د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لوگر ولایت د نوري فایبر پروژه ګټي اخیستو ته چمتو شوه

پوهنیار حاجی ګل وهاج 01.10.2012 14:06

دغه پروژه پرون د یکشنبي په ورځ د تلې میاشتي په ۹مه نيټه د یوې غونډې په ترڅ کې چې  د لوګر ولایت په مرکزکې جوړه شوي وه، د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزیر ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین لخوا پرانستل شوه.

  په یاده غونډه کې چې د لوګر والي ښاغلی محمد اقبال عزیزی، په ولسی جرګه کې د خلکو استازو، د مشرانو جرگې او د ولایتي شورا غړو،  د لوګر ولایت رئیسانو او یو ګن شمیر قومي مشرانواو  ځایي اوسیدونکوګډون درلود،ښاغلی امیرزي سنګین لومړی د جمهوري ریاست د عالی مقام او د وزیرانو شورا سلامونه او نیکي هیله د لوګر خلکو ته وړاندې کړي او د خپل سفر موخي د جمهوري ریاست د ۴۵ ګڼه فرمان چې په کې د کابینې وزیرانو ته سپارښتنه شوې وه (چې باید له ولایتونو څخه لیدنه وکړی) او د  نوري فایبر د پروژي پرانستل په ګوته کړل.

 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرپه هیواد کې د مخابراتو د چټک پرمختګ او اهمیت په اړه د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: د نورو سکتورونو په پرتله د مخابراتو په سکتور کې خورا د پام وړ پرمختګ رامنځ ته شویدی چي اوسمهال دهیواد ۸۸ سلنه وګړي د مخابراتي پوښښ لاندي راغلي دي او پاتي ۱۲ سلنه وګړي د امنیتی ستونزو او دسرکونو د نشتوالي له کبله د مخابراتي خدمتونو څخه بي برخي پاتي دي. همدارنګه په یاد سکتور کې څه کم دوه سوه زره خلکو ته په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه د کار زمینه برابره شویده.  ښاغلي وزیر زیاته کړه،  د نوې ټکنالوجۍ په مټ د 3G خدمتونو د وړاندي کولوپه پروژي باندي تیز کار روان دی چي په لویو ښارونو کې یاد خدمتونه د هیوادوالو په چوپړ کې دي، همدارنګه  د هیواد سهیلی ولایتونو له جملي څخه لوګر لمړی ولایت دی چي د نوری فایبر پروژه پکي پرانستل شوه او په راتلونکو څو اونیو کې به د 3G له خدمتونو څخه برخمن شي.

وروسته د لوګرولایت والي ښاغلي محمد اقبال عزیزی د مخابراتو وزارت رهبری هيئت او راغلو میلمنو څخه مننه وکړه او د نوري فایبرپروژي پرانستل يي د لوګر د خلکو لپاره د پرمختګ ګام وباله.

همدارنګه  د ولسي جرګي غړي هریو ښاغلی ستانکزی، حاجی علی محمد، د لوګرولایتی شورا رئیس ډاکټرعبدالولی احمدزی، دسناجرګي غړي صفت الله حقمل، دلوګر امنیه قومندان او یو شمیرقومي مشرانو په وار سره د مخابراتو وزارت دښي رهبری، پلان او دمخابراتو په سکتور کې د بي ساري پرمختګونو په اړه خبري وکړي او د دوی د لانورو بریالیتوبونو هیله يي وکړه.

دغونډي په اوږدو کې د مخابراتو وزیر او ورسره پلاوي ته د لوګر دخلکو لخوا د ښو خدمتونو وړاندې کولوله امله  تحسین نامي ورکړل شوي، ورپسې  د لوګرولایت دمخابراتو ریاست اړوند د کمپیوټر زده کړي روزنیز مرکزپه فارغانو د ښاغلي سنګین لخوا شهادتنامي وویشل شوي.

د یادولو وړ ده چې ښاغلی وزیر د جمهور رئیس ۴۵ ګڼه فرمان د پلي کولو، د مخابراتی ستونزو د حل او د یادو خدمتونو د پراختیا په منظور د چهاراسیاب او محمد آغي ولسوالیو ته ولاړ. د سیمې له خلکو او د ولسوالۍ د شورا ګانو له غړیو سره د کتلو تر څنګ، د یادو ولسوالیو له مخابراتی تأسیساتو څخه يي لیدنه وکړه. د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ ښاغلي وزیر د سفر په بهیر کې دچهار آسیاب د نوري فایبرپروژه پرانستله او دیادي ولسوالی د پست خوني څخه يي هم لیدنه وکړه.