د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غني د عبدالله په پرتله

اباسین جکړ 27.05.2014 12:11

پدې لیکنه کې په اختصارې ډول د دوه نوماندان ریښتنې انځور، انځور شوې تر څو وطنوال وکولاې شې ځنې څرګند توپیرونو ته په کتلو سره هغه کاندید ته راېه ورکړې چې د ملت د سوکالې لپاره مؤثره واقع شې.

د نوماندانو زده کړې او کارې وړتیاوې

د غني زده کړې؛

* افغانستان، بیروت، کولمبیأ او نیویارک کې زده کړې کړي دي. دوه ماسټرې لرې او د انتروپولوجې یا انسان پیژندنې برخه کې ئې ډاکټرې اخیستلې.

د عبدالله زده کړې؛

* د کابل پوهنتون نه ئې د سترګو د ډاکټرې سند تر لاسه کړې.

د غني کارې تجربه؛

* د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي په بشري علومو څانګه کې استاد

* ډنمارک په اورهوس پوهنتون کې مېلمه پروفيسر

* د امريکا په جانزهوپکنز پوهنتون کې استاد

* لس کاله د نړېوال بانک د پاليسۍ او سټراتيژۍ جوړولو په برخه کې مشر

* پینځه کاله د نړيوال بانک سره د ختيځي آسیأ، سويلي آسيأ او روسيې د څانګو مشر

* د مالیې وزیر

* د کابل د پوهنتون استاد

* د ملي پیوستون د پروژې طراح او بنسټ ایښودونکې

* د ځنو معتبرو کتابونو لیکوال چې په نړیوال بازار کې ئې خوارا مینوال خپل کړې. د "پرځېدلې دولت رغول" کتاب ئې چې په انګریزې ژبه لیکل شوې د دولت دارې په برخه کې نړیوال لوستونکې لرې

* د ملګرو ملتونو د سر منشې چوکۍ ته غوره نوماند

* د افغانستان پوځې قدرت د انتقال د پروسې مشر

* د نړي دوهم غوره فکر ځښتن شخصیت

* د ۱۳۹۳ کال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند

عبدالله کارې تجربه؛

* د نظار شورأ ویاند

* د دفاع د وزارت ویاند

* د بهرنیو چارو وزیر

* د ۱۳۹۳ کال ولسمشریزه ټاکنو ته نوماند

د ولسمشریزه ټاکنو مبارزو په لړ کې د وطن پر وړاندې د پراتو ننګونو د حل لارو چارو پر وړاندې د دواړو نوماندانو دریځ

د امنیت په برخه کې:

د غني تګلاره؛

* د جنګ عواملو د منځه وړل خپله جګړه ختموې، او پاتې کلک خڼډونو باید د بیخه په پاخه ډول سره ویستل شې

عبدالله تګلاره؛

* د مخالفینو سره جنګ ته دوام ورکول

اقتصادې دریځونه

د غني تګلاره؛

* په خیرات ولسواکې نه کیږې، مونږ باید ګټور اقتصاد ولرو

* د وطن ځمکنې شتمنې باید په راڼه ډول استخراج او ملي بودیجې ته ولیږدول شي

* په ګمرکاتو باید نظارت ولرؤ

* د تجارانو مالونو ته پخپل وخت د صادراتو او وارداتو زمینه برابره شي.

* پانګوالو ته د هغوي د هري افغاني پانګونې ضمانت ورکړل شې تر څو په خلاص مټ پانګونه وکړې

* د زراعت ترویج او اصلاح شوې تخمونه په بزګرو وویشل شي او د بزګرانو د پیاوړتیأئې بانکونه جوړ شې

* د مالدارانو لپأره د مالدارې د ډاکټرانو کلینکونه د هرې والسوالې په سطحه جوړ شي، تر څو د مالداری د ترویج او د حیوانې مرضونو مخنیوې وشې

* د هیواد هره پروژه د افغانانو لخوا د افغانانو لپاره پلئ شې، تر څو د کار زمینه مساعده شې

* د دولت نظارت د هرې پرمختیائې پروژې نه په جدي ډول وشې تر څو کیفیت معیارې اوسې

* نړیوالو سره تجارتې روابط ټینګ شې، تر څو د کندهار انار، د مزار خربوزې، د شمالې انګور، د بادغیس پسته، د ننګرهار زیتون، د هیواد پوستکې او قالینې او د پاتې ولایاتو تولیدات د استراليأ، اروپأ، امریکأ او عربې هیوادونو په بازار کې په نړیواله بیه وپلورل شې

* د هیواد انرژې د اوبو، باد او لمر نه چې په هیواد کې تر هر څه ډیر دي ترلاسه کړو

* نور ګڼ شمیر اقتصادې پلانونه د ډاکټر صیب اشرف غني په برنامه کې شته چې په لیکلو به ئې مخونه ډک شې

د عبدالله تګلاره؛

* کومي فابریکې چې هیواد کې دي باید مالیه ورکړې

*  ولایتونه باید خپلواکې شې تر څو هر ولایت خپل ضروریات پخپله پوره کړې!

