د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اوسنی اداری فساد، اولسی انقلاب زیږوي

احمدجان تڼی 23.10.2016 19:18

د اداری فساد ناوړه پدیده اوس داسی پړاو ته رسیدلی ده چی په ریفورمونو ، اصلاحاتو او کمیسیونو سره نه له منځه ځي بلکی دا تش په نامه د فساد ضد اداری او کمیسیونونه په هیواد کی د فساد د زیاتیدو سبب شوی او کیږی.
په افغانستان کی د اوسنیو شرایطو په څیړلوسره دا برسیره کیږی چی موجوده اداری فساد یوازی او یوازی د ملی – اولسی انقلاب په راتګ سره له منځه تللی شی. د افغانستان اولسمشر اشرف غنی ته اړینه ده چی د موجوده شرایطو په نظرکی نیولو سره د ریفورمیستی پالیسی څخه ډډه وکړی او د یوه انقلابی په توګه دی عمل وکړي.
افغانستان د یوه ملی اولسی انقلاب خواته روان دی چی په دی انقلاب کی د هیواد ټول خلک ګډون لری ، ددی انقلاب موخه یوازی او یوازی د اوسنی کثیف او په اداري فساد ولاړ نظام ړنګول او په ځای یی په دموکراتیکو اصولو ولاړ شفاف او مترقي نظام رامنځته کول دی.
دا انقلاب حتمی رامنځته کیدونکی دی ددی انقلاب په مخنیوی کی واکمنو فاسدو کړیو سره ګاونډی او لویدیز هیوادونو کومه مرسته نه شی کولی . دا ځکه چی راتلونکی ملی – اولسی انقلاب د خلکو غوښتنه او د افغانی ټولنی د تکامل د قوانینو پر بنسټ رامنځته کیږی.
که څه هم په تیرو شپاړسو کلونو کی ګاونډیو دولتونو او لویدیز د اوسنیو واکمنو کړیو د واک د مودی د زغولو د پاره د هر راز مرستو څخه ډډه نه ده کړي خو د یوه هیواد او یا ټولنی کورنی شرایط ټاکونکی دي. خلک په دی لټه کی دي چی د اوسنیو ناخوالو څخه د یوه ملی سراسری سوله ایز پاڅون په تر سره کولو سره ځانونه وژغوري.
د راتلونکی انقلاب اصلی سببونه په خپله اداری فساد ، لوټماري ، جرم او جنایت او همدارنګه د څو ځانګړو کړیو په لاس کی د سیاسی او اداری واک تمرکز دی چی د افغانستان بشپړ اکثریت خلک په مختلفو بڼو سره د خپلو سیاسی او اقتصادی حقوقو څخه بی برخی ګرځول شوی دی.
د اولسمشری په ټولټاکنو کی ، ددی څوکی نوماندانو ، د اداری فساد د له منځه وړلو د پاره ډیرې ویناوی وکړې دوی زیار وایسته چی په دی درواغو ډکو ویناو سره خلک دوکه کړی، تر څو دوی ته رایی ورکړي. مګر خلکو لیدل چی د اولسمشری څوکی د پاره ټول د کیمپاین ټیمونه د فاسدو او لوټمارو کړیو له خوا رهبری کیدل.
همدا خبره وه کله چی نوی اداره تشکیل شوه ، دا اداره هم په فساد ولاړه اداره ده . فساد د پخوا څخه زیات او د ټولنی د ژوندانه په ټولو خواو کی یی نفوذ وکړ.
په دولتی ادارو او موسساتو کی مقرری د اهلیت ، لیاقت او تجربو له مخی نه تر سره کیږی بلکی دلته هغه څوک مقرریږی چی د فاسدو واکمنو کړیو سره اړیکی ولری او یا د خلکو په وینا ، د هغی شاته د سیمی دولتونو پټی شبکی ولاړې وي. همدا خبره ده چی اوسنی اداره یوه فاسده اداره ده چی تر هغه چی ړنګه نه شی په افغانستان کی شته ناخوالی نه له منځه ځی.
د افغانستان د دولتی چارواکو د اداری فساد ضد د مبارزی په اړوند ټولی ویناوې او ژمنی یوازی اوتې بوتې دی چی د خلکو او د نړیوالی ټولنی د تیر ایستلو د پاره تر سره کیږی.
