د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځان جوړونه په اصل کې د نظام او جهان جوړونه ده

محمد انور ولید 19.12.2012 21:22

له بابا آدمه تر دې دمه پورې دا یو فطري اصل دﺉ چې په سالم بدن کې د ژوندۍ روغې انساني هستۍ ښکاره او کره ثبوت سلیم عقل دﺉ . خو د عقل ترڅنګ علم او حیأ هغه دوه فکتورونه دي چې مُکلف انسان یې ترعرش مُعلی پورې رسولی . د الهي نیابت پر بنسټ یې د الهي قانون په چوکاټ کې انساني ځوځات ته ریاست ورسپارلی . خو د خپل نیابت ، خلافت او ریاست په دوران کې یې په ژبه او لاس دلالتاً او اشارتاً د خدای یوه بنده ته په ژبه او لاس پرته له ګټې تاوان هم نه دﺉ ور اړولی . نه یې اشرف المخلوقات بني آدم ته په سپکه سترګه کتلي . نظام به یې پرعدل او قسط ولاړ ؤ . د افراط او تفریط ځای په کې نه ؤ . له خپلو ؤلسونو ( امتونو ) سره یې په امانت ساتلو ، وعدو پوره کولو او ریښتیا ویلو کې د امین لقبونه خپل کړي وو . د خپل ملت په شرعي امانته وثیقه (قانون) کې به یې لکه د اوس په څېر د ځان په ګټه داسې ګوتې نه وهلې چې ځان به یې په کې بريءالذمه ، غیر مسؤل ، ظل الله او واجب الاحترام خلکوته ور پېژانده ، او نور به ټول ده ته په کې مختورن او ګناهکار وو . بلکي الهي قانون به یې لومړی پرخپل ځان او ورپسې پر نورو باندې عملي کاوه . هغوی همدغه امانت ( الهي قانون ) پر خپل ځان ، خپلو کورنیو او خپلو ملګرو باندې عملي کړی ؤ . ځکه الهي قانون په اصل کې ټول د هغوی خُلق ګرځېدلی ؤ .
هغه ډول رْیسانو به په خپل ټول خدای ورکړي انساني کرامت ، علم اوسلیم عقل سره په عمل کې د اخلاقو بېلګې نورو ته ور انتقالولې . د جلب او جذب ( دعوت ) په اړه به یې خلکو ته په صداقت ، امانت ساتلو ، ریښتینو خبرو اوډاډمنه ژمنتیا سره په ترټولوغوره پسته او بشپړه انساني معنا داره داسې نجیبه (اصیله) ژبه بلنه ورکوله چې په هغې کې به پندونه ، عبرتونه اوحکمتونه پراته وو . کله به چې چا د هغوی خبرې واورېدلې ، ورسره سم به یې د زړه ټول هغه زنګونه ، شکونه او شېبهې لیرې کېدلې چې دده په ژوند کې به د خرافاتو او مردودو لارو کوڅو څخه ورګډې شوې او دده د انساني جوهر اصلي مخ به یې مسموم او ورپټ کړی ؤ . ځکه خو به یې چې چاته په دعوت ورکولو او نصیحت خوله خلاصه کړه ، د مقابل لوري ویښ ضمیر به پرته له څه ویلو د هغه منلو او تصدیق ته غاړه اېښودله . چې د همدغې اصل له مخې به یې ترکومه ځایه پورې غږ رسېدلی ؤ ، د خلکو زړونه یې په کې تسخیر کړي وو ، او حکومت یې ور باندې کاوه . هلته چا غلا ، لوټماري ، اداري او اخلاقي فسادونه  نه محسوسول . تور پر سپین او سپین پر تور باندې کوم فضیلت او بر تري نه لرله ، بلکي د هغوی غوره والی د علم او ادب په  پر تله سره پېژندل کېدل ، نه د مال او د وینې دپیوند پر اساس . ځکه هلته به په ټوله معنا آسماني دستور پر واړه ، زاړه ، نر ، ښځې ، ذمي کافر ، مسلمان ، مسافر ، مقیم ، ظالم ، مظلوم ، نوکر او چاکر ټولو باندې یو خېل عملي کېده . قانون به د اربابانو( چارواکو )، ملاء ( د نازاو کرېشمو پر خاوندانو ) او رُهبانو ( هغو روحانیونو پر وا نه ساتله چې خلکو ته به یې په غلطه د جنت او دوزخ ټکټونه ورکول ) . دانساني ټولنو د تعمیر په جوړولو کې د هغو لومړنیو معمارانو بنسټیزکردار دومره کلک او ډاډمن ؤ چې همدا اوس یې د حال او استقبال زمانې د همغې تېرې ماضي د بېرته راتلوغوښتونکي دي .
