د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کله به د انټرنیټ آسانتیاوي تورې بوړې ته وغځول شي؟

پوهنیار حاجی ګل وهاج 13.10.2012 12:59

 

دوه اونۍ مخکې د پراګ په ښار کې د مشعل او آزادی رادیو کارکوونکوو را څخه وپوښتل چي کله د  به انټرنیټ خدمتونه توري بوړي ته وغځول شي؟

ددې پوښتنې ځواب ډیر ساده دی، په افغانستان کې د بل هر سکتور په پرتله د مخابراتو سکتور چټکه وده کړیده او په خاصه توګه د مخابراتو وزارت د ښي رهبری لامل دی چې خصوصی مخابراتي شرکتونه په خپلو منځونو کې سالم رقابت لري. که چیرته د هیواد امنیتی وضعیت ښه شي بیا به مونږ د هغه وګړو د سلنې یافیصدی  خبري نه کوو چي له مخابراتي خدمتونو څخه ګته اخلي بلکه دا پوښتنه به کوو چي آیا داسی څوک شته چي له مخابراتي خدمتونو څخه برخمن نه وي؟

لکه څرنګه چې ښکاره او جوته ده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په دریو مهمو ( مخابراتو، د مراسلاتو لیږد رالیږد او معلوماتي ټکنالوجۍ ) په برخو کې هیوادوالو ته خدمتونه وړاندې کوي، د دغه وزارت کړني او لاسته راوني د افغانستان د وګړو د ژوند په هره برخه کې که هغه سیاسي، ټولنيزي  او یا اقتصادي وي ښکاره او محسوسي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ښو ستراتيژیو او پلانونو په پایله کې دا مهال د مخابراتو په برخه کې د پانګونې خورا مناسبې زمیني برابري دي، چې دهمدې مناسب چاپیریال له برابرولو وروسته دیو دولتي شرکت ترڅنګ څلور خصوصي مخابراتي شرکتونه او تر څلویښتو زیات انترنيتي شرکتونه چې د مخابراتو وزارت څخه يي جوازونه تر لاسه کړي هیواد والو ته دخدمت جوګه دي او د افغانستان خلکو ته مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي.

د افغانستان دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په تیرو لسو کلونو کې وتوانید چې د مخابراتو په برخه کې د کار وړ پالیسیو په کاروني سره يي هیواد له داسی حالت څخه راوباسه چې د مبایل خدمتونو بنسټ  شتون نه درلود خو نن ورځ د مبایل د پنځونړیوالو او کورنیو جوازونو او د یو سالم، رقابتی او روڼ چاپیریال په لرلوسره  د هیواد ۸۵ سلنه د اوسیدو سیمو وګړي په آرزانه بیه د مبایل د خدمتونو تر پوښښ لاندې راغلي دي، یا په بله مانا د هیواد تر ۲۰ میلیونو ډیر وګړي د تلیفون سهولتونو ته لاس رسی لري .  د یادو لاسته راوړنو برسیره د د مخابراتو په سکتور کې له۱۱۰۰۰۰څخه زیاتو هیوادوالو لپاره په مستقیمه او غیرمستقیمه تو ګه د کارزمینه برابره کړیده او همدارنګه دمخابراتو سکتور  د ۱،۷ میلیارده امریکائی ډالرو بیرونی  پانګه اچونې په ترڅ کې د هیواد  د اقتصاد  ۱۲ سلنه عواید تشکیلوي.

له همدې امله د ښې حکومتداری او رهبری په پایله کې د ۲۰۱۱ کال د فیبروری په ۱۵ مه نیټه د هسپانيې هیواد د برسلونا ښار کې  د  GSMA نړیواله جایزه افغانستان ته ورکړل شوه.

د یادې جایزي ترلاسه کول په هیواد کې د ښې حکومتداری تعهد، د مبایل مخابراتي خدمتونو پراختیا ، د پام وړ بریالتوبونو او لاسته راوړنو د رسمیت پيژندلو ښکارندوي کوي.

