د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اوزون د طبقې تخریب

مسعود موحد 18.09.2013 20:59

د تیرو څو لسیزو راپدی خوا په نړئ کی ګڼی چاپیریالی ستونزې رامنځ ته شوی، چی د نړئ د خلکو ژوند یې ګواښلی. د خلکو د ژوند سطحې د لوړیدو سره سره د طبیعي او چاپیریالي زیرمو د لمنځه تلو او یا تخریبیدلو جدي ستونزه رامنځته شوی، چې د راتلونکو نسلونو او حتی د شته خلکو روغتیا او ژوند اغیزمنوي او هم دوی له اقتصادي تاوان سره مواجه کوي. د اوزون طبقه چې د لمر د مضره وړانګو لپاره ځمکې ته د رسیدو یو لوی او مهم خنډ دی، بدبختانه چې د تیرو څو لسیزو راپه دیخوا په هره لسیزه کې څلور سلنه تخریبیږي او د تخریب اغیزې یې په نړۍ کې لیدل شوي.

د اوزون د طبقې د تخریبیدو د مخنیوي په موخه د 1987 کال د سپتمبر په شپاړسمه د کاناډا د مونټریال په ښار کې یو پروتوکول لاسلیک شو، چې د هغه موادو د نه تولیدولو پریکړه په کې وشوه چې د اوزون طبقه تخریبوي. دغه پروتوکول د 1989 کال د جنوری میاشتې څخه وروسته عملي کړی شو اوتر اوسه 197 هیوادونو لاسلیک کړی. په دوه زره څلورم کال کی دغه پروتوکول د افغانستان داسلامی جمهوریت لخوا هم لاسلیک شو. دافغانستان د چاپیریال ساتنې د ادارې په چوکاټ کی د اوزون د طبقی د تخریب د مخنیوی لپاره یوه څانګه جوړه شوی ترڅو په هیواد کی د دغې طبقې د تخریبیدو مخنیوی وکړي او په دې اړه عامه پوهاوی زیات کړي. هیله ده چی هیوادوا او افغان دولت د دغې طبقی د تخریب د مخنیوی په اړه لازم اقدام وکړي.

د سپتمبر میاشتې شپاړلسمه نیټه د نړۍ د اوزون د ورځې(World Ozone Day) په نامه یادیږي او هر کال لمانځل کیږي.

اوزون څه شی دی؟
د اوزون طبقه د ځمکې د اتوموسفیر هغه طبقه ده چې د یو وي (Ultra-Violate) وړانګې جذبوي. په دې طبقه کې د اوزون یا درې اتومه اکسیجني مالیکولونه (03) متراکم شوي. که څه هم اوزون د ځمکې د اتوموسفیر ډیره کمه برخه ده ( په یو میلیون کې یوازې 0.6 برخې) خو د ټولو ژوندیو موجوداتو د ژوند لپاره ډیر اړین بلل کیږي. دا طبقه د ځمکې د سطحې څخه په لس کیلومترو لوړوالي د سټراټوسفیر د طبقې په لاندینئ او یا د اتوموسفیر د طبقې په پورتنئ برخو کې وجود لري. د دې طبقې پنډوالی د جغرافیایې سیمو توپیر او مختلفو موسمونو ته توپیر مومي. دا طبقه تر 99 فیصده پورې د یو وي وړانګې جذبولی شي، په دې طبقه کې سوري او یا د دې طبقې تخریب د ځمکې پر مخ یو لوی ناورین رامنځته کولی شي.

د اوزون طبقه د لومړي ځل لپاره د فرانسوي فیزیک پوهانو Charles Fabry او Heneri Buissonپه واسطه وپیژندل شوه او لا زیاتې څیړنې په کې د یوه برتانوي هوا شناس G.M. Dobson په واسطه تر سره شوې. نوموړي د سټراټوسفیر د طبقې د اندازه کولو لپاره د سټراټوسفیر میټر (Stratospheremeter) په نامه یوه اله ایجاد کړه، چې د اوزون د طبقې په نظارت کې ترې استفاده کیدله.

