د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان فزیکي جغرافیه او اقلیم

مسعود موحد 24.07.2013 21:05

اقلیم او د ځمکې لوړوالی او ژوروالي د تاریخ په اوږدو کې د هیواد په سیاسي او اقتصادي وضعې ژور اثر لرلی دی. افغانستان وچ او نیمه وچ اقلیم او زیږه او کلکه اراضي لري چې د خورو ورو درو، اسمان څکالو غرونو، دښتو، غونډیو او څړځایونو درلودونکې ده. د هیواد ۸۵ سلنه اراضي په غرونو او دایمي څړځایونو پوښل شوې ده چې له جملې یې دوه برخې د هیڅ یا ډیر کم نباتي پوښښ درلودونکې ده.

د افغانستان فزیکي جغرافیه
د افغانستان د اراضئ په شکل او جوړښت کې په لویه کچه توپیر لیدل کیږي، د افغانستان جغرافیاوي جوړښت د یوه ځای څخه بل ځای ته حتی په ډیره کمه فاصله کې ډیر توپیر لري. افغانستان په ختیځو سیمو کې شنې درې، په شمالي سیمو کې همواره او شنه څړځایونه، په مرکزي سیمو کې اسمان څکالي او لوړ غرونه او په جنوب لویدیځو او لویدیځو سیمو کې دښتې او نیمه دښتې سیمې لري.
د افغانستان ډیره د پام وړ او بارزه جغرافیاوي څیره یا بڼه د هندوکش د غرونو هغه ستره او اوږده لړئ ده چې د شمال ختیځ برخو څخه د سویل لویدیځو برخو پورې غځیدلې ده، دغه لړئ په تدریجي ډول د عرض البلد د توپیر په اساس کموالی مومي. د افغانستان د غرونو تر ټولو لوړه څوکه نوشاک (Nowshak) ده چې ۷۴۲۰ متره یا ۲۳۰۰۰ فټه لوړوالی لري. د بدخشان د واخان په سیمه کې د لوړو څوکو لرونکو غرونو لړئ په وسطي ډول لسو زرو فوټو پورې لوړوالی لري او دا د نړئ یو له نه سپړل شویو سیمو ګڼل کیږي. د افغانستان تر ټولو ټیټه سیمه ۲۵۸ متره لوړوالی لري چې د امو دریا په غاړه د ازبکستان سرحد سره په اوږدو پرته ده.
دافغانستان جغرافیایی موقعیت د ځمکی په سویل ختیځه نیمایی کی د شمالی عرض البلد د ۲۹ درجو؛ ۳۱ د قیقو او ۳۸ درجو ؛ ۳۰ دقیقو ترمینځ او بیا د ختیځ طول البلد د ګرینویچ نصف النهاره څخه د ۷۵ درجو او ۶۰ درجو؛ ۳۱دقیقو کی پرته ده .
افغانستان په دریو مختلفو جغرافیاوي ساحو ویشل شوی: مرکزي لوړې سیمې، جنوبې سیمې، او شمالي پراخې سیمې. مرکزي لوړې سیمې یې د همالیا د غرونو ادامه ده چې د هندوکش د غرونو لړئ په بر کې لري او د افغانستان تر ټولو ډیره غرنئ سیمه ګڼل کیږي. دا سیمې په ژورو، نریو او شنو درو پوښل شوی. په دې سیمو کې هغه لارې چې چین او د هند نیمه قاره د هیواد لویدیځ او شمال ته پرتو هیوادونو سره نښلوي ډیر اهمیت لري.
جنوبي سیمې دښتي او نیمه دښتي اقلیمونه لري چې ډبرینې، شګلنې او مالګینې دښتې دي. د هیواد جنوب لویدیځه برخه د سیستان د حوزې په نامه یادیږي او د دې برخې خاوره کمه حاصلخیزه ده.
شمالي سیمې اکثره پراخه او حاصلخیزې کرنیزې ځمکې لري، چې دا ځمکې د خوراکي توکو د تولید له پلوه د هیواد په خوراکي خوندیتوب کې ډیر ارزښت لري. په دې سیمو کې په لویه پیمانه منرالي ذخیرې او طبعي ګاز هم شتون لري.
هندوکش او نور غرونه په ډیر شمیر لارې لري چې یوازې یو څو یې مناسب او جوړ سرکونه دي او نورې یې د ژمي په موسم کې د واورو له امله بندیږي. د اوړي په موسم کې لارې د لویو وسایطو لپاره د استفادې وړ ګرځي، خو اسان، کچرې او اوښان اوس هم په ډیرو سیمو کې د ترانسپورت وسیلې دي.
د هندوکش په لویدیځو برخو کې، ځمکه په تدریجي ډول سلوپ کموي او په وچو او نیمه وچو شګلنو او ډبرینو دښتو تبدیلیږي. د هیواد اکثره سیندونه د هندوکش څخه سرچینه اخلي. د هیواد اکثره اوبه د هغه لویو سیندونو څخه راځي چې ویلی شوې واوره په بر کې لري او په ټیټو سیمو کې بهیږي چې کله کله په خوړونو او سیلابونو اوړي او دا سیلابونه اکثره وخت په کلیو او بانډو کې فصلونه زیانمنوي چې له دغه سیلابونو هر کال په اوسط ډول څلور سوه زره هیوادوال اغیزمنه کیږي.
د هیواد سیندونه دا ظرفیت په ځان کې لري چې د اوبو د ذخایرو، او نورو اوبو لګولو ساختمانونو او پروګرامونو پواسطه پراخه وچې سیمې خړوبې کړي خو د هیواد کمزوری اقتصادي او سیاسي وضع د دې لامل شوی چې د هیواد اتیا سلنه اوبه بې له دې چې استفاده ترې وشي نورو هیوادونو ته وبهیږي او د پاتې اوبو هم ډیره برخه ضایع شي.

