روشن مخابراتي شرکت ته د 3G خدمتونو جواز ور کړل شو
25.09.2012 14:47تیره شنبه د ۱۳۹۱ کال د تلې د میاشتې په لومړی نيټه روشن مخابراتی شرکت ته د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د 3G خدمتونو جواز ورکړل شو
یاد کنفرانس چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د غونډو په تالار کې جوړ شوی ؤ دمخابراتو وزیر انجنیر امیرزي سنګین، د مالیې وزیر حضرت عمر زاخيلوال، د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال، د عدلیې وزیر رحیم الله غالب، د سوداګرۍ وزارت مرستیال او د روشن مخابراتی شرکت رهبري پلاوې ګډون درلود.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزي سنګین په دغه غونډه کې وویل: د افغانستان حکومت هوډمن دی چې خپلو خلکو ته د پرمختللو هيوادونو په څير پرمختللی مخابراتی خدمتونو وړاندې کړې، یادی موخي ته د رسيدو په هیله د مخابراتو وزارت نن یو بل د پرمختګ ګام اخلي او د روشن مخابراتي شرکت ته د 3G یا د درېم نسل ټکنالوجۍ جواز ورکوي.
نوموړي پرمختللی ټکنالوجۍ دهیواد په اقتصادي وده کې اړینه وبلله او ويي ویل چې باید حمایه اوملاتړ یي وشي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر زیاته کړه چې ددي جواز د صادریدو په صورت کې ، په راتلونکو دوه کلونو کې به ۵۰ سلنه وګړي له چټک انترنیټی خدمتونو څخه برخمن شي.
همدارنګه د مالیې وزیر ښاغلي حضرت عمر زاخليوال د 3G جواز ورکړه اوهیواد ته دیادې ټکنالوجۍ راتګ یو پرمختللی ګام وباله او دا لاسته راوړنه يي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کارکوونکو او رهبري پلاوي ته مبارکي وویله.
د روشن مخابراتي شرکت ته د 3G جواز د ۲۵ میلیونو امریکایي ډالرو په بدل کې ورکړل شو، د یادونی وړده چې له اتصالات او MTN وروسته دا دریم مخابراتی شرکت دی چې د 3G جواز تر لاسه کوي. د مخابراتو په سکتور کې د اتصالات، MTN او روشن شرکتونو څخه د 3G خدمتونو د جواز په صادرولو سره د دولت خزاني ته په ټولیزه توګه ۷۵ میلیونه امریکائی ډالر اضافه شویدي.