د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پنجاپي استعمار او د هغه زوال

احمدجان تڼی 19.09.2013 20:16

په دی ورځوکی د پنجاب د استعماری – تروریستی اداری د لومړی وزیر د ملی امنیت سلاکار ښاغلی سرتاج عزیز یوی تلویزیونی شبکی ته ویلی دی چی هیواد به یی په افغانستان کی په ۲۰۱۴ کال کی په دی شرط لاسوهنه ونکړی چی د هندوستان هیواد په دغه هیواد کی د کومی ډلی ملاتړ او ځواک د خلا ډکولو هڅه ونکړي.
سرتاج عزیز وویل چې د دغه هیواد چارواکو د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته وویل چې پاکستان له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې په دې شرط مداخله بس کوي چې هند هم د لوېدیځو پوځیانو د خلا د ډکولو هڅه ونه کړي.
دا جوته نه ده چی ښاغلی حامد کرزی ددی خبرو په ځواب کی څه ورته ویلی دی؟
د سرتاج عزیز دا ډول څرګندونی په رسمی او یا غیر رسمی توګه په رسنیو کې راغلی دی چی د کابل اداری دی څرګندونو ته ، تر اوسه وړ او کلک ځواب نه دی ورکړی.
او د بلی خوا په افغانستان کی ځینی مزدوری رسنی د سرتاج عزیز ددی خبری سرپرلپسی په خپرولو سره غواړی د افغانستان او نړی په خلکو کی دا ذهنیت پیدا کړی چی ګویا په افغانستان کی د پنجاپ مداخلی مشروع دی.
د سرتاج عزیز ددی مرکې په ترځ کی ددی ټکي په بیانولو سره په افغانستان کی په تیرو شپیتو کلونو کی د مداخلی تایید کوی او یوازی په ۲۰۱۴ کال کی امکان لری چی مداخله قطع کړی په دی شرط چی هند د ځواک خلا ډکه نه کړی ( د بهرنیو پوځونو د وتلو په صورت کی).
د پنجاب استعماری – تروریستی اداری مداخله د هغه هیواد په رامنځته کیدو سره په افغانستان کې تر اوسه روانه ده . دا مداخله پوځی ، سیاسی او اقتصادی اړخونه لری .
پنجاپ د اعلحضرت محمدظاهر شاه دواکمنی په مهال د افغانستان په چارو کی استخباراتی مداخله کوله او هم یی زیار ایسته چی په دی هیواد باندی اقتصادی فشارونه زیات کړی تر څو د کابل واکداران دی ته تیا ر کړی چی د پنجاپ غوښتنو ته غاړه کیږدي.
ددی په اړخ کی قاضی حسین احمد په پټه افغانستان ته راولیږل شو چي په افغانستان کی داسی ډلی رامنځته کړی چی په راتلونکی د پنجاپ له پاره ګټوری تمامی شی . قاضی څه مهال په کابل کی تیر کړ . دده په قول ده په کابل کی د یوشمیر کسانو سره لیدنی او کتنی وکړی . کله چی ده ولیدل چی دی لیدنو او کتنو نتیجه ورکړه ، نو بیرته ستون شو .
په افغانستان د پنجاپ استعماری – تروریستی اداری پوځي مداخله سردار محمد دواد خان د اولسمشری په دوره کی پیل شوه . پنجاپ هڅه وکړه چی د افغانستان د جمهوری دولت په وړاندی پوځي مقاومت رامنځته کړي. تر څو له دی لاری هغه اړ کړی چی د پنجاپ غوښتنو ته غاړه کیږدي.
په همدی منظور د پنجاپ استعماری –تروریستی اداری یو شمیر ډلی افغانستان ته راولیږلی د هیواد په دننه کی یی په ځینو سیمو کی بریدونه وکړل. او هم یو شمیر کسان د پنجاپ د مزورانو له خوا ترور شول. مګر بیا هم د سردار محمد داود اداره دی ته تیاره نه شوه چی د پنجاپ د هیلو سره سم حرکت وکړی.
د پنجاپ استعماری – تروریستی اداری پوځي مداخلی د یادی نیټی ( د سردار داود د ولس مشری)څخه تر ننه دوام موندلی دی ددی مداخلو په نتیجه کی په میلیونو افغانان او په ځانګړي توګه پښتانه ووژل شول . د افغانستان اقتصاد ته لوی ګوزار ورکړل شو.