مخکینو مسلمانو ریْیسانو او چارواکو به هم لومړی خپل ځانونه ، خپلې کورنۍ ، خپل دوستان او خپل چاپېریال په انساني اخلاقو سره داسې جوړول چې نورو به بیا پرته له څه ځنډ او تردیده په خورا مینه او لېوالتیا ددوی همغه د بشپړانساني اخلاقي نظام بېلګې خپلو ځانونو او خپلو کورنیو ته ترې کاپي کولې . هغوی نور ؤلسونه په خپلو سپېڅلیو اخلاقو جوړکړي وو او اوسنۍ ټوله اسلامي نړۍ یې داسې ور باندې جوړه کړې چې تر اوسه یې خلک په ارمان کې ځانونه قرباني کوي . ځکه ریښتیني مسلمانان ځان جوړونه د خپل نظام  او جهان جوړولو او بقأ له پاره یو تر ټولو ستر بنسټیز اصل او وجیبه ګڼي .
خو د ځان جوړولو له پاره د یو بل ستر بنسټیز اصل شتون هم اړین دﺉ ؛ او هغه دا چې پرهر مکلف مسلمان باندې د خپلې کورنۍ د وینې او نطفې سوچه کول فرض دي . خو وینه او نطفه هغه وخت سوچه کېدی شي چې هم خپله ، او هم پر دسترخوان ور سره ناسته کورنۍ یې حرام خواړه ترستوني تېر نه کړي ، حرامه جامه وا نه غوندي ، پر حرامو باندې مالي او بدني عبادت ونه کړي ، پر حرامو له چاسره کومه معامله ونه کړي ، د بیت المال په منقولو او غیر منقولو شتمنیو کې ناروا تصرُف  ونه کړي ، ځکه داسې شتمنۍ ټولې ملي امانت ، او خیانت کول او هبه کول یې ستره ګناه ده ، چې خدایتعالی یې هېڅکله هم خایْن ته نه ور بښي . ځکه الله تعالی خپل ځان ته د چا د سر ، مال او ناموس د ور بښلو او ورهبه کولو حق نه دﺉ ور کړی ، نو بنده یې څه ډول بل بنده ته ور بښلې او هبه کولی شي ؟!  
