د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولې یوه خاصه ډله په موږ واک کوي؟

اباسین جکړ 05.05.2014 19:19

ولسواکې هغه نوي تورئ دي چې مونږ ورسره د څو کالونو را پدې خوا آشنأ شوې یو.

د دي تر مخه هر څوک چې د افغانستان د ولسواکې پر ګدې ناست دي، په یو ډول نه یو ډول یې دا ګدې د ځان پوري تړلې ده او تر مرګ تر دمه د دي ګدې نه لاس پر سر شوي ندي.

د ۲۰۰۱ کال نه را پدیخوا د ولسواکې لومړنې ناندرې پورته شوي، چې په پایله کې ولسمشر کرزي د لڼد مهالې دوري مشر او وروسته د دو ځلو لپاره د منتخب ولسمشر په صفت د ریښتنې ولسواکې پر ګدي کیناست. چې دابهیر تر ډیره بریده یو نوې تجربه وه او په کامیابې سره پر مخ ولاړه.

نن سبأ چې د ولسمشر کرزي د ولسواکې د پایلو وخت دي، نو ځنې پټ رازونه را برسیره کیږې، چې ملت تري خبر ندې.

د ولسمشر کرزي دوره د ټولو هیواد والو په اند د افغانستان په تاریخ کې بې سارۍ دوره وه. سرکونه، برقونه، اوردو، پولیس، دولتې نظام،  اساسې قانون، مقننه قوأ، اجرائيه قوأ، نړیوالو سره اړیکې، ښونځې، لوړې زده کړې، سوداګرې او که لنډ ډول ووایم زموږ هیواد د الف نه تر یأ پوري هر څه ته اړتیا درلوده، او تر ډیره حده دا ټو ل نظام یوې لارې ته برابر شؤ. او  دا هغه ریښتنې ټکې دي چې ملت به پري سترګې نه پټوي.

خو ځنې داسې ټکې هم شته چې په دي دوره کې ئې زموږ اصیل دود، ژبه، وړتیا، توان، واخیست. او د دي ټولو ځواب ګویه به ښاغلې ولسمشر وي!

د هر څه د مخه ولسمشر هغه ډلو او ټپلو د وړتیأ لپارت بې دریغه کار وکړ، او ټول یې د نست نه سته کړل. او اوس دې ډلو ټپلو د ده مخه هم ډبه کړې.

د هر څه دمخه د نظار شورأ په نوم سره غړې که د سفارت وړتیا هم یې نه درلوده د هیواد د سفیرانو دندې د ډاکټر عبدالله د بهرنیو چارو وزرات پر مهال وګمارل.  د کورنیو مافیأ ډلو ته یې د ملې امنیت، کورنیوچارو وزرات، د دفاع وزرات، د لوړو زده کړو وزراتونو اساسې چوکې د هغوي په اختیار کې ورکړي.

دي ډلو دا ځل خپل ځانونه په اساسې ډول شتمن کړل او خپل او خپلوانو اولادونه یې د ملې بودجې څخه د نړې معتبرو پوهنتونو ته جذب کړل.

د کابل د ښار د کارتې پروان سیمه چيرته چې ما خاپوړ کړې وي، د خپل کوچنې والئ نه تر ژڼې توبه چې ما هلته ژوند کړې وو د دي مشخصې ډلې کوم شتون نه وو. او اکثر کورونه د هندوانو او شتمنو افغانانو پورې اړه درلوده. کله چې د ولسمشر کرزي تر سیورئ لاندي د نظار شورأ ته زمینه برابره شوه نو پدې سیمه کې هغه ټول شته خلکو خپل کورونه د خپل عزت او ابرو ساتنې په خاطر په ارزانه بیه پر دغه زرو واکانو وپلورل.

دي ډلې تر ډیره حده ښاغلې کرزي د یو سمبولیک مشر په توګه پر ګدې کینولې وو او کله به هم چې د نغدو د کمې حس کاؤ، نو ولسمشر ته به یې چپنه پر اوږه کړه او نورو هیوادونو ته به یې د سوال په سفر ولیږه. کله به چې د چڼیانو په څیر وظیفه د کلو او کوڅو راټوله کړه نو سیده به د دوي بانکې اکونټونو ته تله. او ملت ته به یې یو بې کیفیته سرک د ښار په منځ کې تیر کړل چې د خلکو خوله چپه پاتې شې.

د فهیم وینأ ګانې اوس هم د میډیا سره شتون لرې چې ویلې " مه دیګر چی کنم این مال و دولته، باردیګاهای مه هم در مکرویان خانه داره".

