د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کورنۍ د عاید وده The Growth of Household Income

مسعود موحد 23.09.2013 11:42

د افغانستان په یوه کلیوالي سیمه کې یوه داسې کورنۍ په نظر کې ونیسئ چې یو خاوند، ښځه او څلور ماشومان ولري ( دوه نجونې او دوه هلکان) او په پنځه جریبه ځمکه خپل ژوند پر مخ بیایي. دوی په خپله ځمکه غنم او جوار کري او د خاورو خټو جوړ په یوه کوچني کور کې اوسیږي. دا کورنۍ په ډیرې بې وسۍ خپل د وخوره او مه مره ژوند ته په داسې شکل دوام ورکوي چې د عاید منبع یې یوازې همدا ځمکه ده او بله کومه اسره نه لري. دوی د خپلې کروندې ټول محصولات په خپله په مصرف رسوي. ماشومان یې په شاوخوا ګاونډ کې د پخلي د اور لپاره وچ لرګي راټولوي او د څښلو اوبو راوړلو لپاره نږدې چینې ته تګ راتګ کوي.
سږ کال یې د ۶۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت محصولات ترلاسه کړي. که څه هم دا کورنۍ خپل تولید شوي محصولات د کال په اوږدو کې په خپله په مصرف رسوي خو دولت یې د بازار د قیمت په اساس په عوایدو کې شمیري. د دې کورنۍ کلنی عاید ۶۰۰۰۰ افغانۍ او سړي سر عاید ۱۰۰۰۰ افغانۍ کیږي. دولت دا عاید د نورو کورنیو د عوایدو سره جمع کوي ترڅو د هیواد کلنی سړي سر ناخالص ملي عاید محاسبه کړی شي.
د دې کورنۍ سړي سر عاید کم تر کمه په لاندې څلورو لارو زیاتیدلای شي:
1. سپماSaving
کورنۍ خپل غذایی مصرف کموي، کم جوار او غنم په مصرف رسوي. یوه برخه، فرض کړئ شپږمه برخه د مصرف څخه سپموي او په دې حساب له دوی سره لس زره افغانۍ اضافي پاتي کیږي چې وروسته پرې کولی شي د چرګانو په برخه یا د نورو حیواناتو په برخه کې پانګونه وکړي. د لس زره افغانیو په سپما کولو د دې کورنۍ لپاره د عاید یوه بله منبع رازرغونیږي. په اقتصادي اصطلاح کې سپما د دې کورنۍ لپاره د پانګې د تجمع (Capital accumulation) سبب ګرځي چې پایله یې د دې کورنۍ د عوایدو لوړیدل دي.
2. کاروبارTrade
د کورنۍ مشر په خپل چم ګاونډ کې له یوه چا دا زده کوي، چې د ده ځمکه، د سیمي اقلیمي شرایط، د خاورې نوع، اوبه او نور شرایط د زعفرانو د کښت لپاره ښه مساعد دي او زعفران په کابل کې ښه بازارلري، چې له دې لارې به کورنئ وتوانیږي چې د غنمو او جوارو د کښت په پرتله زیات عاید ترلاسه کړي. د ښه سوچ او له خلکو سره له مشورې وروسته د کورنئ مشر زعفران کري او د حاصل راټولولو وروسته یې کابل ته د خرڅلاو په منظور وړي او ۱۲۰۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي. د کورنۍ مشر په ۶۰۰۰۰ افغانیو د راتلونکي کال خوراکي مواد رانیسي (یا یې ساتي او د اړتیا پر وخت یې رانیسي) او نورې شپیته زره افغانۍ ورسره د زعفرانو د تولید له برکته زیاتې پاتې کیږي. د کورنئ سړي سر عاید ۲۰۰۰۰ افغانیو ته لوړیږي. له څو کلونو وروسته په دې سیمه کې د زعفرانو کښت زیاتوالی مومي. د زعفرانو د کښت په زیاتیدو، د زعفرانو د کاروبار یو شرکت رامنځته کیږي، د پروسس، بسته بندئ، د تولید د لیږد، د ذخیره کولو او په نورو برخو کې ډول ډول خدمات د اړتیا په اساس رامنځته کیږي.
