سرتوری نغمې
پوهنمل محمدوارث 06.01.2014 11:53په ژړا ژړا سرتوری نغمې راغلې
په ګرېوان ئی لارې لارې اوښکې راغلې
چی بدل کړل پتنګانو عادتونه
پښې اېبلې بيا په منډه ډیوې راغلې
په سپرلي کی د مغرورو بلبلانو
له ګواښونو او چلنده ګيلې راغلې
چی د پرښو لوڼې پریوتې له څانګو
له هيبته شونډې وتې وږمې راغلې
سيلۍ تښتي د خزان له ليونتوبه
له چناره د مرغانو نارې راغلې
دا سپرغۍ له کومه ځاېه راورېږي
ای ( وارثه ) ستا غزل نه لمبې راغلې
خبرونه
- په غزه کې د جنګ بندۍ د تازه کوښښونو په لړ کې مصر اسرایل ته پلاوی لېږلی
- تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
- ستاسې غږ
- یورپي اتحاد د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره 17 میلینه یورو مرسته اعلان کړه
- چارواکي: په بلوچستان کې روان کال د پوليو ضد کمپېنونو شمېر زيات شوی
- برازیل په یو هوټل کې د اور لګېدو په پيښه کې لږ تر لږ ۱۰ کسان وژل شوي
- نن او وضعیت
- ستاسې غږ
- شننې او څیړنې، مقالې
- .
- کتابونه پاڼې پاڼې
- .
- روانې چارې او بېلابېل
- .
- بېلابیلې ټولنيزې ليکنې
- .
- علمي لیکنې
- .
- شعرونه
- .
- افغانیزم
Copyright © tolafghan.com 2002-2019