د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یو تریخ حقیقت

احمدجان تڼی 17.12.2016 14:52

د پښتونخوا د لنډی کوتل په سیمه کی یوه ونه موجوده ده چی په نونسمه پیړې کی د انګریزی کوماندو پوځونو د یوه کوماندان په امر په ځنځیرونو سره تړل شوی ده. دا ځای یو مهال د انګریزی کوماندویی پوځونو قرار ګاه وه چی په افغانستان باندی د برید او یا د افغانستان څخه د برید د شنډولو او دفع کولو د پاره نوموړی کوماندو قطعه ځای په ځای شوی وه.
ویل کیږی چی ددی ونې سره نږدی او یا د هغی لاندی نوموړی انګریزی کوماندان د خپلو افسرانو سره په ډوډی خوړلو لګیا و، چی د نشې له امله شاوخوا هر څه ورباندی را څرخیدل او د هغه له جملی څخه همدا ونه هم ورته په حرکت کې ښکاریده .
نوموړی ونې ته کوماندان څو څو ځله د دریدو امر وکړ خو بیا هم ونه دریده حالت نوموړی کوماندان د پاره د زغم وړ نه و ، له دی امله یی امر وکړ چی دا ونه په ځنځیرونو وتړی تر څو و نه ځای په ځای ودریږي.
خو ښایی واقعیت بل څه وي ، دا ځکه چی عسکری جنګی اوصول په ډاګه کوی چی په عسکری قطعه کی د شرابو خوړل منعه دی او بیا چی کوماندو قطعه کی خو هیڅکله د نشی کولو اجازه نه شته. او نه د لنډی کوتل په شان ګواښمنه سیمه کی د ونی لاندی د ډوډی او شرابو خوړلو سره کیدای شول هره شیبه د ازادی غوښتونکو له خوا تر برید لاندی نیول شوی وای.
همدارنګه په هغو ځنځیرونو باندی چی دا ونه تړل شوی ده پرېړ دی چی په توره شپه کی ددی ځنځیرونو راوړل او بیا په ماهرانه ډول د ونی تړل ناممکن دی . نو ځکه کیدای شی چی دا ونه په ډیر دقت سره د یوه ټکی د بیان کولو د پاره تړل شوی وي.
باید ووایو چی دا ونه ، د ځینو په ګومان دا ونه هغه مهال وتړل شوه چی د عبدالرحمن خان د دربار او بریتانوی هند تر منځ د ډیوریند د کرښي په هکله د کوم توافق خبر ورکړل شوی و. چی په هغه کی د پښتنو زیاتره سیمی د انګریزی استعمار لاندی لاندی راغلې او اکثریت پښتون اولس خپله ازادی د لاسه ورکړه.
همدا خبره به وه چی نوموړی انګریزی کوماندان د لنډی کوتل په سیمه کی ونه په ځنځیرونو وتړله . ددی ونې په تړلو سره انګریزی کوماندان د دی ځای خلکو او نړی ته دا پیام ورکړ چی اوس :
پښتون اولس د دوی له خوا په ځنځیرونو تړل شوی او د حرکت کوم وس په کی نه شته.
ونه که څه هم تر اوسه د انګریزی اسارت په ځنځیرونو کی تړلي ولاړه ده خو تر اوسه ژوندی ده.
که څه هم په تیرو نږدی دوه پیړیو کی پښتون اولس د مریتوب د ژوند څخه د نجات د پاره هره ورځ په نه ستړی کیدونکی توګه جنګیدلی او خپله مبارزه یی مخته بیولی ده خو تر اوسه د استعماری ځنځیرونو د خلاصون وس یی نه دی پیدا کړی.
په تیرو دوو پیړیو کی په میلیونو پښتنو د خپلی ازادی د پاره خپل سرونه قربان کړل ، مګر ددوی د سرونو د قربانی ګټه د هند خلکو او د پنجاپ استعماری اداری ته ورسیده او پښتون د پخوا په شان په ځنځیرونو تړلی پاتې شو.
پښتون اولس په څو برخو ټوټې شوی ، چی د یووالی او خپلواکی د حقوقو څخه بی برخی دی . دا اولس د څلورو څخه په زیاتو برخو سره ویشل شوی دی.