ټولنیزو او تعلیمی بنسټونو ته لوی زیان ورسیده . پنجاپ نه یوازی غوښتل چی په افغانستان کی خپلی مداخلی ته دوام ورکړی بلکی هڅه یی وکړه چی افغانستان څخه د نورو هیوادونو په چارو کی د ټوپ د تختی په توګه کار واخلی . د افغانستان څخه یی په نورو هیوادونو کی فعالیتونه پیل کړل.
د طالبانو په وړاندی د امریکا د متحده ایالاتو د جګړی په پیل سره پنجاپ خپل دوه مخی سیاست مخ ته بوت. داسی ویل کیږی چی پنجاب به هڅه کوله چی د طالبانو اسلامی امارت بن لادن د امریکا متحده ایالاتو ته ونه سپاری تر څو امریکا اړ شی چی په افغانستان برید وکړی . او د بلی خوا د پنجاپ پوځ د طالبانو په وړاندی د امریکا د جګړی په ترځ کی په افغانستان کی ټول پوځي اهداف د امریکایی پوځونو په اختیار کی ورکړل او هم یی امریکایی پوځونو ته اډی ورکړی تر څو په افغانستان د امریکایانو برید اسانه کړی .
د پنجاپ استعماری – تروریستی اداری که د یوی خوا د امریکا د متحده ایالاتو سره د طالبانو د اسلامی امارت په نسکورولو کی مرسته وکړه نو له بلی خوا یی یو شمیر طالبانو ته د راتلونکو هدفونو د تحقق له پاره ځای ورکړ.
هره سیاسی او ازادی بښونکی ډله چی د هیواد څخه بهر په بل هیواد کی مرکز رامنځته کوی هغه تر یوی اندازی د نوموړی هیواد تر اغیزی لاندی وي.
د شوروی اتحاد د پوځونو په یرغل سره د پنجاپ د استعماری اداری تر اشغال لاندی سیمو کی د مقاومت یو شمیر ډلی او تنظیمونه رامنځته شول په دی هیڅ شک نه شته چی د پنجاپ پټو سرویسونو به هڅه کړی وی چی په نوموړو تنظیمونو اغیزه ولری.
همدارنګه په ایران کی ورته افغانی تنظیمونه رامنځته شول چی ایران هم زیار وایسته چی په دی ډلو کی خپله اغیزه ولری خوکله چی دا تنظیمونه د ډاکټر نجیب الله د استعفا څخه وروسته کابل ته راغلل دوی د جنرال ضیاالحق هغه خوب ریښتیا کړ چی د کابل ښار وسوځی .
د کابل د ښار د سوځیدو ننداری ته د هغه زوی اعجاالحق کابل ته راغی چی د کابل تنظیمی اداری ورڅخه دروند هرکلی وکړ.
په افغانستان کی د طالبانو د امارت په نسکوریدو ( چی د هغه په نسکوریدوکی د پنجاپ غوڅ رول درلود) سره بیا هم د پنجاپ مداخله په افغانستان کی روانه وه او ده چی اوس سرتاج عزیز ددی مداخلی د بندیدو له پاره یو شرط ایښی دی. چی هغه ( د هند له خوا د کومی ډلی ملاتړ او یا د ځواک د ډکولو هڅه ) ښودل شوی ده.
ددی په اړخ کی په افغانستان کی یو شمیر مزدورو او ناپوهو په اصطلاح سیاسی کتونکو ویلی دی چی (په افغانستان کې د پاکستان ګټې په دې تامین کیدای شي چې په افغانستان کې دې د هند نفوذ محدود شي،.... ).
باید ددی سیاسی کتونکو څخه وپوښتل شی چی په افغانستان کی د پنجاپ سیاسی ګټی کومی دي؟
ایا پنجاپ ددی ټولوپوځي سیاسی او استخباراتی مداخلوسبب د هند نفوذ دی او یا که کومه بله خبره ده.
• په افغانستان کی د هند کوم پوځی مرکزونه وجود نلری چی د هغه څخه په نورو هیوادونو کی د مداخلی او لاسوهنی امکان ولیدل شی.
• په افغانستان کی داسی ځانګړی سیاسی تنظیم او یا وګړی وجود نلری چی د هند ملاتړ ورسره وي.