دا کورنئ خپل تولید د غنمو او جوارو پر ځای ځکه په زعفرانو بدلوي چې، ځمکه او نور ټول شرایط یې د زعفرانو د کښت لپاره مناسب دي خو د خپلې اړتیا وړ خوړو لپاره په نورو هغو کورنیو تکیه کوي، چې غنم او جوار تولیدوي او په تولید کې یې وړتیا او تخصص لري. له دې علاوه نور اقتصادي فعالیتونه به هم په هغه کاروباري شرکتونو تقسیم شي چې د کورونو په جوړولو، جامو جوړولو، نلدوانئ، بریښنا، ابرسانئ او نورو ډیرو برخو کې تخصص او وړتیا ولري.
3. تکنالوژيTechnology
د ترویج مامور د کورنئ مشر ته دا ور زده کوي چې، د خاورې د حاصلخیزئ په ساتلو کې کوم کارونه باید ترسره کړي، د تخم لپاره د زعفرانو کومه نوعه باید وکري چې حاصل یې هم ښه وي، بازار هم ولري او د امراضو په وړاندې مقاومت هم ولري، د امراضو او هرزه بوټو په کنترول کې له کومې تکنالوژۍ کار واخلي. د کورنئ مشر کروندګر د ترویج د مامور په خبرو عمل کوي او په نتیجه کې یې د زعفرانو حاصل لوړیږي. دا ځل د۱۸۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت زعفران پلوري او د کورنئ سړي سر عاید ۳۰۰۰۰ افغانیو ته لوړیږي.
4. د منابعو پراختیاResource Boom
دا کورنئ دوه جریبه نوره ځمکه هم لري، چې له پخوا د پانګې د نه موجودیت له امله نه دې توانیدلي تر څو د کښت وړ یې وګرځوي. دا چې اوس کافي پانګه لري د کښت لاندې یې راولي او په دې ترتیب خپل عاید د غنمو او جوارو د عاید په پرتله څلور چنده لوړوي.
پورتنی څلور پروسې د عاید د ودې او د اقتصادي پرمختګ ډیرې عمده لارې دي، البته د عاید د لوړوالي پروسه تر دې ډیره پیچلې ده خو په دې څلورو نقاطو په لنډ ډول په ډیره اسانئ تشریح کیدلی شي.
د یوه هیواد په ناخالص ملي تولید (GDP) کې لوړوالی عموماَ د پورتنیو څلورو پروسو په یو وخت تر سره کیدلو نتیجه ده. سپما او د پانګې تجمع، تکنالوژيکي مثبت بدلونونه، د منابعو پراختیا او د کاروبارونو او تخصص پراختیا د سړي سر عاید د زیاتوالي باعث ګرځي.
که څه هم په پورتني مثال کې یوازې یوه کورنئ ذکر شوې، خو د دغه پروسو څخه هره یوه یې په زرګونو او ملیونونو کورنیو چې د بازار، تجمعي فعالیتونو او د عامه پالیسیو او دولتي پانګوونو په وسیله سره نښلول شوي، عملي کیدلای شي.
د کورنیو په عوایدو کې کمښت
په عمومي ډول لاندې ذکر شوي عوامل د کورنیو د عوایدو د کموالي لامل ګرځي:
1) د سپما نشتوالی Lack of Saving
فرض کړئ چې کورنئ د غنمو او جوارو حاصلات یوازې او یوازې د دوی د کال خوراک تشکیلوي، ټول تولید په خپله په مصرف رسوي، د راتلونکي کښت د کیمیاوي سرو پیرودلو لپاره نشي کولی چې پیسې پیدا کړي نو د راتلونکي کال د غنمو او جوارو حاصلات به یې لا کم وي او ورسره د کورنئ سړي سر عاید لا کمیږي.
2) د کاروبار نشتوالی Absence of Trade
بل حالت: سره له دې چې کروندګر د زعفرانو د کښت او ډیرې ګټې خبر هم دی خو نوموړی د زعفرانو د بازار په اړه تشویش لري، په سیمه کې د زعفرانو کاروباریان هم وجود نلري او د کابل د بازار څخه ناخبره دی او یا کابل ته تګ راتګ ورته ستونزمن دی. کروندګر د زعفرانو د کښت د ټولو ګټو سره سره بیا هم په دې فکر کې دی، چې که زعفران یې پیسې ونکړي نو څنګه به د راتلونکي کال د کورنئ د اړتیا وړ خواړه په بازار کې راونیسي. ځکه نو د زعفرانو د کښت څخه صرف نظر کوي او بیا غنم او جوار کري او په تولید یې خپل د ګذارې ژوند ته ادامه ورکوي. په دې ترتیب نور اړونده خدمات او کاروبارونه هم کمیږي او یا له منځه ځي.
