د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت وروستۍ لاستــه راوړنــــې

پوهنیار حاجی ګل وهاج 25.09.2012 13:07

دمبائیل خدمتونه:

  • په افغانستان کې تر ۱۳۸۲ هجری لمریز کال پورې مخابراتي خدمتونو په ډیره ابتدائی بڼه شتون درلود، خو دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مؤفقه او بریالیو ستراتیژیو او پلانونو  په پایله کې، د ۱۳۹۰ کال تر وروستیو پوري دهیواد ۸۶ سلنه د اوسیدو سیمې د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راغلي.
  • تر دي مهاله د هیواد ۱۸ میلیونه وګړي د موبائیل خدمتونو څخه ګټه اخلي.
  • د ۱۳۹۰ کال تر ورستیو پوري د مخابراتو په سکتور کې شاوخوا ۱.۷ میلیارده امریکايي ډالره پانګونه شوي ده.
  • په ۱۳۹۰ کال کې د مخابراتو له سکتور څخه ۱۶۵ میلیونه امریکايي ډالره د دولت خزانې ته جمع شوي دي.
  • د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ په سکتورکې له ۱۰۰،۰۰۰څخه زیاتو کسانو ته د کار کولو آسانتیاوي برابري شوي چې مسلکي، غیرمسلکي، قراردادیان، کسبه کاران او د مخابراتي وسایلو او تجهیزاتو پلورونکي په کې شامل دي.

د جـی ايس ايـم نړيواله جايـزه:

  • په هیواد کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ خدمتونو د چټکې ودې او د ښې حکومتدارۍ له امله د۲۰۱۱م کال نړیواله جایزه چې یو لوی ملی ویاړ دی، دGSM نړیوالې ټولنې له خوا د یو کانفرانس په ترڅ کې چې د هسپانیا په هیواد کې جوړ شوی وو د افغانستان په استازیتوب د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزیر ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین تر لاسه کړه.

د نوري فایبر شبکه:

د نوري فایبر شبکه د اوسني عصر یو له لویو او پرمختتلو ټکنالوجیو څخه بلل کيږي چې دیادې پروژې په پلي کیدو سره به په مخابراتي او انټرنيټي  بیو کې خورا ډیر ټيټوالی رامنځته شویدی.

  • د هیواد ۱۲  ولایتونه د نوري فایبر د کیبل له لاري د ښو مخابراتي اړیکو دټینګښت لپاره یو له بل سره نښلول شويدي.
  • په ۱۵ نورو ولایتونو کې د نوري فایبر د کیبل د غځولو کار دوام لري.
  • په۱۳۹۰ کال کي به دنوري فایبر د کیبل غځولو عملي کار په ۵ نورو ولایتونو کې هم پیل شي.
  • افغانستان له ځيني ګاونډیو هیوادونولکه پاکستان، ایران، ازبکستان او تاجکستان سره د نوري فایبر له لاري وصل شوی دی  او په نږدي راتلونکي کې به له ترکمنستان سره هم وصل شي.
  • د نوري فایبر په پروژه باندې په ټولیزه توګه ۶۵ میلیون پانګونه شوي چې دغه رقم په تیرو دوو کلونو کې بیرته ترلاسه شویدی.
  • دا مهال د نوري  فایبر میاشتنی عواید ۴.۶۳ میلیونه ډالره دی چي کلنی عواید يې ۵۵ میلیونو ډالرو ته رسیږي.
  • په جنوبی ولایاتو ( پکتیا ، خوست ، لوګر، او پکتیکا)  کې دنوري فایبر د شبکي پراختیایې کاربه په ۱۳۹۱ کال کې بشپړشي.
  • په مرکزي ولایتونو  لکه بامیان، دایکندی او غور کې دنوري فایبر د کیبل غځولو کار په ۱۳۹۱ کال کې پیل شوی او په ۱۳۹۳ کال کې به بشپړ شي.
  • په تخار او بدخشان ولایتونو کې به د نوري فایبر د کیبل غځولو کار په ۱۳۹۱ کال کې پیل او په ۱۳۹۳ کال کې به بشپړه شي.

