراق
    •    کوریه
    •    لاوس
    •    لیبیا
    •    مکسیکو
    •    ماینمار
    •    نکاراګوا
    •    پاکستان
    •    عربستان سعودي
    •    ترکیه
    •    پناما
    •    فیلیپین
    •    لیبیا
    •    اوروګیا
    •    یوګولساویا
    •    زایری (افریقایی هیواد)
خو دلته یواځې  د افغانستان په هکله ګورو چې امریکا څه کړي؟ څه کوي؟ او دا چې ددې کارونو نتیجه به یې څه وي نو دا پریکړه تاسو ښاغلیو لوستونکیو ته پریږدم چې په اړه یې خپله قضاوت وکړی.
    •    افغانستان
په ۱۹۸۰ کې امریکا له پاکستان او سعودي عربستان سره په شریکه تر هغه اوږه په اوږه کار وکړ چې د افغانستان سوسیالستي حکومت یې را نسکور کړ، دوی په افغانستان کې داسې جنګیالي تربیه، مسلح او تمویل کړل چې د هغه محافظه کاره قومي مشرانو لخوا رهبري کیدل چې د هیواد د علمي، حقوقي او د ځمکني بشپړتیا او رغونې د برخو پرمختګونه یې د خپل تش په نوم واک او قوت لپاره خطر باله، بیا وروسته له هغه کله چې په ۱۹۸۸ کې میخایل ګوربچوف خپل قوتونه له افغانستانه وباسل نو دغو د امریکا ساتندویه جنګي جنایتکارانو هیواد په څو برخو وویشلو او د تریاکو تولید ته یې داسې مخه کړه چې په لنډه موده کې یې په بې ساري توګه په کال کې له ۲۰۰۰ څخه تر ۳۴۰۰ ټنو پورې تریاک تولیدول، چې بیا د طالبانو حکومت د ۱۹۹۹ نه تر ۲۰۰۱ کال پورې د تریاکو تولید ۹۵٪ ته را ښکته کړ، خو کله چې په ۲۰۰۱ کې امریکا پر افغانستان یرغل  وکړ نو بیرته یې هغه جنګي جنایتکاران، فاشیستان او قاچاقبران واک ته ورسول او هماغه ډلې چې د افغانستان علمي پرمختګ یې د خپل واک د پاره خطر باله د واک په ګدۍ کینول چې اوس د فساد له مخې د نړۍ د ۱۷۷ هیوادونو په منځ کې افغانستان ۱۷۵م او د انساني پرمختګ له مخې د ۱۸۶ هیوادونو په منځ کې افغانستان ۱۷۵م ځای خپل کړی ده، او له ۲۰۰۴ کال راهیسې یې د کال ۵،۳۰۰ ټنه تریاک تولید کړي دي، د فساد جرړې دومره ژورې وې چې په کندهار کې د ښاغلي ولسمشر ورور احمد ولي کرزی مشهور قاچاقبر پیژندل کیده او داسې ویل کیږي چې د امریکا د سي اي اې له مرستې برخمن وو.
په ۲۰۱۱ کال کې کله چې امریکایانو په کندهار کې ستر عملیات تر سره کړل نو له هغه وروسته، جنرال عبدالرازق د کندهار د امنیې د قوماندان په توګه وګمارل شو نو د قاچاقو او تریاکو سوداګریزو کړنو ته یې  داسې مخه کړه چې په یو غریب هیواد کې یې د کال ۶۰ میلیونه ډالر ګټل، زما په نظر دا په یو داسې هیواد لکه افغانستان کې بې کچې او ډیرې پیسې دي.


  په مینه

کابل – افغانستان
2014/03/18