همدارنګه د یادولو وړ ده چې په دي وروستیو کې د مخابراتو په برخه کې د دریم نسل  یا  3Gټکنالوجۍ خدمتونه چې دچټکو، پراخواولوړواړیکودلیږدوړتیالري په دي مانا چې دخپل ګرځند تلیفون په مرسته کولی شي چی ویدیوکلیپ،سندري،انځورونه په چټکی سره یوبل ته ولیږدوياودچټک انترنت په درلودلوسره دمکالمي یاخبروکولوپه وخت دیوبل تصویروګوري، وړاندې کوي.

د یادو شوو لاسته راوړنو ترڅنګ یو لړ ستونزي او ننګوني هم شتون لري چې د دغه سکتور د ودې ا وپراختیا مخې ته خنډ ګرځي خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري پلاوی او کارکوونکي د افغانستان حالاتو ته په کتو او د ټکنالوجۍ په برخه کې د نړی چټک پرمختګ  ته په پام سره  په دي هڅه کې دي چې سکتور ته لاهم وده ورکړي کومي ستونزي چې هغه د مخابرتو په سکتور باندې مستقیمې اغیزې درلودای شي په لاندې ډول يي یادونه کوو:

 

۱- امنیت:

امنیت  چې په ټو له کې د انساني ټولني او دیوهیواد د پرمختګ په برخه کې دملا تیر شمیرل کيږي په خواشینی سره د افغانستان د نورو سکتورونو  په څير چې د امنیت د نه شتون له امله زیانمن شوي د مخابراتو د سکتور د ودې او پراختیا مخه يي هم ډب کړي، د امنیت په نه شتون کې ستونزمنه ښکاري چي  په ډاډمنه او اغیزمنه توګه او له  پلان سره سم اجرأت ترسره شي، لکه څرنګه چې تاسو ته معلومه ده د مخابراتو په سکتور کې د ناامنیوشتون د بهرنیو لا زیاتو پانګه اچونو، د نوروکورنیو او نړیوالو مخابراتي شرکتونو هڅول  چي په افغانستان کې نوره پانګه اچونه وکړي، مخنیوی کوي. همداراز د امنیت په نه شتون کې د مخابراتي خدمتونو څارنه،  لیدنه، آرزیابی، دشبکی پراختیا، ساتنه  او د بیارغونې په موخه د مسلکی او تخنیکي پرسونل لیږل نا امنه سیمو ته ناشوني ښکاري.

 

۲- د سړکونو نشتوالی:

سړکونه چې د یوهیواد په اقتصادي وده  او پرمختګ کې رغنده رول درلولای شي د تیرو نا خوالو له امله د افغانستان سړکونه ویجاړ شوي چې د سړکونو نشتوالي  له امله د هیواد هغه سیمې چې دسړکونو لړۍ ورته نه وي غځول شوي  د مخابراتي توکو او تجهیزاتو د لیږد بهیر له ګڼو ستونزو سره مخامخوي.  زموږ ګران هیواد افغانستان کې داسې ډیری سیمې شتون لري چې هلته یواځي د حیواناتوپه مټ تګ راتګ ترسره کیږي،  که چیری سړکونه  ونه غځول شي نو هلته به مخابراتي توکې چې ډير درانه وي څنګه ولیږدول شي؟ همداراز د مخابراتي توکو برسیره د هغوی د سون مواد، تخنیکی پرسونل، منظمه ساتنه او څارنه،  د پستی خدمتونو او پارسلونو لیږد په خپل وخت سره هم ستونزمن کیږي.

 

۳- د برښنا نشتوالي:

بریښنا هم د مخابراتو د سکتور له بنسټيزو اړتیاوو څخه شمیرل کيږي چې په نشتون سره یي کارونکي په مستقیمه توګه تر اغیز لاندې راځي، د بیلګې په توګه که چیري په یوې سیمې کې بریښنا شتون ونلري،  لومړی  مخابراتي تجهیزات بریښنا ته اړتیا لري او د برښنا په نه شتون کې د مخابراتي خدمتونو وړاندي کول ناشونې دي،  دوهم هغه وګړي یا ګډونوال چې له مخابراتي خدمتونو څخه ګټه اخلي له ستونزو سره مخ کیږي، یا په بله مانا ګډونوال کم ترکمه خپل ګرځنده تلیفون  نشي چارجولای ، کمپیوټر او انټرنیټ څخه هم ګټه نشي اخیستلای.