افغان تیلی کام:

  • د افغان تیلی کام شرکت لومړنی دولتي مخابراتي شرکت دی چې په ۱۳۸۴ کال کې رامنځته شو.
  • د افغان تیلی کام شرکت د ډیجیټل، انټرنیټ، موبائیل او نوري فایبر خدمتونه  وړاندې کوي.
  • په ۱۳۸۹ کال کې د دغه شرکت عواید ۲.۱۱ میلیارده افغانی او  ۱.۵  میلیارده افغانی لګښت درلوده.
  • په ۱۳۹۰ کال کې بیا دیاد شرکت عواید ۳.۳ میلیارده افغانی او لګښت یې ۱.۴۹ میلیارده افغانی وه.
  • یاد شرکت د جوړیدو له ورځي تر اوسه پوري په په خپلو پښو ولاړ دی.

انټرنيټ:

  • د انټرنیټ په برخه کې پرمختګونه شوي خو بسنه نه کوي.
  • ۴۰ د انټرنیټي خدمتونووړاندي کوونکو شرکتونو ته جوازونه  ورکړل شویدي.
  • د DSL یا چټک انټرنيټی خدمتونو وړاندې کول د هیواد په ۶ لویو ښارونو کې فعال شويدي.
  • شاوخوا ۸ سلنه د هیواد وګړي چي دوه میلیونه کسان کیږي عملاً له انټرنيټی خدمتونو څخه ګټه اخلي.
  • د نوري فایبر له فعالیدو سره سم په انټرنيټی بیو کې خورا ټیټوالی رامنځته شويدی.
  • په ۲۰۰۲ کال کې د سټلایت په مرسته د یو میګابیټ انټرنيټ بیه ۵۰۰۰ امریکایي ډالره وه، چې دا بېې ۱۵۰۰ او وروسته بیا ۹۰۰ امریکایي ډالرو ته راښکته شوي خو دامهال د نوري فایبر د شبکې په مرسته  یو مګابیټ بیه په عمده توګه ۳۰۰ ډالره ته راښکته شوي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅه کوي چې دابیې نوري هم راښکته شي.

 د ICTI انستیتوت:

  • د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتوت  لومړنی مخابراتی او معلوماتي انستیتوت دی چې د لوړو زده کړو محترم وزارت په مرسته د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د ودې او پراختیا په موخه په افغانستان کې جوړ شويدی.
  • له یاد انستیتوت څخه په ۱۳۸۹ کال کې ۳۴ کسان او ۱۳۹۰ کال کې ۶۲ کسان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له څانګې څخه د لیسانس په سویه فارغ شوي چې له نیکه مرغه  ټول فارغان اوسمهال په دندو بوخت دي.

  پستي خدمتونه:

  • د پست په برخه کې کورني او نړیوال پوستي خدمتونو فعالیت لري.
  • دا مهال په ټول هیواد کې ۴۶۴ پسته خاني فعالیت لري.
  • ۷ خصوصي پستي شرکتونو ته د پستي خدمتونو جوازونه  ورکړل شویدي.
  • دپستي شرکتونو د کړنو تنظیم، کنترول او څارني په موخه د پستي خدمتونو د تنظیم اداره ( اپرا) رامنځته شوي ده.
  • په ۱۳۹۰ کال کي د پُست اداري عواید ۱۱۲ میلیونه افغانیو ته رسیږي.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره:

  • یاده اداره د مخابراتی شرکتونو د فعالیت د تنظیم او څارني په موخه جوړه شوي ده.
  • د مخابراتي او انټرنيټی خدمتونو د جواز صادرول، تعدیل، تقلیل او لغوه کول د اترا اداري لخوا ترسره کیږي.
  • یاده اداره په هیواد کې د غیر مجازو مخابراتی فعالیتونو څخه مخنیوی کوي.
  • تر دي مهاله د یادي اداري لخوا متخلفین ۸۰ میلیونه افغانی جریمه شويدي.  
  • نوموړي اداري تر اوسه ۴۹ سیم باکسونه چې په غیر قانوني توګه یې فعالیت درلود کشف او ظبط کړي دي.
  • تردي مهاله ۱۶ هغه شرکتونه چې په غیر قانوني توګه یې فعالیت درلود کشف شوي او فعالیت یې درول شوي او د مجازاتو پروسه يې ترلاس لاندې ده .
  • د غیر اخلاقی سایټونو د مخنیوي په موخه ۴۴ انټرنيټي شرکتونه او ۶۸ انټرنیټ خوني  فلتر شوي او فعالیت یې تر څارني لاندې نیول شوی.

