د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

((د افغان ځوانانو جرګه)) خپل مشر وټاکه

ضیاالرحمن ضیا 20.02.2012 11:20

له ډېرو ناستو، غونډو او مشورو يو شمېر افغان ځوانان دې پايلې ته ورسېدل، تر څو افغان ځوانان سره همغږي کړي او ټول په يو محور سره راټول کړي، نو په دې پار يې وغوښتل چې د ځوانانو داسې يوه جرګه په کابل کې جوړه کړي، چې د ټولو ولايتونو ځوانان په کې ګډون وکړي، د کابل دا جرګه به درې ورځې دوام وکړي چې بيا به دغه ډول جرګې ولايتونو ته غځېږي يانې د ولايت په کچه به جرګه کېږي او له ولايت وروسته به په ولسواليو کې د کليو په کچه جرګه کېږي چې په همدې ډول به دا جرګې دوام ومومي او دځوانانو د همغږي کولو او نورو ستونزو په اړه سره سلا مشورې وکړي او ځان کومې پايلې ته ورسوي.
په تېره اوونۍکې افغان ځوانانو د ژوندون راډيو ټلوېزيون د غونډو په تالار کې يوه غونډه وکړه.
په سر کې ښاغلي وفاالرحمن وفا د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغان ځوانانو جرګه په لنډه توګه د غونډې ګډونوالو ته وروپېژندله او بيا يې د غونډې اجنډا واوروله.
ورپسې ښاغلي عطاالله حيران د افغان ځوانانو د جرګې کړنلاره ولوستله، چې د هرې مادې تر لوستلو وروسته به افغان ځوانانو خپلې نظريې ورکولې، د کړنلارې تر لوستو وروسته کړنلاره بشپړ شوه.
له اجنډا سره سم ټولو ګډونوالو غوښتنه وکړه چې ټاکنو ته لاړ او د افغان ځوانانو د جرګې لپاره مشر وټاکو، ښاغلي حيران په ټولو ځوانانو غږ وکړ، چې دا جرګه يوه خپلواکه جرګه ده او هر څوک کولاى شي ددې جرګې د مشرۍ لپاره خپل ځان نوماند کړي، په سر اغلې ماريا توتاخېل وويل چې زه غواړم ددې جرګې د مشرۍ لپاره خپل ځان نوماند کړم، بل چا ونه غوښتل چې خپل ځان کانديد کړي، نو ټولو ملګرو پر همدې اتفاق وکړ، چې اغلې ماريا توتاخېل ددې جرګې د مشرې په توګه زموږ له خوا وټاکل شوه.
د اغلې ماريا توتاخېل تر ټاکلو وروسته، ماريا توتاخېل له ټولو ځوانانو مننه وکړه، چې پر ما مو باور وکړ او زه مو ددې وړ وګڼلم، چې د داسې يو ستر کار مشره مو وټاکلم.
ورپسې اغلې ماريا توتاخېل ځينې ځوانان د خپلو مرستيالانو، منشي، وياند او څلورو کمېټو مشران انتصاب کړل، چې په لاندې ډول دي:
١- لومړى مرستيال: ډاکتر علي
٢- منشي: غورځنګ سيال
٣- وياند: غفوراحمد جاويد
څلور کمېټې:
١- د فرهنګي چارو کمېټه، چې مشر يې رفيع الله ستانکزى دى.
٢- د اداري او مالي چارو کمېټه، چې مشر يې وفا الرحمن وفا دى.
٣- د تخنيکي او تشکيلاتي چارو کمېټه، چې مشر يې ډاکتر فيض محمد ځلاند د ى.
٥- د اړيکو کمېټه، چې مشر يې عطالله حيران دى.
له دې ټاکنو وروسته ټولو مسوولينو ته په خپلو کارونو کې د برياليتوب هيله وشوه، تر بلې غونډې پورې چې بيا به راټولېږي، غونډه پر همدې ځاى پايته ورسېده.