د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسلام د پرمختګ دین دی

مسعود موحد 08.06.2013 13:28

اسلامي نړۍ په تیرو څو پیړیو کې د غربي هیوادونو په خلاف په ساینسي پرمختګونو او له نویو پرمختللو ساینسي او تکنالوژيکي وسایلو څخه په ګټه اخستنه کې ډیره کمه ونډه درلودې ده.

مسلمانان په ډیر لوی توپیر وروسته پاتې دي او په دې نه دي توانیدلي چې د غربیانو لخوا د شویو ساینسي پرمختګونو سره سیالي وکړي.

که اسلامي هیوادونه د غیر اسلامي هیوادونو سره پرتله کړو نو ښکاره به شي چې اسلامي هیوادونه په اوس وخت کې د ساینس اوتکنالوژۍ په هر ډګر کې شاته دي. مثلاَ:

۴۱ لوی اسلامي هیوادونه چې د نړۍ شل سلنه وګړي تشکیلوي د نړۍ یوازې پنځه سلنه عصری تکنالوژيکي محصولات تولیدوي سربیره پر دې دا محصولات د کیفیت له پلوه هم ډیر ټیټ دي.

امریکا پر یو ملیون وګړو کې ۵۰۰۰ ساینسپوهان لري، ولې مسلمانان یوازې ۲۳۰ لري.

اسلامي هیوادونه د خپل ناخالص ملي عاید یوازې ۲ سلنه په څیړنو مصرفوي، ولې نور هیوادونه په سلو کې ۵ مصرفوي.

د نړۍ ټول ۵۷ اسلامي هیوادونه یوازې د ۵۰۰ لوی پوهنتونونه لري خو له دې پوهنتونونو څخه یو یې هم په لومړیو ۵۰۰ پوهنتونونو کې نه راځي، حال دا چې یوازې په امریکا کې ۵۷۵۸ پوهنتونونه شته دي.

په عیسایانو کې د سواد کچه ۹۰ سلنه ده، ولې په مسلمانانو کې یوازې ۴۰ سلنه ده.
په پنځلسو هیوادونو کې چې د وګړو اکثریت یې عیسویان تشکیلوي ۱۰۰ سلنه د سواد کچه لري ولې داسې یو اسلامي هیواد هم نشته.

پاکستان د پرمختللي تکنولوژيکي محصولاتو ۰.۹ سلنه او سعودي عربستان ۰.۲ سلنه صادرات لري ولې سنګاپور د یادو محصولاتو ۶۸ سلنه صادروي.

په دې اړه ځینې غربيان ادعا لري چې شریعت او اسلام هغه وخت ښه کار کاوه کله چې د نړۍ اقتصاد یوازې او یوازې په کرنې پورې تړلی وو او دا چې اسلام په اوسنۍ صنعتي او تجارتي نړۍ کې ناتوانه دی.

دوی ادعا کوي چې اسلام په معاصره نړۍ کې هیڅ ځای نه لري او مسلمانان یې له زمانې شاته غورځولي دي.

په دې کې هیڅ شک نشته چې مسلمانانو په پخوا وختونو کې بی ساری پرمختګ درلود او اسلامي خلافت د څلورو پیړیو لپاره نړیوال ځواک پاتې شوی دی خو اوس د ساینس او تکنالوژۍ په پرمختګ کې د مسلمانانو دومره وروسته پاتې والی حیرانوونکي دی.

مسلمانان شاوخوا یوه زریزه پخوا په ساینس کې د نړۍ مخکښ خلک وول چې په هغې وخت کې د مسلمانانو او د لاتیني امریکا او افریقا خلکو ترمنځ توپیر د مسلمانانو دغه لوړتیا وه.

د اسلامي تاریخ طلائي دوره (۹۰۰-۱۲۰۰ میلادي کلونه) د اسلامي نړۍ د ساینس د اوج دوره وه چې بغداد، دمشق، قائره او نورو ښارونه یې په هغه وخت کې په ټوله نړۍ کې وځلول او مسلمانانو د طب، اګرانومۍ، بوتاني، ریاضي، کیمیا او د فزیک په علومو کې بې ساری پرمختګ درلود.

