د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پوهنې وزارت اوپه مورنۍ ژبه زدکړې

ضیاالرحمن ضیا 03.11.2012 13:07

لکه څنګه چې له نامه يې معلومېږي، مورنۍ ژبه له موره زده کېږي او ماشوم د ژوند تر پايه پر همدې ژبه فکرکوي او پرهمدې ژبه خوب ويني. مورنۍ ژبه د انسان فطري ځانګړنو او مخ پر ودې شخصيت يوه برخه وي ځكه خو تر ډېره حده بشپړه وي.
د پيداګوژۍ پوهان پر همدې نظر دي، چې د زده کړې لپاره تر ټولو غوره ژبه همدا مورنۍ ژبه ده. د ژبې د زده كړې د علم له مخې يوازې مورنۍ ژبه د دې وړتيا لري چې تر (٩٠) سلنه پورته زده شي.
ماشوم د دويمې ژبې د زده كولو پر مهال خپل نيمايي ذهني ځواك او توان له لاسه وركوي او دايوه لويه نيمګړتيا ده. بل دا چې ماشوم نه شي كولاى دويمه ژبه د هغې له ټولو ځانګړنو او د فونيمونو له سم تلفظ سره زده كړي ځكه خو تل د زده كړې پر مهال د يو څه کمبود احساس كوي او د كموالي دا احساس په رواني عقده بدلېداى شي.
که يو ماشوم لومړنۍ زده کړې په بله ژبه کوي، لومړى هغه بايد دويمه ژبه زده کړي او بيا خپل درسونه، که دى لومړى ژبه زده کوي نو درسونو کې به وروسته پاتې وي او که درس زده کوي نو په بله ژبه کې ستونزه لري، د ماشوم د زده کړو لپاره تر ټولو غوره همدا ده چې په خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي، چې دا د ماشوم خپل حق دى.
پښتو هم د ډېرو ماشومانو مورنۍ ژبه ده او بايد د پښتنو ماشومانو لپاره په پښتون مېشته سيمو کې پښتو ښوونځي موجود وي. د افغانستان په پښتون مېشته سيمو کې دا ستونزه لا هم په بشپړه توګه نه ده حل شوې. په کابل کې ډېرى پښتانه اوسېږي چې ماشومانو ته يې د زده کړې لپاره په پښتو ژبه ښوونځي نه شته او دا يوه لويه ستونزه ده، بلکې ماشوم ته خپل حق نه ورکول دي. په دې برخه کې يو څه کارونه شوي دي، خو داسې نه دي، چې ټولو پښتون مېشته سيمو کې دې پر پښتو ژبه ښوونځي موجود وي، ځينې ښوونځي بيا داسې هم شته چې کتابونه يې پښتو دي او ښوونکي يې پښتانه نه دي يانې دري ژبي دي، چې دوى نه شي کولاى پښتو کتابونه تدريس کړي او ماشومان په بشپړه توګه پوهه کړي.
همدا ډول د غزني ولايت پښتانه اوسېدونکي وايي په ولسواليو کې مو ماشومان د وسله والو له ډاره ښوونځيو ته نه شي تلای او په مرکز کې د ټولو ښوونځيو تدريسي ژبه دري ده. دوی وايي په مورنۍ ژبه زد کړه مو د ماشومانو حق دی خو د غزني دولتي چارواکيو ورباندې سترګې پټې کړې دي.
د غزني ولايت د ولسواليو او مرکز ډېری اوسېدونکي پښتانه دي خو لا هم د دغه ولايت په مرکز او ګڼو ولسواليو کې ښوونځيو ته په دري ژبه ليکل شوي کتابونه لېږل کېږي.
دا مهال د غزني په ډېرى هغو ولسواليو کې چې اوسېدونکي يې پښتانه دي ښوونځي يا خو تړل شوي او يا ښوونکي نه لري او په مرکز کې بيا پښتانه ماشومان د ښوونکيو په ژبه نه پوهېږي.
د رسمي شمېرو پر اساس د غزني په ښار کې اوس د پېنځه اويا په شاوخوا کې ښوونځي او لېسې شته چې يوازې په يوه لېسه کې يې ماشومان پښتو کتابونه لولي.
