د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یو بل تور داغ

احمدجان تڼی 06.11.2016 14:09

په دې وروستیو کی د کندز ولایت د کنداریو په کلی باندی د بهرنیو ځواکونو د هوایی بمبارد له امله د څلویښتو په شاوخوا کی بیګناه کسان په شهادت ورسیدل ، د بهرنیو ځواکونو د ویاند له قوله ویل شوی دی چی دا بمبارد د افغانی ځواکونو د ملاتړ د پاره سرته رسیدلی دی .
د تاند ویب پاڼی په قول د دفاع وزارت ویاند ویلی دي:
«موږ ته راپورونه رارسېدلي ول چې د طالبانو مهم قوماندانان الچین پله ته نژدې په (بوز کندهاري) کلي کې راټول شوي او لویه غونډه یې جوړه کړې ده. معلومات مو په دقت وڅېړل، او بیا مو د عملیاتو پلان جوړ کړ.»
ده همداراز وویل، د همدغو معلوماتو پر اساس مو وروسته د اردو خاص ځواکونه سیمې ته ولېږل چې د طالبانو له سخت مقاومت سره مخامخ شول. د جګړې په ترڅ کې ۳ خاص افغان ځواکونه او ۲ امریکايي سلاکاران هم ووژل شول.
وزیري همداراز وویل د جګړې د سختېدو له کبله له هوايي ځواکه د کومک غوښتنه وشوه چې په نتیجه کې یې ملکیان هم ووژل شول.
جنرال وزیري وايي، په دې جګړه کې د طالبانو د کندوز ولایت د پوځي کمیسیون مشر ملا ضیاالرحمن متقي د خپلې کورنۍ له غړیو سره ووژل شو.
د دفاع وزارت د ویندوی په وینا د طالبانو قوماندانانو له ملکیانو څخه د ډال یا سپر په توګه کار واخیست چې له کبله یې د جګړې په ترڅ کې د ملا ضیاالرحمن متقي د کورنۍ ۷ غړي وژل شوي دي.
وزیري وايي چې د طالبانو څو نور قوماندانان ملا مصطفي، قاري جمال، ملا محمد یار، ملا منصور او قاري بلال هم په دې جګړه کې وژل شوي دي.
نوموړي ویب پاڼی راپور ورکړی دی:
د شاهدانو په وینا د کندوز د بوزکندهاري په کلي کې د ناټو ځواکونو په هوايي حمله کې د ښځو او ماشومانو په شمول نژدې ۴۰ تنه ملکیان او همداراز یو شمېر وسله وال طالبان ووژل شول او شاوخوا ۳۰ نور ژوبل شول.
دغه وه د مخالفینو لویه غونډه ، چی څلویښت ملکی بیګناه ، ماشومان او ښځي په کی ووژل شوې. خو وزیری یوازې د شپږو مخالفو وسله والو نومونه اخلی چی ګویا په دی بمبارد کی وژل شوی دی.
دی ته وایی د جنګی عملیاتو پلان ؟ چی د شپږو نفرو د پاره یی څلویښت تنه نور ملکی کسان هم قربانی کړل . واقعا د شرم خبره ده د هر ملکی وګړی ساتنه او ژوند ستاسو مسوولیت و او دی مګر تاسو د شپږو نفرو د پاره څلویښت تنه بیګناه کسان ووژل.
د تاند د ویب پاڼی د راپور له مخی چی د وزیری له خولی یی نقل کړی دی دی دفاع وزارت ددی بیګناه کسانو د وژلو مسوولیت په غاړه لري.
ددی بمبارد له امله د وژلو شوو کسانو د تصویرونو په لیدلو سره سره د هر باوجدان انسان په زړونو کی ، د قربانیانو د پاره د زړه سوی احساسات را پاریدلی او ددی عمل د تر سره کونکو د پاره د نفرت احساس را پیدا شو. په رښتیا هم دا جنایت د هر وګړي په نظر یو زړه بوګنونکی جنایت دی چی د تیرو څلویښتو کلونو په لړۍ کی تر سره کیږی.
دا لومړی ځل نه دی چی په کندز کی دا ډول زړه بوګنونکی عملیات تر سره کیږی. په کندز کی په منظمه توګه په کلیوالو سیمو باندی عملیات تر سره کیږی چی د هغی په نتیجه کی په زرګونو کسان تر اوسه په بی رحمانه توګه په شهادت رسیدلی دی چی یو ددی عملیاتو څخه د کندز ښار د بی پولی ډاکټرانو په رووغتون باندی هوایی برید و، چی لسګونه بیګناه کسان په کی په شهادت ورسیدل.