د اسلامي خلافت پراخه کیدلو په هغې وخت کې د کرنې سکتور ته پرمختګ ورپه برخه کړ، یاد سکتور په هغې وخت کې د اقتصاد عمده او مرکزي سکتور بلل کیده، چې اکثره خلک په کې بوخت ول او په دې سکتور وضع شوې ماليې د خلافت د مالي چارو په سمبالولو کې ډیره ونډه درلوده.

حقیقت دا وو چې د اسلامي قوانینو او اساساتو تطبیق او د اسلام په حقیقي معناوو پوهیدنه هغه څه وو چې خلافت ته یې عظمت ورپه برخه کړ.

خو په صنعتي انقلاب کې چې په ۱۷۸۰-۱۸۴۰ کلونو کې رامنځته شو عثماني خلافت او مسلمانان کمزوري شول، په دغه دوره کې په اسلام باندې پوهیدنه کمه شوه او دا د دې لامل شو چې مسلمانان د ساینس او تکنالوژۍ په اړه نا سم تصور وکړي.

همدا راز په صنعتي انقلاب کې د اسلام او مسلمانانو نه شتون د دې لامل شو چې مسلمانان د ساینس او تکنالوژۍ څخه لرې پاتې کړي.

معلومه شوه چې دا اسلام نه دی چې مسلمانان یې شاته غورځولي بلکې د اسلام نه شتون او د مسلمانانو ضعف دی چې اسلامي نړۍ ته یې ستونزې راولاړې کړي او مسلمانان یې وروسته پاتې کړي.

اسلام نه یوازې د نویو پرمختګونو ضد دین نه دی بلکې لارښوونې یې تکنالوژۍ او ساینسي پرمختګونو ته لا زمینه برابروي.

هرهغه څه چې ساینس، تکنالوژي او صنعت یې د انسانانو د ژوند د ښه والي لپاره په نظر کې لري اسلام یې هم د انسانانو په ژوند کې د خوشبختیو د رامنځته کولو په موخه په بر کې لري که هغه په طبعیت کې د شته واقعیتونو مطالعه ده او که د هغه پدیدو اداره او مطالعه ده چې د انسانانو د ژوند د ښه والي لپاره په کار وړل کیږي او دا په ساینس او د ساینس په مختلفو برخو باندې د اسلام لید دی.

اسلام دا موضوع په مختلفو ایاتونو او احادیثو کې وړاندې کوي چې له جملې یې ځینې ایاتونه لاندې ذکر شوي:

هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جمِيعًاَ

الله هغه ذات دی چې پیدا کړي یې دي تاسې ته ټول هغه شیان چې په ځمکه کې دي ټول. البقره ۲۹

أَلَمْ تَرَوْا أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلا هُدًى وَلا كِتَابٍ مُنِيرٍ ( 20 )

ایا نه وینئ تاسې ای انسانانو چې بیشکه الله مسخر کړي (په کار اچولي دي) تاسې ته هر هغه څه چې په اسمانونو کې دي او هر هغه څه چې په ځمکه کې دي او پوره کړی دی الله په تاسې نعمتونه خپل هم په ښکاره او هم په پټه.

الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ فِرَاشاً وَالسَّمَاء بِنَاء وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقاً لَّكُمْ فَلاَ تَجْعَلُواْ لِلّهِ أَندَاداً وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ(22)
سورة البقرة

هغه رب چې ګرځولی یې دی تاسې ته ځمکه فرش او اسمان چت او نازلې کړي یې دي له اسمانه اوبه، پس را ویې ایستې په دې اوبو سره له هر ډول میوو څخه روزي تاسې ته نو مه ګرځوئ له الله تعالی سره شریکان حال داسې تاسې پوهیږئ (چې الله شریکان نه لري).

وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً مُبَارَكًا فَأَنْبَتْنَا بِهِ جَنَّاتٍ وَحَبَّ الْحَصِيدِ
(۹)ق

او نازلی ښکته کړي دي مونږ له طرفه د اسمانه اوبه ډیرې برکتناکې نو زرغونه مو کړل په دغه اوبو سره باغونه ( چې هر راز میوې لري) او دانې کښت چې فصل یې ریبلی کیږي.