دي غریبه ملت چې د ولسمشر کرزي ورستیو شپو پر مهال لږ امیدونه راتلونکې ولسمشر ته پیدا شول. نو ولسمشر هلته هم بله لوبه پر مخ کړه او دا ملت یې بیا د یوې ولسوالې تر امر لاندې راؤست.

دا د انسان خاصه ده چې یو کس د چا صفت وکړې نو هغه ځانته تمه پیدا شې، او خپله د ځان سره د خپلې وړتیا سوچ نه کوي، چې زه د دي وړ یم چې دا کار پر مخ یوسم، که نه؟

نه پوهیږم چې ولسمشر خپل ورور، ګل آغا شیرزې، عبدالرب رسول سیاف، هدایت امین ارسلأ او زلمې رسول کې کومې وړټیاګانې لیدلئ وي، چې هغوي یې ولسمشرې ته هځولې وو.

خپل ورور یې چې د یو ولایت پوره رائې هم ورسره نه وي د بل وړ کاندید د رایو خرابولو لپاره د زلمی رسول پورې چې چا پېژانده هم نه،  ونښلوه.

شیرزي چې د کالونو راپدیخوا د ننګرهار والې پاتې شوي وو او د بلدوزر لقب یې هم له ننګرهاره ګټلې وو، د شأ او خوا څو غوره مالانو او ولسمشر پر شأ ؤډبأوؤ،  چې دي او که ندي ستا په سټه کې د دي وطن ابادې ده او بس ته راتلونکې ولسمشر یې! اوس د   پنځوس سنله رایؤ د شمیرو نه دا جوته کیږې، چې يواځې خپلو غوره مالانو رایه یې خپله کړې.

د استاد سیاف استدلال د هیواد د پرمختک لپاره ندې، بلکې د طالبانو د واک پر مهال یې ښه پرمختګ کولایې شو. خو له بده مرغه محترم استاد د خپلې خوښې نظام (طالبانو د واکمنې) پر مهال هم ټوپک په اوږه ګرځآوه.

ښاغلې امین ارسلأ نوم د خلکو تر غوږو لومړې ځل لپاره د کابل د شأ او خوأ خلکو تر غوږو ورسیده او د ټاکنو وروسته لا تر اوسه هم لا په کلو او باڼډو کې څوک نه پیژنې. او که ولسمشرې په دا ډول وې نو راتلونکو ټاکنو په نوم لړ کې به زه هم خپل نوم ورکړم!

جناب زلمې رسول د ولسمشر د خوښې کاندید وو او بې له شکه یې خپله رایۀ هم د همدې ځوان په بکس کې اچولئ. دي جناب د وړ کاندید ډاکټر اشرف غني پر رایؤ ډیره اغیزه لرله او د ډاکټر صیب مخه يې ډبه کړه.

زلمي رسول د کمپاینونو ټول لګښت هم د هغه پیسو له بودیجې نه پر مخ ولاړل کوم چې زما اوستا د حق څخه ښاغلې کرزې په رسمې ډول د احمدشاه مسعود د حقوقو تر نامه لاندې د ضیأ مسعود بانکې اکونټ ته لیږې.

دا ټولې لارې چارې د ښاغلې ولسمشر د ارشاداتو پر اساس او يواځې او یواځې د خاص ټبر په ګټه لږیأ دي او کار کوي. هغه چې وایې؛ نه په ځان دې او نه په بل. هغه زمونږ همدا ښاغلې ولسمشر دي. او د همدي محترم ولسمشر کړنو له برکته به نن سبأ به د افغانستان نوم هم ډیر ژر په خراسان بدل شې.

لا تر اوسه مو د ښاغلې ولسمشر له خولې کله ناکله پښتو اوریدله، خو د همدي ولسمشر د خدمتونو له برکته به په راتلونکو څو ورځو کې د ولسمشرې له درباره په پاخه ډول د پښتو تغر ټول کړې او خپله محترم ولسمشر دي د خراسان تر نامه لاندې خپلو مشورو ته دوام ورکړې.

پاتې د زلمې رسول پلویان سؤ، هغوې دې هم داځل خپلې ګوتې د زمزمو په اوبو پریمنځې که نه د هغوې لمونځ هم نه کیږې. او بې غمه دې د زلمې رسول قرصکې ډول ته قرصکې اټن اچوئ، د ولسمشرې تمې یې بې له هغې هم سر خوړلې.