اوس مهال اداری فساد له امله د هیواد د خلکو ژوند تریخ او اداری فساد د هیواد د پرمختګ په لاره کی لوی خنډ بلل کیږی. په هیواد کی به داسی دولتی ، غیر دولتی او حتی نړیواله موسسه وجود ونلری چی هلته اداری فساد وجود ونلری او چاری په شفافیت سره تر سره شی.
د افغانستان دولتی چارواکی او فاسدی لوټماری کړۍ یوازی په دی فکر کی دی چی څنګه کولی شی خپلو لوټماریو او چپاول ته دوام ورکړي او هم خپل حاکمیت ټینګ وساتی.
اوس مهال په افغانستان کی ځینی فاسدی او لوټماره کړۍ واکمنی دی چی دوی د خپل موجودیت په عمر کی د هر ډول جرم او جنایت ، فساد او لوټماری څخه ډډه نه ده کړي
په تیرو کې همدغو کړیو بانکونه، ملی شتمنی او د خلکو شتمنی او جایدادونه لوټ کړل . دوی کابل او ټول افغانستان کی په خلکو باندی د ځمکی مخ سور تنور کړ. نوموړو کړیو هڅه وکړه چی په افغانستان کی د قومی ، ژبنی ، مذهبی او سیمه ایزو جګړو بنسټ کیږدی.
همدا کړۍ یو ځل بیا د امریکا د متحده ایالاتو او لویدیز په پوځی ، مالی او سیاسی ملاتړ سره واک ته و رسیدلی . ددی کړیو د بډی خوړل ، د دولتی شتمنیو لوټ ، د ځمکو غصب او په دولتی ادارتو باندی د خپلو منګولو شخول ، دا ټول هغه څه دی چی نوموړو کړیو تر سره کړل او تر سره کوي يی.
واکمنو فاسد کړیو د لوټماریو له پاره راز راز مافیاوی را منځته کړې ، د نشه یی توکو مافیا ، د قیمتی ډبرو د قاچاق مافیا ، د ځمکو د غصب مافیا ، د اختطاف کونکو جنایتکارو ډلو رامنځته کول او داسی نور. همدا کړی اوس د افغانستان سیاسی او اداری حاکمیت په لاس کی لري.
دا نږدې شپاړس کاله کیږی چی د کابل واکمنان د اداری فساد په وړاندی د مبارزی ژمنې کوي او ددی له پاره په راز راز تیر ایستونکو فعالیتونو لاس پورې کوی.
افغانستان لکه څنګه چی د نشه یی توکو په تولید کی لومړی مقام لری په همدی ډول په نړی په اداری فساد کی هم د لوړ مقام درلودونکی دی.
خو دا چی د افغانستان خلک به ددی ناوړي ستونزې تر کومه کړیږی ، دا معلومه نه ده. خو یو شمیر کسان دا عقیده لری چی د اداری فساد له منځه وړل ناممکن دي. مګر ځینی باور لري چی اداري فساد له منځه تلونکی دی خو ورته په لسګونو کلونو شته والی اړین دی چی اداري فساد له منځه ولاړ شی .
دا پورتنی د دریو واړو نظریو لرونکو کسان هر یو بیل بیل دلیلونه وړاندې کوي، چې تر ډیره بریده د اوسنیو شرایطو او د ټولنی د جوړښت سره ډډه لګوي.
که څه هم په ټولو نړیوالو کنفرانسونو کی د نړی د هیوادونو مشران دکابل چارواکو څخه د اداری فساد مخنیوی له پاره ژمنې اخلي ، مګر بیا هم اداری فساد کی ددې په ځای چی مخنیوی یی وشی او یا کموالی پکې راشی ، زیاتوالی پکې راځي او په نړی کی لوړ مقام خپلوي.
زیاتره د کابل چارواکی او واکمنې کړۍ په دې بوختې دی چی څه ډول عامه ملکیتونو ، د خلکو شخصی ملکیتونه ، نړیوالی مرستی او د خلکو جیبونه څه ډول لوټ کړي.
د هیواد اویا په سلو کې خلک په لوږه او خواری کې ژوند تیروي . په هیواد کې ورځ په ورځ بیکاری زیاتیږي. د هیواد اقتصاد د څو لوټمارو محدودو مافیا ګانو په لاسونو کې لویدلی او په هیواد کې زیاتره خلک د ژونده په تنګ راغلي دي.