د اساسي قانون د ٤٣ مادې له مخې، د پوهنې وزارت بايد ټولو ماشومانو ته په خپله مورنۍ ژبه د زده کړې اسانتياوې برابرې کړي.
د پوهنې د وزارت د چارواکو د خبرو له مخې جوتېږي چې دوى يوازې تر اوسه د اويا په شاوخوا کې کتابونه ليکلي دي چې په هغه کې زده کونکو ته يوازې د ژبې لوست ورکول کيږي او بس .
په لسو کلونو کې د څو ژبو د زده کولو يو څو محدود کتابونو ليکل او بيا په هغه باندې د وياړ کول يوازې د تېراېستلو مانا لري .
که په واقعي توګه د پوهنې لوړ پوړي چارواکي زړه سوى ولري او دا ټکي درک کړي چې هره ورځ په يوه ماشوم باندې چې په بله ژبه د زده کړې په بهير کې څومره ستونزه تېرېږي او هم دا ټکى درک کړي چې د هېواد هر ماشوم په خپله مورنۍ ژبه د زده کړې حق لري او ددې حق تامينول د حکومت دنده ده په هغه صورت کې دوى کولى شي چې په حد اکثره توګه په يوه کال کې ټول نصاب د ټولو زده کونکو په مورنيو ژبو باندې برابر کړي او د دوى په واک کې کتابونه هم ورکړي .
دا چې د پوهنې او لوړو زده کړو د وزارتونو چارواکي په مورنۍ ژبه د زده کړې په ساحه کې کوم غوڅ اقدام نه شي کولى دا به راز راز عوامل ولري چې زياتره يې د هېواد خلکو ته روښانه دي.
د کابل ښار په ځينو سيمو کې په مورنيو ژبو د ټولګيو جوړولو ډېره ښه پايله درلوده چې هم زده کونکي او هم ښوونکي ترې خوښ دي . همدارنګه ميندې او پلرونه په دې خوشاله دي چې د دوى اولادونه په مورنيو ژبو باندې لوست کوي .
خو له بده مرغه د پوهنې د پخواني وزير ښاغلي حنيف اتمر په تللو سره دا بهير د ستونزو سره مخامخ شو. په همغو ناحيو کې چې ټولګي جوړ شوي په همغه اکتفا وشوه او پاتې ناحيې او ولسوالۍ په پخواني شکل سره پاتې شوې.
د پوهنې د اوسنيو چارواکو دا عمل د کابل ډېر هغه خلک چې تر اوسه ورته په مورنۍ ژبه د زده کړې زمينه برابره شوې نه وه، نهيلې کړل. يو شمېر خو يې د خپلو ماشومانو لپاره چې په مورنۍ ژبه زده کړې وکړې هغو سيمو ته کډې وکړې چې هلته په مورنيو ژبو ټولګي موجود وو.
د پوهنې اوسني وزير ښاغلي وردګ پردغه پروسه باندې خاورې واړولې او ځان يې ورباندې غلی نيولی دى. دافغان ځوانانودهمغږۍ جرګې اوس په دې برخه کې هڅې پيل کړي اويو شمېر ولاياتو ته يې سفرونه کړي ترڅو ژوندي اسناد د يوې غونډې په ترڅ کې ولس ته وړاندې کړي. دوی ډېری وخت داخبره کوي چې پښتانه خپله نه غواړي په مورنۍ ژبه زدکړې وکړي دوی وايي چې موږ په زوره په چا باندې مورنۍ ژبه نه تحميلوو، موږ چې ترکومه ځايه پردغه پروسه باندې کار کړی او د خلکو نظرونه مو اخيستي دي، ټولو په يوه غږ موږ ته ويلي چې د پوهنې وزارت په زوره پرموږ بله ژبه تحميله کړې ده، په مورنۍ ژبه زدکړه د هرماشوم حق دی او د پوهنې وزارت بايد لکه څنګه چې د اساسي قانون په ۴۳ ماده کې د متوازن معارف يادونه شوې ده بايدپه ټول هېواد کې متوازن معارف چې په هره توګه کېږي عام کړي، موږ د هرماشوم هغه که د هرې ژبه وي ددغه حق غوښتونکي يو.