3) تکنالوژيکي اوښتنه Technological Reversal
که خدای مکړه، لکه څنګه چې په افغانستان کې زیات پیښیږي، د دې کورنئ ماشومان خپل پلار د سړک د لارې بم یا کوم ځانمرګي برید او یا د کومې بلې بلا په واسطه له لاسه ورکړي، مشر ماشوم مجبور دی چې د دې کورنئ سرپرستي په غاړه واخلي. دی لا تر اوسه د کروندې په چارو کې پوره مهارت او وړتیا نه لري. په پایله کې، راتلونکی فصل لمنځه ځي او د کورنۍ غړي دې ته اړ کیږي، چې په کلي ولس کې د یوه بل چا په خیرات او زکات تکیه وکړي. د تکنالوژيکي پوهې د کمښت له امله د کورنئ عاید صفر ته رالویږي. تکنالوژيکي پوهه (په کرنه کې Know-how) په اتومات ډول او یا لکه د نورې دارئي په شان نه میراثیږي. هر نوی نسل تکنالوژيکي پوهه د وخت په تیریدو ترلاسه کولی شي.
4) په طبیعي منابعو کې کموالی Natural Resource Decline
بل امکان د دې شته چې، د دې کورنئ نیمایی ځمکه د کوم طبیعي افت د بیلګې په توګه سیلاب، په واسطه لمنځه ځي، فصل یې هم نیمایی له منځه ځي او د کورنئ ټول عاید ۳۰۰۰۰ افغانیو ته راکمیږي، چې په همدې ترتیب د خوراکي نه خوندیتوب غمیزې سره مخ کیږي. یا هم دا کورنئ د کیمیاوي سرې پیرودلو پیسې نه لري او نه هم د نایتروجن نصبوونکو نباتاتو د کرلو په اړه پوهه لري، چې د وخت په تیریدلو، خاوره د نایتروجن څخه پاکیږي، حاصلخیزې یې له منځه ځي، حاصلات او عاید یې نیمایی راکمیږي.
5) طبیعي پیښې Natural Disasters
طبیعي پیښې لکه وچکالي، سیلابونه، د ګرمو هواوو څپې، یخ وهنه، نباتي ناروغي، د کورنی د غړو ناروغي او داسې نور، د کورنۍ د کال عایدات زبیښي.
6) د نفوسو زیاتوالیPopulation Growth
بل حالت: یو نسل تیریږي، والدین مري، او ۵ جریبه ځمکه د دوو ځامنو تر منځ ویشل کیږي او هر یو یې جلا جلا د شپږو تنو کورنۍ خاوند ګرځي. د کورنۍ سړي سر عاید نیمایی ته رالویږي، ځکه د ځمکې مساحت کې پراخوالی او په تولید کې زیاتوالی نه دی رامنځته شوی، خو د کورنئ د غړو شمیر چې په همدې پنځه جریبه ځمکې ژوند کوي دوه چنده شوی. دا تجربه د افغانستان د کلیوالي سیمو په خلکو کې په ډیره اسانئ لیدلی شو.
پورتني نقاط د یوې کورنۍ اقتصادي وده او رکود په ډیر اسانه او ساده ډول ښودلی شي. په یوه هیواد کې، د اقتصاد د پراختیا د یوه متخصص لومړی دنده دا ده چې د همدې هیواد د وضعیت سره سم ځان په دې وپوهوي چې د پورتنیو ذکر شویو پروسو څخه کومه یوه یې کار کوي او کوم یو یې کار نه کوي. یوازې په دې پوهیدنه بسنه نه کوي، چې د یوه هیواد اقتصاد د رکود په حالت کې دی. باید په دې وپوهیږي، چې ولې یو هیواد د اقتصادي ودې په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی او وروسته باید اقدام تر سره شي.