د هیواد زیاتره خلک د خوځنده مجسمو په توګه ګرځي او راګرځي.دوی په ګیډه وږي ، په تن ناروغه او وزګاره دی. چې ورسره جوخت پرې بمونه ( په ځانګړي توګه په پښتنو ) اوري . اوس افغانستان د پښتنو له پاره په سور تنور اوښتی دي چې وژل او په اقتصادي ستونزو کې کړول کیږي.
په افغانستان کی بیکاری لوړی کچی ته رسیدلی ده د فاسدو کړیو تر واک لاندی اداری په قصدی توګه په افغانستان کی پراختیایی او انکشافی پروګرامونو د پلی کیدو مخنیوی وشو.
اوس د افغانستان خلکو د پاره په ایران، پاکستان او عربی هیوادونو کې هم کار نه پیدا کیږی .تقریبا هره ورځ په لس ګونو او یا په سل ګونو زره ځوانان ددې له پاره چې کار وکړي اروپایی هیوادونو ته په غیر قانوني لارو سره ځي او په لارو کې په مختلفو شکلونو سره وژل کیږي.
په هیواد کی وزګارتیا ، لوږه او په نشه یی توکو روږدي کیدلو په ټولنه نورې ټولنیز ستونزې لکه په کورنیو کی تاوتریخوالی ، غلا ، ناامنی او ډول ډول ناروغۍ هم را منځته کوي.

په تیرو کلونو کی د کابل اداری د افغانستان د خلکو او د نړیوالی ټولنی د تیر ایستلو د پاره ، د فساد د مخنیوی د پاره په لسګونو سازمانونه او ا داری رامنځته کړی او په دی هکله یی راز راز پروګرامونه اعلان کړي دي.
ځینی ددی ادارو څخه د حکومت او ځینی یی د حکومت څخه د باندی د مستقلو ادارو په نامه رامنځته شوی دی . د کابل اداری د خپلو رسنیزو امکاناتو څخه په استفادی سره دا خلکو ته په ډاګه کړی ده ، چی ګویا دوی د اداری فساد په ضد په مبارزه کی صادق دي.
مګر له بده مرغه هغه اداری چی د فساد د مخنیوی له پاره رامنځته شوی وی په خپله د فساد په زیږونکو ادارو باندی اوښتی دی. یو ددی ادارو څخه د اداری اصلاحاتو مستقله اداره ده. دا اداره په عمومی توګه او په ټولیز ډول د فساد په منبع باندی اوښتی وه. په ټول هیواد کی به ډير لږ لیدل شوی وی چی یو وګړی د دی اداری له خوا په شفافه توګه په دنده ګومارل شوی وي. د تش په نامه اداری فساد ضد ادارو هم دا حال دی .
همدارنګه د دولت په چوکاټ کی عدلی ارګانونه چی د اداری فساد د له منځه وړلو مسوولیت یی یو له دندو څخه دی ، هم په دی هکله پاتی راغلی دی. دا ځکه چی په تیرو پنځلسو کلونو کی تر ډیره بریده نوموړی ارګانونه د اداری فساد څخه کړیدل .
په افغانستان کی خلکو په عدلی ارګانونو باندی د اداری فساد له امله باور دلاسه ورکړی دی په ځینو مواردو کی یو شمیر خلک اړ کیږی چی خپلی ستونزی د رواجونو له مخی اوارې کړي او کله وار داسی هم شوی دی چی یو شمیر کسان مخالفینو ته د دوی د ستونزو د اوار کولو د پاره مراجعه وکړي.
اوس مهال د رسنیو د رپوټونو له مخی په سلګونو دوسیی د اداري فساد په هکله په عدلی ارګانونو کی شته دی . مګر تر اوسه دا ارګانونه په دی نه دی توانیدلی چی دا دوسیی حل اوفصل کړي ، دا ځکه چی د یوې خوا په خپله عدلی ارګانو نو کی د فساد د شتوالی په هکله ادعا کیږی او د بلی خوا ، دولتی لوړپوړی چارواکی او د نفوذ لرونکی کسان نه پریږدی چی په فساد کی ککړو کسانو ته د قانون له مخې جزا ورکړل شی.
په تیرو پنځلسو کلونو کی د کابل اداری مشرانو هڅه کوله چی په دولت کې د ټیټو رتبو لرونکی کسان په فساد کی ککړ وبولی . دوی دا دلیل راوړ ، چی د دی کسانو معاشونه کم دی نو لدی امله چی د کورنی اقتصادی ستونزی اواری کړی دوی فساد ته مخه کوي.