د کابل د متعصبو کړیو تر اغیزی لاندی اداری د خلکو دغوصې د سړولو او د خپل ځان د سپین ښودلو د پاره وویل چی دوی یو پلاوی د حقایقو د موندلو د پاره کندز ته استولی دی او ژر تر ژره به د دوی موندنی اعلان شی.
ددی وینا څخه ډیره موده تیره نه شوه چی د کابل اداری ( د اولسمشری ، دفاع ، داخله ) ویندویان او د بهرنیو ځواکونو ویندوی د رسنیو په مخ کی را ښکاره شول او داسی ادعاوی یی وکړې چی د خلکو په غصه او کرکه کی یی د پخوا څخه سل واری زیاتوالی راوست او د خلکو په ټپی زړونو یی مالګې وشیندلې.
د کابل د اداری ویندویان ددی په ځای چی د خلکو څخه بښنه وغواړی او هغو کورنیو سره غمرازی ښکاره کړي چی د کورنیو غړی یی په شهادت رسیدلی دی ، په ډیره بی شرمانه توګه وایی چی دوی خو د طالبانو د کوماندانانو د کورنیو غړي و.
دلته دا پوښتنه د دفاع وزارت د ویاند څخه پوښتنه کیږی چی:
که چیری یو وګړی کوم جرمی عمل تر سره کړی د هغه په ځای د هغه د کورنی غړو ته جزا ورکول کیږی ؟
ایا قانون دا اجازه ورکوي چی د یوه وسله وال مخالف د پاره دی د هغه د کورنی غړي ووژل شی؟
ایا د کابل ویندویانو د افغانستان اساسی قانون لوستی دی ؟
ایا د بشر حقوق ورته معلوم دی؟
ایا د جګړی د اوصولو څخه خبر دی؟
د کابل د اداری ویندویان ددی په اړخ کی چی د ماشومانو او نورو ملکی قربانیانو په وژنی سره ، ځانونه خفه ښکاره کول مګر دوی داسی ښکاره کوله چی کوم بد کار نه دی تر سره شوی. د هغوی د وینا له مخی وژل شوی کسان د مخالفینو د کورنیو غړي دي.
دی ویندویانو په خپلو مرکو کی د یو شمیر کسانو نومونه و اخیستل چی دا کسان وسله وال مخالفین و، او په کندز کی د راتلونکو عملیاتو د پاره یی تیاری نیوله. دلته څو پوښتنی پیدا کیږی:
که چیری دا ومنو هغه نومونه چی د دولت ویندویانو واخیستل په رښتیا هم د وسله والو مخالفینو کوماندانان وي ، ایا دوی دومره ساده کسان و، چی په خپلو کورونو کی د راتلونکو عملیاتو د پلان کولو د پاره غونډه وکړي؟
د کابل ویندویان او چارواکی باید دا ومنی چی د مخالفو وسله والو کوماندانان او یا هر مخالف وسله وال وګړی دومره ساده نه دی چی په خپلو کورونو کی جنګی عملیاتو د پلان د پاره غونډه جوړه کړی لکه چی تر اوسه یی دا کار نه دی کړی . دوی په دې ښه پوهیږی چی ددوی کړنی او حرکتونه څارل کیږی نو له همدی امله په خپلو کورونو د عملیاتو د پلان کولو د پاره هیڅکله غونډی نه کوي. هیڅ با شعوره وګړی دی ته چمتو نه دی چی خپل د کورماشومانو ژوند د ګواښ سره مخامخ کړي. دا ښکاره خبره ده چی ځایی مخالفین هیڅکله په خپله سیمه او کلی کی د دولتی ځواکونو سره ځانونه نه مخامخ کوي.
بله دا چی که چیری د یوی کورنی غړی او یا مشر وسله وال مخالف واوسی هغه بیا په دا شرایطو کی په خپل کور کی د کورنی سره نه کینی . هغه بل ځای ځی او خپله جګړه مخته بیایی. څوک چی په خپل کور کی واوسی دا په دی مانا دی چی هغه وسله وال مخالف نه دی او هغه په دی ډاډه و ، چی دولتی ځواکونه ورسره غرض نلري.