د اوزون طبقه څنګه تخریبیږي؟
په عمومي ډول د اوزون طبقه په دوه ډوله تخریبیږي. په دوامداره ډول بطي تخریب، چې د 1970 کال راپه دیخوا په هره لسیزه کې په اوسط ډول څلور سلنه تخریبیږي او د اوزون په طبقه کې موسمي سوري، چې هر کال په یخو او اوچتو سیمو کې منځته راځي.

د اوزون طبقه د کلورین د اتومونو، د کلورو فلوروکاربن (CFC) مالیکولونو، د برومین د اتومونو او د هیلون د ګاز په وسیله تخریبیږي. د هیلون ګاز او کلورو فلوروکاربن د انسانانو د مختلفو فعالیتونو، د مختلفو شیانو استعمال لکه یخچالونو، ایرکنډیشن، بیخوده کوونکو دواګانو، سپری ګانو، اور وژونکو وسایلو او هم د ځینو اشیاوو په تولید لکه Styrofoam (یو ډول سپین رنګه پلاستیکي شی دی چې د تودوخې د عایق او هم د نازکه شیانو د ماتیدو د مخنیوي لپاره استعمالیږي) رامنځته کیږي.

په لومړیو وختونو کې داسې فکر کیده چې د هیلون ګاز او کلوروفلوروکاربن به چاپیریال ته کومه ستونزه پیدا نه کړي خو د ډیر لږ ځنډ وروسته څیړنو وښوده، چې دا ګازونه هغه وخت تاوان رسولی شي، کله چې د اتوموسفیر پورتنئ طبقې ته ورسیږي.

کله چې کلوروفلوروکاربن د اتوموسفیر پورتنئ طبقې ته ورسیږي سمدلاسه د UV (Ultra-Violet) د وړانګو د قوي انرژئ په وسیله تجزیه کیږي. د سي اف سي CFC تجزیه کیدنه د کلورین د اتومونو د خوشې کیدو سبب کیږي، چې د اوزون د طبقې د تخریب اساسي عامل همدا ازاد شوی کلورین دی، ځکه ازاد شوی کلورین درې اتومه اکسیجني مالیکولونه (O3) تجزیه کوي. کلورین د اوزون په مالیکول حمله کوي او له دې مالیکولونو د اکسیجن اتومونه O او مالیکولونه O2ازادوي، چې بیا د کلورین سره د تعامل وروسته په کلورین مونو اوکساید ClO تبدیلیږي. وروسته کلورین بیا له اکسیجنه ځان ازادوي او دې پروسې ته دوام ورکوي. د کلورین یو اتوم کولی شي چې د سلوزرو په شاوخوا د اوزون مالیکولونه تجزیه کړي.

د هیلون ګاز تجزیه کیدنه هم د برومین د ازادیدو سبب ګرځي، چې وروسته برومین هم کټ مټ د کلورین په شان د اوزون د تخریب پروسه پر مخ وړي. سي اف سي (کلوروفلوروبرومین) او هیلون په اوسط ډول د سلو کالو لپاره په سټراټوسفیر کې پاتې کیدلای شي او هم، دا پروسه پر مخ وړلای شي.

د اوزون د طبقې د تخریب زیانونه
لکه څنګه چې مخکې هم ذکر وشو چې دا طبقه د لمر د یو وي (UV)مضره وړانګې جذبوي او نه یې پریږدي چې ځمکې ته ښکته شي. که چیرې دا طبقه له منځه ولاړه شي نو د لمر یو وي خطرناکې وړانګې به د انسانانو، حیواناتو او نباتاتو ژوند له جدي خطر سره مخ کړي. د دغه خطرونو ځینې یې په لاندې ډول دي:

د انسانانو په روغتیا اغیزې:

د پوستکې سرطان، لمر سوزیدنه او د پوستکي تخریب.
ړوندوالی او د سترګو لسګونه نورې ناروغۍ.
Immunosuppression یا د انسانانو د دفاعي سیستم کمزوري. د يو وي وړانګې کولی شي چې د انسانانو دفاعي سیستم تر اغیزې لاندې راولي، چې همدا د پوستکي سرطان رامنځته کیدو ته هم لاره هواروي.