 

۴- د تلیفون، انټرنيټ او میډیا څخه ناوړه ګټه اخیستنه:

 تیرو څو لسیزو جنګونو او ناخوالو که څه هم د افغانستان په اقتصادی او کلتوری شتمنیو بده اغیزه کړیده بلکه د هیواد د پوهنی او لوړو تحصیلاتو په اړوند يي هم د پام وړ ستونزي را ولاړي کړیدي. هرقوم چي د سواد لوړه کچه  ولري قانون ته درناوی کوي چې بد بختانه په افغانستان کې څنګه چې ښايي قانون ته درناوی نه کیږي. له همدی امله له تلیفون څخه د اړیکتیايي وسیلي په توګه د مثبت پرځای منفی خواته میلان پیداکوي او دا ډول کړنې د نورو وګړو د تهدید، اخطار او اذیت سبب ګرځي. همدارنګه د نړی ټولي پلټنې، تحقیق، تازه او ګټورو معلوماتو ته د لاسرسي په موخه له انټرنیټ څخه ګټه اخیستل کیږي چي روزمره ژوند يي  بي له انټرنيټ څخه ناشونی  او له ستونزو سره مخ بولې خو په افغانستان کې د تحقیق او پلټني پرځای ځيني د انټرنیټ کارونکې غیراخلاقي سايټونه ګوري، خپل قیمتی وخت په انټرنیټي لوبو او ګیمونو تیروي چي په پایله کې يي د ګټي په پرتله زیان زیاتیږي.  د میډیا په برخه کې د علمی او معلوماتي خپرونو پرځای داسي سریالونه، فلمونه او خپرونې نشر ته سپارل کیږي چې له سپیڅلو اسلامی عقایدو،  افغاني کلتور او رواجونو سره هیڅ اړخ نه لګوي.

د یادوني وړ ده چې داسې وړي او لویي ستونزې نورې هم وي چې موږ ورځني یادونه نه وي کړي لکه د پوهي کچې ټیټوالۍ ، دمخابراتو په برخه کې د مسلکي او تخنیکي کارکوونکو نشتوالی،  اداري ستونزي ، دخلکو نه همکاري او داسی نور.....

 

د حل لاري:

لکه څرنګه چې جوته ده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یو تخنیکي او خدماتي وزارت دی ترکومه ځایه چې د حل لاري د غه وزارت پورې اړه لري په مؤقته توګه او د اوږد مهاله پروګرامونو په پلي کولوسره يي حل کړي. له ټولو څخه لویه ستونزه ناامني ده  چې دهیواد دپرمختګ او پراختیا مخه يي ډب کړي په همدې توګه د مخابراتو د سکتورد پراختیا یو تر ټولو لوی خنډ شمیرل کیږي. دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د امنیتی ارګانونو په مرسته په افغانستان کې د مخابراتي شبکو امنیتی ستراتیژی  چې د  ۱۳۹۰ کال د زمري په ۹ نيټه جوړه کړي وه،  په خواشنیۍ سره په پلي کیدو کې يي زیاتي ستونزې لیدل کیږي، همدارنګه د بریښنا نشتون په مؤقتي توګه د مخابراتي شرکتونو له لوری حل کیږي خو دستونزې حل په بنسټيزه توګه د اوبو او بریښنا وزارت پوري په مستقیمه توګه اړه لري د هیواد ټولو سیمو ته د بریښنا ویش چې یو اږود مهالي پلان ته اړتیا لري چې په لنډ وخت کې د یادې ستونزي هوارول ناممکنه ښکاري خو په نړی کې داسې تجربي لیدل کيږي چې د حل لاري ولري لکه د بریښنا بادي سیستم او داسی نور نو هیله مو داده چې اړوند وزارتونه په دي اړه کوټلي ګامونه پورته کړي. له بله پلوه د سرکونو او لویو لارو په نشوالي کې د فواید عامي د محترم وزارت اړیني همکاری ته اړتیا لیدل کیږي.