د یورینډ د کرښی دواړو غاړو ته پښتون اولس پروت دی داسی اولس چی له یوه بله سره د وینو اړیکی لری .دا اولس که څه هم د خپلی خاوری لرونکی دی مګر د دی خاوری واک ورسره نشته .دا اولس په خپله سیمه کی د ازاد تګ راتګ اجازه نلری خاوره د پښتون ده مګر د پنجاپی استعماری اداری په امر پښتانه اړ دی په خپله سیمه کی د تګ راتګ د پاره پاسپورټونه واخلی او د پاکستان او کابل ویزی ولګوي. چی دا په خپله دا په ډاګه کوی چی پښتون په خپله خاوره کی د ازاد تګ راتګ حق نلری او تر اوسه په ځنځیرونو تړل شوی اولس دی.
د افغانستان د اولسمشری له پاره د ټولټاکنو د بهیر په ترځ کی افغان اولسمشر اشرف غنی د شمشاد تلویزیون له لاری لیدونکو ته د ځواب په ترځ کی وویل چی : د دیوریند کرښی دواړو خواو ته یو اولس پروت دی او دا اولس حق لری چې په خپل منځ کی په ازادانه توګه تګ را تګ وکړي. که چیری د لوی خدای په مهربانی زه په ټولټاکنو کی بریالی شم زه ددی خلکو د تګ او راتګ په لاره کی هر ډول خنډونه لری کړم .
اشرف غنی د وا ک ته رسیدو سره د دیوریند د کرښې د دواړو خواو خلکو سره هیلی خورا زیاتی شوی چی کیدای شی ددی اولس د خپل منځی تګ او راتګ په لاره کی به هر ډول خنډونه له منځه ولاړ شی.
په کابل کی ځینو کسانو ډنډوری پیل کړی وې چی د دیوریند د کرښی څخه تیریدل او راتیریدل دی هم قانونی شی او دلته دی هم د داسی میکانیزم څخه کارواخیستل شی لکه چی د ایران ، تاجکستان او نورو هیوادونو سره دی. ددی ډنډورو څخه د دوی موخه دا وه چی د پښتون اولس ویش رسمی کړل شی.
د پنجاپی پوځی استعماری اداری ددی ډنډورو په تعقیب ، د تورخم او بولدک لارې په مختلفو پلمو سره وتړلې تر څو په کابل باندی اقتصادی او سیاسی فشار رواړی چی د ډیورینډ د منحوسی کرښي په اړوند د دوی غوښتنی ومنی .
مګر کله چی پنجاپ نوموړی ناوړه موخی ته ونه رسید نو یی د ترهګری په نوم هڅه وکړه چی په تورخم او نورو لارو کی د پاسپورټ او ویزی پالیسی عملی کړي. د پنجاپ نوموړو کړنو د ډیورینډ کرغیړنی کرښی دواړو غاړو خلکو د پاره لویی ستونزی را منځته کړې.
د افغانستان حکومت دا مسوولیت او دنده لری چی د ډیورینډ د منحوسی کرښې د ړنګولو او ددی لوی اولس د بیرته یو کولو د پاره لازم ګامونه واخلی .
لکه چی اوبه په ډانګ نه بیلیزی ، پښتانه هم د یوه اولس او قوم په توګه یو له بله نه سره بیلیږی. دا قوم یو له بله د وینو اړیکی ، د ژبی اړیکی او په ټاکلی سیمه کی د ګډ ژوند اړیکی لری چی تاریخ ، کلتور ، ژبه او هویت یی یو دی. دا قوم یا اولس یو ځانګړی جوړښت لری چی په نورو قومونو کی نه لیدل کیږی لکه یوه ونه او مختلف ښاخونه لری او ددی قوم هر وګړی ددی ونی څخه خپل ښاخ ښه پیژنی او ځان ورپورې تړلی ګڼی.
باید ووایو چی پنجاپ په تیرو شپاړسو کلونو کی د مختلفو لارو او چارو څخه کار واخیست تر څو ددی قوم یا اولس تر منځ بیلتون را منځته کړي.
