د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د فاتحې خبرتیا

پوهنیار حاجی ګل وهاج 19.03.2013 10:01

 

په ډيرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې دټاکنو دخپلواک کمیسیون د دارلانشاء ریس ښاغلي ضیاءالحق امرخیل  اته کلن معصوم زوی دحق نارې ته لبیک وئیلی.
دخپلې ژورې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب دښاغلي امرخیل او دده درنې او متدينې کورنۍ سره شریکوم، او له ستر څښتن تعالی څخه ښاغلي امرخیل او دده فامیل ته دزړه صبر او اجر فی الدارین غوښتونکی یم.
دیادولو وړ ده چې دمرحوم جنازه پرون په میدان وردک کې خاورو ته سپارل شويده او دفاتحې مراسم يي د روان کال  دکب دمیاشتې په ۳۰مه نیټه  چې دچهارشنبې له ورځي سره سمون خوري دخوشحال خان مینې دکویټي په جامع جومات کې دماسپښین د یوې نیمې  څخه تر درې نیمو بجو پورې اخیستل کیږي.

دوستان او خواخوږي دی خبر وي.  

انا لله وانا الیه راجعیون.