د کابل اداری ددی له پاره چی په عدلی ارګانونو کی د اداری فساد مخنیوی وشی د قاضیانو او نورو چارواکو معاشونه یی لوړ کړل . چی دا عمل د دولتی نورو مامورینو د غبرګون سره مخامخ شو. د قاضیانو او نورو مهمو چارواکو د معاشونو لوړولو د فساد په مخنیوی کی کوم رول ونه لوبوه، بلکی دا ددی سبب شوه چی دوی نور هم اداری فساد ته وهڅیږي.
یو شمیر بهرنی څیړونکی په افغانستان کی د اداری فساد شتون ، د افغانستان د خلکو د کلتور سره تړلی بولی.
مګر دا خبره ناسمه ده. د افغانستان بشپړ اکثریت خلک ، د اسلام د سپیڅلی دین پیروان دی . د دی دین د مهمو لارښوونو څخه د فساد او بډیو خوړلو څخه ځان ساتل دي.
همدارنګه د افغانستان په کلتور کی بډیو خوړونکو او په فساد کی ککړو کسانو ته په ښه سترګه نه کتل کیږی او تر ډيره بریده خلک ترې کرکه کوي.
خو له بده مرغه اوس پخوانی حالت بدلون موندلی دی اوس په اداري فساد کی ککړ کسان ددی په ځای چی د خلکو او ټولنی په وړاندې، افغانی کلتور سره سم ، د شرم احساس وکړي برخلاف دوی جګې غاړې ګرځي او د ناروا لارو د شتمنیو په راټولولو سره د غرور او لوړتیا احساس کوي.
په دې کی شک نه شته چی اداری فساد ، هغو ټولنو کی چې اقتصادی سیستم یی د وګړي د لاس د کار د محصول په لوټ او یا زبیښاک باندې ولاړ وي هلته په په مختلفو بڼو سره د اداری فساد شتون ممکن دی .
خو داسی هم نده چی د فرد ( کارکونکی ) په استثمار باندی په ټولو ولاړو ټولنو کی اداری فساد په یوه سطح کی دی. په ځینو نوموړو نظامونو کی هڅه کیږی چی د اداری فساد مخنیوی وشی . دا ځکه چی د اداری فساد په شتون سره ، د ټولنی اکثریت خلک ناراضه کیږی او د نظام په وړاندی مخالفتونه راپیدا کیږی . نو لدی امله هڅه کیږی چی هلته د اداری فساد شتون اندازه راټیټه کړل شی .
په افغانستان کی په ټولو پخوانیو دولتونو کی اداری فساد موجود و ، خو په دی سویه نه و ، چی نړیوال یی د افغانی ټولنی د کلتور یوه برخه یی وګڼی .
دا ځکه چی په هغو نظامونو او یا حکومتونو کی تر یوې اندازی پوری د فساد د مخنیوی په هکله اراده موجوده وه. که څه هم په هغه دولتونو کی فساد موجود و، خو دومره هم نه و ، چی ټول دولتی ارګانونه او اداری جوړښتونه پکی ککړ شی.
په افغانستان کی د طالبانو د اسلامی امارت په ړنګیدو او د ښاغلی حامد کرزی تر مشری لاندی حکومت په رامنځته کیدو سره په افغانستان کی د اداری فساد په هکله نوی باب پرانستل شو. دا ځکه چی په افغانستان کې داسی کړیو واک تر لاسه کړ ، چی په فساد او لوټ باندې تورنې وې.
همدا خبره ده چې د دولتی شتمنیو ، نړیوالو مرستو او د خلکو د شتمنیو لوټول د نوموړی اداری د زیاترو چارواکو د کاری لومړیتوبونو څخه وګرځیدل.
په میلیونو جریبه ځمکه د دولتی چارواکو او یا په دولت کی د بانفوذ کسانو له خوا غصب شوه. د افغانستان نوی سلنه کانونه په دولتی لوړ پوړو چارواکو پوری د تړلو کسانو له خوا لوټ کیږی.
نړیوالی اقتصادی انکشافی مرستی هم د پورتنیو ډلو له خوا لوټ شوې . د افغانستان اقتصادی وده تر سره نه شوه. تقریبا ټول ودانیز شرکتونه په دولتی لوړ پوړو چارواکو او په دولت کی بانفوذ چارواکو پوری تړلی دي.
