د پنجشیر له درده
01.03.2015 14:13له بده مرغه لاتراوسه د پنجشیر پر لیدلو نه یم مشرف شوي. تل غواړم د هیواد ګرد وګرځم، خو ځنې وخت دا کار شونې نه وي.
له ورایه چې پنجشیریان وینم او د هغوي په اړه اورم نو هر پنجشیرې راته د افغانستان بیل ګیټ ښکارېده. او تر ډیر کچه زما دا ګومان پر ځاي هم وو. ځکه، د یوه ملک ټول دولتې لوړپورې چارواکې چې د یو ولایته وي، نو حتمأ به زما په ځیر د پنجشیر بیوزله اوسېدونکو په پیژندلو تیروتلې یاستې.
د ډاکټر صیب نجیب اللَه په وختونو کې مي ګاوڼدې د پنجشیر وو، خوراکې ډیر خواریکښ وو او تل به ئې لور پر اوږه وو، او د پروانې سې په سیمه کې به ئې د کرنیزو ځمکو له پولو څخه خپلې غوا ته واښه راوړل او ماستې او شودو څخه به ئې د خپل ژوند لارې چارې پر مخ بیولې. د هغه د وینا له مخې، چې خپله د پنحشیر ولایت اصلې اوسېدونکې وو، د پنجشیر ولایت (د هغه وخت والسولې) اکثر خلک یا ډرایوران دي او یا هم دهقانان.
خو روستنیو تحولاتو تل ما ته د هغه خبره په زړه راوروله، داسې څه وشول چې یو ځل دا خلک دمخه وزیران، والیان، رییسان او لنډه دا چې د هیواد ټولو کلیدې چوکیو وارثین شول؟
همداشان د کابل ښار ښکلې ماڼې او کور چې ګورې نو د مربوطه ولایات کس به ئې خاوند وي.
اوسنې ناورین چې پر پنجشیر راغلې نو ټول قربانیان ئې د پنجشير ولایت اصلې بې وزله اوسیدونکې دي، او د رسنیو له قوله د قربانیانو شمیره تر دوه سوو رسېږې! د نومړې غمیزې مړو ته د اللّه (ج) له درباره مغفرت غواړم او د پاتې شوو کورنیو، دوستانو او خپلوانو ته د زړه صبر، او ټول افغانان د هغوې په غم کې شریک بولم.
خو، دې غمیزې مې ګاوڼدې بابې مخ ته يوځل بیا نیغ ودراوه. روښتیا چې غریب تل غریب وي او پدې خاورې کې که کلیوال دي ولسمشر هم شې نو تش د هغه جیب به ډکیږې، او د کلۍ ملنګانو پر دسترخوان به وچه ډوډې لمده نشې. که داسې نه واې نو دې ظالمانو خو به د خپل کلۍ د غریبانو پوښتنه هم کړې واي!