د وسله والو کسانو روزل او افغانستان ته رالیږل ، تر څو له دی لاری په کابل باندی فشار راوړی او دی ته یی اړ کړی چی د ډیورینډ منحوسه کرښه په رسمیت وپیژنی . مګر ددی ټولو فشارونو سره سره د کابل اداره دی ته تیار نه شو چی د ډیورینډ کرښه په رسمیت وپیژنی .
کله چی پنجاپ په دی بریالی نه شو چی دا ډول لیکلی سند تر لاسه کړی نو یی د کرښی په اوږدو کی د نښو رامنځته کولو ته ملا وتړله. د خندک کیدل او یا د اغزن تارونو غزول او داسی نور د پنجاپ د نویو لارو چارو څخه و.
همدارنګه د پنجاپ اداری د تروریزم په پلمه هڅه وکړه چی د ډیورینډ د منحوسی کرښی شاوخوا پوستی ځای په ځای کړی. په داسی حال کی چی تروریزم په نړیواله سویه د پنجاپی پوځ تولیدات دی چی د هغې څخه د پښتنو ، افغانستان ، هند ، سیمی او لویدیزو هیوادونو په وړاندی د خپلو ستراتیژیکو موخو د تر لاسه کولو د پاره کار اخلی.
مګر دا باید وویل شی چی پښتون قوم په خندکونو ، اغزنو تارونو ، پوځی چاونیو په جوړولو او یا د پاسپورت په جبری کولو سره نه بیلیږی .
د ټولنپوهنی ،تاریخ ، وګړپوهنی او سیاسی – ستراتیژیکو څیړنو څخه ښکاری چی د پښتون اولس تر منځ په هر رنګ سره چی وی د بیلتون راوستل ناممکن دی.
که څه هم ددی اولس تر منځ د بیلتون د رامنځته کولو د پاره یو شمیر خنډونه پیدا کړی دی. خو دا پنجاپی استعمار او د هغه ملاتړی کړۍ به هیڅکله دی ناوړه موخی ته ونه رسیږی.
دا ځکه چی اوس نړیوال او سیمه ایز شرایط بدلون موندلی دی. د پنجاپ هغه توطیه چی تروریزم تر نوم لاندی یی د پښتنو د ځپلو او بیلولو د پاره را منځته کړی وه بربنډه او اوس یی خپل ماهیت دلاسه ورکړی دی. اوس پنجاپ ( پاکستان ) د نړیوال تروریزم د صادرونکی هیواد په توګه پیژندل شوی او په نړیواله سویه یی خپل دریز د لاسه ورکړی دی او ورو د ګوښه کیدو خواته روان دی.
همدارنګه په نړیواله سویه د ټولنیزو رسنیو او اړیکو را منځته کیدل ددی سبب شوی دی چی د ټولو پښتنو تر منځ اړیکی په کلتوری ، سیاسی او ټولنیزه توګه بیا ټینګی شی او دوی د یوی موخی یعنی د یووالی او خپلواکی د پاره د ګډی مبارزی له پاره مټی راونغاړي.
یو شمیر کسان دا نیوکه کوی چی د پنجاپی استعمار د واک لاندی خلک اوس د خپلواکی له پاره مبارزه نه کوی . مګر واقعیت بل ډول دی د هغه خوا خلک په نه ستړی کیدونکی ډول د خپل واک له پاره جنګیږی چی دی ازادی د ځپلو د پاره د پنجاپ تیری کونکی پوځ په وزیرستان ، قبایلو ، سوات ، باجوړ ، دیر او نورو سیمو کی د تروریزم د ځپلو په تشه پلمه سره جنګی عملیات پیل کړی.
د دی عملیاتو څخه د تروریزم ځپل نه دی بلکی ددی څخه موخه د پښتنو ځپل دی. په وزیرستان ، قبایلو ، سوات او پښتنی نورو سیمو کی د خلکو په وړاندی د بشری ضد زړه بوګنونکی جنایتونه د پنجاپی پوځ له خوا تر سره شوی دی او کیږی په زرګونو ماشومان ، میرمنی ، بوډاګان او خلک په ډیره بی رحمانه توګه شهیدان شوی په سلګونو زره کورونه او کلی د پنجاپی پوځ له خوا وران او ویجاړ شوی دی په پښتنی سیمو کی سوداګریز مرکزونه او ښارونه اوس په کنډوالو اوښتی دي.