ملي مسأیلو د حل پروړاندې د نوماندانو دریځونه

* د ډیورنډ کرښې په اړه د نوماندانو دریځ

د غني تګلاره؛

* د ډیورند کرښې مسئله ملي مسئله ده چې د ملت لخوا به حل کیږې، او دا به د دواړو غاړو پراته ولسونه حلوې خو موږ به ورته زمینه مساعدؤ

د عبدالله تګلاره؛

* د ډیورڼد کرښه لانجمنه ده او ژر تر ژره به ئې زه د پاکستان سره حل کړم!

د هیواد د نظام په اړه د نوماندانو دریځ

د غني تګلاره؛

* زمونږه د هیواد نظام ښه نظام دي، تش اصلاحات غواړي. او همداشان د هیواد ټول ولایات به درجه اول ولایات وې، زمونږ د بریأ په صورت کې به ولایات په درجو نه وې تړلې او لکه څنګه چې هیڅ افغان د بل افغان نه برترې نلرې همدا ډول هیڅ افغان د بل افغان نه کمې نلرې، موږ ټول یو موټې ېؤ

د عبدالله تګلاره؛

* د افغانستان نظام باید پارلمانې نظام شي

د جهاد په اړه د کاندیدانو څرګندونې

د غني تګلاره؛

* د افغانستان د ولس هر وګړې مجاهد دي، او جهاد کوم خاص ټیکدار نلرې

د عبدالله تګلاره؛

* جهاد ما کړې او زه مجاهد یم، او د ثمرې مستحق هم زه یم

د یو کاندید لخوا بل ته چلنجونه

غني وایې؛

* له ماسره د دین او اسلام پر موضوع مناظرې ته حاضر شه!

عبدالله وایې؛

* دا یوه توکه ده، او بې خندا توکه ده!

غني وایې؛

* زه به د دولت مامورینو ته د تنخاګانو  ورکولو ډاډ ورکړم، او دا چې څنګه، له کوم لورې، زه ئې د حل لاره لرم، او پوهیږم، ځواب ئې له ما سره شته. خو له عبدالله نه وپوښتې چې څه د حل لاره لرې؟

عبدالله وایې؛

* ؟؟؟؟

غني وایې؛

* اقتصادي منظرې ته حاضر شه!

عبدالله وایې؛

* فضأ انتخابات باید قانون مند وسالم باشد

د دواړو ټیمونو شعارونه

* عبدالله؛ اصلاحات و همګرایې

* غني؛ تحول او دوام

د عبدالله ملاتړې ډلې؛

* محمد یونس قانونې
* محمد محقق ( وحدت د ګوند غړې)
* عطأ نور (د بلخ والې)
*ګل اغا شیرزې (لومړې دور د ولسمشرې کاندید)
*حضرت علي ( د پشې توکمو مشر)
*امرالله صالح (روند سبز ډلې مشر)
* خان محمد خان ( د حزب اسلامې قومندان)
* زلمي رسول ( د لومړې دور ولسمشریزه ټاکنو نوماند)
* فوزیه کوفې ( د ولسې جرګې غړې)

د غني ملاتړې ډلې

* جنرال عبدالرشید دوستم ( د جنبش اسلامې مشر)
* کریم خلیلې ( د ولسمشر دویم مرستیال)
*سرور دانش ( د وحدت د ګوند غړې)
* حضرت صبغت الله مجددې
*پیر سید احمد ګیلانې
* اسماعیل یون ( د ملې تحریک مشر)
* داود سلطانزوې ( د لومړې پړأو ولسمشریزه ټاکنو نوماند)
* سید منصور نادرې ( د اسماعلیانو مشر)
* جمعه خان همدرد ( د پکتیأ والې)
* جبار قهرمان( د ولسې جرګې غړې)
* ظاهر قدیر ( د ولسې جرګې غړې)
* حاجې دین محمد
* احمد ضیأ مسعود ( د احمد شاه مسعود ورور)
* حنیف اتمر ( د حق او عدالت د ګوند مشر)
* شکریه بارکزې ( د ولسې جرګې غړې)
* زلمې خلیلزاد ( د جمهورې خواهانو د ګوند مشر)
* او نور غټ او واړه کسان او ډلګې ئې سر سخته ملاتړې دې.

د نوماندانو شخصې سلیقې

غنې؛
* نرې سپینه ږیره
* لنډ ویښتان
* وطنې کالې
* څادر په اوږه
* تسبیح پر لاس
* څپلې په پښو

عبدالله؛
* سره نکټائې په غاړه
* توره دریشې
* نرې توره او سپینه ږیره
* اوږده ویښتان
* چپه کاکل

پورتنې توپیرونو ته په کتنې سره په څرګند ډول موږ لیدلې شو چې چا د ملت خادمیت ته په نره ملا تړلې او څوک د واک تږې دې.

د ټاکنو په ورځ خپله رایې په غور وکاروې!

مننه

اخځلیکونه؛

غني ټکې کام ویب سایټ

ورځنې خبرونه، د تلویزیونو څخه د نوماندانو ژوندې خبرۍ

نوماندانو ټاکنیزو کمپیانونو کې د برنامو د بیانولو ځنې مهم ټکې