د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب حالت ته یوه کتنه

مسعود موحد 24.12.2013 21:29

د اف ای او د اوسني راپور په اساس، په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ په نړۍ کې، ۸۴۲ ملیونه خلک چې د ټولې نړئ ۱۲ سلنه وګړي تشکیلوي، نه دي توانیدلي چې د خوړو اړتیاوې پوره کړی شي. په هرو اتو کسانو کې یو یې یا له مضمنې لوږې سره لاس او ګریوان دی او یا هم د یوه صحتمند او فعاله ژوند کولو لپاره کافي خواړه نه لري. د دوی لوی اکثریت چې ۸۲۷ ملیونه وګړي کیږي، په پرمختیايي هیوادونو کې اوسي، چیرته چې 14.3 سلنه وګړي کم ودي (Undernourished) هم دي.

د خوړو خوندیتوب څه ته وایي؟
د خوړو د خوندیتوب دوه ډیر عمده تعریفونه، چې د امریکا د کرنې وزارت (USDA) او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د نړیوال سازمان لخوا وړاندې شوي:

”د خوړو خوندیتوب هغه وخت شتون لري کله چې ټول خلک، په ټولو وختونو کې، کافي، صحي او مغذي غذا ته په فزیکي او اقتصادي ډول لاسرسئ ولري، تر څو د یوه صحتمنده او فعاله ژوند کولو لپاره د خوړو، او د خوړو د انتخاب اړتیا کړی شي. (اف ای او)”

“ د ټولو خلکو په واسطه په ټولو وختونو کې کافي غذا ته لاسرسئ تر څو خلک یو فعاله او صحتمند ژوند ولري. (USDA)
پورتني تعریفونه څلور عمده خواوې لري:
د خوړو شتون Availability of Food : په کافي اندازه خواړه باید یا د کورني تولید او یا د وارداتو له لارې تهیه شي او هم په دوامداره توګه شتون ولري. خلک باید خوړو ته اسانه فزیکي لاسرسئ ولري. البته د خوړو د خوندیتوب دا خوا په یوازې ډول نه شي کولی چې د خوړو د خوندیتوب حالت رامنځته کړي، مثلاَ د هند هیواد په کافي اندازه د خوړو تولید لري او د خوړو یو لوی صادروونکی هیواد دی، خو لا تر اوسه یې شل سلنه وګړي وږي دي.
لاسرسئAccess to Food : د خوړو د خوندیتوب دا خوا تر ټولو مهم اړخ بلل کیږي. هره کورنئ باید کافي غذا ته فزیکي، ټولنیز او اقتصادي لاسرسئ ولري، تر څو خپلې غذایی اړتیاوې پوره کړی شي. هره کورنئ باید د دې توان او پوهه ولري چې خواړه په دوامداره توګه تولید یا تهیه کړی شي. که چیرې یو هیواد د خوړو د تولید له لحاظه په خپل ځان متکي نه وي خو د خوړو د خوندیتوب له دې اړخه بسیا وي ( کافي بهرني اسعار ولري، عواید یې زیات وي) بیا هم کولی شي چې په کافي اندازه خواړه تهیه کړي، مثلاَ سعودي عربستان.
ګټه اخستنهUtilization : د خوړو څخه مناسبه ګټه اخستنه تر څو خلک وکولی شي، د خوړو ټول اړین مواد پوره کړی شي. د خوړو د خوندیتوب دا خوا د خوړو د مناسبه پروسس، د ذخیره کولو تخنیکونه، صحي خدمات او د ناروغیو د خپریدو د مخنیوي تخنیکونه هم په بر کې نیسي. د خلکو بدن باید د دې وړتیا ولري چې خواړه او د خوړو مهمې اجزاوې جذب کړی شي.
ثباتStability: دا د خوړو د خوندیتوب زماني اړخ په بر کې نیسي، یعنې خواړه باید د کال په اوږدو کې او هم له یوه کاله بل کال ته په کافي اندازه تهیه شي. د خوړو د خوندیتوب دا خوا د کافي ذخیرې، د پیسو سپما او د فصلونو د له منځه تګ په صورت کې عاجلې مرستې په بر کې نیسي.

په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب عمده خاصیتونه

د افغانستان اقتصاد په کرنه متکي دی، د هیواد عمده تولیدات، غنم، وریژې، جوار، اوربشې، سبزيجات او میوې دي. په مجموع کې تقریباَ ۷۰ سلنه ځمکه کې غنم کرل کیږي او ۱۵ سلنه وریجو، اوربشو او جوارو ته ځانګړی کیږي.
اوږدمهاله جګړې او سیاسي بې ثباتي، کمزورې زیربناوې او سخت جیوګرافیکي جوړښت، هیواد طبعي او اقتصادي ناورینونو سره مخ کړی. په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې کله چې په نړئ کې د خوړو قیمتونه لوړ شول او هم زمونږ د خوړو کورنی تولید کم وو، په هیواد کې په ناڅاپه ډول د خوړو مهمو اقلامو او د ځینو نورو اجناسو نرخونه لوړ شول. له هغه کورنیو چې د عوایدو لویه برخه یې په خوړو مصرفوله، لوړو نرخونو یې د خرید ځواک کم کړ.غریبې کورنۍ یې په ځانګړي ډول اغیزمنې کړې.