دولتی لوړ پوړو چارواکو ټول اکمالاتی ، خدماتی او ساختمانی قرار دادونه د خپلو کمپنیو په واک کی ورکړل او یا یی د نورو کمپنیو څخه د برخې په اخیستلو سره ، خرڅ کړل.
همدارنګه پورتنی لوټماره او حاکمه مافیا د هیواد اقتصادی سیستم ( سوداګری او تولیدات) تر کنترول لاندی لری. چی کیدای شی د تیلو او ګازو مافیاد مثال په توګه یاد کړل شی.
په داسی حال کی چی په سلګونو میلیارده ډالرونه افغانستان ته د نړیوالو مرستو په توګه راغلل. خو نوموړو مرستو د هیواد اکثریت خلکو په ژوندانه کوم مثبت بدلون را منځته نکړ. دا ځکه چی د نوموړو مرستو د نوي سلنې څخه زیاته برخه د لوټمارو ، فاسدو کړیو په جیبونو کی ولویده. د زیاترو خلکو ژوند سطحه د طالبانو د حاکمیت د دورې څخه هم ټیټه پاتی شوه. د سړی د سر عوایدو لوړوالی د خلکو په ژوند باندی کومه اغیزه نه ده کړي.
داسی مثالونه شته دی په اداري فساد ککړ یوه وګړي چی د توتانو څو ونې درلودې او یا یی څلور خرونه درلودل اوس شپږو اوو میلیاردو ډالرو په شاوخوا کی شتمنی لري. یا هغوی چی د پښو کولو د پاره بوټان نه درلودل اوس په پورته اندازه ډالر لری او داسی کسان هم شته چی مور او پلار هغوی په ګیډو نه شول مړولی اوس د میلیاردونو ډالرو خاوندان دي.
دا په دی مانا نه ده چی دوی کوم بیزنس او یا سوداګری کړیده ، چی د دې لاری یی شتمنی تر لاسه کړي وي. باید وویل شی چی نوموړو کسانو د فساد ، د عامه شتمنیو د غصب له لاری نوموړی شتمنی تر لاسه کړی دی.
سیاسی واک ، پوځي او اداری قدرت او د وسله والو ټوپکیانو درلودل نوموړو کړیو ته د اداری فساد ښه زمینه برابره کړه ، دوی هر څه چی خوښیدل هغه یی خپل کړل. حتی ښارونه او سیمی د اشخاصو په ملکیتونو باندی واوښتل . د ساری په توګه مزار ښار زیاتره برخه د لوټمارو له چور شوه.
نوموړی کړۍ د دې له پاره د خپلو شتمنیو څخه ساتنه وکړي او دا شتمنی تر پخوا زیاتی کړی هڅه کوی چی سیاسی واک په خپلو لاسونو کی انحصار کړي . دوی نه پریږدی چی خپلو شتمنیو او امتیازاتو ته هر ډول ګواښ له منځه وړي.
د اداری فساد د له منځه وړلو د پاره د کابل اداری او یا یو شمیر تش په نامه د فساد ضد ټولنو تیرایستونکی ګامونه کومه مانا نه لری او نه په فساد ککړې کړۍ د هغه څخه د کومی ویرې احساس کوي.
د کابل اداری د فساد د له منځه وړلو د پاره یو شمیر اداری را منځه کوي خو تر هغه چی د اداری فساد د له منځه وړلو د پاره کلکه سیاسی اراده را منځته نه شی . یعنی دا چی د موجوده نظام واکمنان دا کلکه اراده پیدا نکړی چی خپله به هم په اداری فساد کی لاس نه وهی او نه به بل څوک پریږدی چی اداری فساد څخه ناوړه ګټه پورته کړی. تر هغه د فساد په ضد شعارونه هسی اوتی بوتی دی. موږ وینو چی د کابل اداری تقریبا پنځه نوی سلنه کسان په فساد ککړ کسان دی.
دا پنځه نوي سلنه کسان هیڅکله د اداری فساد د له منځه وړلو نیت نه لري. همدا خبره ده چی په افغانستان کی فساد هغه مهال له منځه ځی چی د فاسد او لوټمارو کسانو څخه په بشپړه توګه پاکه اداره را منځته شی.