که چیری د کابل د ویندویانو او یا چارواکو دا ادعا سمه وګڼو چی ددی کورنیو مشران په رښتیا هم وسله وال مخالفین و ، او په ریښتیا هم دوی د راتلونکی جګړی د پاره دلته د پلان کولو جلسه درلوده .
خلک وایی چی د افغانستان په تاریخ کی تر ټولو زیات جنرالان ، اوس موجود دی . هر څوک هم جنرال نه شی کیدای . جنرالی یوه لوړه ، علمی ، اداری او جنګی رتبه ده چی د ځانګړو زده کړو او تجربو په نتیجه کی تر لاسه کیږي. جنرالان جنګی ستراتیژی جوړوی ، د خپلو نږدی او لیری موخو د تر لاسه کولو د پاره لازم تاکتیکونه استعمالوي . یو جنرال او یا افسر هیڅکله د ملکی تلفاتی اجازه نه ورکوي هغوی د د ملکی تلفاتو د مخنیوی د پاره د هر راز امکاناتو څخه استفاده کوي.
په پلان شوی توګه د ملکی تلفاتو را منځته کول ، د دینی ، بشري او افغانی کلتور د اړخونو په نظر کی نیولو سره د نه منلو وړ عمل دی چی باید د جګړی ټول اړخونه تری ډډه وکړي.
د جنګی څیړونکو ا و پوځي ستراتیژیستانو په قول ، جګړه یو علم دی چی د جګړو د مخته بیونکو کوماندانانو او افسرانو ته لازمه روزنه ورکول کیږی . دا روزنه د پوځی ښوونځی څخه پیل کیږی ، پوځی پوهنتونونه لوستل کیږی ، لیسانس ، ماستری او ارکانحربی پوری زده کړې کیږي.
جنګی افسران او کوماندانان په دی پوهیږی چی په غرنیو سیمو کی جګړه څنګه مخته بیول کیږی ؟ په سمندر کی د دښمن اهداف څنګه له منځه وړل کیږی؟ په هوا کی هوایی دښمن څنګه دفع او طرد کیږی؟ په هواره کی د جګړو تاکتیک څه ډول دی؟ د اوسیدنو سیمو او ښارونو کی جنګی فعالیتونه څنګه په مخ بیول کیږی؟ پارتیزانی جنګونه څه ډول او د هغې په مقابل کی دفاع څه ډول کیږی؟په غرنیو ، سمندری ، هوارو او ښاری سیمو کی د جګړو تعرض او دفاع څه ډول تر سره کیږی؟ کوم وخت کی ، د کوم دښمن د پاره ، د کومې وسلې څخه کار واخیستل شی ؟ په دښمن هیواد کی ستراتیژیک اهداف څنګه له منځه وړل کیږي؟ توپچی ، هوایی، کیمیاوي، بیولوژیکی او توغندویی ځواکونه او وسلې باید څه وخت استعمال شي؟
ایا د هغو مخالفو وسله والو کسانو په وړاندی چی کلاشینکوف او یا بل ډول سپکه وسله ورسره وي د هوایی بمبارد غوښتنه کیږی؟ ایا په هغو سیمو کی چی ملکی کسان ژوند کوی د هوایی بمبارد اجازه شته؟
دا ښکاره ده چی په ښاری او یا د اوسیدنو په سیمو کی ملکی خلک ژوند کوی نو له دی امله په دا ډول جګړو کی د ملکی تلفاتو د رامنځته کیدوامکان زیا ت لیدل کیږی.
ددی له پاره چی په جګړو کی د ملکي تلفاتو مخنیوی وشی ، د وسله والو ځواکونو افسرانو او کوماندانانو ته په تعلیمی موسسو کی لازمی زده کړی ورکړل شوی او په دی هکله لازمی تعلیمنامی وجود لري.
اوس د دفاع وزارت د ویاند څخه پوښتنه کیږی چی د (( بوز کندهاری )) په سیمه کی د جګړی معلومات څیړل او عملیات مو پلان کول :
ایا دا درته نه وه معلومه چی دا کلی دی او دلته ماشومان ، نارینه او ښځی اوسیږی هغوی چی ملکیان دی او د جګړو اړخ نه ګڼل کیږی؟
اوس راځو دې ټکی ته چی : سلګونه کاله کیږی چی د کندز په ولایت کی د کنداریو په کلی کی خلک د نورو کلیو په شان اوسیږی. دوی ځمکی کری ، څاروي ساتی ، باغونه لري ، د کورنو څخه یی لوګی پورته کیږی او کوڅو کی یی ماشومان منډی وهی او ساتیری کوي . لنډه دا چی د هیواد د نورو کلیو په شان دلته هم ژوند وجود لري ، دلته ملکی خلک ژوند کوي چی بشر ورته ویل کیږی او د افغانستان اتباع دی چی د هغوی امنیت ساتل د دولت دنده ده .
