د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عادت له سره، سره تړلی دی

نجیب منلی 21.06.2014 12:56

ډاکټر عبدالله عبدالله د جوزا د څلېرویشتمې راهیسې د هېواد ټول دولتي، ملي، مدني او سیاسي بنسټونه بې اعتباره بولي او حتی د نړۍوالو بنسټونو په بې پرې والي هم چندان باوري نه دی. امرخېل له دندې ګوښه کول غواړي، د خوست، پکتیا، پکتیکا او کندهار وگړي د افغانستان له جغرافیې محوه کوي او د رایو د شمېرلو پروسه له افغانستانه بهر لېږدوي. دا چې د ښاغلي عبدالله غوښتنې څومره منطقي او څومره قانوني دي او څومره د دیموکراسۍ له اصولو سره غاړه لگوي، پر خپل ځای، خو جالبه خبره د ښاغلي حامد کرزي وروستۍ څرګندونې دي چې د علماوو د شورا غونډې ته یې وکړې. ښاغلی کرزی وایي چې ډاکټر عبدالله غواړي چې ملگري ملتونه دې د رایو شمېرلو او د شکایتونو د ارزولو په پروسه کې شامل شي او ښاغلي برحال ولسمشر ته هم دا خبره بده نه ښکاري. ولسمشر دې ته هم حاضر دی چې ښاغلو قانوني او خلیلي ته دې واک ورکړ شي چې د دواړو کاندیدانو تر منځ سوله وکړي. داسې ښکاري چې د ولسمشرۍ ټاکنې او په چم گاونډ کې د کوڅې د نظافت پر سر شخړې په یوه تیږه تلل کېږي.

څلورکاله پخوا چې په پارلماني ټاکنو کې درغلۍ د افتضاح تر حالته ورسېدې نو ولسمشر د «مصلحت» له مخې، ټول قوانین تر پښو لاندې کړل، د عدليه قوې حیثیت یې په لغته وواهه او د رایو د داړه مارانو د ستونزو د حل له پاره یې اختصاصي محکمه جوړه کړه. همدغې نامناسبې او بې موجبه محکمې تر سلو زیات د ولسي جرګې کاندیدان په درغلۍ کې ښکېل وبلل او له پارلمانه یې وشړل. خو یو ځل بیا ولسمشر د قضا حیثیت د توتو په تول و پلوره، سازشونه او بازارتېزۍ وشوې او یوازې څو محدود کسان د غلو په پښو کې حلال شول.

نن بیا د ولس رایې ته سپکاوی کېږي، د افغانستان اساسي قانون او د ټاکنو قانون ته د کب پلورنې د کاغذ په سترګه کتل کېږي، د افغانستان د خلکو عزت باندې ملنډې وهل کېږي خو د اساسي قانون ساتونکی بیا هم د دې پر ځای چې د قانون احکام تعمیل کړي د ملت سرنوشت د خلیلي او قانوني فیصلې ته سپاري او پر یان کوبیش غږ کوي چې د افغانستان د ولس پر ځای پرېکړه وکړي.

خدای دې وکړي چې دا د ښاغلي کرزي د جوړجاړیو، معامله ګریو او د ولس پر حاکمیت د ملنډو وروستی وړاندیز وي.

 رحمان بابا او حضرت ابوالمعاني بېدل فرمایي:

هر که پا کج میگذارد خون دل ما میخوریم

شییشهٔ ناموس عالم در بغل داریم ما

او

که ښیښه د نام و ننگ دې شي تر څنگه

د هر چا په کجروۍ به خپل ځيگر خورې

ولسمشر خو د عادت له مخې بیا هم غواړي چې شیدې او اوبه سره گډې کړي ځکه چې وایي : «عادت په پند نه ځي، عادت په بند نه ځي **** عادت له سره سره تړلی دی». خو لازمه ده چې د بدلون او تداوم ټیم، دټاکنو کمیسیونونه او مدني ټولنې چې «شیشهٔ ناموس عالم» یې په غېږ کې نیولې ده د کرزي دغو بې زړه پېرزوینو ته تسلیم نه شي.