دغه ایاتونه په کلي توګه په ځمکه کې د موجوده اشیاوو کارولو ته اجازه ورکوي او دا د اسلامي قاعدې (ټول شیان اصولاً مباح او روا دي، تر هغه چې کوم دلیل د هغه په حرمت دلالت ونه کړي) اساس ګڼل کیږي.

ځکه نو ټول ساینسي او تکنالوژيکي شیان مباح دي مګر استعمال یې محدود دی او شرعي ثبوت غواړي. د بیلګې په توګه: د لرې واټن هدف ویشتونکو توغنديو جوړول په اسلام کې جواز لري ولې استعمال یې شرعي اصولو او پوهې ته اړتیا لري.

د لرې واټن ویشتونکي توغندي کیدای شي په مسلمانانو تجاوز کوونکو باندې وکاریږي او یا هم پر بې ګناه وګړو.

اسلام د طب، انجینری، ریاضي، ستور پیژندنې، کیمیا، فزیک، کرنې، صنعت، مخابراتو( د انټرنیټ په شمول) ،د بیړۍ چلونې، جغرافیې او نورو علومو مطالعې او استعمال مخه نه نیسي بلکې جواز ورکوي.

اسلام ټولو حربوي او غیر حربوي وسایلو، مشینرۍ، سپوږمکۍ، اتومي تکنالوژۍ، ترانسپورتي وسایطو، رادیو، تلویزیون او ټولو هغه اشیاوو ته چې انسانانو ته مفیدیت ورپه برخه کوي جواز ورکوي مګر چې حرمت یې په شرع کې په واضحه توګه ثابت وي.

روښانه شوه چې اسلام د کاره لویدلی یا له تاریخه لویدلی دین نه دی بلکې د اسلام په اړه ناسم تصور او په اسلام نه پوهیدنه ده چې غربیان یې تاریخ تیری دین بولي او مسلمانان یې د ساینس او تکنالوژۍ ورسته پاتې کړي او که چیرې د اسلام دین په ټوله مانا وکارول شي د اسلامي نړۍ اوسنی حالت به تغیر ومومي.

دا چې مسلمانان څنګه د ساینسي پرمختګونو څخه لرې پاتی شول وړاندې یې ذکر وشو، هغه ستونزې چې اوس اوس اسلامي هیوادونه ورسره لاس او ګریوان دي یو څو یې ذکر کووم:

په اسلامي هیوادونو کې ناپوهه خلک، چې د ساینس او تکنالوژۍ مخالفت کوي او دې ته د ماده پرستۍ په سترګه ګوري او یا یې د بد اخلاقي او فساد منشا بولي، متاسفانه چې زمونږ هیواد له دې ډول ستونزې ډیر رنځ وړي.

دیکتاتوري نظامونه او په اسلامي هیوادونو کې بې ثباته سیاسي وضع.

د اقتصادي ثبات نشتوالی.

په ملي سطحه د معیاري او پرمختللو څیړنیزو ادارو نشتوالی ، مسلمان څیړونکي او محصلین اوس هم اړ دي چې د لوړو زده کړو خپل هیواد پریږدي.

د دې لپاره چې مسلمانان یو ځل بیا په نړئ کې وځلیږي باید:

د ژوند د نورو برخو سره سره ساینس او تکنالوژئ ته ډیره توجه وکړي.

اسلامي هیوادونه باید خپلوخلکو کې ساینسي ویښتابه رامنځته کړي او د دې په استفادې په اسلامي نړۍ کې بدلون رامینځته کړي همدارنګه د لازم مدیریت له لارې دغه بدلونونو ته پراختیا ورکړي.

اسلامي هیوادونه باید د پوهنتونو او نوروعلمي مراکزو په پراختیا ډیر تمرکز وکړي.

د عصري پوهي په ترلاسه کولو کې باید هر مسلمان خپله همکاري ونه سپموي.

مسلمانان باید په خپلو سلوک او کړو وړو کې بدلون رامنځته کړي، هر مسلمان باید مسئولیت او دسیپلین منلو ته قائل واوسي، قانون او مقرراتو ته درناوی ولري، نورو ته درناوی ولري، د غوره کارونو کولو لیواله اوسي او ستونزې وزغمي.
(زمونږ کامیابي یوازې او یوازې په پوهه کې ده)