اوس که چیری دا ادعا ومنو چی د طالبانو کوماندانانو په یوه کور کی غونډه درلودله او دوی د کندز په ولایت کی د راتلونکو عملیاتو پلان ترتیب کاوه.
دا خبره هم جوته وه چی په دی کور او یا ګاونډیو کورونو کی ماشومان او بیګناه کسان موجود دي په دی صورت کی د جګړی کوماندان باید څه ډول تصمیم نیولی وای؟
په جنګی تعلیمنامو کی څه راغلی دي ؟
دی کوماندان په پوځی زده کړو مرکزونو کی د ښوونکو څخه څه زده کړی دی چی که چیری د دا ډول شرایطو سره مخامخ شی هغه به څه کوي؟
په افغانستان کی په تیرو څلویښتو کلونو جګړه روانه ده په دی هکله دی جګړی تجربه څه ده؟
د کابل د چارواکو په نزد د (( وسله والو مخالفینو )) له خوا د ملکی کسانو څخه د ډال په توګه د کار اخیستنی پلمه ، یوه بی ځایه او پوچه پلمه ده . که چیری دا رښتیا وی چی وسله وال مخالفین د ملکی کسانو څخه د ډال په توګه کار اخلی ، ایا دا په ځای عمل دی چی ملکیان او مخالفین دی دواړه له منځه یووړل شی ؟
افغانستان کی د تیرو څلویښت کلونو جګړو ته په کتو سره اړینه وه چی:
دا سیمه کلابنده شوی وای . په سیمه او یا کلی کی خلکو ته خبر ورکړل شوی وای چی د سیمی ووځي . دا به ښه وای چی د مخالفو وسله والو سره خبری پیل شوی وای او دی ته هڅول شوی وای چی د جګړی لاس واخلی او تسلیم شی . او یا دی ته هڅول شوی وای چی د کلی خلک پریږدی چی د سیمی ووځي. دابه ښه نه وه چی په دی ډول سره مخالف وسله وال د دوامداری محاصری په کړۍ کی ساتل شوی وای تر څو ستړی او تسلیم شی. او په پای کی د ځانګړو ځواکونو څخه په استفادی سره هغوی ژوندی نیول شوی وای.
خو داسی ښکاری چی د جګړی مسوولینو د اوسیدو په سیمو کی د جګړو د تاکتیک څخه بی خبره و. یعنی هغوی (( قریه را سرش هوار میکنم )) د تاکتیک څخه استفاده وکړه . نو ځکه د هوایی ملاتړ غوښتنه یی وکړه تر څو کلی بمبارد کړی . په دی ډول په هیواد کی یوه ستری انسانی تراژیدی را منځته کړه چی د افغانستان د ټولو خلکو او نړیوالو له خوا وغندل شوه.
ورته عمل د بغلان ولایت د ګوجرو په کلی کی هم تر سره شوی و. د خلکو په قول هلته په یوه کور د توپ ګولی ولګیده او ټوله کورنی یی ووژله . ورته پیښی یوه او یا دوی نه دی بلکی په منظم ډول سره ملکی تلفات رامنځته کیږی او ملکی خلک په نښه کیږی
اوس دا پوښتنه را منځته کیږی چی په سیمه کی د جګړو مسوول وګړی او یا وګړي ولی په دی نه پوهیدل چی د اوسیدنی په سیمو کی دهغه دښمن په وړاندی چی سپکه وسله لری او هم هلته ملکی کسان موجود وی د کوم تاکتیک څخه کار واخلی ؟
که چیری دا کوماندان او یا افسران په دې نه پوهیدل چی په یوه کور چی د کورنی غړی موجود وي او هلته وسله وال پټ شوی وي څه ډول عملیات وکړي نو ولی دا ډول د جګړی په علم کی بی سواده کسان په لوړو جنګی دندو مقرریږی ؟
چی د هغوی د دا ډول عملونو له امله د هیواد د زرګونو بیګناه کسانو وینی بهیږي.