د افغانستان اقلیم
اقلیم په یوې سیمې باندې د حرارت د درجې او لندبل منځني حالت ته وایی یا هم اقلیم په يوه خاصه سیمه کې د اوږده مهال لپاره(عموماَ دیرش کاله) د اورښت، حرارت، لندبل، باد او ځینو نورو پدیدو وسطي حالت دی.
افغانستان یو له هغه هیوادو څخه دی چې اقلیم یې د یوې سیمې څخه بلې ته، د یوه موسم څخه و بل موسم ته او حتی له شپې څخه ورځې ته ډیر توپیر مومي. افغانستان په عمومي ډول د وچ Arid، نیمه وچ Semi Arid اقلیم درلودونکی دی. ژمی یې ډیر زیات سوړ دی او دوبی یې ګرم او وچ دی. د دوبي د جولای په میاشت کې په سویلی لویدیځو برخو(زرنج) کې د حرارت درجه تر ۵۱ درجو د سانتي ګراد پورې لوړیږي (۱۲۴ درجې د فارنهایټ) او په مرکزي غرنیو سیمو(چغچران) کې تر منفي شپږ څلویښتو درجو د سانتي ګراد پورې راغورځي.
شمال ختیزې سیمې د نیمه سړو Sub Arctic اقلیم درلودونکی دي چې یخ ژمی او تود، وچ دوبی لري. د پاکستان سره سرحد لرونکې غرنئ سیمې په اوړي او د مون سون په موسم کې د استوایی سیمو د هوا کتلې ترلاسه کوي چې د هیواد جنوبي او ځینو مرکزي سیمو ته رطوبت او اورښت راوړي.
دغه اقلیم چې د Maritime Tropical په نامه یادیږي د یادو سیمو لپاره خورا ارزښت لري. که چیرې د هوا دغه کتلې (مون سون ) په خپل وخت تر لاسه شي او په مناسبو زماني فاصلو وویشل شي د سیمې بزګرانو ته ترې ډیره فایده رسي، په غیر له دې لاندې شکلونه یې په یادو سیمو کې د موسمي وچکالئ سبب ګرځي:
ـ د مون سون اورښتونو ډیر ځنډLate onset of monsoon
ـ له وخت څخه مخکې د مون سون اورښتونو وریدنه Early withdrawal of monsoon
ـ د مون سون د اورښتونو وریدو تر منځ اوږده فاصله Long dry spell during monsoon
وچې سیمې هغه سیمې دي چې کلنی اوسط اورښت پکې په عادي حالاتو کې تر ۵۰۰ ملي مترو کم وي او یا هم په غیر عادي حالاتو(غیر عادي زماني ویش) کې تر ۷۵۰ ملي مترو کم اورښت ولري. افغانستان په عموم کې تر۲۵۰ ملی مترو په شاوخوا اورښت لري، او په همدې اساس په عمومي ډول افغانستان ته د وچ اقلیم لرونکی هیواد ویلی شو.
د افغانستان تر ټولو ډیره مرطوبه سیمه د سالنګونو شاوخوا سیمه ده چې په هندوکش کې قرار لري، چې وسطي کلنی اورښت پکې تر ۱۱۰۰ ملي مترو اوړي. تر ټولو زیات اورښت د پسرلي او ژمي په موسم کې وي. په جنوبي وچو دښتو کې اوسط کلنی اورښت عموماَ تر سل ملي مترو کم وي او د امو سیند په دره کې تر دوو سوو ملي مترو پورې اورښت اوري. په پسرلي او د دوبي په لومړیو کې د واورو ویلي کیدنه په لویه پیمانه د ځمکې د خړوبولو اوبه تهیه کوي. که چیرې په پسرلي کې هوا ډیره توده وي نو په یو وار او یا په چټکئ د واورې ویلی کیدل د لویو سیلابونو سبب کیږي.