له بده مرغه د کابل اداری او نړیوالی ټولنی د پنجاپی پوځ په دی وحشیانه عملیاتو باندی کوم اعتراض ونکړ او خپلی سترګی یی پری پټی کړی. تر اوسه پنجاپی هوایی پوځ ، توپچی او توغندویی ځواکونه د پښتنو سیمی په نښه کوی او په سلګونو زره کسان د خاورو او خځلو لاندی شوی دی .
د کابل اداری دا مسوولیت و او دی چی د پنجاپی پوځ له خوا د ډیورنیډ د ها خوا د کرښی د خلکو د ځپلو په وړاندی غږ پورته کړی او د خپلو ټولو امکاناتو څخه په استفادی سره پنجاپی پوځ دی ته اړ کړی چی د پښتنی خاوری څخه ووځی او د ډیورینډ ها خوا خلک پریږدی چی خپل برخلیک په خپله وټاکی.
اوس حالات ورو په بدلیدو دی پنجاپی استعمار دکمزورتیا خواته روان دی . اوس پوځ نه شی کولی حالات کابو کړی . خلک ازادی غواړی ، یووالی او دموکراسی غواړی. دوی غواړی چی په سوله ، امن او یووالی کی ژوند وکړي.
د حاجی میرزالی خان ، پاچاخان ، عبدالصمد خان اڅکزی، افضل خان لاله او نورو لویو مشرانو موخه او ارمانونه به عملی کیږی د خپلواکی او یووالی د پاره د ډیورینډ د کرښی ها خلکو تر منځ غورځنګ مخ په ځواکمن کیدو دی خلک دی ته تیار ندی چی د پنجاپ واکمن ومنی او د هغوی د غلامی ځنځیرونه په خپلو غاړو کی پریږدی.
خو په دی اړوند د کابل مسوولیت څه دی؟
د کابل اداره مسوولیت لری چی د پنجاپ له خوا د افغانستان اشغال شوی خاوری په هکله ستونزه په نړیواله سویه مطرح کړي او نړیوال دی ته وهڅوی تر څو د پنجاپی استعمار لاندی د مظلومو خلکو د مبارزو ملاتړ وکړی او د خپلواکی په تر لاسه کولو کی ورسره مرسته وکړي . همدارنګه د کابل اداری مسوولیت دی چی د پنجاپی استعمار لاندی خلکو سره اخلاقی ، سیاسی او د مبارزی په مختلفو اړخونو کی مرسته وکړی تر څو دا خلک وکولی شی د پنجاپی استعمار د ځنځیرونو څخه ځانونه خلاص کړي.
د کابل له خوا د پنجاپی ا ستعمار تر واک لاندی د خلکو د ملی ازادی بښونکی غورځنګ ، نه ملاتړ د افغانستان د ملی ګټو سره خیانت بلل کیږی .همدا خبره ده چی کابل باید د پنجاپی استعمار لاندی د خلکو د ازادی او یووالی د پاره د هر ډول امکاناتو څخه کار واخلی.
په دی کی هیڅ شک نه شته چی د پنجاپی استعمار لاندی پښتون او بلوڅ اولس هڅکله د خپلو حقوقو څخه نه تیریږی دوی یووالی او ازادی غواړی . دوی غواړی چی د نړی د نورو اولسونو په شان د خپلواک او متحد اولس په توګه د دموکراسی او عدالت په قایم کولو د نړی د نورو اولسونو سره په وروری کی ژوند وکړي. د پنجابی استعمار لاندی خلک حتما خپلواکی ته رسیدونکی دی دا تاریخ حکم او د خلکو غوښتنه ده.
په هغه وخت کی به د نوموړی ونې څخه د استعمار ځنځیرونه لری کړل شی او په دی ونه باندی به د خپلواکی جنډه ورپیږی.