که چیری ووایو چی د جګړی کوماندان او یا کوماندانان په دی پوه و چی په مسکونی سیمو کی جګړه ، د هغه دښمن په وړاندی چی په کوچینو ډلو کی فعالیت کوی او سپکی وسلی ورسره وي ،څه ډول جنګی عملیات مخته بوزی. نو بیا د کنداروی د کلی د بمبارد په شان عمل قصدی ګڼل کیږی او قصدی عمل د بښنی وړ ندی او جنګی جنایت ورته ویل کیږی.
له دی امله نړیوالو د بشری حقوقو څیړونکو څخه غوښتل کیږی چی د کندز پیښه په دقت سره وڅیړي. او د ا معلومه کړی چی په کندز کی د کنداریو په کلی باندی ددی وحشیانه بمبارد څخه موخه څه وه؟
د هیواد په شمال کی خلک وایی چی هلته زیاتره جنګی عملیات قومی اړخ لری. سیمه ایز خلک ا دعا کوي چی دلته د مخالفینو په ضد عملیاتو تر چتر لاندی هلته قومی ټولوژنې ( پښتنو) تر سره کیږي. په شمال کی پښتانه په زور دی ته اړ کیږی چی خپلی سیمی او کورونه پریږدي.
باید ووایو چی د کابل ویندویانو د خپلو ادعاو په ترځ کی د ځینو کسانو نومونه هم واخیستل چی ګویا دا کسان د مخالفینو کوماندانان و. دوی د هریو نوم سره د ملا کلمه هم یادوله .تر څو ثابته کړی چی ددی کورنیو مشران د مخالفینو کوماندانان و. مګر دوی داسی اسناد په ډاګه نه کړل چی د خلکو دا قناعت حاصل شی چی دا کسان په رښتیا د مخالفینو کوماندانان و.
د تاند ویب پاڼې له مخې : ناټو وايي، هوايی برید یې د افغان امنیتي ځواکونو په غوښتنه د هغوی د ملاتړ لپاره وکړ.
دلته پوښتنه پیدا کیږی چی که چیری بهرنی ځواکونه چی ځانونو ته بشردوستان وایی باید دا ټکی یی په عسکری لحاظ سره سنجولی وای چی ایا په دی کلی باندی بمبارد کول مناسب عمل دی او که نه؟ دا یی باید ځانته معلومه کړي وای چی په رښتیا هم په دی کور کی دومره قوت موجود و چی د کندز او یا ټول افغانستان ته یی ګواښ پیدا کاوه؟
په افغانستان کی جګړه مخته روانه ده . خو ددی جګړې اړخونه مختلف اهداف تعقیبوي چی دا اهداف په دی ډول سره بیانولی شو:
1. د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو د پاره
2. په افغانستان کی د ځواکمن دولت د جوړیدو مخنیوی د پاره
3. د افغانستان د تجزیی د پاره د زمینی د برابرولو د پاره
4. د هیواد په شمال او مرکزی سیمو کی د پښتنو د ځپلو ، تصفیی او خپلو مینو ته د ورتګ د مخنیوی د پاره
5. د هیواد په شمال باندی د ځانګړو تنظیمونو د واک د ټینګښت د پاره
6. جګړه د بیزنیس په توګه ،
7. د وطن څخه د دفاع د پاره
او داسی نور
همدا خبره ده چی د کندز ولایت د کنداریو د کلی وحشیانه بمبارد ، د بغلان ولایت د ګوجرو د کلی فاجعه ، په غور کی د ملکی کسانو وژل ، د ننګرهار او نورو ولایتونو کی د جګړو د ملکی تلفاتو په لسګونو پیښې ، یو ځنځیر دی چی د هغه موخه باید په ډاګه کړل شی.
دا چی ددی ناوړو پیښو په وړاندی د افغانستان خلک څه ډول غبرګون لری ټولو ته جوت دی. د افغانستان خلک په هیواد کی روانو جرمونو او جنایتونو څخه ستړي شوی او نور اوسنی حالت ورته د زغم وړ نه دی.
اړینه ده چی ددی څلویښتو بیګناه کسانو د وژلو پیښه باید د پوځی ، حقوقي، سیاسی او بشری اړخونو له امله وڅیړل شی او د پیښی قربانیانو د پاره د عدالت غوښتنه وشي.
څو په راتلونکی کی بیا دا ډول عملیات چی د ملکی تلفاتو سبب کیږی پلان نه شي.
د کندز د کنداری کلی بمبارد ، او د لسګونو بیګناه کسانو په شهادت رسول یو بل تور داغ دی چې ....