په کرنه، ځنګلونو او ایکو سیستم باندې اغیزې:

د بحري حیواناتو ژوند تر اغیزې لاندې راولي، چې په همدې اساس ایکو سیستم زیانمنوي او د انسانانو د خوراک یوه لویه منبع له خطر سره مخامخوي.
په حیواناتو کې هم د پوستکي ناروغي او ړوندوالی رامنځته کوي، چې په تیرو څو کلونو کې یې ډیرې پیښې لیدل شوي.

د یو وي وړانګې همدارنګه کولی شي، چې د انسانانو په وسیله کاریدونکي ډیر څیزونه لکه رابر، لرګي، پلاستیک او نور ډیر ساختماني مواد تخریب او یا د کاریدو موده یې راکمه کړي. دغه مواد چې ډیر اقتصادي ارزښت لري، تخریب یې د انسانانو د لوی تاوان لامل ګرځي.

د اوزون د تخریب مخنیوی
د نړئ ملتونو دا عهد کړی، چې د هغه شیانو د تولید مخه به ونیسي، چې د اوزون د طبقې د تخریب سبب کیږي، خو دا کار په عمل کې په پوره ډول نه تر سره کیږي او هم باید یوازې پر دې بسنه ونه شي،هر وګړی باید د دې طبقې د تخریب په مخنیوي کې ونډه واخلي:

که یخچال، ایرکنډیشن، فریزر او یا ایرکنډیشن لرونکی موټر لرئ، نو د سي اف سي (Cloroflorocarbon) ګاز په کې مه اچوئ.

1995 ماډل او له ده نوي ماډل موټرو ایرکنډیشن ذکر شوی ګاز نه لري، که له دې ماډل کښته موټر لرئ او د ایرکنډیشن یې د ګازو نوي کولو ته اړتیا ولري، نو د موټرو یوه معیاري او مستند ورکشاپ ته یې یوسئ، تر څو پخواني ګاز د بیا لپاره د استفادې وړ وګرځوي، همدارنګه که چیرې مو د موټر ایرکنډیشن د کاره ولویږي او یا مو موټر نور د استفادې وړ نه وي، نو د ایرکنډیشن ګاز یې د مستند تخنیکي ورکشاپ په وسیله د بیا استفادې وړ وګرځوئ. ( متاسفانه زمونږ په هیواد کې ټیټ ماډل موټرې په ډیر شمیر شتون لري او هم مستند او معیاري ورکشاپونه نشته).

پورتنی کار د کور د ایرکنډیشنو، یخچالونو او فریزرونو لپاره هم تر سره کړئ.

په عامه ملي بسونو کې سفر وکړئ او د شخصي موټرو استعمال محدود کړئ.

هغه اوروژونکي مه اخلئ چې د سي اف سي ګاز ولري.

د حشره وژونکو او د هرزه بوټو وژونکو دواګانو استعمال هم د اوزون د طبقې د تخریب سبب کیږي. د دوی استعمال د فزیکي کنترول او ځینو نورو لاروچارو په ترسره کولو کمیدلای شي.

فضا ته د توغندیو او فضایی بیړیو خوشي کول هم د اوزون د طبقې د تخریب سبب کیږي. تر اوسه دې کار دومره خطر نه دی پیښ کړی ولې په راتلونکي کې که چیرې فضایی صنعت لا پرمختګ ومومي، وبه کولی شي چې د اوزون طبقې ته د سي اف سي د ګاز څخه په زیاته پیمانه زیان واړوي. په دې اړه په نړیواله کچه سختو قوانینو ته اړتیا لیدل کیږي.