مطبوعات:

  • د راډیو او تلویزیونو د فریکونسی د جواز صادرول د مخابراتي ختومتو د تنظیم اداری (اترا) مسؤلیت دی.
  • د مخابراتي خدمتونو وده او پراختیا د غږیز او انځوريزو رسنیو په  پراختیا او وده  کې مؤثریت لري.
  • اوس مهال موږ په هیواد کې ۶۵ تلویزیونی شبکي لرو چې ( ۳۲ يي په مرکز او  ۳۳ په ولایتونو کې) فعالیت کوي.
  • اوس مهال په هیواد کې ۱۷۴ راډیوګاني لرو چې ( ۴۷ يي په مرکز او ۱۲۷ په نورو ولایتونو کې) فعیت کوي.
  • ۶۳۳ د راډیو اسټیشنونه او ۲۲۸ د تلویزیون اسټیشنونه  په هیواد کې فعال دي.
  • د راډیو او تلویزیون د فریکونسی د نه شتون له امله په کابل کې د ویش لړی  بنده ده.
  • شاوخوا ۲۱ تلویزیونونه  او ۲۷ راډیو ګاني د  انتظارپه لست  کې دي.
  • په دي اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ آند دا دی چې د راډیو ګانو او تلویزیونونو لپاره شرایط وړاندي  شي  ترڅو نشرات معیاري او د غیر مؤثرو  راډیو ګانو او تلویزیونو څخه مخنیوی وشي.

تر پوښښ لاندې سیمې:

  •  دا مهال دهیواد ۸۰ سلنه وګړي تر مخابراتی  پوښښ لاندې راوستل شوي، په پلان کې ده چې  دا کچه تر ۱۳۹۳ کال پوري د مخابراتي خدمتونو د پراختیا صندوق په مرسته ۹۵ سلنې ته لوړ شي.
  • دغه صندوق د افغانستان کلیوالو او لیري پرتو سیموته د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په موخه جوړشوی دی.
  • مخابراتي شرکتونه له خپل میاشتني عاید څخه ۲.۵ سلنه یاد صندوق ته ورکوي.
  • دا مهال په یاد صندوق۷۴ میلیونه امریکایي ډالر شتون لري.
  • دیاد صندوق په مرسته د دوو کلنو په اوږدو کې دهیواد ۵۵ سیمې د سبسایدي په بڼه تر مخابراتي پوښښ لاندې راغلي .
  • د ۱۰۰ نورو سیمو قرارداد لاسلیک شوی چې په نږدي راتلوونکو کې به تر مخابراتي پوښښ لاندې راشي.
  • په پلان کې ده چې د هیواد ټولې لیري پرتي سیمې په درې راتلونکو کلونو کې په تدریجي توګه تر مخابراتي پوښښ لاندې راوستل شي.

د 3G یا درېیم نسل ټکنالوجی خدمات وړاندې کول:

  • د برود بانډ یا چټک انټرنيټی خدمتونه د 3G  ټکنالوجۍ له لاري  ټولو هیواد والو ته وړاندې کيږي.
  • ددریم نسل یا (3G) ټکنالوجۍ د جواز صادرول پیل شوي اوتر دي مهاله د اتصالاتو، MTN او روشن مخابراتي شرکتونو  د ۲۵ میلیونو امریکايی ډالرو په بدل کې  چی جمعآ  ۷۵ میلیون امریکایی ډالره کیږی ورکړل شوی او په نږدي راتلونکو کې به د افغان بیسیم مخابراتی شرکت په غوښتنه  یاد شرکت ته  هم ورکړل شي.  
  • دیادو جوازونو په ورکړي سره به هیوادوال وکولای شي چې خپل ګرځنده تلیفون لاري ویدیویي اړیکې او چټک انټرنيټ خدمتونو څخه ګټه واخلي.
  • د هر جواز په ورکړي سره دولت ته ۲۵ میلیونه ډالره عواید راځي.
  • که چیرته څلورواړه مخابراتي شرکتونه جواز  واخلي ۱۰۰ میلیونه ډالربه د دولت خزاني ته تحویل شي.
  • د انټرنيټ کاروونکي دا مهال ۸ سلنه دي،  پلان ده چې دغه شمیره به په درې راتلونکو کلونو کې ۵۰ سلنې ته لوړه  شي.