د هند او افغانستان اړیکی کلتوری ، اقتصادی اړخ لری او هند په تیرو لسو کلونو کی تر یوه میلیارد ډالرو زیاته مرسته د افغانستان په اقتصادی وده کی کړیده او دا مرستی روانی دي.
د افغانستان په تاریخ کی ددی هیواد څخه د بل هیواد له خوا ددریم هیواد په وړاندی مداخله نه ده شوی او دا امکان هم نلری. په دی باره کی د کابل د ارګ مشر په سلګونو واری څرګندونی کړی دی.
افغانستان یو مستقل او ازاد هیواد دی چی کولی شی د خپلو ګټو سره سم د نړیوالونورمونو مطابق د نړی د ټولو هیوادونو سره اړیکی د ژوندانه په مختلفو خواو کی ټینګي کړی. هیڅ کوم هیواد دا حق نلری چی افغانستان ته په کورنی او بهرنی سیاست کی لارښوونه وکړی او یا ورته دیکته وکړی.
د افغانستان خلکو اودولت اړیکی د هند د هیواد سره سلګونو کاله او حتی زرګونو کاله تاریخ لری . دا اړیکی هم معاصری او هم لرغونی دی دا اړیکی موجودی وی چی د پنجاپ استعماری – تروریستی اداره نه وه. اودا اړیکی به موجودی وی مګر د پنجاپ استعماری – تروریستی اداره به نړیدلی وی.
په دی باید د افغانستان ناپوه سیاسی څیړونکی پوه شی چی د پنجاپ او افغانستان تر منځ اصلی ستونزه د هند سره د افغانستان اړیکی نه دی بلکی اصلی ستونزه د پنجاپ له خوا افغانستان خاوره چی د اټک تر پوری غاړی پوری پراته ده او د پنجاپ له خوا اشغال شوی ، ده.
تر هغه چی د پنجاپ له خوا د اشغالی خاورو مسله حل شوی نه وی او دا خاوره بیرته خپل وجود ( افغانستان) سره یوځای شوي نه د افغانستان او پنجاب تر منځ اړیکی عادی حالت ته نه شی راګرځيدلی.
په عمومی ډول ددی مسلی د حل له پاره دری لاری وړاندیزونه کیږي:
• د افغانستان له خوا د دیوریند د منحوسی کرښی پیژندل
• د افغانستان تجزیه اویا د پنجاپ تحت الحمایه حکومت رامنځته کیدل
• د پنجاپ د استعماری – تروریستی اداری ړنګیدل او د محکومو اولسونو ازادیدل
باید ووایوچی لومړیو دو موخو ته د رسیدو له پاره د افغانستان په چارو کی په مختلفو بڼو سره مداخله کوی چی کله ورته په افغانستان کی د هند حضور ، کله د شورویانو له خوا د افغانستان اشغال او یا کله د امریکایانو له خوا د افغانستان د اشغال په نامه پروپاګندی کوی او خپلو ناوړو مداخلو ته زمینه برابروي.
د پنجاپ چارواکی کله په ډیره سپین سترګی سره د کابل د اداری مشرانو ته په غیر مستقیمه توګه وایی چی داخلی او یا بهرنی سیاست باید څه ډول عیار کړی.
باید ووایوچی د دیوریند منحوسه کرښه چی د امیر عبدالرحمن خان د واکمنی په مهال د کاغذ په مخ په نښه شوه مګر بریتانیا و نه توانیده چی په بشپړه توګه دا د ځمکی په مخ پلی کړی. دا کرښه د افغانستان د اولس له خوا تایید شوی نه ده او د په وتلو سره سم د د کابل او بنو په ښارونو کی په لویو جرګو کی د دواړو خواو د خلکو له خوا ړنګه اعلان شوه او دا په ډاګه شوه چی دا کوم قانونی ارزښت نه لری.
دا په دی مانا چی دا کرښه د کرښی د دواړو خواود اولسونوله خوا غیر قانونی اعلان شوی او کوم اهمیت نه لری. د پنجاب استعماری – تروریستی اداره ددی له پاره چی ددی ځمکو اشغال دوام ومومی د یوه سند په لټه کی ده چی د کابل حکومت څخه یی تر لاسه کړي
خو د کابل حکومت په لس ګونو واره ویلی دی چی دا د افغانانو له پاره یوه ملی مسله ده او په دی هکله د کرښی دواړه غاړی خلک تصمییم نیولی شي.