په داسې حال کې چې خدایتعالی خپلو بنده ګانو ته  په عباداتو او معاملاتو کې پر دوه ډوله حقوقو عملي کولو باندې امر کړی :
لومړی : حق الله :
په دغه ډول حقوقو کې الله تعالی هرحُر ، عاقل ، بالغ او پر ټولو شرعي صفاتو مُتصف انسان مکلف کړی چې له خپل خدای (ج) سره د عباداتو په اړه داسې معامله وکړي لکه یو صادق بایْع او ریښتینی مشتري یې چې په خپل مینځ کې د نغد و یا جنس معامله سره کوي . چې که چېرې ددغه ډول بنده معامله له خپل خدای (ج) سره په پوره ایماندارۍ ، روغ نیت او صداقت سره په ټاکلو وختونو کې په خپل ټول خدای ورکړي وس ترسره شي ، ښکاره خبره ده چې دغه ډول بنده د خپل خدای په وړاندې حق الله ادأ کړی . چې خدایتعالی هم د خپلو (رحمن ، رحیم او کریم) صفاتو په برکت خپل دغه ډول بنده ته په دنیا او آخرت کې له خپلو خزانو او بانکونو څخه اجرونه ثوابونه ور په برخه کوي . او ټینګار او لورېینه یې پردې ده چې زما بنده ګان دې زما له نعمتونو څخه په لوی لاس ځانونه نه محروموي . او د باور او اعتماد په چوکاټ کې دې له خپل خدای (ج) سره خپلو معاملاتو ته د ژوند تر پایه پورې دوام ورکړي ، تر څو د خپل خدای د بښنې او دیدار وړ وګرځي . ځکه د عابد او معبود معنا همدغه ده چې د بنده او خدای (ج) تر مینځ معامله کې باید تل د اړیکو تعادل برقرار وي ، ترڅو انسان حق الله ته په کې وصل شي . لکه څرنګه چې د بایْع او مشتري ترمینځ کومه نېکه معامله کې یو پر بل باور او مینه زیاتېږي . همداسې د خپل خدای او مکلف بنده تر مینځ هم باوراو مینه زیاتېږي ، چې پایله یې په دنیا او آخرت کې د خپل خدای د رحمت او مغفرت سبب جوړېږي . چې ځان جوړونه او د نفس تزکیه له همدې ځایه پیلېږي . کله چې ځان تزکیه اوجوړشي ، پرکورنۍ ، خپلوخپلوانو او چاپېریال باندې یې د اخلاقو اغېز پرېوځي . د کورنۍ نظام او سالمې ټولنې د معاشرې اخلاقي او قانوني بنسټ ورسره جوړېږي . مشري ، ریاست ، حکومت او قانون یې خلک مني . خو که معامله یې له خپل خدای سره په مکر ، درواغو ، بې پرواییو ، چل او فرېب باندې ولاړه وي ، نو پر دې سره  به بیا په دنیا او آخرت کې د خپل خدای د غضب او عذاب مستحق ځان جوړ کړي . چې بیا به یې د خپل دغه انحراف په صورت کې نه څوک حکم مني ، او نه قانون . ځکه چې له چاسره الله (ج) مل نه وي ، هغه په خپلو لښکرو کې هم یواځې دﺉ .  
دوهم : حقوق العباد :
په دغه ډول حقوقو کې الله (ج) خپل مکلف بنده ګان پر دې سره مکلف کړي چې له نورو سره دې هم د یوه صالح بایْع او صادق مشتري په څېر په خپلو کې معاملې وکړي . ځکه چې رابطه د بنده له بل بنده سره په معاملاتو کې هم کټ مټ د همغه بایْع او مشتري په شکل ده چې په نغد  یا جنس کې یې یو بنده له بل سره تر سره کوي ، که چېرې هغه معامله په نېکیو تر سره شي ، ددوی تر مینځ اړیکې نورې هم سره تودېږي ، یو پر بل یې باور زیاتېږي ، له یو بل سره یې مینه ، ورور ولي ، راشه درشه او یو پر بل باندې یې خواخوږي دومره سره ډېرېږي چې آخر د خپل سر په بیه په حاضر او غایْب کې د خپل ملګري له ټولو حقه حقوقو څخه دفاع کوي . څوک چې د خپل ځان او خپلې کورنۍ د نظام بنسټ پر دغه ډول اصولو برابرکېږدي چې هلته اخلاق ، انسانیت او قانون حکومت وکړي هغه نظام تل بریالی دﺉ . کله چې انسان دداسې ټولنې ، داسې معاشرې او داسې قانون څښتن شي ، خامخا به انسان د انسان له بنډ ، کُلنډ ، غلامۍ او باج او خراج څخه خلاص وي . ځکه هلته به قانون پر ټولو یو خېل عملي کېږي . د حقوقو خوړلو او حقوق تر پښو لاندې کولو وېره او ترهه به له چا سره نه وي . د مصیبتونو پر مهال یې د حکومت او رعیت صبر او زغم د خپلو اخلاقو مالګه وي . چارواکي یې په سختو شرایْطو ګې د لومړیتوب حق ځانته ، او په آسانه شرایْطو کې د لومړیتوب حق داسې لوېدليو ، مستعدو او متعهدو خلکو ته ورکوي چې له دوی (مسلمانانو) څخه وي ، نه له پردو(غیر دین ) خلکو څخه . او که چېرې یې معامله ترمینځ په درغلیو ، چل ول ، دوکه ، بې عدالتیو او تزویر باندې بناْ وي ، نو بیا یې د ور پېښې ډېرې کره کې ، نفرت او پټې کینې له امله خبره خپلمینځي شخړو ، مرګ ژوبلو او اوږد مهاله  دښمنیو ته سره ورسېږي ، په دې صورت کې ټول انساني ارځښتونه او قانون تر پښو لاندې کېږي ، چې په داسې ټولنه کې به بیا د قانون او لیاقت پرځای زر، زور، اوتزویر حاکم ، انساني کرامت به تر پښو لاندې او د ټولنې ډېر شریف خلک به د ټو لنې ډېرو رذیلو خلکو ته ولاړ ، کار به یې هم نه ورکوي او مأیوس به بېرته پر څټ ترې روانېږي . خو په انساني ټولنو کې دا هم یوناکام سیاست دﺉ ، ځکه چې پایښت او بقأ نه لري . او بریالی سیاست هغه دﺉ چې په کور د ننه او له کوره دباندې تګلارې او اړیکې د ټولنې د روغې ، مخ پر ودې او پایدارې انساني نېکمرغۍ او سوکالۍ خواته په متعادله توګه یو خېل دوام ومومي . اولیاء امور باید کورنۍ او خپلې ټولنې له حیوان صفته انحرافاتو او بد اخلاقیو پرې را وباسي . او خپلو انساني دندو تر سره کېدو ته یې ور برابرې کړي .  
له همدې امله زه د نړۍ ناکامو سیاستونو ته سیاست نه شم ویلی . ځکه الله (ج) نړۍ په درواغو او فرېب نه ده جوړه کړې . بلکي دغه هستي یې د یوه هدف له پاره په خپل بالغه حکمت باندې مینځ ته را وړې . هغه هدف دادﺉ چې انسان د ځمکنۍ خاورینې کرې پرمخ له خپل خدای ( ج) سره په عباداتو کې ، او د خدای تعالی له نورو بنده ګانو سره په معاملاتو کې خپلې متعادلې رابطې سره وساتي . ځکه ددغو رابطو په اکمال سره کورنی ، ټولنیز ، او نړیوال نطام مینځ  ته راځي . کله چې د کورنۍ ، ټولنې او نړۍ تر مینځ د خدایتعالی د بنده ګانو ریښتینی ژوند د دوی د سپېڅلو ارمانونو په پوره کېدو کې ټینګ شي ، د انسان درد ، غم او ښادي نور انسانان احساس کړي ، او د نورو غم او ښادي خپل غم او ښادي و ګڼي ، همدلته یو انسان د بل انسان د بدن غړی بلل کېږي ، چې پایله یې د آدم او حوا یوه جوهر ته سره غځېږي . زه همدغه ډول رابطو ته سیاست وایم چې د بنیادمانو تر مینځ د حقوق العبادو ، او له الله سره د حقوق الله په اړه متعادلې اړیکې په کې وجود ولري . ځکه د حقوق الله او حقوق العبادو تر مینځ د اړیکو متعادل سیاست هم په اصل کې د ځان جوړولو محصول دﺉ چې پر مټ یې ټولنیز او نړیوال نظامونه جوړېدی شي .
که چېرته افغان حکومت او ملت د داسې نظام جوړولو او خپلې بقأ نیت لري ، نو دوی دې هم د حقوق الله او حقوق العبادو تر مینځ د متعادلو رابطو ساتلو لاره او سیاست خپل کړي . تر څو د کورنیو ، سیمه ییزو او نړیوالو توطیؤ ښکار نه شي .