برېښنايي تذکرې :

  • الکترونیکي تذکره هغه سند ده چې له جعل او تذویر څخه مخنیوی  او د فساد په له منځه وړلو کې مرسته کوي. د دې ترڅنګ به د ټاکنو په ملي پروسه کې سرعت او روڼتیا رامنځته کړي.
  • له دې کارت څخه د نورو سکټورونو په برخه کې هم ګټه اخیستل کېدای شي.
  • د برېښنايي تذکرو د پروژې د عملي  پلي کولو په برخه کې لاندې کارونه ترسره شوي دي:
  • د مخابراتو او کورنیو چارو د وزارتونو ترمنځ د پروژو د تطبیق هوکړه لیک د وزیرانو شورا د جلسې لخوا تایید شو.
  • د مخابراتو وزارت د برېښنايي تذکرو د تخنیکي سېستم د جوړولو مسؤلیت په غاړه لري.
  • برېښنايي تذکرو د وېشلو مسؤلیت د کورنیو چارو وزارت په غاړه دی.
  • د الکترونیکي تذکرو د سېستم په جوړولو کې له پرمختللې ټکنالوجۍ څخه ګټه اخیستل کېږي.
  • ددې سېستم له لارې د ګوتو نښې، د سترګو انځورونه اخیستل کېږي او د تذکرې د درلودونکي شخص نور ټول معلومات په مرکزي ډیټابیس کې خوندي کېږي.
  • یاد سیستم ۱۰۰ سلنه مصؤن او مطمئین دی.
  • د پروژې کارپیل شوی  او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به  سېستم د تذکرو  وېشلو ته چمتو کېږي.

الکترونیکي حکومتوالي :

  • د ښو خدمتونو د وړاندې کولو، د ګټورې او رڼې حکومتدارۍ جوړولواو پیاوړي کولو، او دخلکو د ژوند د سطحې د لوړولو په موخه ډېر ګامونه اخیستل شوي دي، چې په لنډه توګه تري یادوونه شویده:
  • د ICT د ښارګوټي جوړول
  • له لیرې واټن څخه درملنه کول
  • له لیرې واټن څخه زده کړه کول
  • بزګرانو ته د معلوماتي ټکنالوجۍ په مرسته د عامه پوهاوي خپرونو وړاندې کول.

ډیجیټلي تلویزیونونه :

  • په پلان کي ده چې هېوادوالو ته د ۱۳۹۱کال په اوږدو کې د ډیجیټلي تولویزیونو شبکې فعالې شي.
  • تلویزیوني شرکتونونه به له دې وروسته هېڅ اړتیا ونه لري چې فریکانسي واخلي او یاهم ټاورونه  جوړ کړي نو په پایله کي به له زیاتو مصرفونو څخه په دې برخه کې مخنیوی وشي.
  • په راتلونکو درې کلونو کې د تلویزیونونو ټولې خپرونې د ډیجټل شبکې له لارې د هېواد ټولو ولایتونو ته پراختیا پيدا کړي.

سټلایټ:

  • افغانستان د سـټلایت لپاره د ختيځ  پنځوس درجو په مدار کې موقیعیت لري.
  • غواړو چې په یاد ځای کې سټلایټ ځای پرځای کړو.
  • له سټلایت څخه به د دولتي اړیکو، تلویزیوني خپرونو او نورو سوداګریزو کارونو کې ګټه واخیستل شي.
  • د داوطلبۍ پروسه پیل شوې او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به یې قراداد هم وشي.
  • سټلایټ به په راتلونکو دوو کلونو کې ډیزاین او جوړ شي او په ۱۳۹۳ لمریز کال کې به په فعالیت پیل وکړي.

 

وهاج