په افغانستان کی یو شمیر مزدورې ډلی چی اوس مهال یی د پنجاب سره اړیکی ټینګی کړی په غیر مستقیمه توګه دا څرګندوی چی که چیری دا کرښه په رسمیت وپیژندل شی په هغه صورت کی به په افغانستان کی د پنجاپ مداخلی بندی شی.
پنجاپ په دی پوهیږی چی ددی کرښی په رسمیت پیژندلوکی کومه ګټه نه کوي نو له دی امله هڅه کوی چی دوهم انتخاب عملی کړی. یعنی په افغانستان کی د تجزیه غوښتونکو ډلو د رامنځته کولواوتقویه له پاره فکر کوی. اوددی له پاره زیار باسی چی د یو شمیر کسانو سره پټ او یا ښکاره کتنی تر سره کړي.
په افغانستان کی یو پوځی ـ سیاسی متخصص ویلی دی چی اوسمهال پنجاپ غواړی چی په افغانستان کی غیر پښتون وګړی ( د هغو ډلو څخه چي د پنجاپ سره پټی اړیکی لری) واک ته ورسوی. دا ځکه چی په افغانستان کی د یوه پښتون اولسمشر په شتوالی کی پنجاپ خپل ځانته مختلف خطرونه وینی.
همدا خبره ده چی پنجاپ خپلو وسله والو کسانو ته لارښوونه کړیده چی په پښتنی سیمو کی د ټولټاکنو بهیر ګډوډ کړي او پنجاپ دا هڅه کوی چی پښتانه د رایی د کارت اخیستلو او یا په رایه ورکولوکی د ګډون څخه منه کړي.
پنجاپ استعماری اداره پوهیږی که چیری په افغانستان کی ملی اداره شته وي نو د دوی شته والی د ګواښ سره مخامخ دی.
نو ځکه د پنجاپ استعماری – تروریستی اداره ددی له پاره چی د پښتنو اوبلوڅو د ځمکو اشغال ته دوام ورکړی نو هڅه کوی چی په افغانستان کی تحت الحمایه حکومت رامنځته کړی.
د پنجاپ د استعمار لوی ستراتیژیست غلام اسحق خان له خولی ویل شوی دی چی هغه څرګنده کړی ده چی په سیمه کی دوه هیواده ( افغانستان او پاکستان) وجود نه شی لرلی. ددی له پاره چی یو پاتی شی باید بل هیواد له منځه ولاړ شی.
همدا خبره وه کله چی غلام اسحق خان د پاکستان ریس جمهور و، ده دافغانستان سره د کنفدریشن د جوړیدو مفکوره وړاندی کړه چی دا مفکوره د ډاکټر نجیب الله چی هغه مهال د افغانستان اولسمشر و په کلکه رد کړل شوه او هغه یی د افغانستان د اشغال په نامه یاده کړه.
اوس پنجاپ د کابل د اشغال فکر نه کوی بلکی هغه د افغانستان د تجزیی او یا په کابل کی د تحت الحمایه حکومت په هکله فکر کوی .
باید وویل شی چی ددی کرښی په دواړو غاړو کی یو اولس پروت دی چی یوه وینه ،یوه ژبه ، یو دین ، یو کلتور ، یو تاریخ او په خپلو منځوکی د خپلوی اړیکی لری. دوی ټول ځانو ته افغانان وایی او د یوه بل په غم خفه او په خوشالی خوشاله کیږي.
باید ووایوچی ددی اولس د اړیکو په لا ټینګیدو کی معلوماتی تکنالوژی ډیر رول لوبولی دی او دا اړیکی ورځ په بله ډیری ټینګيږی. که په سوات ، بونیر ،دیر ،چترال ، کراچی ، بلوچستان کی کومه ناوړه پیښه وشی د افغانستان ټول خلک په همغه شیبه پری خبریږی او دردیږی.
همدارنګه که په افغانستان کی کومه ناوړی پیښه پیدا کیږی د ډیورینډ هغه خلک پری خفه کیږی او که دلته خوشالی راشی بیا هغی خواته پری د خوشالیو محفلونه جوړیږي.
موبایل تلیفونونه ، رسنی، ټولنیزی او بلاخره اوسنی معلوماتی تکنالوژی او تګ راتګ ددی سبب شوی دی چی دوی هیڅکله د یوه بل څخه ځانونه پردی ونه بولی. اوس د لویی پښتونخوا او یا د لرغونی افغانستان د جوړیدو په هکله شعارونه ورکول کیږی .