په افغانستان کی اداری فساد د یو شمیر مشخصو کړیو له خوا را منځته شوی او مخته بیول کیږی . نوموړو کړیو سیاسی واک د نوموړو کړیو په لاسونو کی متمرکز دی دوی هڅه کوی په هره بیه چی کیږی سیاسی واک په خپلو لاسونوکی وساتی او نه پریږدی چی د خلکو اراده په ټولټاکنو کی ښکاره شی او په دلاری د یوه ملی او واقعا دموکراتیک حکومت په جوړیدو سره د دوی لوټماریو ، د ناروا لارو د را غونډو شوو شتمنیو د پاره کوم ګواښ پیدا شي.
همدی کړیو د هیواد په ټولو سیاسی او اداری جوړښتونو منګولی ښخې کړی دی . پارلمان ، دولتی اداری ، عدلی ارګانونه ، سیاسی جوړښتونه ، تش په نامه مدنی ټولنی او رسنی دنوموړو کړیو له خوا کنترول او اداره کیږی.
یا په بله مانا په افغانستان کی په فساد ، لوټماری او تعصب ولاړ نظام موجود دی تر هغه چی نوموړی نظام موجود وي په افغانستان کی د اداری فساد له منځه وړل تش خیال او خوب دی.
په افغانستان کی د اداری فساد له منځه وړل ممکن دی خو دا هغه مهال ممکنه ده چی په افغانستان کی په فساد ولاړ نظام ړنګ او په ځای یی داسی نظام را منځته شی چی هلته د خلکو اراده منعکسه شی.

اوس خلک فکر کوي چې د فساد په ضد د اولسمشر مبارزه او د کمیسیونو جوړول یوازی د خلکو د تیرایستلو د پاره ده . اولس مشر نه غواړی او یا د دې توان نه لری چې په فساد ککړ لوړ پوړی چارواکي او هغه کسان چې په سلګونو حتی په زرګونو میلیونه ډالر یې په غیر قانوني ډول تر لاسه کړي دي د محاکمې میز ته ودروي.
او که کولای شي او یا یې زړه غواړي نو : ( دا ګز او دا میدان ).
د دې له پاره چی په هیواد کی اداري فساد له منځه ولاړ شی په افغانستان کی باید د فاسد لوټمارو کړیو سیاسی حاکمیت پای ته ورسول شی .
په تش په نامه اصلاحاتو سره اداري فساد نه له منځه ځي ، بلکی دا ژور سیاسی بدلون غواړي . دا ژور سیاسی بدلون کیدای شی د خلکو او نړیوالی ټولنی په همکاری سره تر سره شی .
په اداري فساد ککړ سیاسی حاکمیت په له منځه وړلو او د اولسی حاکمیت په رامنځته کیدو سره اداری فساد له منځه ځي .
که چیری د هیواد اولس مشر ( استاد اشرف غنی ) په رښتینی توګه غواړی ، په ټولنه کی مثبت بدلونونه را منځته کړي او په افغانستان کی د اداری فساد له منځه یوسی هغه باید د خلکو د پراخ ملاتړ په تر لاسه کولو سره، هغه فاسدې کړۍ چی د واک اصلي مزي یی په لاس کی دی ، ماتې کړي .
په فساد ککړ د یوه وګړي د له دندې لیری کول او په ځای یی د بل په اداری فساد ککړ وګړي په مقرری سره ، اداري فساد نه له منځه ځی ، بلکی له پخوا څخه زیات تقویه کیږی . دا د کابل حکومت د تیرو شپاړسو کلونو تجربه ده.
له پورتنیو حقایقو څخه ویلی شو ، چی کله په افغانستان کی د فاسدو او لوټمارو کړیو سیاسی واکمنی پای ته ورسیږی او په ځای یی اولسی حاکمیت را منځته شي په هغه صورت کی کیدای شی اداري فساد په میاشتو یا حتی په ورځو کی پای ته ورسیږی.
د پورتنیو حقایقو په بیان سره دا ټکی په ډاګه کیږی چی افغانستان د یوه انقلاب خواته روان دی یو اولسی او ملی انقلاب. یعنی اوسنی اداری فساد ، راتلونکی اولسی انقلاب زیږوي.
دا انقلاب کوم خوب او خیال نه دی بلکی د خلکو او تاریخ غوښتنه ده. تر څو په ریښتنی دموکراسی ولاړ اولسی حاکمیت په هیواد کی ټینګ شی او د اداری فساد جرړی د بیخه وایستل شی. تر څو د سراسری حساب ورکولو په بهیر کی په لسګونو زره میلیارده دالر چی ددی کړیو له خوا لوټ شوی دی بیرته بیت المال ته وسپارل شی.