پورته ذکر شوي لاملونو د افغانستان د حکومت دا وړتیا کمه کړې، چې د خوراکي توکو د توضیع او د خوړو د عرضې سیستمونه په ښه شکل اداره کړي.

په هیواد کې د خوړو نه خوندیتوب یوه ډیره پیچلي ستونزه ده، چې ډیرې زیاتې سرچینې او لاملونه لري او د ۳۰ سلنه څخه زیات وګړي یې اغیزمن کړي. د ۲۰۰۸ کال د NRVA سروې لاسته راوړنو په اساس په هیواد کې د خوړو نه خوندیتوب په لاندې ډول خلاصه کیږي:

د کورنیو په سطحه، په هیواد کې د خوړو نه خوندیتوب په لویه کچه ، خوړو ته د هیوادوالو ناکافي لاسرسی بلل شوی، چې د کورنیو د کمو عوایدو څخه سرچینه اخلي. سره له دې، هغه کورنئ چې خوړو ته کافي لاسرسئ لري، د خوړو څخه ګټه اخستنه یې کمه ده او هم د خوړو د کم مغذی حالت ښکار شوي، یعنې د خوړو اندازه، کیفیت او په خوړو کې تنوع یې کمه ده. له دې سره سره، په هیواد کې د خوړو نه خوندیتوب د ځیني صحي فکتورونو ، امراضو ... څخه سرچینه نیسي. ځکه نو خوړو ته لاسرسئ باید په لویه کچه د هیواد د خوړو د نه خوندیتوب لامل او د خوړو شتون او د خوړو څخه کمه ګټه اخستنه په هیواد کې د خوړو د نه خوندیتوب نور دوه لاملونه وګڼل شي.

په هیواد کې د غلوجاتو شتون، د غله جاتو په تولید او د دوی په وارداتو پورې تړلی. د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ کلونو تر منځه په هیواد کې د غله جاتو د تولید د ټولې اړتیا تقریباَ درې پر څلور برخې پوره کړي دي، او د پاتې برخې ۷۵ سلنه د وارداتو په واسطه پوره شوې او ۲۵ سلنه د خوړو کسر یا کمبود بللی شو. په افغانستان کې په اقلیم او امنیتي وضعې کې بدلونونه، د غنمو او د نورو غله جاتو تولید بې ثباته کوي.

په ۲۰۰۹ کال کې د NRVA سروې دا په ګوته کړه چې غنم په هیواد کې د ټوله کالوریو د اړتیا، چې ۲۱۰۰ کالوري کیږي، ۶۰ سلنه تشکیلوي، وریجې او جوار په مجموعي ډول ۱۱ سلنه تشکیلوي. په دومره لویه کچه د غنمو مصرف، د خوړو د خوندیتوب لپاره غنم او د غنمو د مارکیټ اهمیت څرګندوي.

په هیواد کې د غنمو تولید هم بې ثباته دی. د افغانستان د غنمو تولید د پاکستان د غنمو د تولید په پرتله پنځه وارې زیات تغیر موندونکی دی(Persaud, 2010).. د دې لپاره چې هیواد په کافی اندازه غنم ولري، افغانستان په خپلو کاروباري شریکانو په ځانګړي ډول په پاکستان متکي شوی. دا چې افغانستان ورسره اوږده پوله او تاریخي اړیکي لري، دا هیواد افغانستان ته د غنمو تر ټولو لوی تهیه کوونکی هیواد دی، چې غنم د اوړو په شکل افغانستان ته صادروي. د افغانستان د غنمو په وارداتو کې د پاکستان سهم د ۵۹ سلنه څخه تر ۷۹ پورې دی.

د افغانستان موسمي حالت او په ځانګړي توګه د دوبي سخته ګرمي او د ژمي د موسم ډیر سوړوالی د هیواد د خوړو په خوندیتوب کې ډیر مهم رول لري. په افغانستان کې د حرارت درجه په ډراماتیک شکل تغیر مومي. په افغانستان کې اقلیم د بحر د سطحې څخه د ځمکې د لوړوالي په اساس هم توپیر مومي. په ډیرو حالتونو کې، د ژمي په موسم کې او په لوړو غرنیو سیمو کې سرکونه اکثره وخت د واورو له امله بند وي، چې د ترانسپورت سیستم یې متاثره کړی او د خوړو خصوصاَ د غنمو په نرخونو کې یې ثبات له منځه وړی.

د غنمو په نرخونو کې لوړوالی، د خلکو په ژوند او بهبود ژور تاثیر غورځوي، د دوی حقیقي عواید کموي، د خوړو په تنوع منفي تاثیر غورځوي او هم یې د اړینې کالوریو په ترلاسه کولو کې کموالی رامنځته کوي. د غنمو په نرخونو کې لوړوالی، د خوړو د نورو مهمو اقلامو استهلاک راکموي.