په دی صورت کی که دا کرښه خدای ناخواسته په رسمیت هم وپیژندل شی د خلکو تر منځ اړیکی نه شلیږی او د دوی یو تر د یوځای کیدو په اراده کی توپیر نه راځی بلکی لا تقویه کیږي. دوی د یووالی او ازادی په لور په مخ روان دی .
کله وار راپورونه ورکول کیږی چی پنجاب واکداران د افغانستان د مشرانو سره په کتنوکی دیپلوماتیک اداب نه مراعات کوی او کله وار عملا داسی ټکی بیانوی چی د افغانستان ازادی ، خپلواکی او ملی حاکمیت ته زیان پیښوي.
که څه د کابل واکداران د ایران او پنجاپ د دا ډول مداخله ګرانه خبرو په وړاندی جدی غبرګون نه په ډاګه کوی او هڅه کوی چی د خلکو په خبره ددی دواړو هیوادونو سره ښکر په ښکر نه شی.
باید ووایوچی د افغانستان په خلکوکی د اتحاد ، استقلال او خود ارادیت روحیه د پخوا څخه موجوده او اوس ډیره پخه شویده . د اباسین څخه تر اموسینه پوری ټول پښتانه او افغانان پنجاپ خپل لومړی درجه دښمن ګڼي. او نه غواړی چی دپنجاپ د استعماری اداری تر واک او یا اغیزی لاندی ژوند وکړي.
ددی له پاره چی په سیمه کی کړکیچونه ختم شی اویوه سوله ایزه سیمه رامنځته شی اړینه ده او دا یو ضرورت دی چی مصنوعی دولتونه ړنګ او طبعی دولتونه بیرته رامنځته شي دا هغه مهال امکان لری:
د اموسین تر سیمی پوری غاړی ته د پنجاپ استعماری پوځونه ، استخبارتی اداری او دولتی جوړښتونه ووځی او وروسته ددی سیمی خلکو ته د خپل برخلیک د ټاکلو موقع ورکړل شی.
بلوچستان چی د انګریزانو د وتلو وروسته دپنجاپ له خوا اشغال شو د پنجاپی پوځ په وتلو سره بلوڅانو ته دا موقع ورکړل شی چی خپل برخلیک په خپله وټاکی.
د افغانستان دولت باید د پنجاپ استعمار ی – تروریستی اداری څخه د روانی دیرش کلنی مداخلی او تیریو له امله د اوښتو زیانونو دخساری غوښتنه وشي.
ددی په اړخ کی د کابل اداری ته اړینه ده چی د پنجاپ استعماری – تروریستی اداری په وړاندی په خپل حق باندی چوپتیا ماته کړی او عملا:
• د ملګرو ملتونو په سازمان او دیپلوماتیکو غونډو او ملاقاتونو کی د پنجاپ له خوا د اشغال شویو ځمکو د استرداد غوښتنه وکړي.
• په رسمی اوغیر رسمی کتنو کی د پنجاپ استعماری – تروریستی اداری څخه وغوښتل شی چی په سوله ایز توګه اشغال شوی ځمکی خوشی کړی او خلکو ته دا موقع ورکړی چی خپل برخلیک په خپله وټاکی.
• د کابل اداره باید د اشغال شوی افغانستان د خپلواکی او بیرته تر لاسه کولو له پاره په رسنیو کی پراخ کمپاین پیل کړی.
• د ټولو استعمار ضد قوتونو څخه چی د خپلو روا حقوقو د تر لاسه کولو د پاره د پنجاپ په وړاندی جنګیږي هر اړخیز ملاتړ وکړي.
ددی له پاره چی د پنجاپ استعماری ـ تروریستی اداره ماته شی او د سیمی او افغانستان خلک ارام ژوند وکړی ددی اداری د ړنګیدو له پاره د استعمار لاندی خلک ( پښتانه، بلوڅان، سندیان، بلورستان، کشمیریان او نور ) لاسونه سره ورکړی تر څو دا سرطان دانه ( پنجاپ استعماری اداره ) د بیخه وباسی .
پنجاپ استعماری اداره د ړنګیدو په لوری روانه ده د پنجاپ ناوړي هڅې ، مزدوری کړۍ او د پنجاپ تالی څټی په اصطلاح سیاسی څیړونکی د هغه عمر نه شی اوږدولی.