په افغانستان کې غنم د ګیفن توکو (Giffen goods) او هم د Inferior Goods له جملې ګڼل کیږي. څومره چې په هیواد کې د غنمو بیه لوړیږي، تقاضا ورسره لوړیږي. غنم د افغاني جیرې او د خوړو د مصارفو یوه لویه برخه تشکیلوي، که چیرې غنم قیمته شي، د مستهلکینو په حقیقي عاید کې کموالی رامنځته کیږي، او په دې اساس نور قیمتي خواړه په ارزانه خوړو تبدیلوي او د انرژۍ اړتیا ډیره برخه له غنمو پوره کوي، یعنې د غوښې، میوې... په ځای غنمو ته مخه کوي (سره له دې چې د غنمو بیه لوړه شوي وي، خو بیا هم د نورو په نسبت د انرژئ ارزانه منبع ده). همدارنګه که چیرې د غنمو بیه کمه شي، د مستهلکینو حقیقي عواید لوړیږي او د غنمو پر ځای حیواني محصولاتو او میوو ته مخه کوي.

په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب عمده لاملونه
بې روزګاري
د کورنیو کم عواید او د کارګرو کم مزد
د غنمو او نورو غله جاتو ناکافي کورنی تولید
د حیواني محصولاتو کمیدل
وچکالي او د کرنې لپاره د اوبو کموالی
د څکلو د اوبو د کیفیت خرابوالی
د پوهې او صحې خدماتو کموالی ( په خاص ډول د ښځو لپاره)
د مهاجرینو راستنیدنه او په داخل د هیواد کې مهاجرتونه

له دې علاوه ځینې نور لاملونه چې په لاندې ډول ذکر شوي:

جنګونه: افغانستان د تیرو دریو لسیزو جنګونو ښکار دی، چې د کلیوالي اقتصاد د له منځه تګ، د زیربناوو، لکه د سرکونو، مکتبونو، صحي خدماتو، ابیارئ ساختمانونو او نورو خرابوالي، بهرنئ پانګوونې کموالي او نور حالتونه یې زیږولي. همداراز د طالبانو او داخلي جګړو په وختونو کې، افغانستان د نړیوال اقتصاد څخه ګوښه شوی وو، او بهرنئ پانګوونه د ناامنئ، بې ثباتئ، زیربناوو کمبود او نورو منفي فکتورونو له امله نه ده تر سره شوې.

د صادراتي بازارونو له لاسه وتل: افغانستان به پخوا لاسي اوبدل شوې غالئ، وچې میوې، او نور اقلام صادرول، خو جګړو، ګوښه کیدنې دا مارکیټونه زمونږ څخه واخستل.

د کادرونو فرار: د هیواد څخه د مسلکي او روزل شویو کادرونو فرار، چې نتیجه یې د کادرونو کمبود او په دولتي بستونو کې د غیر مسلکي خلکو ګمارنه ده.

د کوکنارو کر: ځینې افغاني کرونګر د دې پر ځای چې د خوړو حلال فصلونه وکري، کوکنار کري. دا چې د کوکنارو څخه عاید ډیر لوړ وي او نسبتاَ لږو اوبو ته اړتیا لري.

د چاپیریال او طبعي منابعو تخریب: د ځنګلونو له منځه تګ، د ځمکې لاندې اوبو څخه ډیره زیاته استفاده، د خاورې تخریب او نور.

د نفوسو زیاتوالی: په تیرو شلو کالونو کې د هیواد نفوس دوه برابره شوی، نفوس بې له دې چې په منابعو او خدماتو کې پراختیا رامنځته شي زیات شوی.

د تعلیمي سطحې ټیټوالی: په کلیوالي برخو کې خلک د تعلیم په ځانګړي ټوګه د نجونو د تعلیم سره علاقه نه لري. مونږ او تاسو وینو چې چې مکتبونه مو ورانیږي، معلمان مو شهیدانیږي، پر زده کونکو مو تیزاب شیندل کیږي. دغه رویه په جنوبي سیمو کې خورا زیاته ده.

په اقلیم کې بدلون: د اورښتونو کمبود د وچکالئ لامل ګرځیدلی، په هیواد کې د حرارت درجه په عمومي ډول لوړه شوې، چې دا په غرونو کې د وخت څخه مخکې د واورې د ویلي کیدلو لامل ګرځي او د فصلونو د ودې لپاره د فصل په موسم کې د اوبو کموالي رامنځته کیږي.

فساد: اداري فساد افغاني ټولنه په ډیرو برخو کې اغیزمنه کړې.

د غنمو د تولید لوړ مصارف: د کرنې د تولیدي عواملو لوړ قیمت، د مناسبو قرضو نشتوالی او یا د دوی لوړه بیه او نامناسبه کرنیزه پالیسي د دې لامل شوی چې د تولید مصارف ډیر لوړ کړي.